مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختارالمناسک

عمره په ټول عمر كي يو وار سنت مؤكد ده:
حضرت ابن مسعود روايت كړى دى چي رسول اللهﷺ فرمايلي دي چي: ﴿تَابِعُوْا بَيْنَ الْحَجِّ وَ ا لْعُمْرَةِ﴾.
يعني حج او عمره يو په بل پسې اداء كړئ.
عمره د حج د مراسمو څخه د باندي د ټول كال په اوږدو كي اداكېدای سي خو د عرفات په ورځ او د هغه څخه وروسته تر څلورو ورځو پوري عمره كول مكروه ده ځكه په دې ورځو كي بايد حج ادا سي نه عمره، نو عمره بايد يا د ذي الحجې تر اتمي ورځي مخكي او يا د لوی اختر د ورځو څخه وروسته ادا سي.
د عمرې د اداکولو ترتيب:
زموږ د هيواد څخه چي څوک عمرې ته ځي پکار دی چي د الوتکي تر سپرېدو مخکي غسل وکړي، احرام وتړي او نيت وکړي.
نيت يې دادی:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّی﴾.
ترجمه: اِلْهي زه اراده لرم د عمرې ته يې راته اسانه کړې ته يې راڅخه قبوله کړې.
نو درې واره لبيک و وايه او بيا درود و وايه او تر حرم شريف پوري لبيک ويل جاري وساته او بيا اووه شوطه طواف او اووه شوطه صفا او مروا وکړه، د عمرې او حج د مناسكو د ادا كولو څخه وروسته د سر خرېيل يا د ورېښتانو لنډول د احرام څخه د وتلو شرط دى، كه يې غوښتل چي بله عمره وكړي دا خرېيل يا لنډول حتمي دي، څو له احرام څخه ووزي او د بلي عمرې لپاره له سره احرام وتړي، كه بله عمره كول غواړي.
عمره په ژوند كي يو ځل سنت او د روژې په مياشت كي زيات ثواب لري، د حج د شپو څخه مخكي دي
د قيمتي وخت څخه د عمرې د ادا كولو لپاره استفاده وسي ځكه چي دوې عمرې د يوه حج ثواب لري. عمره د مسجد (تنعيم) چي مسجد عائشه هم ورته وايي او يا د مسجد (جُعرانه) چي دغه دوه مسجدونه د عمرې د احرام د تړلو ځايونه دي ځکه رسول په خپله
د جُعرانې عمره کړې ده او عائشه يې مسجد تنعيم ته د عمرې لپاره استولې ده.
کېدای سي چي بعضي کسان دا درته و وايي چي طواف کوه عمره مه کوه چي خطا دي نه کړي خپلي عمرې کوه که دجُعرانې وي که تنعيم.
څوك چي عمره كوي، تلبيه د طواف د شروع كېدو څخه مخكي بندوي او پر ځای يې تهليل(لَا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ) تكبير (اَللهُ اَ كْبَرْ) او تسبيح (سُبْحَانَ اللهِ) وايي. او ښځي به تلبيه په كرار اواز سره وايي.
كله چي حاجي صاحب (لَبَّيْکَ) وايي بايد پوه سي چي د لوى خداىﷻ د فرمان جواب وركوي او د زړه غوږونه يې بايد د حق ږغ واوري او پوه دي سي چي
د قيامت په ډګر كي به دا اواز د تن په غوږو اوري او ژبه به يې په محشر كي په (لَبَّيْکَ) ويلو اخته وي.
د لبيک ويلو په منځ كي د فاصلې پر مهال دي حاجي صاحب پر پيغمبر درود شريف (اََللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ) په كرار اواز سره وايي.
كه چا نه سوای كولای چي ټولي تلبيې په عربي ژبه ووايې نو ترجمه دي د معلم له خُلې څخه وايي او كه يې دا هم نه سوای ويلای نو دي داسي وايي:
﴿ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ، اَللهُ اَ كْبَرْ، اَلْـحَمْدُ لِلّٰهِ ، سُبْحَانَ اللهِ ﴾.
او بيا دي څو واره (اَللهُ اَ كْبَرْ) ووايې او پر له پسې دي تكرار كړي.
طواف د حكم له حسابه څو ډوله دى؟:
۱- طواف قدوم چي اول طواف دی، سنت دى.
۲- طواف زيارت چي هغه د ركن طواف هم بولي يعني د حج ركن او فرض دى.
۳- طواف صدر چي تر شيطانانو وروسته د حج په پاى كي ادا كېږي او هغه طواف ته د رخصت طواف هم وايي هغه اطرافي لره واجب دی.
۴- نفلي طواف چي د تحيې طواف يې هم بولي په فارغ وخت كي بې له احرامه، بې له (رمل) يعني اوږې ښورولو، او بې له (اضطباع) يعني اوږې لوڅولو څخه اجرا كېږي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery