مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختارالمناسک

د لوى اختر اوله ورځ، منْی او جمره يعني شيطانان:
كله چي لمر را وخېژي او يا د لمرختو يو څو د قيقې مخكي دي حاجي د منْی پر لور روان سي. د ذي الحجې پر ۱۱مه او ۱۲ مه شپه په منْی كي پاته كېدل سنت دي، د يو چا كه تلوار نه وي نو ديارلسمه شپه دي هم هلته تېره كړي او په سبا دي د څلورم وار لپاره درې سره شيطانان و ولي او دا دعا دي و وايي:
﴿اَللّٰهُمَّ هٰذِهِ مِنِّیْ قَدْ اَ تَيْتَهَاوَاَ نَاعَبْدُ کَ وَابْنُ عَبْدِ کَ اَسْئَلُکَ اَنْ تُمْنَ عَلٰی بِمَامَنَنْتَ عَلٰی اَوْلـِيَآئِکَ اَللّٰهُمَّ اِنِّیْ اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْحِرْمَانِ وَالْمُصِيْبَةِ فِیْ دِيْنِیْ يَااَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ بَلَغَنِیْ سَالِمًا مُعَافِيًا﴾.
په منْی كي درې شيطانان دي. او د همدې شيطانانو ويشتل په حج كي واجب دي.
د شيطانانو د ويشتلو طريقه:
شيطانان د دوو ګوتو په سر باندي په دريو ځايونو كي د اوو اوو شګو ويشتل دي (هره يوه يې بايد د لوى نخود يا باغلي په اندازه وي) او د شيطانانو ويشتلو ته (رمي) وايي.
شيطانان په لاندي ډول دي:
۱- اولْى يعني کوچنی شيطان چي د مسجد خيف لور ته دی.
۲- وسطْى يعني منځنی شيطان چي په منځ كي دی.
۳- عقبْى يعني لوی شيطان چي د مكې شريفي خوا ته دی.
حاجي دي منْی ته په رسېدلو سره تر هر څه مخكي عقبْى يعني لوی شيطان وولي او که د دې شيطان ويشتل تر غرمې مخكي سي ښه به وي او په هر وار ويشتلو كي دي داسي وايي.
﴿بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَ کْبَرْرَغْمًالِّشَيْطَانٍ وَّ رِضًا لِّلرَّحْمَانِ﴾.
(خدايه تا راضي کوم شيطانه تا ترټم � بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَکْبَرْ �). د شيطانانو د ويشتلو په وخت كي بايد حاجي داسي ودرېږي چي منْی يې و راسته خوا او كعبه شريفه يې چپې خوا ته سي، حاجي دي د شيطان د اولنۍ شګي له ويشتلو سره تلبيه قطع كړي او د تلبيې پر ځاى دي په مناسبو وختونو كي (ا َللهُ اَكْبَرْ)، (اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ)، (سُبْحَانَ اللهِ) او (لَا اِلٰهَ اِلَّااللهُ) ووايي.
يادونه:- ترڅو چي څوك سخت ناروغ نه وي شيطانانو ته دي وكيل نه نيسي كه بستر وي وكيل دي ونيسي، د شګو ويشتلو لپاره د شپې مهال ښه دى ځکه چي ازدحام نه وي.
د شكرانې ذبح:
د شيطان تر ويشتلو وروسته حاجي (مذبح) ته ځي يعني د حلالولو ځاى ته.
ذبح د حج د ادا شكرانه او واجب ده د هغه حاجي لپاره چي د قِران د حج يا د تمتع نيت يې كړى وي، د حاجي افراد او عمرې كوونكي لپاره ذبح واجب نسته، دا د شكرانې ذبح قرباني نه ګڼله كېږي ځكه حاجي مسافر دى او پر ده قرباني نسته. نو د شكرانې د ذبح نيت دي وكړي نه د قربانۍ.
د شكرانې د ذبح پُسه يا بُزه يوازي د يوه نفر لپاره ده او د غوايي يا اوښ په قرباني كي اووه كسان شريكېدلای سي.
د قربانۍ ورځي هماغه د لوى اختر ورځي دي اوله، دوهمه او درېيمه. حاجي حق لري چي د قربانۍ كولو لپاره وكيل ونيسي اوکه عذرنه وي هم وکيل نيولای سی.
د نوبت ترتيب دي حتمًا مراعت سي چي اول شيطان دی، بيا ذبح او بيا حلق يا قصر دى.
څوك چي د شكرانې د قربانۍ مالي قدرت و نه لري او د تمتع يا قِران د حج نيت يې كړى وي (درې ورځي د اختر مخكي او اووه ورځي د حج د اصلي ورځو څخه وروسته كه په مكه مكرمه كي وي، يا کور وي، روژې دي ونيسي. چي لس روژې پوره سي.
الله فرمايي: ﴿ تِلْكَ عَشْرَة ٌ كَامِلَةٌ ﴾.
په حديث شريف كي راغلي دي چي ښه حج هغه حج دى چي په هغه كي عج (تلبيه په لوړ ږغ ويل) وي، او ثج (قرباني) وي.
كله كه د تمتع حاجي يا د قِران حاجي د حج د مناسكو په ترڅ كي كوم واجب ترك كړى وي نو د شكرانې پر ذبح سربېره د كفارې ذبح (دم) هم پر واجبېږي. لكه څرنګه چي د افراد پر حاجي باندي د شكرانې ذبح نسته نو كه واجب پرېږدي د كفارې ذبح باندي لازمېږي.
د قربانۍ د حلالېدو په وخت کي دي دا دعاووايي:
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالْاَرْضَ حَنِيْفًا وَمَا اَ نَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ اِنَّ صَلٰوتِیْ وَنُسُکِیْ وَمَحْیَایِ وَمَمَاتِیْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ لَاشَرِيْکَ لَهُ وَبِذَالِکَ اُمِرْتُ وَاَ نَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْنَ اَللّٰهُمَّ هٰذَامِنْکَ وَاِلَيْکَ بِسْمِ اللهِ اَللهُ اَ کْبَرْ﴾.
حاجي دي د كفارې ټوله ذبح د خداى پر نامه خيرات كړي ځكه د هغې څخه د خوراك اجازه نسته او دا كفاره د واجباتو د تركولو په صورت كي لازمېږي.
كه حاجي ځيني سنتونه پرېښودل، پر ده دم نه لازمېږي خو صدقه (خيرات) ضرور باندي كېږي مثلاً د شپږو مسكينانو خوراك. او زما په نظر احتياطاً بايد د پنځه كيلو څخه تر لس كيلو پوري خُرما خيرات كړي.
د سر خرېيل يا لنډول:
حاجي دي د شكرانې د قربانۍڅخه وروسته د سر خرېيل يا لنډول وكړي، د دې كار معنْى داده چي د حج مهم منا سك ادا سول.
پر نارينه وو واجب ده چي ټول سر وخريي يا يې ماشين كړي او يا د ګوتي د يوه بند په اندازه ورېښتان لنډ كړي، دا كار دي پر ټول سر يا د هغه پر څلورمه برخه وكړي، نه پر لږ برخه.
د ښځو لپاره سر خرېيل نسته خو د ګوتي د يوه بند په اندازه دي خپلي څوڼي لنډي كړي.
طواف زيارت:
د زيارت طواف چي د اختر په ورځو كي بايد تر سره سي د حج يو له دري ګونو فرضو څخه دى، دوه نور فرضونه احرام او پر عرفات درېدل دي.
تر حلق او قصر وروسته حاجي له احرامه خلاص سو نو دي خپل عادي لباس واغوندي.
د اختر په لومړۍ، دوهمه يا درېيمه ورځ دي طواف زيارت وكړي. كه تر درېيمي ورځي را وروسته سو هغه وخت دي هم طواف وكړي خو دم پر لازمېږي. تر دې فرض طواف وړاندي كه ممكن وي غسل دي وكړي او كه نه اودس لازم دی. كه حاجي په طواف زيارت كي بې اودسه سي دم پر لازمېږي، دا طواف په عادي جامو كي بې له اضطباع او رمل څخه دى اوږې دي نه ښوروي او پهلواني دي نه كوي.
تردې فرض طواف او د طواف تر لمانځه وروسته دي د صفا او مروا سعى وكړي چي هغه هم په عادي جاموكي كېږي خو كه د اختر نه مخکي صفا او مروا سوې وي نو بيا د صفا او مروا سعى نه پر لازمېږي.
تر طواف زيارت وروسته دي د ملتزم په مقام كي خپل ځان وموښلوي او د خداىﷻ د كور و څښتن ته دي زارۍ وكړي او د همدې مقام دعا دي ووايي.
تر طواف زيارت وروسته د ملتزم شريف دعا:
دعا داده:
﴿اَللّٰهُمَّ يَا رَبَّ الْبَيْتِ الْعَتِيْقِ اَعْتِقْ رِقَابَنَا وَرِقَابَ اٰبَائِنَا وَ اُمَّهَاتِنَا وَ اَخَوَانِنَا وَ اَوْلَادِنَا مِنَ النَّارِ يَا اَللهُ يَا رَحْمَانُ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
﴿اَللّٰهُمَّ اِ نِّيْ عَبْدُكَ وَاقِفًا تَحْتَ بَابِكَ مُلْتَزِمٌ بِاِعْتَابِكَ اَرْجُوْ رَحْمَتَكَ وَاخْشَى عَذَابَكَ يَا ذَا الْفَضْلِ وَالْكَرَمِ وَالْاِحْسَانِ. اَللّٰهُمَّ اَرْحَمْ تَضَرُّعَنَا وَاٰمِنْ خَوْفَنَا وَتَقَبَّلْ اَعْمَالَنَا وَاصْلِحْ اَحْوَالَنَا وَاجْعَلْ بِطَاعَتِكَ اِشْتِغَالَنَا وَاِلَى الْخَيْرِ اٰمَالَنَا وَاخْتِمْ بِالسَّعَادَةِ اٰجَالَنَا، هٰذَا ظِلَّنَا ظَاهِرٌ بَيْنَ يَدَيْكَ وَ حَالُنَا لَا يَخْفٰى عَلَيْكَ اَمَرْتَنَا فَتَـرَكْنَا وَنَهَيْتَنَا فَارْتَكِبْنَا وَلَا يَسَعَنَا اِلَّا عَفْوَكَ فَاعْفُ عَنَّا يَا خَيْرَ مَأْمُوْلٍ وَاكْرِمْ مَسْؤُلٍ اِنَّكَ عَفُوّ ٌغَفُوْرٌرَّحِيْمٌ يَا اَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ﴾.
څو ضروري يادوني:
۱- كه حاجي د منْی ټاكلي وظيفې لكه ذبح، حلق او يا قصر نه وي پوره كړی په دې صورت كي د ده دا طواف او سعى په احرام كي كېږي.
۲- كه ښځه د اختر په لمړۍ يا دوهمه ورځ په مياشتني معذرت (حيض) كي وي په درېيمه ورځ دي طواف زيارت وكړي او كه معذرت يې دوام وكړ نو
د معذرت تر ختمېدو وروسته دي د طهارت غسل وكړي او طواف زيارت دي وكړي، هماغه ثواب ترلاسه كوي او د دې ځنډ له وجي دم نه پر لازمېږي.
۳- كه څوک طواف زيارت په جنابت كي ادا كړي، نه روا كېږي او بايد بېرته يې را وګرځوي، يو اوښ يا يو غويی پر لازمېږي.
۴- د اختر په دوهمه منْی ته بيرته راتلل او شيطانان ويشتل. حاجي تر طواف وروسته بيرته منْی ته راګرځي، په منْی كي د اختر د شپو تېرول سنت دي او په منْی كي د پنځو لمونځو ادا كول لوى ثواب لري.
۵- د اختر د دوهمي ورځي شيطانان او د درېيمي ورځي شيطانان تر غرمي وروسته ويشتل كېږي.
تر کوچني او ميانه شيطان ويشتلو وروسته دعا بايد وسي او تر غټ شيطان ويشتلو وروسته دعا نسته.
د شيطانانو د ويشتلو وختونه:
د اختر لومړۍ ورځ د لمرختو څخه بيا تر بلي ورځي سپېدو پوري چي تقريباً درويشت ساعته كېږي وخت لري.
د اختر دوهمه ورځ د زوال څخه بيا د بلي ورځي تر سپېدو پوري چي تقريباً اتلس ساعته كېږي وخت لري.
د اختردريمه ورځ له زواله بيا د بلي ورځي تر سپېدو پوري چي داهم تقريباً اتلس ساعته کېږي وخت لري.
د اختر څلورمه ورځ له سهاره تر ماځيګره پوري چي تقريباً دوولس ساعته كېږي وخت لري.
په دې شرط چي تېره شپه يې په منْی کي تېره کړې وي پرده د شيطانانو ويشتل واجب دي خو په دغه ورځ تر زوال وروسته سنت دي.
ښځو ته روا ده چي تر لمر لوېدو وروسته شيطانان وولي او د ځوانو ښځو لپاره د نارينه وو تر ازدحام وروسته پسله لمر لوېدو ښه دي.
په دي ترتيب حاجي د ذى الحجي پر يوولسمه نېټه يعني د اختر پر دوهمه يوويشت شګي ورسره واخلي او د خيف د مسجد له خوا دي اول شيطان اووه شګي وولي او پر هره شګه دي الله اكبر ووايي. بيا دي توقف وكړي لږ دي بغل ته سي، دعا دي وكړي چي دا د اجابت وخت دى، بيا دي منځنی شيطان اووه شګي وولي
او دعا او توقف دي وكړي، بيا دي لوی شيطان ته ورسي او اووه شګي دې وولي نور هلته درېدل لازم نه دي او تر عقبْى شيطان وروسته دي توقف نه كوي، په دوولسمه ورځ چي د اختر درېيمه ده حاجي دي همدا درې شيطانان لكه د تيري ورځي غوندي وولي. حاجي ته نه ښايي چي خپل سامان له منْی څخه مكې ته واستوي او پخپله دي په منْی كي پاته سي دا مكروه دى.
د رخصتۍ طواف:
حاجي دي د ټولو شيطانانو تر ويشتلو وروسته له منْی څخه مكي مكرمې ته بيرته را وګرځي.
د كعبې شريفي په حرم كي د رخصت طواف بې له احرامه، بې له اضطباعه او بې له رمله تر سره كېږي، دا طواف واجب دى. د رخصت تر طواف وروسته دي د زمزم اوبه وڅښي، د ملتزم په مقام كي دي د طواف رخصت دعا ووايي:
دعا دا ده:- ﴿اَللّٰهُمَّ هٰذَابَيْتُکَ الَّذِیْ جَعَلْتَهُ مُبَارَکًا لِّلْعَالَمِيْنَ فِيْهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مقَامُ اِبْرَاهِيْمَ وَمَنْ دَخَلَهُ کَانَ آمِنًا اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ هَدَانَا لِهٰذَاوَمَا کُنَّالِنَهْتَدِیَ لَوْلَا اَنْ هَدَانَااللهُ اَللّٰهُمَّ فَکَمَاهَدَيْتَنَافَتَقَبَّلْ مِنَّا﴾.
او كه حاجي په مكه مكرمه كي د پاته كېدلو اراده لري د صدر طواف دي فعلاً نه تر سره كوي او په مكه كي د اوسېدلو پاى ته دې پرېږدي او د سفر كولو په وخت كي دې تر سره كړي، چي دې طواف ته د وداع طواف هم وايي. يعني حاجي رخصت سو او دې ته طواف رخصت وايي. او په ډېرو زاريو او ژړا دي د كعبې شريفي څخه را ووزي.
يادونه:- هغه ښځه چي د صدر طواف يې نه وي كړى او په دې وخت كي په مياشتني معذرت كي وي او نور په مكه مكرمه كي د اوسېدلو وخت و نه لري له طواف رخصته معاف ده، د كعبې شريفي لور ته د ي د حرم شريف تر دروازو دباندي ګوري په زړه كي دي دعا وكړي او رخصت دي وغواړي او د حج ټول مناسك يي همدلته سر ته رسېږي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery