مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په برټيش کتابتون کي،د پښتو د پخوانييو چاپي اثارو تشريحي کتابښود


آداب النسأ و اکساب النسأ
لیکوال/ مؤلف : نعمت الله، د نوښار اوسېدونکی
خپروونکی : غلام قادر او فضل حق
د چاپ ځای : هندو پريس، ډیلی
د چاپ کال : ۱۳۰۸هـ ق/ ۱۸۹۲م
ټول مخونه : ۲۰
موضوع : په دې کتابګوټي کي، د ښځينه ژوندانه د بېلابېلواړخونو او لارو چارو په اړه، منظوم بيانونه راغلي دي .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.d.2(6)
په بريټيش کتابتون کي، ښځو ته د بېلابېلو مشورو او نصحيتونو په اړه، د المارۍ دغه نخښي وګورئ :
پندنامۀ لقمان حکيم: 14163.c.3.(2)
نصيحت نامه : 14163.c.3.(2)
وصيت نامۀ حضرت علی : 14163.c.3.( 2 )
حضرت علي کرم الله وجهه ته د رسول ( ع) نصيحتونه :
14163.b.4(7) & 14163.b.13.(7)

Ādāb-ul-Nisā́ wa Aksāb-ul-Nisā́
A treatise offering useful advice to women on their family life, in verse, by Nematulā́ of Nauşā́r (Delhi:Ğulām Qādir& Fazl Haq, 1892) pp. 20. 14163.d.2(6)
For other Paştó works offering moral guidance to womens, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.c.3.(2) [incorporating three separate concise expositions]
14163.b.4(7)

آئينۀ الفاظ افغانی
لیکوال/ مؤلف : مولوي محمد اسماعيل
خپروونکی : نامالوم . کتاب د منشي شنکر پرکاش په اهتمام خپور سوی دئ .
د چاپ ځای : شنکر پرکاش مطبعه، ايبټ آباد
د چاپ کال : ۱۳۰۰هـ ق/ ۱۸۸۳م
ټول مخونه : ۱۴۴
موضوع : په دې کتاب کي، د الفبا د تورو په حساب پښتو جوملې او د هغو اوردو ژباړه راغلې ده . کتاب د خپل وخت د معيارونو له مخي، د پښتو او اوردو ژبي د زده کړي يو په زړه پوري ماخذ ګڼل کيږي .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.e.6.(1)
په بريټيش کتابتون کي، د پښتو او اوردو ژبو د زده کړي لپاره، د ځينو نورو اثارو د المارۍ نخښي دا دي :
14163.e.1
14163.e.7(1)
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)

Āiná-i-Alfāz-i-Afğāní
A basic textbook of Paştó language designed for the use of Urdu-speaking students, by Maulawí Muhamád Ismāil (Abbotabad: n.p., 1883) pp. 144. 14163.e.6(1)
For a number of other similar works, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.e.1
14163.e.7(1)
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)

د احمدشاه ابدالي شعرونه
شاعر : د پښتنو لوی ټولواک او عرفاني شاعر- احمدشاه ابدالی ( احمد شاه غازي او احمد شاه بابا)
ټولوونکی او ژباړونکی : هـ . ج . راورټي
خپروونکی : ويليمز او نارګېټ
د چاپ ځای : لندن
د چاپ کال : ۱۸۶۲م
ټول مخونه : ۱۸
موضوع : د پښتنو د لوی ټولواک - احمدشاه بابا له ديوان څخه د څو غزلو انګرېزي ژباړه، چي د هـ . ج . راورټي دنامتو اثر ( له شپاړسمي څخه تر اولسمي پېړۍ پوري د افغانانو د شاعرۍ غورچاڼ ) پر ( ۲۸۷- ۳۰۴) مخو چاپ سوې ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.d.6

د بريټيش کتابتون په نورو شعري غونډونو کي، د ا حمد شاه بابا د غوره سوو غزلو لپاره، د المارۍ دا نخښي وګورئ :
14163.e.8.(203-212)
14163.e.9.(381)
14163.e.5.(363-364)
په بريټيش کتابتون کي، د احمد شاه بابا د ديوان د قلمي نسخو د المارۍ نخښي :
I.O.MSS Pashto B20-Foll.170
B.M.Or.4494-Foll.147

Poems of Ahmad Shah Abdalí
Selections from the Poetry of the Afghans from the Sixteenth to the Seventeenth Century, Comp. & Ed. H.G. Raverty (London: n.p., 1862) pp. 287-304.
For other printed versions of the selected poems from the Diwān of Ahmád Ŝā ́ Abdālí, popularly known as Ahmád �ā ́Ğāzí and Ahmád �ā́́ Bābā́, see the following anthologies, by various editors, in the British Library:
14163.e.8.(203-212)
14163.e.9.(381)
14163.e.5.(363-364)
For a couple of manuscripts of the Diwān of Ahmád Ŝā́ Bābā́, see the following shelfmarks in the British Library:
I.O.MSS Pashto B20-Foll.170
B.M.Or.4494-Foll.147
14163.b.13.(7)

ارشاد العباد الی سبيل الرشاد[ -] شرح تطهير الاعتقاد عن ادران الالحاد
ليکوال/ مؤلف : محمد اسماعيل ابن اسماعيل په عربي لیکلئ دئ .
ژباړونکی : نا مالوم
خپروونکی : حافظ بهاء الدين
د چاپ ځای : مصطفايي مطبعه، لاهور
د چاپ کال : نا مالوم
ټول مخونه : ۱۰۸
موضوع : دا کتاب د قراني ايتونو او نبوي حديثونو په استناد، د بېلابېلو ديني او فقهي مسألو په اړه، په پښتو نظم کښل سوی دئ . اصلي عربي متن د کتاب پر بغلي څنډو او منظومه پښتو ژباړه يې په متن کي راغلې ده . د ترجمې بيان يې واضح او اسانه دئ .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
VT 2470/f

Ir�ād-ul-Ibād Ilā Sabíl-ul-Ra�ād-�arh-i-Tathír-ul-Itiqād
An Adrān-ul-Ilhād
A metrical treatise discussing various issues of Islāmic theology and law, based on the Qúrānic verses and narrations of the Prophet Muhamád (p.b.u.h.) by Muhamád Ismāil Ibní Ismāil, in Arabic, translated into Paştó by anonymous translator (Lahore: Hāfiz Bahāú́dín, n.d.) pp. 108. VT 2470/f

استقلال امانيه
لیکوال/ مؤلف : عبدالخالق
خپروونکی : نا مالوم
د چاپ ځای : لکشمي آرټ، راولپينډي
د چاپ کال : ۱۳۴۸هـ ق
ټول مخونه : ۱۱۰
موضوع : د � اسقلال امانيه � تر سرليک لاندي اصلاً دوې بېلي رسالې راغلي دي، چي لومړۍ ( ۱۴- ۷۹) يې د � شمشېر امان � په نامه د عبدالخالق له خوا په نظم لیکل سوې ده؛ او په هغې کي د ځينو مغولي پاچهانو، احمدشاه بابا او تېمور شاه تر لنډي يادوني وروسته، د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي- امير امان الله خان د غزاوو، مجاهدو او هيوادپالني، ورپسې د ( ۱۹۱۹م کال ) د خپلواکۍ په جګړه کي، د چترال د جبهې د شهيدانو، د لوی خان - مير زمان خان د سرښندنو او له انګرېزانو سره د سولي او اماني حکومت د غړو او کارنامو په اړه خبري سوي دي . دوهمه رساله ( ۸۰- ۱۱۰) د � ګُلشن رنګين � په نامه ياديږي، چي د بېلابېلو کسانو ، په تېره بيا لوی خان - مير زمان خان په ستاينه کي، د سيد عبدالغفار له خوا په نظم کښل سوې ده . د کتاب په لومړييو ( ۱۴) مخو کي، د غازي امان الله خان په ستاينه کي، د عبدالخالق څو نظمونه راغلي دي .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
Pashto f 58

Istiqlāl-i-Amāniá
A collection of two separate expositions i.e.��am�er-i-Afğā́n� and �Gul�án-i-Rangín� preceded by a number of poems on the freedom-loving personality of Amír Amānulā́ Xā́n, a king of Afghanistan,1919-1929, by Abdul Xāliq. The former is mainly regarding the bravery, patriotism and heroic efforts made by king Amānulā́ Xā́n during the war of independence, the third Anglo-Afğān war, 1919, and the courageous struggle of Mír Zamā́n Xā́n, also known as Loi Xā́n in the front of Čatrāl during the war of independence. The latter is chiefly in praise of Mír Zamān Xān and other participants of the war of independence by Syed Abdul Ğafār, in verse, (Rawalpindi, n.p., 1932) pp. 110. Pashto f 58

اسرارالعارفين
لیکوال/ مؤلف : امام غزالي
ژباړونکی : مولوي شېرمحمد اخونزاده هوتک کندهاری
خپروونکی : نا مالوم
سموونکی : ميراحمد کاکړ - د ملا فضل احمد زوی
د چاپ ځای : حيدري مطبعه، بمبيي
د چاپ کال : ۱۲۹۹هـ ق
ټول مخونه : ۵۳۶
موضوع : په دې مفصل کتاب کي، د قراني ايتونو او نبوي احاديثو په استناد د ايمان، شريعت، صدقې، روژې، حج، حلال رزق، امر بالمعروف او نهي عن منکر، بخل، تکبر، او ډېرو نورو اسلامي موضوع ګانو په باره کي، پراخي خبري سوي دي . د قراني ايتونو او حديثونو ترجمه په پارسي سوې ده؛ خو د هغو تفسير په پښتو ژبه دئ . د کتاب اصلي متن په نسخ ؛ اما د ايتونو او احاديثو ترجمه په نستعليق بڼو چاپ سوې ده . د کتاب پر لمنو د اړونده ايتونو د سي پارې او سورې حوالې هم ښوول سوي دي . د کتاب پر ( ۵۳۶- ۵۶۳) مخو د شېر محمد اخون د � تجويد � رساله چاپ سوې ده، چي په هغې کي د ناروغ د پوښتني، د مرګ د نښو نښانو، د جنازې د وړلو، د مړي د غسل او تکفين، د جنازې د لمانځه، د قبرونو او تدفين د احکامو په اړه په پښتو نظم ليکل سوی دئ . د مترجم د بيان ژبه، اسانه او روانه ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.b.8

Asrār-ul-Ārifín
A catchall book on various issues of Islāmic religion such as faith, charity, fasting, pilgrimage, lawful livelihood, vice and virtue, stinginess, arrogance etc. based on the Qúrānic verses and traditions of the Prophet Muhamád (p.b.u.h.) by Imām Ğazālí, in Persian, translated into Paştó by Maulawí �er Muhamád Axwanzādá Hoták Kandhārí, Ed. by Mir Ahmad Kākáŗ son of Mulā́ Fazl Ahmad to which is added another terse exposition on the margins of pages 536-563 entitled �Tajwíd� concerning a number of Islāmic matters, such as enquiring the health of sick, the signs of death, accompanying funeral, washing and shrouding of the dead, the prayer of funeral, and instructions related to grave and burial, in verse, by Maulawí �er Muhamád Axwanzādá (Bombay: n.p., 1882) pp. 536. 14163.b.8

اصطلاحي نکلونه
ټولوونکی : هـ . ج . راورټي
خپروونکي : لانګمېن او رابرټس
د چاپ ځای : لندن
د چاپ کال : ۱۸۶۰م
ټول مخونه : ۳
موضوع : د اصطلاحي کيسو تر عنوان لاندي د هغو درو کيسو پښتو او انګرېزي بڼه راغلې ده، چي د هـ . ج . راورټي د � د پښتو ژبي ګرامر � پر ( ۲۰۱- ۲۰۴) مخو چاپ سوې ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښي :
w2910
12907 f 15
Wq1/ 5461 DSC
Wq1/ 5462 DSC

The Idiomatical Tales
The Paştó and English versions of three idiomatical tales included in Raverty�s famous work entitled �A Grammar of the Pukkhto, Pushto or Language of the Afghans�, Com.& Ed. H.G. Raverty ( London: Longman & Roberts, 1860) pp. 201-04. w2910, 12907f 15,
Wq1/ 5461DSC, Wq1/ 5462 DSC

دافغانانو نننۍ حال ( انګرېزي ژباړه)
شاعر : نامالوم
غونډوونکی : حشمد عبدالله
خپروونکي : پېسن او کلارک ليمټيد
د چاپ ځای : نيويارک
د چاپ کال : ۱۹۲۸م
ټول مخونه : ۲
موضوع : د شمال د افغانانو يو شعر، چي انګرېزي ژباړه يې د �Lute and Scimitar � پر ( ۶۲- ۶۳) مخو چاپ سوې ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
Pashto f 101

Today of the Afghans
The English translation of a poem by anonymous poet from the northern Afğāns, Lute and Scimitar, Comp.& Ed. Achmed Abdullah (New York: Pason & Clark Ltd., 1928) pp. 62-63. Pashto f 101

افغانی جنډه
ليکوال/ مؤلف : کارل ګوټليیب فنډر
ژباړونکی : پادري ت . پ . هيوز، چي دا اثر يې د اوردو ژبي له � ميزان الحقايق � څخه ژباړلئ دئ .
لومړی چاپ
خپروونکی : د ميرزا محمد صادق په اهتمام چاپ سوی دئ .
د چاپ ځای : د چاوڼۍ مطبعه، پېښور
د چاپ کال : ۱۸۶۹م
ټول مخونه : ۶۳
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.a.2(2)
دوهم چاپ
دوهم چاپ د � افغاني جنډه [، ] دويم څل � په نامه خپور سوی دئ .
خپروونکی : نامالوم . کتاب د محمد بخش په اهتمام چاپ سوی دئ .
د چاپ ځای : آفتابي مطبعه، پېښور
د چاپ کال : ۱۸۷۴م
ټول مخونه : ۵۹
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.a.1(5)
موضوع : په دې کتاب کي، د د يهودانو او مسيحيانو د مقدسو کتابو( تورات او انجيل ) په اړه، اوږدي خبري سوي دي . د کتاب مؤلف، د تورات او انجيل په متنونو کي د بېلابېلو تحريفونو په اړه، د مسلمانو د اعتراضونه او انتقادونو د ردولو هڅه کړې ده . په دې لړ کي يې کله کله په قراني ايتونو هم استناد کړی دئ . په داسي حال کي، چي مسلمانان استدلال کوي د تورات او انجيل اوسني متنونه له ډېروجعل کارييو او تحريفونو ډک ګڼي . ديادوني وړ ده، چي کتاب په ډېره ساده او روانه ژبه ليکل سوی دئ .
په بريټيش کتابتون کي، د انجيل او تورات د خطي نسخو او ځينو نورو مسيحي اثارو د المارۍ نخښي :
14163.a.1(1)
14163.aa.1
14163.aa.2
14163.a.8
14163.aa.5
14163.aa.4
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.
14163.a.2.(3)
Or 9729
Or 71 b10
Or 71 cc4

Afğāní Jandá
A treatise mainly focused on the�authenticity�of Bible based on the biblical and Qúrānic verses, by C.G. Pfander, two editions:
1st ed. (Peşawár: n.p., 1869) pp. 63. 14163.a.2(2)
2nd ed. (Peşawár: n.p., 1874) pp. 59. 14163.a.1(5)
For a number of Christian printed works rendered into Paştó, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.a.1(1)
14163.aa.1
14163.aa.2
14163.a.8
14163.aa.5
14163.aa.4
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.
14163.a.2.(3)
Or9729
Or71 b10
Or 71 cc4

افغانی کی پهلی کتاب المعروف چمنستان
ليکوال/ مؤلف : میا محمد
ژباړونکی : د اشنغر د تپۀ تنګي مولوي عبدالرحمان، د کتاب پښتو متن په اوردو ترجمه کړی دئ .
خپروونکي : ميا محمد صحاف
د چاپ ځای : د احمد حسن خان احمدي مطبعه، ډيلی
د چاپ کال : ۱۳۰۰هـ ق
ټول مخونه : ۴۸
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.e.7(1)
په بريټيش کتابتون کي، د پښتو او اوردو ژبو د زده کړي لپاره، د ځينو نورو اثارو د المارۍ نخښي دا دي :
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)
14163.e.1
14163.e.6(1)
14163.e.3.(1)

موضوع : دا کوچنی کتاب لکه څنګه چي يې له نامه څرګنديږي، د پښتو ژبي د زده کړي لومړنی کتاب دئ، چي متن يې په اوردو ژبه ژباړل سوی دئ . په پای کي، د عبدالرحمان منظومه خاتمه او يوه څلوريځه راغلې ده . د کتاب پر وروستييو درو مخو، يوه لطيفه هم کښل سوې ده .

Afğāní ki Pehle Kitāb Almārúf Čamanistā́n
Another Paştó primer by Myā́ Muhamád rendered into Urdu by Maulawí Abduŕahmān of Tapa-i-Tangí A�nağár for the use of Urdu-speaking studends (Delhi: Myā́ Muhamád Sahāf, 1889) pp. 48. 14163.e.7(1)
For other similar series, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)
14163.e.1
14163.e.6(1)
14163.e.3.(1)

افغانی کی پهلی کتاب مع ترجمۀ اردو
لیکوال/ مؤلف : مولوي نياز علي خان افغان غزنوي
خپروونکی : نامالوم . کتاب د غلام احمد اثيم په پاملرنه چاپ سوی دئ .
د چاپ ځای : امرتسر
د چاپ کال : ۱۳۰۶هـ ق/ ۱۸۸۹م
ټول مخونه : ۹۸
موضوع : په دې کتاب کي، د پښتو او اوردو ژبو د زده کړي په مقصد، د ځينو پښتو جوملو تر څنګ اوردو ژباړه راغلې ده . د کتاب په پای کي، د ډيورينډ تر کرغېړني کرښي مخکي، د افغانستان نخشه هم چاپ سوې ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.e.1
په بريټيش کتابتون کي، د پښتو او اوردو ژبو د زده کړي لپاره، د ځينو نورو اثارو د المارۍ نخښي دا دي :
14163.e.3.(1)
14163.e.6(1)
14163.e.7(1)
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)

Afğāní ki Pehle Kitāb maá Tarjamá-i-Urdu
Another version of the Paştó elementary textbook with Urdu translation, designed for the use of Urdu-speaking students, beginners� level, by Maulawí Niāz Alí Xā́n Afğā́n Ğaznawí(Amretsir: n.p., 1889) pp. 98. 14163.e.1
For other similar series, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.e.3.(1)
14163.e.6(1)
14163.e.7(1)
14163.e.7(2)
14163.e.7(3)

الفنامه
ليکوال: عبدالحليم کاکاخېل عفي عنه
لومړی چاپ
خپروونکی : نامالوم
د چاپ ځای : هندو پريس، ډيلی
د چاپ کال : ۱۳۰۲ هـ ق/ ۱۸۸۵م
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.b.14.(9)
دوهم چاپ
خپروونکی : اوميدوار رحمت منان او محمد رمضان صحاف
د چاپ ځای : هندو پريس، ډيلی
د چاپ کال : ۱۳۰۸ هـ ق/ ۱۸۹۱م
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.b.14.(9)
موضوع : � الفنامۀ افغانی � د هغه کوچنکي اثر نوم دئ، چي د ع . کاکا خېل له خوا د نامتو محدث- شاه ولي الله دهلوي د څلويښتو حديثونو د منظومي ترجمې او تفسير په پای کي راغلئ دئ .
په بريټيش کتابتون کي، د الفنامې ديوې بلي بڼې لپاره، دالمارۍ دا نخښي وګورئ :
14163.b.14.(6)
14163.b.1
د يادوني وړ ده، چي � الفنامه� د پښتو د زياترو ديوان لرونکو شاعرانو، په تېره بيا عرفاني شاعرانو په شاعرۍ کي د يوې عامي او مروجي شعري بڼې په توګه، ځای لري .

Alif-Nāmá
Being a collection of several verses each of which starts with of a different letter of the Paştó alphabet, entitled �Alif-Nāmá-i-Afğāní� by Abdul Halím Kākā́ Xel Afí Anhu, which is subjoined to the Paştó version of �Čil Hadís Musamā́ ba Wasiqá-i-Āxirát�, two editions:
1st ed. (Delhi: n.p., 1885) pp. 36. 14163.b.14.(9)
2nd ed. (Delhi:Umaidwār Rahmát Manān & Muhamád Ramazān Sahāf, 1891) pp. 36. 14163.b.14.(9)
See the following shelfmarks in the British Library for another version of Alif-Nāmá*:
14163.b.14.(6)
14163.b.1
* Alif-Nāmá, a long poem each verse of which begins with a letter of the alphabet, is a popular form of Paştó poetry, widely used during the middle period.

انجيل
خپروونکی : د سيرامپور مسيحي مُبلغين
ژباړونکی : نا مالوم
د چاپ ځای : سيرامپور، هند
د چاپ کال : ۱۸۱۸م
ټول مخونه : ۷۸۲
موضوع : په دې کتاب کي، چي پر کوچنۍ جېبي ګچه چاپ سوی دئ، د انجيل يا نوي عهد برخه راغلې ده . کتاب له اصلي عبري ژبي څخه، په پښتو ژباړل سوی دئ .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
Or 71 b10
په بريټيش کتابتون کي، د نورو مسيحي اثارو د پښتو ژباړو لپاره، د المارۍ دغه نخښي وګورئ :
14163.a.1(1)
14163.a.1(5)
14163.aa.1
14163.aa.2
14163.a.8
14163.aa.5
14163.aa.4
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.
14163.a.2.(3)
په بريټيش کتابتون کي، د انجيل د يوې بشپړي خطي نسخې او ځينو نورو مسيحي خطي اثارو، د المارۍ نخښي :
Or 9729
Or 71cc4

Holy Bible, Pushtu
Being Vol. 5 of the New Testament translated from the original Hebrew into Paştó (Serampore/ Serampur: Serampur Missionaries, 1818) pp. 782. Or 71 b10
For a number of Christian printed works rendered into Paştó, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.a.1(1)
14163.a.1(5)
14163.aa.1
14163.aa.2
14163.a.8
14163.aa.5
14163.aa.4
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.
14163.a.2.(3)
For other Christian works rendered into Paştó, see the following shelfmarks in the British Library:
Or 9729
Or 71cc4

انجيل (د متا/ متی يا سېنټ ماتيو برخه)
ژباړونکی : نامالوم
خپروونکی: بريټيش انډ فارن بايبل سوسايټي ( ب . ايف . ب . س .)
د چاپ ځای : لاهور
د چاپ کال : ۱۹۳۲م
ټول مخونه :۱۴۵
موضوع : دا کتاب د حضرت عيسا ( ع ) د مشهور صحابي - متا يا سېنټ ماتيو د انجيل بيا کتل سوي پښتو ژباړه ده .
په بريټيش کتابتون کي د المارۍ نخښه :
14163.a.8
په بريټيش کتابتون کي، د نورو مسيحي اثارو د پښتو ژباړو لپاره، د المارۍ دغه نخښي وګورئ :
14163.a.1(1)
14163.a.1(5)
14163.aa.1
14163.aa.2
14163.aa.5
14163.aa.4
14163.a.2.(3)
14163.aa.3.
14163.a.4.
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.

‌ Paştó Bible
A Paştó version of the St. Matthew�s Gospel, revised (Lahore: B.& F.B.S., 1932) pp.145. 14163.a.8
For other Christian works rendered into Paştó, see the following shelfmarks in the British Library:
14163.a.1(1)
14163.a.1(5)
14163.a.1
14163.aa.2
14163.aa.3.
14163.aa.4
14163.aa.5
14163.a.2.(3)
14163.a.4
14163.a.5.
14163.a.6.
14163.a.7.
For other Christian works rendered into Paştó, see the following shelfmarks in the British Library:
Or 9729
Or 71 b10
Or 71 cc4
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery