مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې

مکمل غېر سېاسي:

اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان

اته ویشتمه برخه

پرلپسې (۷۹-۷۵)

[د یوه قوم تهذیب ، تمدن او مذهب خراب کړئ نوبیا فوځي حملې ته اړتیا اوجنګ و جګړی ته نوبت نه رسیږي ، که غواړئ چې کوم قوم له منځه یوسئ نو په هغوی کې د جنسې جذباتو اور تازه کړئ] (صلیبي قومندان)

او کله چې عیسائي پادري دمسلمانانو امام وګرځید: (۷-۴)

شپه نیمائې تیره شوی وه ، صحرا ډیره د سکون او اطمئنان نه ډکه او چپ چاپ وه ، خو د نیمې شپې نه وروسته یو نا څاپه د هغوی تر مخه تور سیوري د بوتانو په څیر راښکاره شول او بیا دې سیورو منډې او ځغاستې پیل کړې . د اوښانو د قدمونو ټپ ټوپ اوریدل کیده ، او ځمکه لړځیدله ، د اوښانو شمیره دلسو څخه ډیره مالومیده چې یو یو سپورئې درلود، هغوی غوښتل ساتونکي او ورسره بنديان په هسې اخوا دېخوا منډو ترړو باندې و ويروي ، ددوه درې ځلې تاو را تاوکیدو نه وروسته د غلو دډلې یوه وويل « نجونې مونږ ته را وسپارئ ، نو مونږ به ستاسې څخه د نور څه د اخستلو پرته بیرته ستانه شو »

دهغه په ځواب کې (حدېد) په ملاسته ملاسته یو غشې ور و توغوه ، د غشي په لږیدو یو سخت اواز را غې ، هغه بل ساتونکي هم په ملاسته ملاسته یو غشې د غلو په لور ور ويشت ، دوه اوښانو بړ بړې وهل پیل کړل او بی واکه شول . (حدېد) نجونو ته وويل « تښتئ مه ، زمونږ سره و اوسئ »

د اوښ سپرو څخه ئې کوم یوه وويلې « ور ولويږئ پرې ، هیڅ یو هم ژوندې پرې نه ږدئ ،او نجونې ترې پورته کړئ »

د صحرا شپه دومره روښانه وي چې که چېرې سپوږمۍ نه وي نو بیا هم تر لرې لرې پورې د سترګو لید رسیږي . اوښ سپاره د اوښانو څخه را کوز شول او د تورو او برچو جنګ و نښت ، ددواړو ډلو تر منځ جګړې د صحرا زړه چاوه ، هیڅ یو ته د بل په هکله هوش او فکر نه و ، (حدېد) او نورو ساتونکو نجونې داسې په خپل منځ کې را ایسارې کړې وي چې د ساتونکو شاوی د نجونو په لور او مخ ئې ددښمن سره په جګړه کې و، نجونو څو ځله وويل چې مونږ ته څه راکړئ ، (حدېد) ورته وويل « زما توره زما د تیکي څخه راوباسه ،» هغه پخپله په برچې سره په جګړه بوخت و ، یوي نجلي د هغې د تیکي څخه توره راوويستله ، او ددواړو ساتونکو له منځه ووتله ، خو (حدېد) ورباندې غږ کړ چې زمونږ څخه جدا کیږه مه ، د غلو زیات فشار په نجونو باندې و ، خو د جاسوس عالم غږ نه تر غوږو کیده .

دا جګړه تر ډیره وخته پورې روانه و ه ، خلکو په خپریدو پیل وکړ ، ساتونکو یو بل ته اوازونه کول ، او بیا دهغوی اوازونه خپ شول ،د جګړی شور او زوګ هم له منځه ولاړ ، (حدېد) خپلو ملګرو ته و رغږ کړ خو هیچا ځواب ورنکړ ، هغه د یوی نجلۍ اواز واورید ، هغه ورته چېغې وهلی ، دهغې د اواز سره سم د یوه آس د ځغاستې اواز تر غوږو شو ، (حدېد) و پو هید چې کوم غل نجلۍ د اوښ پر ځاې دساتونکي په آس باندې اچولۍ او تښتوي ئې . هغه منډه کړه او تر یوه آس ئې ځان ور ورساوه ، په هغه زین همغسې تړلې و ، په اس سپور شو او په ځغاسته ئې کړ ، هغه د تښتونکو د آس دپښو په اواز باندې دهغوی تعاقب کاوه ، خو دبلې نجلۍ په هکله هغه ته جوته نه وه چې هغه چېرې او په څه حال کې ده ، هغه آس څومره چې ځغلولې شو و ئې ځغلاوه ، په صحرا کې کوم خنډ هم نه و او نه کوم لښتې او ناو و چې د آس تر مخ خنډ شي ، آس په هوا کې الوت ، مخکنې آس هم د ښه نسل څخه و یواځنې توپیر دا و چې په هغې آس دوه کسه سپاره و .

نژدې د یوه میل په فاصله (حدېد) ته د هغه لمړي آس سیورې تر سترګو شو ، هغه ورپسې همغسې ګړندې روان و اوفاصله رو رو کمیده ، (حدېد) و کتل چې دهغه پسې هم یو اس را روان دې ، شونې و چې سپور ئې کوم ساتونکې وي او یا کوم غل. هغه شاته و کتل ، وروسته آس را نژدې شوی و ، (حدېد) ترې وپوښتل «څوک ئې ؟» هغه ته ځواب تر لاسه نه شو . هغه خپل تګ ته دوام ورکړ ، او دخپل اس د نور ګړندې کیدو هڅه ئې وکړه ، مخته آس نیغ روان و ، داسې مالومیده چې دهغې واګې د نجلۍ په لاس کې راغلې وی ،ځکه (حدېد) کتل چې اس کله ښي لورې ته او کله کیڼ لورې ته کږیږي او رفتار ئې هم را کمیږي ،..... هغه ور ورسید ، برچه ورسره وه ، هغه په مخکنې سپور د برچې وار وکړ ، خو اس یوي لورې ته شو سپور په څنګ شو خو برچه په اس ولګیده ، (حدېد) اس ودراوه او را و ګرځید ، مخکې سپور هم د خپل آس د را ګرځولو هڅه وکړه ، خو نجلۍ چې دهغه تر مخ ناسته وه د اس واګې اخوا دېخوا کولې او د اس مخ ئې را ګرځیدو ته نه پریښوده ، (حدېد) نجلۍ ته ور غږ کړ نو نجلۍ نوره هم زړه وره شوه ،

سپور نجلۍ له ځانه سره د آس څخه را ښکته کړه او آس ئې خپل ډال و ګرځاوه ، (حدېد) خپل آس چورلاوه او دهرې لورې به ئې چې وار کاوه نو غل به نجلۍ له ځانه سره بلې لورې ته کړه او اس به ئې ډال کړ. اخر (حدېد) د خپل آسه را کوز شو ، (حدېد) هغه ته چېلنج ورکړ او ورته ئې وويل « نجلۍ نشې وړلاې » یوه غل نجلۍ په ولکه کې واخستله اوبل د(حدېد) سره جنګ پیل کړ ، د نجلۍ سره اوس توره هم نه وه ، بل غل هم نجلۍ پرې ښوده ، اوپر (حدېد) باندې ور پریوت ، (حدېد) نجلۍ ته ور غږ کړ او ورته ئې وويل « ته په آس کینه او د (شوبک) په لور ولاړه شه ، زه به دا دواړه پرې نږدم چې له تاپسې درشي .» خو نجلۍ هملته ولاړه وه ،

(حدېد) په پوره میړانې سره ددواړه مقابله وکړه ، غلو ورته بیا بیا وويل ، « ددې نجلۍ له پاره خپل ځان له لاسه مه ورکوه ، » او (حدېد) ورته هر ځل همدا ځواب ورکاوه « اول به زما ځان ځي اوبیا به نجلۍ له ځانه سره یوسئ ، » او هغه څو ځله نجلۍ ته وويلې « ته دلته ولې ولاړه ئې ، تښته، ددې ځاېه تښته .» اخر نجلۍ ورته وويلې « هیڅکله به تا پرې نه ږدم » (حدېد) زخمي شو اويو ځل ئې بیا نجلۍ ته وويلې « زه زخمی شوی یم ،زما دمرګ نه دمخه ددې ځاېه ځان وکاږه ، »

یو غل د نجلۍ په لور ولاړ (حدېد) ته فرصت تر لاسه شو او په یو برچه ئې دهغې تشی سوري کړ ، خو په همدې وخت کې دهغه بل غل توري د (حدېد) اوږه پرې کړې وه ، نجلۍ یو غل لويدونکې وکوت ،منډه ئې کړه او دهغې توره ئې راواخسته و او د شا له اړخه ئې هغه بل غل کې ور ننويستله ، هغه نیغ شو خو د (حدېد) برچې هغه نیغېدو ته پرې نښود او د هغه په سینه ئې داسې وار وکړ چې هغه ئې پرې را وپرزاوه ، خو دهغې سره سم (حدېد) هم د دریدو وړ نه و . نجلۍ هغه ته لاس ورکړ ، نو هغه ورته وويل « ته خو به ښه ئې ؟ ما پریږده ، په آس کینه او سمدستي د (شوبک) په لور روانه شه ، الله ج به تا په خیریت سره هلته ورسوي ، (شوبک) اوس دومره لرې نه دې ، خپلو ملګرو ته ورشه ، داسې بریښي چې هلته به هیڅ یو ژوندې نه وي پاته،»

«په کومو کومو ځاېو زخمي شوی ئې ؟» نجلۍ ترې وپوښتل .

«نجلۍ ! ما خپل مرګ ته پریږده ،» (حدېد) ورته وويلې « ته ولاړه شه ، د خدای له پاره زما دنده ته پخپله پوره کړه ، هسې نه چې بل کوم قزاق (صحرائې غل ) دکوم ځاېه راپیدا شي »

د نجلۍ غلط فهمي او شکوک اوس بلکل له منځه تللې و، هغه په دې پوه شوی وه چې دې وګړي دهغې په خاطر خپل ځان په خطر کې واچاوه ، نو هغې دتللو، او دهغې د ځانته پریښولو ، څخه په څرګنده ډه ډه وکړه ، منډه ئې واخسته او د آس د زین سره ئې تړلې د اوبو بتک را پرانسته ، اود(حدېد) پر خوله ئې ورکیښود. هغه ته ئې اوبه ورکړې او بتک ئې بیرته د اس د زین سره و تړه ، او دهغه څخه ئې بیا و پوښتل چې زخم دې په کومو کومو ځاېو کې خوړلې دې ، (حدېد) ورته خپل زخمي ځاېونه و ښول ، نو هغې د خپلو کالېو څخه ټوټی و شکولې ، په اوبو کې ئې لمدې کړې او د (حدېد) په زخمونو ئې و تړلې ، دوی ته ددې کار روزنه ورکړل شوی وه. هغه (حدېد) ته لاس ورکړ او هغه ئې ودراوه او تر آسه پورې ئې یوړ، په ډیره ستونزمنه توګه ئې په اس کینوه ، په خپله په یوه بل آس کیناسته ، نو (حدېد) ورته وويل « زه په اس باندې ځانته نشم کیناستلې » هلته درې اسونه و ، نجلۍ د عقل اوپوهې څخه کار واخیست ، چې د آسونو پریښول ئې مناسب و نه ګڼل ، دهغو دوه نورو آسونو واګې ئې هم د یوه اس په زین پورې و نښلولې اوپخپله د(حدېد) پسې سپره شوه . هغې د(حدېد) ملا د خپلې سینې سره یوځاې کړه ، او دهغه سر ئې پر خپلې اوږی باندې کیښود .

« د (شوبک) لور را ښوولې شي ؟» نجلۍ ترې و پوښتل .

(حدېد) د اسمان په لور وکتل ستوري ئې و لیدل ، او یوي لورې ته ئې اشاره وکړه او وئې ويل .« په هغې لورې ولاړه شه ، » بیا هغه ورته وويل «زه کیداې شې ژوندې پاته نه شم ، زما وينه روانه ده ، په هر ځاې کې چې زما روح ووځي ، نو هملته مې خاورو ته وسپاره ، او که چېرې تا زما په نیت باندې کوم شک درلود نو هغه له زړه و کاږه او ماته بښنه وکړه . ما په راسپارل شوي امانت کې خیانت نه دې کړې . خداې دې تا ژوندۍ اوسلامته تر خپله ځاېه ورسوي .»

آس روان و او شپه نوره په تیریدو وه .

*****(۷۶)

سهار راوخوت او(حدېد) همغسې د نیمې بې هوشۍ په حال کې و ، هڅه ئې کوله خپل ځان په هوش کې راوړي ، وينه ئې دریدلې وه ، خو د ډیرې زیاتې ويني د بهیدو په اساس ئې وجود تک ژیړ او مړژواندې ګرځیدلې و ، نجلۍ هغه دخرماو په یوکوچنې ځنګل کې را ښکته کړ ، اوبه ئې ورکړ ې او د آسونو سره د خوراک څښاک څه شیان تړل شوي و هغه ئې را پرانستل او (حدېد) ته ئې لږ څه غذا هم ورکړه ، د خوراک وروسته دهغه ذهن لږ څه را ژوندې شانته شو . هغه ته دا فکر پیدا شو چې لمړۍ دا د هغو نجونو ساتونکې و خو اوس دهغې بندي دې. نجلۍ هغه څملاوه .

« (شوبک) لرې نه دې شاید د یوي ورځې مزل نور هم وي ، ته یو آس واخله او په منډه منډه ولاړه شه ، ژر به ورسیږې ، زما که وجود ښه و بیرته ستنیږم » حدېد ورته وويل .

« ته بیرته ژندې نه شې تللاې » نجلۍ ورته وويلې ، که چېرې د همدې ځاېه بیرته ستنیږې نو ما هم له ځانه سره یوسه ، تا زه ځانته نه یم پرې ایښې ، نوزه به تا څنګه ځانته پریږدم ،»

« زه نارینه یم » (حدېد) ورته وويلې ،« زما زړه دا نه مني چې یوه نجلې دې زما ساتنه وکړي ، ددې نه غوره داده چې زه و مرم .»

« زه د هغو مامولي نجونو څخه نه یم چې په کورو کې لوست او زده کړه کوي ، » نجلۍ ورته وويلې ،« او هغه چې د نارینه د ساتنې پرته یو قدم هم نه شې ایښولاې ، ما یو فوځي نارینه و ګڼه ، توپیر یواځې په دې کې دې چې زما وسله ، زما ښایست ، زما ځواني او زما غوړه ژبه ده . زه هم ستا په څیر ستونزې ګاللې شم ، زه تر (شوبکه) پورې پیدل هم رسیدلاې شم .»

«زه ستا د احساساتو قدر کوم ،» (حدېد) ورته وويل « دې غلو مونږ دواړه څومره یو له بله سره را نژدې کړي یو، خومونږ یو دبل دښمنان یو ، تاسې هڅه کوئ زمونږ دهیواد بنسټونه له منځه یوسئ ، خو یوه ورځ به زه ستا په هیواد باندې د برید له پاره راځم.»

« خو اوس زما دوستي قبوله کړه » نجلۍ ورته وويلې « ددښمنۍ خبرې هغه وخت کوه چې رو غیتائې حالت دې ښه شي او بیرته خپل هیواد ته ستون شې ،» هغې د(حدېد) د ورمیږ لاندې لاس کړ او را پورته ئې کړ. اوس (حدېد) پورته کیداې شو . هغه پورته شو او تر اسه پورې ولاړ، نجلۍ دهغه پښه راپورته کړه او په رکاب کې ئې کیښوده او اوږه ئې ورکړه او په اس ئې سپور کړ . نجلۍ هم په هماغې آس باندې سپریدل غوښتل ،خو (حدېد) خپل لاس ور اوږود کړ او منه ئې کړه او ورته ئې وويل « اوس ته په هغه بل آس باندې سپره شه، زه به ځانته سپرلي وکړم ،»

« خو ددې سره سره به بیا هم زه له تاسره په هماغه اس باندې کینم ،» نجلۍ ورته وويلې « او تا به د خپل ځان سره یوځاې کړم »

د (حدېد) د ضد سره سره بیا هم هغه نجلۍ په هماغه اس سپره شوه ، او کله چې ئې خپل یو لاس دهغه په سینې باندې کیښود، نو (حدېد) پرې نښوده او ورته ئې وويل « ما پریږده چې په خپل توان سره کینم .» خو نجلۍ هغه په زوره ځانته راکش کړ، او دهغه سر ئې په خپله اوږه باندې کیښود ، او د(حدېد) څخه ئې و پوښتل ، « زه پو هیږم چې ته ما یوه بدکاره نجلۍ ګڼې اوزما څخه لرې والې کوی »

« نه هیڅکله ، »(حدېد) ورته وويل « زه تا یواځې نجلۍ ګڼم او د خپله ځانه دې دلرې کیدو هڅه کوم ، که چېرې ستا سره د نژدېکیدو هیله مې درلوداې نو دوه شپې ته د ډیرې بې وسۍ په حال کې زما سره قید و ې ، ما کولې شول تا خپله وينځه و ګرځوم ، خوما په خپل ځان باندې د شیطان غلبه پرې نښوله ، اوس راته داسې احساسیږي چې زه په خپل امانت کې خیانت کوم ، زما په وجود کې د ګناه احساس را پیدا کیږي .»

«ته خو تیږه نه ئې ؟» نجلۍ ور څخه وپوښتل . « زه خو چې هر نارینه کتلې یم ، نو په وږو سترګو سره ئې را ته کتلي دي ، ما خو همدومره قیمت سره ستاسې د قوم ددوه مومنانو ایمان اخستې و .»

« څومره قیمت ؟» (حدېد) ترې و پوښتل .

«یواځې همدومره چې هغوی مې تر خپله څنګه کینول ،اوسرونه مې ئې په خپلې اوږې ایښودي و .»

« دهغوی سره بلکل ایمان وه نه ، » (حدېد) ورته وويل .

« هر څه چې ورسره و ،» نجلۍ ورته وويلې ، « هغه مې دهغوی څخه واخستل ، او دهغې پر ځاې مې دهغوی په زړونو کې دهغوی دخپل قوم پر خلاف غداري ور واچوله ،»

« هغوی څوک و ؟» (حدېد) ورڅخه و پوښتل .

« اوس ئې درته نه شم ويلاې » نجلۍ ځواب ورکړ ، « لکه څنګه چې ته په خپله دنده کې کلک ئې نو په همدې توګه ماته هم خپله دنده ارزښت لري.»

(حدېد) چپ پاته شو ، هغه د نجلۍ د جسم حرارت او نرې شانته بوي احساساوه ، دنجلۍ ويښتان هم د هغه په مخ را لويدلي و . په هغه پرکالي راغله او آس روان و ، ډیر لرې د هغه سترګې خلاصې شوی لمر هم تر سره راغلې و ، هغه وويل « آس تیز کړه ، زه هیله لرم چې مونږ به د لمر د لويدلو تر مخه تر (شوبکه) پورې ورسیږو» نجلۍ خپل آ س نور هم تیز کړ او صحرا په ګړندۍ توګه دهغوی تر شا پاته کیدله .

*****(۷۷)

لمر پریوتې و او د(شوبک) دکلا په هغه خونه کې چې صلیبي حاکمانو او قومندانانو به په کې غونډې کولې ، اوس هم د حاکمانو تر منځ غونډه روانه وه ، په دې غونډه کې هغه جاسوس عالم هم ناست و اوويلې ئې چې « زه دا په ډاډ سره نه شم ويلاې چې د هغو دواړو نجونو برخلیک څه ډول شو ، ما دهغوی د خوندي کولو خو پریږده چې د هغوی د کتلو هڅه هم نه ده کړې ، ځکه چې د هغوی څخه دا راز چې له ماسره و او تاسو ته مې باید را رسولې واې ،ډیر ارزښت درلوده . لکه څنګه چې ما تاسو ته ويلي دي چې غلو داړه وا چوله نو ما دوخته په ګټې اخستلو سره ځان یوی لورې ته کړ او تر یوه آسه پورې مې ځان ورساوه ، یو خو زما ازادول یوه معجزه وه ، اوبله معجزه دا چې ددومره ويني تويونکی جګړې څخه سلامت را ووتم.. هیڅوک هم زما پسې را نه غې .

زه فکر کوم چې هغوی غله او داړه ماران نه و ،د سلطان ایوبي را لیږل شوي وګړي و ،زه دا نه شم ويلاې چې هغه مونږ درې واړو ته ولې پخپله سزا را نکړه ، او د نجونو د خرابولو دا لار ئې ولې خپله کړه ، دا یوه ډرامه وه . نجونې به اوس دهماغه خلکو په ولکه کې وي او هر ډول اذیتونه به ګالي ، »

« ایا مونږ د هغوی د ازادولو کومه لار نه شو پیدا کولې و؟»یوصلیبي حاکم وويلې ،« دا ځان ځارنه خو به ورکول کیږي ، زمونږ سره د نجونو کمښت نه شته ، زمونږ دا طریقه ډیره کامیابه ښکاري ، او دهمدې لړۍ ساتل په کار دي ، نورې نجونې تیارې کړئ ،.... ټول راغلي دي ، اوس نو هغه راز ووایه چې تا له ځانه سره راوړې دې.

جاسوس عالم هغو ته ويلې و چې هغه څنګه او څه ډول د قاهرې له یوه جوماته و نیول شو. په قیدخانې کې دهغه سره او د هغه ملګرو نجونوسره هغوی څه ډول سلوک وکړ . اوڅه ډول دسلطان ایوبي له اړخه د هیلو پر خلاف ازاد کړل شو . هغه دا هم وويل چې داراز دوی دسلطان ایوبي څخه څه ډول تر لاسه کړې دې . هغه د وخت او تاریخ په یادولو سر ه وويل ،« صلاح الدېن ایوبي به په دغه ورځ خپل فوځونو ته د کوچ امر کوي ، په (کرک) باندې یرغل کوي ، که څه هم دهغه نائب سالارانو ويلې چې لمړۍ باید (شوبک) و نیول شي ځکه چې دا ډیره ټینګه کلا ده ، خوصلاح الدېن ایوبي به نه غوښتل په (شوبک) باندې خپل ځواکونه له لاسه ورکړي ، هغه (کرک) کمزورې ګاڼه او لمړۍ ئې ددې ځاې د نیولو له پاره حکم وکړ ځکه هغه غوښتل هغه ځاې دخپل فوځ له پاره د نظامي او د خوراکی موادو مرکز و ګرځوي، اوبیا به د همدې ځاېه د رارسیدلو مرستو او وسایلووروسته په (شوبک) باندې برید کوي ، هغه په ځانګړي توګه دا وويل چې هغوی غواړي مونږ په بې خبرۍ کې تر یرغل لاندې راوړي ، ددې علت هغه دا وایه چې زمونږ سره آسونه هم دښه نسل څخه دي او له مونږه سره ذره او خول هم شته ، هغه په څرګندو ټکو کې وويل ، چې که چېرې صلیبي فوځ هغه په لاره کې و دراوه نو بیا به ورته د ماتې څخه نور څه په مخ کې نه وي. هغه په پراخه ډګر کې د جګړی څخه ويره ښووله ، » جاسوس عالم ټولې هغه خبرې وکړې چې هغه دسلطان ایوبي له خولې اوریدلې وی .

ددومره قیمتي او ارزښتناکه راز په اوریدلو سره ، نجونې د ټولو هیرې شوی ، او په همدې مسئله ئې بحث او څیړنه پیل کړه ، هغوی دې پایلو ته رسیدل چې سلطان ایوبي په غیر مامولي توګه یو تکړه او ذهین جنګجو دې ، هغه چې په (کرک) د برید کولو کوم پلان جوړ کړې دې ،د هغې څخه دهغه دجنګي پوهې څرګندونه کیږي ، په لار ه کې دهغه د جنګ د نه کولوپریکړه هم د هغې د پوهې ثبوت دې .ځکه هغه نه غواړي خپل توان په لاره کې له لاسه ورکړي . دا د یسوع او مسیح د خداې ځانګړی فضل دې چې مونږ ته دهغه ددې پلان په هکله مالومات تر لاسه شول . اوکه نه هغه د (کرک) د نیولو وروسته د (شوبک) په څیر مضبوط مرکز ته ستر خطر پیدا کولې شو...... هغوی د وخت د د لاسه ورکولو پرته د سلطان ایوبي د پلان په مطابق د خپلو فوځونو د نقل وحرکت او د دفاع په پلان جوړولو پیل وکړ . او په پلان کې ئې دا خبرې را مخته کړي :

--د صلیبي ځواکونو د مرکزي قومندې ځاې به همدا د (شوبک) کلاوي ، دسامانونو د رارسیدو ځاې به هم همدا وي اوهمدلته به ذخیرې جوړیږي او جنګ به دهمدې (شوبک) څخه کنترولوو.

--د (کرک) کلابندي به نوره هم مضبوطه کړو ، څه نور فوځ هم (کرک) ته ور واستوئ ،

--ایوبي به د (کرک) څخه لرې په کومه سخته سیمه کې تم کړل شي ، ددې موخې د تر لاسه کولو له پاره زیات شمیر فوځ هلته ور واستوئ ، په دې فوځ کې به آس سپاره او اوښ سپاره تر ټولو زیات وي . هڅه وکړئ چې د ایوبي فوځ په محاصره کې را ګیر کړئ ، د اوبو په چېنو باندې تر هر څه دمخه ولکه وکړئ ،»

په دې اقداماتو سمدستي د عمل کولو حکم نافذ کړل شو . هر یو خوشحاله و ځکه دا لمړۍ ځل و چې دسلطان ایوبي کوم جنګي راز دوخته مخکی دوی ته مالوم شوی و اوکه نه هغه به تل صلیبیان تش لاسونه را ګیرول ، خو په دې به د حیرانتیا څرګندونې هم کیدلې ، چې دسلطان ایوبي په څیر د یو انسان څخه دا ډول سهوه څنګه کیداې شي چې دا جاسوسان ، چې د پریښولو په هکله ئې هغه له ځانه سره پریکړه کړې وه ، په یوي بلې خوني کې کینوي اوبیا داسې نازکه خبرې په زوره زوره د خپلو سالارانو سره کوي چې جاسوسان ئې واوري، او دې پخپله د ماتې سره مخامخ کولې شي . هغو یو کار دا هم وکړ چې د فرانسې فوځ چې له دې ځاېه څخه ډیر لرې پروت و دا پیغام ور ولیږه ، چې دفلانکۍ ورځ نه تر مخه هغې ځاې ته ځان ور ورسوئ چې د نور الدېن زنګي له اړخه را لیږل شوی کومک سلطان ایوبي ته را و نه رسیږي .

په همدې وخت کې یو صلیبی افسر را ننوت ، او د انټلیجنس د مشر په غوږو کې یو څه وويل . هغه مشر دا خبره ټولو ته وکړ ه چې دهغو دوو نجونو څخه یوه ئې چې د غلو په ولکه کې وه ، همدا اوس اوس را ورسیده ، اطلا ع راغلې چې دهغې سره یومسلمان ساتونکې هم دې . جاسوس عالم تر ټولو دمخه د کمرې څخه ووت ، او ورپسې نور خلک هم . نجلۍ (حدېد) هملته په برنډه کې څملولې و او په خپله هم هملته ناسته وه، د آس دې اوږده او ستومانه کونکې سفر د (حدېد) زخمونه راپرانستي و، دهغه وينه چې سهار بنده شوی وه ، یوځل بیا روانه شوه ،او بې هوشي پرې را غله ، صلیبي قومندانانو د (حدېد) په لور هیڅ توجه و نه کړه ، ځکه چې هغوی ته ويل شوي و چې دغلو حمله یو ډرامه وه ، هغوی نجلۍ د لاسو و نیوله ،او خوني ته د ورننوتلو حکم ئې ورته وکړ . هغه ډیره ارزښتناکه نجلۍ وه ، خو هغې تر هغه وخته پورې د دننه تللو پروګرام شاته کړ تر څو چې د (حدېد) ملهم پټۍ نه وي شوي ،

د انټلیجنس مشر [هرمن ] جرمنې و ، هغه نجلۍ لږ څه اخوا یوړه او ورته ئې وويل « ته غواړې د مار د بچي ملهم پټۍ وکړې ، دا خوستا قسمت ښه و چې ته خوندي را ورسیدې ، او که نه دې څیرونکو به ته د هغو نورو وحشیانو په لاسو کې ورکړې وی چې د غلو په بڼه کې تاسې پسې راغلي و.»

«دا درواغ دي » نجلۍ ورته په سخته ژبه وويلې ،« اول خو مونږ هم په همدې شک کې و ، خو دې انسان زما ټول شکونه لرې کړل ، هغه دوه غله هلاک کړل اوزه ئې ترې خوندي راوستم » هغې هرمن ته ټوله پیښه بیان کړه ، او دا ئې هم ورته وويل چې دې انسان ماته بیا بیا ويل چې ماهمدلته پریږده چې ومرم اوته خپلې پښې وکاږه ، »

دصلیبیانو په زړنوکې دمسلمانانو پرخلاف دومره نفرت اوکرکه وه چې ددې دومره افسرانو څخه ئې یو هم و نه ويل چې دهغه زخمي ملهم پټۍ وکړئ ، ان د جاسو س عالم پورې هیچا ورته توجه ونه کړه . نجلۍ دهغوی سره دننه ننوتلو ته چمتو نه وه ، اخر یو چا وويل چې زخمي دننه خوني ته یوسئ اوسمدستي ئې ملهم پټۍ وکړئ ، هغه ئې خوني ته بوت اونجلۍ دخپلو افسرانو سره روانه شوه . هغې ته ئې وويل چې ووایي چې څه ډول ژوندۍ پاته شوی ده . هغې دپیښې ټول تفصیل بیان کړ ، په دې وخت کې هغې ته هملته خوراک اوشراب راغلل ،خو هغې وويل « که چېرې زخمی ته مو خوراک څښاک ورکړې وي نو بیائې زه هم خورم ، زه به هغه یوځل ووينم ،» هغه هلته د ورتللو له پاره پورته شوه .

« (لوزینا) و دریږه ! » هرمن په پوره دبدبی سره پری ورغږ کړ.« ته یوځل بیا د صلیب د احکاماتو خلاف ورځي کوی ، لمړۍ مو درته د را ننوتلو وويل ، نو تا د زخمي تر پورته کیدو پورې ډه ډه وکړه ، اوس ته د اجازې پرته او په پوره سپین سترګۍ سره بیرون وځې ، دا ټول د صلیبي فوځ ستر چارواکي دي ، اودلته دوه صلیبي حکمرانان هم شتون لري ، پوهیږی چې ددې حکم د نه منلو سزا څه شې دې ؟ .... لس کاله قید . اوکله چې بیا ته دحکم نه منل ددښمن د یوه مامولې مامور له پاره کوی نو بیا تاته دمرګ سزا هم درکول کیداې شي .»

« ایا صلیبي حکمرانان او قومندانان دغه انسان ته ددې بدله نه شي ورکولې چې یوه تجربه لرونکي جاسوسه ئې ، دخپل ځا ن په قیمت خوندي کړې ده ؟ نجلۍ ورته وويلې « زه پوهیږم چې هغه زما ددښمن د فوځ منصبدار دې ، خوزه به هغه ته هغه وخت دښمن ووایم چې کله هغه خپل فوځ ته بیرته ستون شي .»

«دښمن په هر حال کې او په هر ځاې کې دښمن وي » یو صلیبي قومندان پرې چېغې کړې او وئې ويل « څومره مسلمانان مونږ په فلسطین کې ژوندي پری ایښي دي ؟ مونږ ولې دهغوی نسل له منځه یوړ ؟ په دې خاطر نه چې هغوی زمونږ دښمنان دي بلکه په دې خاطر چې هغوی زمونږ د مذهب دښمنان دي ، په دنیا به دصلیب حکمراني وي ، یو زخمی مسلمان زمونږ له پاره هیڅ حیثیت نه لري . کښینه !»

نجلۍ کیناسته اوسترګې ئې د اوښکو ډکې شوی .

*****(۷۸)

بل سهار د (شوبک) په سیمه کې څه بل ډول خوزښتونه روان وو، دا عسکري ډوله خوزښتونه و . د (شوبک) دسیمي وګړي د دې خوزښتونو څخه بې پروا په خپلو خپلو کارونو کې مشغول و، دکلا څخه فوځيانو په وتلو پیل کړې و ، سامانونه هم له یوه ځاېه بل ته وړل کیدل ، د بهر څخه د راغلي فوځ دخیمو د ښخولو له پاره سملاسي ځاېونه خالي کیدل ، د لوژیستکې موادو د راټولولو له پاره د اوښانو لیکې جوړې شوې وې، په دې عسکري مرکز کې منډې ترړې روانې وی ، دا ټول چمتو والې د صلاح الدېن ایوبي د شونې حملې د مخنیوي له پاره کیده ، اوپه هغو احکاماتو عمل کول پیل شوي و چې تیره شپه دپلان په مطابق ورکړل شوي و . هر یو فوځي افسر په دې منډو ترړو کې مصروف و او تر څنګ یو څو کسه افسران (کرک) ته هم ور روان شوی و.

یواځې یوه نجلۍ وه چې ددې ټولو منډو ترړو څخه بې پروا ناسته وه. اودا همغه نجلۍ وه چې زخمي (حدېد) ئې له ځانه سره را وستې و . دهغې افسر هرمن هغه د (لوزینا) په نامه یادوله ، هغه ته د شپې له اړخه د کانفرانس د خونې څخه نژدې نیمه شپه فراغت په برخه شو . هغې د څارکښۍ د ځانګړي شبکې سره اړیکې درلودل ، په دې خاطر په کانفرنس کې هغې ته اړتیا وه ، دهغې څخه د قاهرې د هغه وګړو په هکله را پورونه اخستل و چې نوموړی به هلته ور تلله ، د نیمي شپې وروسته د خوب او د آس د سپرلۍ د ستړتیا څخه هغه نوره په ځان نه پوهیدله ، د کانفرانس نه وروسته یوه افسر هغې ته وويلې و،« هغه مو ډاکټر ته وسپاره ،ته دهغه په هکله ډیره اندېښنه مه کوه ، ستا دنده داسې ده چې داسې احساسات ئې بري ته نه پریږدي .» او دهغې د خپلې څانګي ستر افسر هرمن هغې ته ويلي و ،« که چېرې نن شپه زه دلته نه وای نو (کونارډ) او (ګې آف لوزینان ) په څیر پادشاهان هیڅوک نه بښي ، هغوی به ته په قید کې ور اچولې وی ، اوس ستا د ساتونکې غم مو خوړلې دې او تا ته دا حکم کیږي چې پس له دې به ته دهغه سره نه وينی .»

«ولې ؟» (لوزینا) ترې په حیرانتیا او نهیلۍ سره و پوښتل .« ایا زه به دهغه ممنويت هم و نه شم کړای ؟»

« نه هیڅکله !» هرمن ورته وويلې « ځکه چې هغه د دښمن فوځي دې ، اوته دخپلې شبکې مسئولیت درک کولاې شې ، مونږ تا ته دهغه سره د بیا لیدلو کتلو اجازه نه شو درکولاې ، اوهمدا ستا د فن او فرض غوښتنه هم ده ، زه دا وينم چې ستا دهغه سره احساساتي اړیکې ټینګ شوی دي. او تا ته ددښمن سره داسې احساساتې اړیکې ټینګول نه دې په کار.»

« ماته همدومره ډاډ راکړئ ، چې دهغې علاج به کیږی » (لوزینا) ورته وويل « اوهغه به سم سلامت بیرته واستول شي .»

«(لوزینا) !» هر من په قهرېدلې اواز سره وويل « زه تاته ډاډ درکوم چې چې ستا دا غوښتنه به پوره کړل شي . خو واوره ، ته د ډیر خطرناک او حساسه دندې د اجراء څخه بیرته را ستنه شوی يې. سفر دې هم د خطرونو نه ډک و ، تا ته د ارام له پاره لس ورځې رخصت درکول کیږي . مکمل ارام به کوی »

دا خبرې د شپې شوې وې، هغه خپلې خوني ته ولاړ ه ، د جاسوسو نجونو د اوسیدو ځاې د مرکزي دفتر نه ډیر لرې په بل ځاې کې و، دهغې په څیر دسترې درجې جاسوسې ته به ئې د اوسیدو ډیرې ښې اسانتیاوي برابرولې ،په ډیرو ښو او ښایسته خونو کې به ئې د شهزادګیو په څیر ساتلې .او هرډول عیاشي ورته میسره وه . دهغوی دندې داسې وی چې هغوی به ئې مسلمانو هیوادونو ته استولې ، هلته به ئې د ګیریدو په وخت کې هر ډول ذلت ، سپکاوی او ستونزې ګاللې ، مرګ او یا مرګونې سزا ئې مقدر و. ددې دندې غوښتنه داوه چې نجونو ته د نړۍ هر ه اسانتیا ، برابره کړل شي . (لوزینا) خپلې خوني ته د رسیدو سره سم ويده شوی وه ، بله ورځ د هغې جسم د ستړتیا له لاسه ماتیده ، هغې نه غوښتل را پورته شي ، خو هغه راپورته شوه ، سهار ناشته ئې وکړه او بیرون ووتله ، دهغې د څنګ سره اوسیدونکې نجونې راغلې هغوی غوښتل دهغې څخه د قاهرې خبرې واوري ، خو هغې ورته په ډیره لنډه توګه یو خبره دوه وکړې او د شفاخاني په لور روانه شوه .

*****(۷۹)

پاته په نه ویشتمه برخه کې ولولئ....
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery