مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مختارالمناسک

تر حج مخکي مکروهات (۹) دي:
۱- د تېرو درويشتوآدابو څخه يو پرېښودل،
۲- د مور او پلار بي اجازې حج کول چي د خدمت او نفقې سړی يې نه وي، ۳- همدغه رنګه د خاوند حج
بې له اجازې د خپلي ښځي چي نفقه يې نه وي،
۴- بې اجازې د ضامن، ۵- د لغړزني حج بې اجازې
د پلار يا بې امنيتي د لاري، ۶- قرض کول چي ګمان يې وي چي ادا يې نه سم کولای که څه هم حج پخوا پر فرض سوی وي، ۷- حج په پښوکول چي طاقت يې نه وي، ۸- د ښځي حج بې له محرمه، ۹- د ښځي حج په عده کي.
[ص: ۱۴۰ردالمحتار، ص: ۲۲۱ملاعلي قاري]
د احرام تړلو وروسته ممنوعات:
د احرام معنْى د حج د عبادت حريم ته داخلېدل دي او له هغو شيانو ځان ساتل دي چي په شرع كي حرام دي او هم د ځينو نورو هغو شيانو حرامېدل دي چي په نورو وختو كي روا وي.
هغه ممنوعات چي هر وخت منع دي د احرام تر تړلو وروسته لا زيات حرامېږي لكه فسق، شهوت پرستي، له شهوته ډك نظر كول، د شهوت خبري كول، غيبت كول او د ګناه نور ډولونه.
الف:- د ښځي او مېړه يوځاى كېدل او د ښځي او مېړه ترمنځ د شهوت حركات او شهوت پاروونكي خبري.
ب:- ښكار كول، د حج له سيمي څخه د شنو شيانو او درختو شكول او ماتول او حتْى د حج په سيمه كي
د ښكا ر لارښوونه كول.
احرام څه ته وايي؟:
احرام دحج په مناسكو ورننوتل دي له نيت كولو او تلبيې ويلو سره د احرام جامې ډېري ساده جامې دي تر داسي حده چي د نارينه وو لپاره ناګنډلي وي او دښځو لپاره ګنډلي دي. د دې سادګۍ څخه مطلب له دنيايي سينګار څخه فارغېدل، تش لاسي، بډايي، پاچا او ګدا، عرب او عجم تر منځ تو پير نه پاته كېدل دي. عارفانو ويلي دي احرام سړي ته كفن ور يادوي او مقصد يې
د هرڅه پرېښولوته چمتووالی دى چي نفس يې له سړي څخه غواړي او د خداىﷻ و لور ته تلل دي.
دنارينه د احرام جامه له دوو سپينو ټوټو څخه جوړه ده (نوې يا وينځلې)، يو لنګ او بل څادر چي كه اوږې پكښي پټي هم سي پروا نه كوي، د نارينه چوټي ياچمپلان هم بايد ډېرساده وي، داسي چوټي وي چي بجلکي او د پښو د مخ هډوکی پټ نه كړي، كمربند تر ملا كول د نارينه او ښځينه وو لپاره روادی چي په هغه كي همياني ټينګېږي. (حاجيان د سفر پيسې، پاسپورټ او خپل لازم كاغذونه پکښي ږدي تر څو ددې شيانو په اړه يې اندېښنه رفع سي)
د نارينه لپاره د لنګوټې، خولۍ او يا چلتار پر سركولو اجازه هم نسته بلكي سر يې بايد خامخا لوڅ وي او ترڅو چي يې احرام په تن وي سر يې بايد لوڅ وي. احرام په حج كي فرض دی او حاجي ته نه ښايي د اركانو يا
د عمرې ترختمېدو پوري د غسل ترمخ احرام ليري كړي.
د ښځو د احرام لباس اساساً ساده دى چي مخ يې لوڅ وي، د ښځو د حج لباس سپين رنګي ګنډلې جامه، د سر د ورېښتانو لپاره يوه ټوټه او يو ساده پرتوګ دى او داهم روادى چي پرتوګ يې پوندې پټي كړي. ځوانه ښځه كولای سي يوه ټوټه په خپل مخ را وځړوي په داسي توګه چي پرمخ يې موښتې نه وي خو د لويې او تړلي چادرۍ اغوستل روا نه دي.
يادونه:- د ښځو لپاره د سر مسح د احرام سره نه ده روا بلكي بايد پر لڅ سر باندي مسح وسي.
د حج يا عمرې كوونكي ته لازم دى چي د احرام
د جامې تر اغوستلو دمخه ځان په صابون ومينځي او تر ممكنه حده يې پاك كړي او د تخرګونو او ترنامه لاندي ورېښتان او نوكان پرې كړي، د احرام د اغوستلو په وخت كي دي خامخا اودس وكړي او كه امكان ولري نفلي او مستحب غسل دی هم وكړي، خوشبويي دي هم ووهي، دوه ركعته نفل لمونځ دي وكړي، په اول ركعت كي كه تر فاتحې وروسته ﴿قُلْ يَا اَيُّهَاالْكَافِرُونَ﴾ او په دوهم ركعت كي دي ﴿قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ﴾ ووايي، ثواب لري او روايت دى چي رسول اللهﷺ همدا دوه سورتونه په دې لمانځه كي ويلي دي.
د احرام تړلو ځاى:
حاجي بايد احرام مكې مكرمې ته تر رسېدو مخكي وتړي او د ميقات له پنځو ځايونو څخه بې له احرامه تېر نه سي، كه د مځكي له لاري سفر كوي يا له هري لاري چي د مكې مكرمې حدودو ته و رسېږي
د ميقات ځايونه معلوم دي، هلته دي احرام وتړي. كه په الوتكه كي سفر كوي څرنګه چي الوتكه ژر رسېږي نو ښه به دا وي چي احرام په الوتكه كي تر سپرېدلو وړاندي وتړي حاجي دي بيدار وي چي عورت پټ كړي يعني د نارينه بايد د احرام د درلودلو په وخت كي تر ورانه لاندي تر نامه پوري هيڅ ځاى لوڅ نه سي، خصوصاً د طواف او لمونځو په وخت كي د ښځي د مخ او لاسو پرته ټول بدن عورت دى.
يادونه:- له جدې نه ترمكې پوري ۷۵ كېلومتره لاره ده چي موټر يې له څو ځايه درېدو سره په دوه ساعته كي وهي، كه وخت ترلاسه سي دوه ركعته نفل لمونځ دي په دې لاره كي وكړي.
کله چي دمکې شريفي ښارته داخلېږې دادعاوايه:
﴿اَللّٰهُمَّ هٰذَالْبَلَدُ بَلَدُکَ وَالْبَيْتُ بَيْتُکَ جِئْتُکَ اَطْلَبُ رَحْمَتَکَ مُتْبِعًا لِاَمْرِکَ رَاضِيًا بِقَدْرِکَ اَسْئَلُکَ مَسْئَلَةِ الْمُضْطَرِّ اِلَيْکَ الْمُشْفَقُ مِنْ عَذَابِکَ اَنْ تَسْتَقْبِلَنِیْ بِعَفْوِکَ وَاَنْ تَجَاوَزَنِیْ بِرَحْمَتِکَ وَاَنْ تَدْخِلَنِیْ جَنَّتَکَ﴾.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery