مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

ايا زمونږ دهیواد اوسني حال خو همداسي نه دئ؟

د التمش ليکنه
دايمان پلورنکوداستان
۱۹مه برخه
پرلپسې......( ۴۹-۴۷)

[که چیرې د نور الدین زنګي او سلطان ایوبي په څیر شخصیتونه هلته نه وای، او یا دوی دواړه هم د نورو وزیرانو او امرانو په څیر غوړه مالي او ایمان پلورنکي وای ،نو دهغې وخت خلفاؤ به اسلامي سلطنت لا د پخوا څخه په صلیبیانو پلورلې وای.]

داسلامي خلافت ماڼۍ یا د بدکارۍ هډه :

دخلیفه د معشوقې تښتول او د خلافت بحران ( ۳)


کله یې چې ”اُمّ عراره» په آس سپره کړه او دواړه حبشیان و تښتیدل او دومره لرې ولاړل چې هلته ورته د تعاقب خطره نوره نه تر سترګو کیده ،نو هغوی خپل آسونه و درول ، نجلۍ یو ځل بیا د خپلې ازادۍ له پاره لاس و پښې وهل پیل کړل ، حبشیانو هغې ته وویل چې دهغې لاس وپښې وهل بیکاره دي ، اوس که هغه ازاده هم شي نو ددې شګزار څخه ژوندۍ نه شې و تلې ، هغوی ورته دا هم وویل چې هغوی به هیڅکله هم هغه بې عزته او بې ابرو نه کړي ، که چیرې دوې داسې کوم بد نیت درلوداې نو هغوی به له دې سره د وحشي حبشیانو په څیر سلوک کړې و . ”اُمّ عراره» حیرانه وه چې دې وګړو تر اوسه پورې هغې ته په بدو سترګو کتلي هم نه دي ، هغوی ته دا احساس هم نه کیده چې دومره ستره ښایسته نجلۍ دهغوی په لاسو کې ده ، دهغوی د ډلې څخه هغه یو کس چې ووژل شو دهغې تر مخه په زنګونو شوې وه او غوښتنه یې ترې کړې وه چې هغه دې هسې په هسې خپل ځان په اذیت کې نه اچوي ، ”اُمّ عراره»د هغوی څخه و پوښتل چې چیرې یې وړي،نو هغه ته ځواب ورکړل شو چې هغوی هغه د اسمان ددیوتا ملکه جوړول غواړي ، او هملته یې دیوتا ته ور وړي .

هغوی یوځل بیا د نجلۍ په سترګو باندې توره پټۍ و تړله ، اوپه آس یې سپره کړه . هغې هم د خپلې ازادۍ له پاره هلې ځلې پریښودې ، هغه پو هیده چې اوس داسې هلې ځلې کول عبس دي ، اسونه روان شول او ”اُمّ عراره» په یوه آس باندې د یوه حبشې تر مخ ناسته او ځنګیدله ، په یوځاې کې لږ څه تم شول او دهغې په خوله کې یې اوبه ور واچولې او اسونه یوځل بیا د خپل منزل په لور روان شول . ډیر وروسته د یخنۍ دزیاتیدو په اساس هغه دا احساس کړه چې شپه پخه شوې ده ، آسونه و دریدل ، خو د پرلپسې آس سپرلۍ ددې نازکې نجلۍ وجود ټوټې ټوټې کړی و . د ویرې او هیبت له لاسه یې دماغ کار پرې ایښې و. هغې د اسونو د دریدو سره سم ددرې څلورو نارینه و او څلور پنځه ښځو اوازونه واوریدل ، هغه د هغوی پر ژبه نه پوهیده ، دې حبشي ساتونکو دهغې سره په لاره کې په عربي ژبه خبرې کولې . خو ددوې خلکو لهجه عربي نه وه.

لاتر اوسه یې د هغې د سترګو څخه پټۍ نه وې پرانستی خودهغه ژبه هم داسې مالومیده چې ولاړه ده . هغه چا پورته کړه او په یوه نرم شي یې کینوله ، داپالکې و، پالکې پورته وخوت او په دې تر تیب دهغې نوې سفر پیل شو. ددې سره سم د ډول نرم او ملایم اواز هم په غږیدو شو ، تر څنګ یې ښځو هم سندرې ویل پیل کړل . دهغوی د سندرو په معنا باندې هغه نه پوهیدله خو په دې سندرو کې د جادو اغیزو ، دا داسي اغیز و چې د”اُمّ عراره» ویره یې نوره هم ورزیاته کړه ، خو د دې ویرې سره داسې نښې هم را پیدا شوې چې په کې خمار ، نشه او مستي را پیدا کیده ، د شپې یخنۍ په دې خمار اومستۍ کې نور هم لذت را پیدا کاوه ، ”اُمّ عراره» که غوښتلې نو کولاې شول چې ددې پالکې څخه ټوپ کړې او و تښتیږی او دا خلک یې ووژني ، خو هغه داسې جرأت و نه کړ ، هغې دا محسوسوله چې هغه د انسانانو په لاسو کې نه ده بلکه بل کوم داسې ځواک دې چې دې یې په قبضه کې نیولې ده ، هغې اوس په خپله خوښه کوم حرکت نه شو کولاې.

هغې احساس کړې وه چې دپالکې پورته کونکي خلک په زینو باندې پورته خیژي ، هغوی همداسې پورته ختل ، نژدې دیرش زینې پورته ولاړل او بیا یې بیرته هوار تلل پیل کړل ، څو قدمه مخته ولاړل او ودریدل ، پالکې یې پر ځمکه کیښود، د ”اُمّ عراره»د سترګو څخه یې پټۍ پرانستې خو چا دهغې په سترګو لاسونه کیښول ، لږه شیبه وروسته د هغې لاسونو ګوتې ازادې شوې اونجلۍ هرې لورې ته رڼاوې و کتلې ، سوکه سوکه د هغې د سترګو څخه هغه لاسونه پورته شول ، ويې کتل چې هغه په داسې یوه ماڼۍ کې ده چې د زرګونو کلو پخوانۍ مالومیږي ، دایروي شکله ستنې یې پورته لوړی شوې وې ، یو پراخه سالون و چې فرش یې په رڼاګانو کې له ورایه ځلیده ، ددیوالونو سره ډنډې لګیدلې وې او د ډنډو په سر باندې د مشالونو شعلې بلیدې ، دننه فضا داسې خوشبویه وه ، چې دهغې بوې د دې له پاره یو نوې څیز و . د دیلار سپک سپک اوازونه او د ښځو سندرې هرې لورې اوریدل کیدې ، دې دیلارونو او سندرو په دې سالون کې داسې انګازې را پیدا کړې وې چې د هغې له پاره یې دخوب کتل ګرځولي و.

هغې مخته وکتل ، هلته یوه چوتره وه چې نژدې اته یا لس زینې یې درلودې ، د چوترې د پاسه د تیږې څخه د جوړشوي بُت سر او خوله ښکاریده ، دسر لاندې کوچنۍ غاړه هم تر سترګو کیدله ، ددې بُت څهره د یوه اوږود انسان څخه هم اوږده، پلنه او سوره وره وه ، خوله یې پرانستې وه ، دومره ستر ه چې که یو انسان لږ څه ښکته شي نو په کې دننه ورننوتلې شي ، دهغې په خوله کې سپین غاښونه هم ايښول شوي و، داسې بریښیده لکه چې په وازه خوله خندا کوي ، دهغې ددواړو غوږونو څخه ډنډې را وتلې وې چې په سرونو کې یې مشالونه روښانه شوی و، دهغې سترګې چې اوږودوالې یې نژدې یو ګز و په ناڅاپې توګه را و ځلیدې، او روښنایې ترې را په خپریدو شوه ، د ښځو د سندرو سور بدل شو، د دیلارونو په ساز کې جوش را پیدا شو . د تیږلوړې بُت خوله هم رو ښانه شوه ، دهغې څخه دوه کسان چې اوږدې اوږدې چپنې یې اغوستې را ووتل ، هلته درې زیني وې ، ددې خلکو رنګونه تور او په سرونو باندې یې د مرغانو اوږدې اوږدې او رنګ په رنګ بڼکې تړلې وې ، د بُت دخولې څخه د راوتلو وروسته یو ښي لورې ته او بل کیڼ لورې ته ودریدل.

ددې پسې سمدستي وروسته د تیږې د خولي څخه یو بل سړې هم را ووت ، هغه هم ښکته شو او بیرون راغې، هغه لږ څه عمرتیرې ښکاریده ، هغه سور رنګې چپنه په ځان کړې وه او پر سر یې تاج درلود. یو مصنوعې مار د هغې په کیڼې اوږې باندې او بل دهغې په ښۍ اوږې باندې کینول شوې و. ددې مارانو رنګ تک تور و. ”اُمّ عراره» داسې ویریدلې وه چې هغه لکه د بُت په څیر ولاړه پاته وه . دا سړې چې ددې قبیلې مذهبې لارښود یا پروهټ و د چوترې د زینو څخه را کیوت ، هغه سوکه سوکه ”اُمّ عراره» ته را نژدې شو او دواړه ګونډې یې په فرش باندې و لګولې ، دنجلۍ دواړه لاسونه یې په خپلو لاسونو کې و نیول او ښکل یې کړل ، هغه نجلۍ ته په عربي ژبه وویل ،« ته هغه د ښه قسمت خاونده یې ، چې زما دیوتا د ځان له پاره خوښه کړې یې . مونږ تا ته مبارکي وایو .»

”اُمّ عراره» را بیداره شوه ، هغه په ژړغوني اواز سره وویل « زه دیوتا میوتا نه منم ، که چیرې تاسې دیوتاګان منئ نو زه تاسې ته همغه واسطه کوم او در څخه غوښتنه کوم چې ما پریږدئ ، زه مو ولې دلته راوستلې یم ؟»

«دلته چې هر څوک راځې نو همدا خبره کوي » پروهټ ورته وویلې ،« خوکله چې پر هغه دهغه مقدس ځاې راز را څرګند شي نو بیا وایې چې زه ددې ځایه تلل نه غواړم . زه پوهیږم چې ته د مسلمانانو دخلیفه معشوقه یې . خو هغه چا چې ته د خپله ځان له پاره غوره کړې یې دهغه تر مخه د دنیا خلیفه ګان او د اسمانونو ملائکې سجدې کوي ، ته جنت ته راغلې یې .»

هغه د خپلې چپنې څخه یو ګُل را وویست ، او د ”اُمّ عراره»د پوزې سره یې یوځاې کړ . ”اُمّ عراره»د حرم سراې شهزادګۍ وه ، هغه داسې داسې عطر بوې کړي و چې ددې په څیر د شهزادګیو پرته یې بل څوک په خوب کې هم نه شي بویولاې . خو ددې ګُل بوې دهغې له پاره څه بل منګه و، دا بوې دهغې روح ته ورکیوت . دهغې د فکرونو دنیا بدله شوه ،د سترګو د لید زاویې یې بدلې شوې ، پروهټ ورته وویلې ،« دا د دیوتا تحفه ده » او هغه هغه ګُل دهغې دپوزې څخه لرې کړ.

”اُمّ عراره» سوکه سوکه خپل لاس مخته کاوه او د پروهټ ګُل نیونکې لاس یې را نیوه او خپلې پوزې ته یې را نژدې کاوه ، دګُل د بوې کولو وروسته یې په خمار اواز سره وویلې « دا څومره ستر ه او زړه وړونکې تحفه ده ، دا ماته نه راکوې ؟»

«ایا تا دا تحفه و منله ؟» پروهټ ترې و پو ښتل ، دهغه په شوڼدو باندې نرۍ شانته مُسکا وه .

«هو !» ”اُمّ عراره» ورته ځواب ورکړ « مادا تحفه قبوله کړې ده » هغې دا ګُل یو ځل بیا پوزی ته نژدې کړ او بوې یې کړ ، سترګې یې داسې پټې کړې لکه دهغې بوې چې په خپل وجود کې د جذبولو هڅه کوي .

«دیوتا هم ته قبوله کړې یې ،» پروهټ ځواب ورکړ او ترې ویې وپو ښتل « ته تر اوسه پورې چیرې وې ؟»

نجلۍ په فکر کې داسې ډوبه شوه لکه د کوم شي د را یادولو هڅه چې کوي ، سر یې و څنډه او ویې ویلې «زه همدلته وم ،نه زه په یوه بل ځاې کې وم ...... ما ته نه دې په یاد چې زه چیرې وم »

«ته دلته چا راوړې یې ؟»

« هیچا نه » ”اُمّ عراره» ځواب ورکړ ، « زه پخپله دلته راغلې یم »

« ته په آس سپره دلته نه وې راغلې ؟ »

« نه !» نجلۍ ځواب ورکړ « زه په هوا کې الوتونکې راغلي یم .»

«ایا په لاره کې ځنګُلونه ، دښتې ، غرونه او .... نه و؟»

«نه ، هیڅ نه و » نجلۍ د کوچنیانو په څیر په شوخۍ سره ځواب ورکړ ،« هرې لورې ته شنه چمنونه او ګُلونه و.»

«ایا ستا په سترګو چا کومه پټۍ تړلې وه ؟»

«پټۍ ؟.... نه هیڅکه !» نجلۍ ځواب ورکړ ، « زما سترګې پرانستې وې او ما رنګ په رنګ مرغان کتل ، خواږه خواږه مرغان .»

پروهټ په لوړ اواز سره څه وویل – په دې وخت کې د ”اُمّ عراره»د شا له خوا څلور نجونې راغلې ، هغوی ترې کالې وویستل، او د مور څخه د پیدایښت دوخت په څیر یې لوځه لغړه و دروله ، هغه مسکۍ شوه او ویې ویل « دیوتا به ما په همداسې حال کې خوښه کړي ؟» پروهټ ورته وویل «نه ! تاته مونږ د دیوتا دخوښې کالې در اغوندو ،» نجونو دهغې پر اوږو باندې یو لوې څادر خپور کړ، او دهغې جسم یې د سر نه تر پښو پورې په کې پټ کړ. ددې څادر په څنډو باندې د رنګ لرونکې رسیو ټوټې تړلې وې ، څادر یې را مخته کړ او د رسیو ټوټې یې سره را و تړلې ،اوس نو د څادر څخه یوه ښکلې چغه جوړه شوې وه . د ”اُمّ عراره» ویښتان د وریښمو په څیر نرم او تور والې ته مایل و، یوې نجلۍ د هغې ویښتان ګومنځ کړ ل او دهغې په اوږو یې را خپاره کړل ، چې ددې سره د هغې ښایست نور هم زیادښت وموند.

پروهټ هغه ته په مُسکا سره وکتل او بیرته و ګرځید او د تیږې د هیبت ناکه څهرې په لور ورستون شو. دوه نجونو د ”اُمّ عراره» لاسونه و نیول او د پروهټ شا شا ته روانې شوې ، ”اُمّ عراره»د شهزادګیو په څیر روانه وه، هغې هیڅ لورې ته نه کتل ، او نه یې خپل چاپيریال وکوت ، دهغې په تګ کې یو بل شان و ، د پروهټ شاته ، او لاسونه یې د نجونو په لاسو کې په زیني باندې ورختله ، پروهټ د تیږې د غره په څیر د څهرې په خوله کې ورننوت ، ”اُمّ عراره» هم درې زیني پورته ولاړه او د پرو هټ په څیر د تیږې په خوله کې ور ښکته شوه او ورننوتله ، دواړه نجونې د تیږي دخولې مخ ته و دریدې ، اوس نو د ”اُمّ عراره» لاس پروهټ نیولې و ، د تیږي دخولي چت دومره هسک و چې هغوی په کې نیغ په ولاړه روان ول، کله چې تر حلقه پورې ورسیدل نو هلته بیا نورې زینی وې ، د زینو څخه په ښکته کیدو سره یو تاخانه راغله ، په تاخانه کې قندیلونه روښانه شوې و، په دې خونه کې هم یو ځانګړې مهک و خو دا خونه دومره ستر ه نه وه او نه یې چت اوچتوالې درلود. دهغې دیوالونه او چت د ونو په پاڼو پوښل شوې و، په فرش باندې نرمه ګیاه او د ګیاه دپاسه د ګُلانو پاڼې خپرې ورې پرتې وې . د خونې په یوې څنډې کې ډیره ښکلې صراحي او پیالې ایښول شوې وې ، پروهټ د صراحي څخه دوه پیالې ډکې کړې ، یوه یې پخپله واخسته او بله یې ”اُمّ عراره»ته ورکړه دواړو خپلې پیالې ددخپلو شونډو سره یوځاې کړې او د سترګو په رپ کې یې خالې کړې .

«دیوتا به کله راځې ؟ » ”اُمّ عراره» و پوښتل .

«تا تر اوسه پورې هغه نه دې پیژندلې ؟» پروهټ ورته وویلې « ستا تر مخ څوک ولاړ دې ؟»

”اُمّ عراره»د هغه په پښو کې کیناستله او ورته یې وویلې « هو ! ما پیژندلې دې ،ته همغه نه یې چې ما هلته پورته و کتلې ، تا زه قبوله کړې یم ،؟»

«هو ! » پروهټ ورته وویلې « دنن ورځې څخه ته زما ناوي یې »

***** (۴۷)

زه اوس تاته نور څه نه شم ویلې، زما پلار ماته ویلې و چې پروهټ نجونو ته ګُل بویوي چې دهغې د خوشبوي په واسطه نجلۍ بیا په ځان نه پو هیږي چې هغه څه شې و؟د کومه ځایه څخه راغلي وه ؟ او څه ډول راوستل شوې وه؟ ددې ګُل د بوې کولو وروسته هغه د پروهټ وینځه ګرځي او هغې ته د دنیا ډیر مردار شې هم ډیر ښه اوپاک تر سترګو کیږي . پروهټ درې ورځې هغه هملته په تاخانه کې له ځانه سره ساتی .»

دا څرګندونې د هغه پنځو حبشیانو څخه یوه علي بن سفیان ته کولې چې هغه دخلیفه د ساتونکې ډلې څخه را ویستلې و. دا پنځه واړه ه دهمغې قبیلې خلک و چې څلورو یې ”اُمّ عراره» تښتولې وه ، علي بن سفیان هغوی د خپله ځانه سره واخستل او ورته یې وویل « چې څنګه چې تاسې د همغې قبیلې خلک یاست چې هر درې کاله وروسته جشن جوړوي او هر وګړې یې شپږ ورځې رخصت اخلي نو په دې اساس به تاسې ته ډاګیزه وي چې نجلۍ څه ډول تښتول شوې ده . هغوی پنځه واړو وویل چې د نجلۍ د تښتولو په هکله پوهه او مالومات نه لرې . علي بن سفیان ورته دا لالچ ورکړچې که چیرې هغوی رښتیا ووایې نو هیڅ ډول سزا به ورته ورنه کړل شي . خو بیا هم هغوی په دې هکله د خپلې بې خبرۍ څرګندونه کوله ، دا قبیله دخپلو وینه تویونکو او وحشیانه عادتونو په واسطه ډیره مشهوره وه ، هغوی د سزا څخه لږ څه هم نه ویریدل ، دغو پنځه واړو په پوره زړه ورتیا سره د حقیقت د را برسیره کولو څخه ډه ډه کوله ، اخر علي بن سفیان د هغو لار و څخه د ګټو د پورته کولو پریکړه وکړه چې تیږې یې هم ویلي کولاې شوې .

هغوی پنځه واړه یې جدا جدا کړل او هغه ځایونو ته یې و لیږل چیرې چې د چا «اه او واه » چا نه شوه اوریدلاې ، که د پرلپسې اذیت او وهلو ټکولو په واسطه به کوم ملزم مړ کیده هم ،نو څه پرواه به یې نه وه . دا پنځه واړه سوډانیان ډیر سخت ځانه مالومیدل، هغوی به ټوله شپه اذیت کیدل ، علي بن سفیان به ټوله شپه ویښ پاته کیده ، اخر یې هغوی په هغه ازمیښت کې ور وغورځول چې دهغوی له پاره اخرې لاره انګیرل کیده . د اذیت دغې طریقي کې به ډیر وخت ملزمان بی هوشه کیدل ،

د سهار په مهال یو عمر تیري حبشي علي بن سفیان ته وویل « زه په ټولو هر څه باندې پو هیږم ، خو د دیوتا له ویرې یې نشم ویلاې ، ځکه ویریږم چې دیوتا به ما په ډیر ناکاره مرګ ووژني .»

«ایا ددې څخه زیات بل ناکاره مرګ کیداې شي چې زه مو پرې وژنم ؟»علي بن سفیان ورته وویل ،« که چیرې ستاسې دیوتا ریښتونې وې نو هغه به تاسې ددې شکنجې او زورونې څخه ازاد کړي واست ؟ که د مړینې څخه ویریږئ نو مرګ دلته هم شتون لري ، ته خبره کوه زما په لاسو کې داسې یو دیوتا دې چې هغه به تا ستا له دیوتا څخه وژغوري ،»

دا سوډاني حبشي څو څو ځله بې هوشه شوې و ، هغه ته خو دیوتا نه ، بلکه مرګ په څرګنده توګه تر سترګو کیده . علي بن سفیان د هغه ژبه را پرانسته ، هغه یې د اذیت څخه خلاص کړ او خوراک څښاک یې ورکړ ، او د ارام لپاره یې ورته ځاې ورکړ . هغه اقرار وکړ چې ”اُمّ عراره» دهغې د قبیلې څلورو کسه تښتولې ده . هغه څلور واړه په رخصتۍ تللې و، خو هغوی د تښتولو شپه او وخت مونږ ته ښوولې و، دغه پنځه واړه حبشیان چې اوس د علي بن سفیان په بند کې و په هغه شپه پهره درلوده ، د تښتونکو څخه دوه باید دننه راغلي وې ، هغوی ته د لوې دروازې څخه د راننوتلو له پاره لاره هواره شوې وه . او دهغوی سره د بیرته تښتیدو او تښتولو هر ډول کومک شوې و. هغه حبشي ورته وویل چې هغوی به هغه نجلۍ د دیوتا په قربان ځاې کې قربانوي ، ددوي قبیله هر درې کاله وروسته یو جشن جوړوي خو د قربانۍ له پاره نجلۍ ددوې د خپلې قبیلې څخه نه وي ، دهغې له پاره شرط دادې چې هغه به دقبیلې بهر څوک وي ، سپین رنګه به وي ، د لوړې کچې د کورنۍ څخه به وي ، او دومره ښایسته به وې چې خلک یې په کتلو حیران پاته شي .

«نو ددې مطلب دا شو چې هر درې کاله وروسته ستاسې قبیله د بهر څخه یو ښکلې نجلۍ را تښتوي او قربان ځاې ته یې راوړي » علي بن سفیان ترې و پوښتل .

«نه دا غلطه ده » سوډاني حبشي ځواب ورکړ ، « درې کاله وروسته یواځې میله جوړیږي ، د نجلۍ قربانې د هر پنځه میلو یا هرو پنځلس کالو وروسته صورت نیسې ، خو مشهوره داسې ده چې په هر درې کالو کې یو ځل یوه نجلۍ قرباني کیږي ».

هغه د خپل پلار په حواله هغه ځاې په ګوته کړ چیرې چې دا قرباني صورت نیسي ، هغه پروهټ د هغه دیوتا ځوې ګاڼه . په هغه ځاې کې چی میله جوړیده دهغه ځاېه څخه دوه دونیم میله لرې یوه غرنیزه سیمه وه چې په ځڼګُلونو کې پټه شوې وه . دا سیمه دومره پراخه او عریضه نه وه . ددې سیمې په اړوند دا مشهوره شوې وه چې دلته دیوتا اوسیږی او دهغې د خدمت له پاره پیریان او ښاپیریانې شتون لري ، خلکو په دې خاطر دا خبرې منلې چې هرې لورې ته صحرا او په هغې کې د جزیرې په څیر څه سیمه غرنیزه او شینخولې وه . چې په خپل ذات کې د قدرت د عجایباتو څخه ګڼل کیده ، او عامو خلکو ګمان کاوه چې دا به د دیوتاو د اوسیدلو ځاې وي . په دې سیمه کې د فرعونیانو د وخت کنډرې لا تر اوسه پاته وې ، تر څنګ یې یو جهیل(د اوبو ډنډ)(داوبو ډنډ) هم و چې واړه او غټ (Crocodile‎)تمساح په کې اوسیدل .

د قبیلې کوم وګړي به چې دروند جرم وکړ نو هغه به یې د پروهټ په لاسو کې ورکاوه ، پروهټ به هغه ژوندې همدې جهیل(د اوبو ډنډ) ته ورغورځاوه او (Crocodile‎)تمساحو به نواله کاوه . پروهټ په همدې کنډوالو کې اوسیده ، هلته د یوې سترې تیږې سر او خوله چا تراشلې وه ، چې په دې تیږه کې ددوې د ګروهي په مطابق دننه دیوتا اوسیدل ، ددیوتاو د خوښې او خوشحالۍ په خاطر به یې هر پنځلس کالو کې یو ځل د قبیلې څخه بهر یوه ښکلې نجلۍ دلته را وستله ،او پروهټ ته به یې ور حواله کوله ، پروهټ به نجلۍ ته یو ګُل بوی کاوه، د ګُل د بوي کولو وروسته به نجلۍ دا هیرول چې هغه څوک وه ، له کومه ځایه راغلي او چا راوستې ده؟. په دې ګُل کې به یې کوم نشه ایز څیز ورګډاوه ، چې دهغې له مخې به هغې پروهټ خپل دیوتا او خپل میړه ګاڼه ، هغې ته به د هغه ځاې ګنده او مردار شیان هم ډیر ښه او ښکلي تر سترګو کید .

د نجلۍ قرباني به هم په همدې کنډرو کې کیدله ، پرو هټ به نجلۍ له خپله ځانه سره په تاخانې کې ساتله ، په دې ځاې کې نور څلور کسه نارینه او څلورکسه ښکلې نجوني هم اوسیدلې . ددوې څخه اخوا بل چاته ددننه د ورننوتلو اجازه نه وه . کله به یې چې نجلۍ د قربانۍ ځاې ته بوتلله ، نو هغې ته به دا احساس هم نه کیده چې دهغې څټ به پرې کیږي . هغه به په فخر او خوشحالۍ سره مرګ مانه ، دهغې وجود به هلته په جهیل(د اوبو ډنډ) کې (Crocodile‎)تمساحو ته ور اچول کیده ، او ویښتان به یې پرې کول او د قبیلې هر کورنۍ ته به یې د سوغات (خوردې) په توګه ورلیږل ، دا ویښتان به مقدس ګڼل کیدل، د نجلۍ سر به یې د وچیدو په خاطر په یوه غار کې ایښوده ، او کله به یې چې غوښه له منځه ولاړه او یواځې کوپړۍ به یې پاته شوه نو هغه به یې په همدې غار کې ایښوله ، خود نجلۍ شکل او صورت به د هغې په ژوند کې چاته نه ورښول کیده .

«پنځلس کاله پوره شوې دې اوس به یو ځل بیا د نجلۍ قرباني ورکول کیږی .» دغې حبشي وویل ،«مونږ نهه کسان د مصر په فوځ کې ورګډ شوې و . څرنګه چې مونږه نه ویریدونکی او وحشي ګڼل کیدو په دې خاطر یې مونږ د خلیفه د ساتونکې ډلې غړي غوره کړو . دوه میاشتې کیدې چې مونږ دغه نجلۍ کتلې وه ، داسې ښایسته نجلۍ کله هم مونږ ته نه وه تر سترګو شوې ، مونږ ټولو پریکړه وکړه چې دا نجلۍ به له دې ځایه تښتوو،او د قربانې له پاره به یې وړاندې کوو. زمونږ یو ملګری چې پرون ووژل شو خپلې قبیلې ته تللې و او خپلو مشرانو ته یې ددې نجلۍ په هکله ویلې و ، او ورته یې ویلې و چې دا ځل به مونږ د قربانۍ له پاره نجلۍ را وړو ، په دې خاطر مونږ نجلۍ و تښتوله .»

*****(۴۸)

کله چې دا قصه صلاح الدین ایوبي واوریده نو ډیر زیات حیران پاته او په فکر کې ډوب شو، علي بن سفیان دهغه دحکم منتظرو ، سلطان ایوبي نقشه و کتله او ویې ویل « که چیرې ځاې همدا وي نو بیا خو دا زمونږ د احاطې څخه بیرون دې هغه مالومات چې تاسې د ښار دخلکو څخه تر لاسه کړي دي ، دهغو څخه دا په ډاګه کیږی چې فرعون ډیرې پیړۍ پخوا مړ شوې دې خو دهغه فرعونیت لا تر اوسه په خپل ځاې پاته دې . مونږ ته د مسلمانانو په څیر دا اړینه ده چې که چیرې مونږ تر لرې پورې نه شو تللاې نو لږ تر لږه دهغه نژدې ګاونډیانو څخه خوکفر او شرک له منځه یوسو ، مالومه نه ده چې تر ننه پورې به دڅومره میندو او پلرونو پاکې او معصومې لوڼي ددې رواج ښکار شوي او ځار شوي وي ، او په دې میلې کې به تر اوسه پورې څومره پاکې او معصومې نجوني پلورل شوې وي . مونږ باید د دیوتا ګانو انګیرنه له یوه سره ختمه کړو . دغه بد نامه مذهبي مشران خلکو ته د دیوتا د غلطې انګیرنې په اساس دخلکو معصومي نجوني را تښتوي او د بدکارۍ او عیاشۍ کار ترې اخلي .

«زما د مخبرانو را پورونو کې دا ډاګیزه شوې ده چې هلته زمونږ د فوځ قومندانان او د مصر شتمن خلک ورځې او نجوني پیرې او یا یې د څو ورځو له پاره په کرایه اخلي ،» علي بن سفیان ورته وویل « د کړچار د تباهۍ نه اخوا دا ګواښ هم شتون لری چې د سوډانیانو دلرې کړل شوي فوځ عسکر به دې میلې ته په ګڼ شمیر ورځې ، د سوډاني فوځ پخواني فوځیانو سره یو ځاې زمونږ د فوځ ور ګډیدل او دهغوی سره په دې جشن کې برخه اخستل مناسبه نه بریښې ، دا ډول ګډې تفریحګانې د هیواد له پاره ګټورې نه ثابیتږي .» علي بن سفیان لږ څه په وارخطایې سره وویل « او نجلۍ د قربانۍ څخه دمخه خوندې کول او خلیفه ته د هغې ورسپارل په دې خاطر هم اړین دي چې هغه ته دا مالومه شي چې هغه د تښتوني الزام چې هغه پر تا باندې لګولې و څومره بې بنسټه او درواغ و .»

«علي ! زه دهغې څه پرواه نه لرم ،»سلطان ایوبي ورته وویل « زه دخپل ځان په لور نه وینم ، ما چې څوک هر څومره سپک ګڼې بیا به هم زه د اسلام عظمت او پرمختګ له یاده و نه باسم ، زما ذات هیڅ نه دې ، او ته هم دا په یاد ساته علي ! دخپل ذات څخه توجه واړه وه ،او د سلطنت د ټینګښت اود خپل ولس د سوکالۍ په لور متوجه اوسه ، پخوا به د اسلام دعظمت امین خلیفه و خو د وخت په تیریدو سره خلیفه په خپل ذات کې ډوب شو او د خپل نفس ښکار و ګرځید، اوس زمونږ خلافت د اسلام ډیره ستره کمزورې ګرځیدلې ده . صلیبیان زمونږ همدا کمزورتیا زمونږ پر خلاف استعمالوي ، که چیرې ته غواړې خپلې دندې په بریالیتوب سره تر سره کړې نو بیا دخپل ذات ، شخصیت او نفس د پاللو څخه لاس واخله ،.... هغه الزام چې خلیفه پر ما لګویې دې ، هغه ما په ډیره ستونزمنه توګه وزغمه ، ما کولې شو چې د هغې ځواب په هماغه وخت کې ورکړم، خو زما ځواب به هم دومره اغیزمن نه و ، او بیا به زه دخلیفه سره په شخصې سیاسې لوبه کې را نښتې وې ، ماته همدا خطره تر سترګو کیدله ، چې په اسلامي ملت به داسې یو وخت راځي چې د خپلو حکمرانانو، د ذاتي سیاسې لوبو ، خپل نفس پالنې ، په نور باندې د خپل ستر والي د ښوولو او، د ځواک په هوس کې به له منځه ځي.»

«دبې ادبۍ بښنه غواړم درونده امیره ! » علي بن سفیان ورته وویل ، « که چیرې ته غواړ ې دا نجلۍ د قربانۍ څخه خوندې پاته شي نو امر وکړه ، وخت ډیر کم دې ، بله ورځ میله پیلیږي .»
«فوځ ته سمدستي دا حکم ور ورسوئ چې په دې میله کې هیڅ فوځې ته دګډون کولو اجازه نه شته .» سلطان ایوبي خپل یو سالار راو غوښت او ورته یې وویل « د حکم سرغړونکي ته به د هغې د رتبې او مرتبې څخه د لرې کولو تر څنګ د عوامو تر مخ پنځوس لښتې سزا هم ورکول کیږي »

ددې حکم د صادرولو وروسته په پلان باندې کار پیل شو . سلطان ایوبي لا د پخوا څخه اړوند مسؤلین را بللې و. هغه ټولو ته ویلې و چې زمونږ موخې دادې چې دا طلسم مات کړو ، دا د فرعونیت اخري ځاې مالومیږي .... اول هغه لورې ته د فوځ لیږل تر بحث لاندې راغلل ، خو هغه په دې خاطر د بحث نه ولویدل چې دا کار به د هغې قبیلې خلک دخپل ځان پرخلاف فوځي برید وګڼې، که جګړه وشي نو زیات شمیر بې ګناه خلک به، د کوچنیانو او ښځو په ګډون ، په کې و مري ، دا وړاندیز هم وشو چې همدا حبشي د لارښود په څیر له ځانه سره واخلي او هلته ، چې دغه نجلۍ په کې قرباني کیږي ، ناڅاپې یرغل کونکی ډلې و استوي ، سلطان ایوبي هلته د عسکرو سره د هغه حبشي لیږل اړین و نه ګڼل ځکه د هغې څخه د دوکې ورکولو خطر شونې و. تر دې بحثه پورې د سلطان ایوبي په حکم د ناڅاپی حمله کونکواو د شپې د برید کونکو یوه ځواکمنه ډله تیاره کړل شوې وه . دا د ځان ځارونکو سرتیرو مجاهدینو ډله وه چې د جذبې له اړخه دومره پاخه شوې و چې دداسې دندو تر سره کولو له پاره یې تلل خپل فخر ګاڼه ، هغوی چې اوس د کومې دندې د ترسره کولو له پاره استول کیدل نو دهغې څخه ددوې بیرته ژوندې راتلل شوني نه ښکاریدل .

دنائب سالار الناصر اوعلي بن سفیان د سلاګانو له مخې دا پریکړه و شوه چې یواځې دولس ګوریلایان( غلچکی برید کونکي ) به دغره په هغه ځاې کې ور ننوځې چې پروهټ په کې اوسیږی ، او دنجلۍ د قربانۍ ځاې هم دې .

دحبشې د ورکړل شوي مالوماتو په بنسټ په دغه شپه په میله کې ډیره ګڼه ګوڼه یې ، ځکه چې هغه د میلې اخری شپه وی ، دقبیلې دخلکو پرته بل چاته دا مالومه نه وی چې نجلۍ قربانیږي ، داسې مالومیده چې هغه په دې نه پوهیده چې د قربانۍ ځاې چیرې دې ، ددې مالوماتو په رڼا کې دا پریکړه و شوه چې پنځه سوه عسکر به د میلې د کتونکو په کالیو کې په تورو او نورو اړوند وسلو سمبال ، په هغه شپه په میله کې شتون ولري ، دهغوی له ډلې څخه به ددوه سوو سره غشي او لیندۍ وي ، په هغه وخت کې د دې وسایلو په ګرځولو او درلودلو بندیز نه و. د ګوریلا یې ډلې په ذهنونو کې یې په ښه توګه دهغه ځاې نقشه انځور کړه، خو هغوی ته وویل شو چې مخامخ او نیغ په نیغه به برید نه کوي ، بلکه د ګوریلاو په څیر به په غرنۍ سیمه کې ور ننوځې، ساتونکي به په پټه خوله له منځه وړي او اصل ځای ته په رسیدو سره به هغه وخت برید کوي چې نجلۍ دقربانۍ ځاې ته ور وړي ، ددې د مخه د یرغل زیان به داوي چې نجلۍ به هملته په تاخانه کې له منځه یوړل شي او یا به بل چیرې پټه کړل شي .

دا ډاګیزه شوې وه چې قربانې په نیمایې شپه کې ، کله چې سپوږمۍ مکمله شې ، تر سره کیږي ، پنځه سوه نور سپاهیان د قربانۍ د ځاې تر څنګ د غرونو په چاپیر کې ځاې په ځاې کیدل، او د ګوریلایانو داحتمالي ناکامۍ په صورت کې او یا د هغوی د دندو په تر سره کولو کې د ستونزو د راپیداکیدو په وخت کې دوي ته لار ښوونه شوې وه چې هغوی دې د نښې په توګه یو اور بلونکې غشې هوا ته و توغوي ، ددې غشې د رڼا په کتلو سره به دا پنځه سوه کسان خپل برید پیلوي .

په دې وخت کې دولس کسه سر تیرې و ټاکل شول ، او دنور الدین زنګې د هغه فوځ څخه چې دوه کاله مخته هغه د صلاح الدین ایوبی د کومک په خاطر را استولې و پنځه سوه ذهین او زړه ور عسکر او قومندانان و ټاکل شول ، دوې له عربو څخه راغلي و ، دوې لا تر اوسه پورې د مصر او سوډان د سیاسي لوبو او عقایدو تر اغیز لاندې نه وراغلي ، دوې یواځې پر اسلام پو هیدل او همدا ددوې عقیده او ګروهه وه . هغوی به دهر ې هغه عقیدې پر خلاف را پورته کیدل چې غیر اسلامي به ورته ښکاریده ، هغوی ته ویل شوي و چې هغوی د یوې باطلې عقیدې پر خلاف جنګ ته روان دي ، او شونې ده چې دوې ته د خپلې شمیرې څخه د زیاتو مخالفینو سره د مقابلې کول ورپه غاړه شي ، جنګ او جګړه هم ویني تویونکي وې او دا هم شونې ده چې دهغوی تر مخ څوک دمقاومت توان هم و نه لري ، او ټول کار د جنګ او جګړې کولو پرته تر سره شي. هغوی ته د ټول پلان په هکله خبر ورکړل شو. او دهغوې په ذهنونو کې غریزه سیمه ، د هغې سیمې دغرونو لوړوالې ، چي دومره زیات نه بریښیده ، او په هغې کې دننه د قربان ځاې په هکله ټول مالومات ورکړل شول، هغه دولس سر تیرومجاهدینو ته هم همدا انګیرنه ورکړل شوه ، هغوی لا د پخوا څخه سخت روزل شوې وو، په غرونو ختل ، په شګلوړه دښتو کې منډې وهل ، لوږه ، تنده د اوښ په څیر زغمل... دهغوی له پاره ستونزمن نه و.

لا تراوسه د قربانۍ شپې ته شپږ ورځې پاته وي ، درې شپې او درې ورځې سرتیرو اوپنځه سوه فوځیانو ته روزنه ورکړل شوه ، څلورمه ورځ یې سر تیرې په اوښانو سپاره و استول ، هغه ځاې د اوښانو په عادې سفر یوه ورځ او نیمه شپه لرې پروت و، اوښ چلونکو ته حکم شوې و چې سر تیرې د غریزې سیمې څخه لرې چیرې ښکته کړي او دوې بیرته را ستانه شي ، همدا راز یې پنځه سوه نور عسکر د نندارچیانو په کالیو کې، ددوه دوه او څلورو څلور و په ټولیو کې په آسونو اواوښانوسپاره واستول ، هغوی ته ویل شوي و چې خپل ځناور به له ځانه سره ساتي ، دهغوی سره د هغوی قومندان هم په هماغه کالیو کې روان شوې و .

*****(۴۹)

پاته په شلمه برخه کې
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery