مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

محترمووروڼو ! معاتبة النفس ودې ته ويل کيږي چي انسان هميشه و خپل ځان ته وَعظ او نصيحت کوي ،اودده تقصيرات او بې لاري ورته په ګوته کوي ،او له يوه طرفه دالله پاک نعمتونه او احسانونه په ياد ورولي ،او له بله طرفه د مرګ ،قبر او دآخرت و سختو او مشکلو حالاتو ته ــــ کوم چي د هر انسان ومخ ته راتلونکي دي ـــ متوجه کوي . ځکه نصيحت او د عبرت خبري کې و ځان ته څوک وکړي او که و بل ته (په دې شرط چي په اخلاص او صداقت سره وي ) حتما فائده او نفع رسوي . لکه الل (جل جلاله) چي فرمايلي دي : {وَذَکِّر فان الذکری تَنفَعُ المؤمنين } يعني او پند ورکوه ائ رسوله ! و خلګو ته ،ځکه بې شکه پند او نصيحت نفع او ګټه رسوي و مؤمنانو ته . انسان ته په کار ده چي اول و خپل ځان ته نصيحت وکړي او بيا ونورو ته . وحضرت عيسی عليه السلام ) ته الله تعالی وحي وکړله چي ائ د مريمي ځويه و خپل ځان ته نصيحت وکړه ! بيا که ستا نفس دغه نصيحت قبول کړ نو بيا ونورو ته نصيحت کوه ،اوکه دي چيري داسي ونه کړل نوبيا له ما څخه حيا وکړه په دې کار چي ونورو ته نصيحت کوې . لکه حافظ شيرازي (رحمه الله ) چي فرمايلي دي :
واعظان که اين جلوه در محراب و منمبر مي کنند چون به خلوت آيند ايشان کار ديګر ميکنند

محترمومسلمانووروڼودتصوف اوعرفان په دې برخه کښي اودارنګه په راتلونکي برخه کښي دمشت نمونهء خروارپه ډول
د اولياء کرامو ، د طريقت دواقعي مشائخو ، د الله (جل جلاله ) دمختلفو نومودتجلياتواو د ظهور په وجه د بيلابيلو مرتبواومقاماتوبيان درته کوم البته په ډيروروسته کښي به انشاء الله ودغه بيان ته بيرته دتفصيل اودتکميل دپاره راوګرځم :
محترمو وروڼو د تصوف او عرفان په مباحثو کښي دغه بحث ډير نايابه ، دقيق ،اوبې انتهاپه زړه پوري بحث دئ . محترمو ! د الله (جل جلاله) هر نوم د اولياءکرامو په زړو،اوبواطنو کښي ځانته ځانته تجلِي او ظهورلري . ديوه ولي پر زړه باندي د الله تعالی د يوه نوم ظهور او تجلی غالبه سوې وي ،او د بل ولي پر زړه باندي بيا د بل نوم د الله پاک تجلی اوظهور غالب سوې وي و هکذا . نو په دې وجه داولياء کرامو مرتبې سره جلا جلا وي ،اوپه دغه لحاظ يې نومونه هم سره مختلف وي ،چي تفصيل يې په دې ډول دئ :
د اولياوو په ډله کښي يو قسم داسي اولياء دي چي و هر يوه د دوۍ ته �عبدالله � ويل کيږي . عبدالله وهغه ولي ته ويل کيږي چي دده زړه د الله( جل جلاله ) د اسم ذات ــــ چي لفظ دالله دئ ـــ په تجلی او ظهور سره مشرف سوئ وي . اومشرف کيدل په تجلی او په ظهور ددغه مبارک نامه سره مستلزم دئ ،مشرف کيدلو لره د ولي په تجلی سره د ټولو نومونو د خدائ پاک . ځکه د الله پاک د ټولو نومونو معنی او مفهوم د� الله � د کلمې په مدلول او معنی کښي داخل دئ .
داولياوو په جمله کښي دغه قسم وَلي د مقام او شان په اعتبار تر ټولو ډير پورته اولوړ دئ ،اودغه نوم په حقيقت کښي د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) نصيب ؤ ،همداوجه ده چي الله پاک په قرآن کريم کښي په دې آيت کښي چي : و أنه لمّا قامَ عبدُالله ) دَئ مبارک د عبدالله په نامه ياد کړئ دئ ،او همدارنګه دده په توسط دده په امت کښي چي کوم څوک د قطب و مقام ته رسيدلئ وي هغه هم د حقيقت په لحاظ د عبدالله په نامه سره ياديدلائ سي ،او له قطب څخه پرَته �سيوی� پر بل ولي او صالح انسان باندي د طريقت له مخي ددغه نوم اطلاق مجاز بلل کيږي .
اودارنګه دوهم قسم په اولياوو کښي داسي اولياء دي چي و هر يوه ته له دوۍ څخه� عبدالرحمن � ويل کيږي . دا هغه اولياء کرام دي چي هر يو د دوۍ د الله پاک د رحمن د نامه مَظهَر وي ،يعني د رحمن دمبارک نامه ظهور په دوۍ کښي غلبه کړيوي . د طريقت له مخي دغه قسم اولياء هر يو رحمة اللعالمين بلل کيږي ،لکه څرنګه چي د رحمن په معنی کښي شمول او عاموالئ موجوددئ . ځکه چي د رحمن معنی داده : هغه ذات چي مهربانه دئ په دنيا کښي پر هر چا . نوپه دې وجه په کوم ولي کښي چي د الله پاک د دغه نوم د تجلي غلبه راغلې وي ، نودهغه وجود هم د هر چا لپاره رحمت ګڼل کيږي ، نو ځکه دَاقسم اولياءکرام رحمة اللعالمين بولي .
او دارنګه د اولياوو په منځ کښي يو قسم داسي وليان دي چي هر يو د دوئ د �عبدالرحيم � په نامه ياديږي . دغه قسم هغه اولياء دي چي هر يو د دوئ د الله (جل جلاله) د رحيم د نومه مَظهَر ګرځيدلئ وي ، لکه څرنګه چي د الله پاک دغه مبارک نوم د معنی په اعتبار خاص دئ تر مؤمنانو ،اود الله پاک تر صالحو بندګانو پوري . ځکه د رحيم معنی داده : هغه ذات چي رحم کونکئ دئ په آخرت کښي خاص پر مؤمنانو باندي . دارنګه په دغه قسم اولياوو کښي هم دغه خاصيت موجود دئ چي هغه بندګان د خدائ پاک چي پرهيزګاره او صالحان وي ، او الله تعالی ورڅخه راضي وي ،نوپر هغوۍ باندي دوۍ رحمت او مهرباني کوي . او هغه انسانان چي الله پاک د دوۍ د ناوړو � بدو� عملو په وجه پر دوۍ باندي په غضب کښي وي ،نو پر هغو باندي دوۍ هم په غضب کښي وي او بَد يې ايسه وي .

محترمو ! د الله (جل جلاله ) د مختلفو نومونو د غلبې د ظهور په وجه څلرم قسم هغه اولياء دي چي د الله پاک د � قدوس � د نامه تجلی اوظهور دده پر زړه باندي غلبه کړې وي .ودغه قسم اولياوو ته � عبدالقدوسان � ،او وهر يوه ته يې عبدالقدوس ويل کيږي . ددغو قسم اولياء کرامو خصوصيت دادئ چي الله (جل جلاله ) د دوۍ زړونه له إحتجاب څخه (يعني له دې څخه چي له خدائ تعالی څخه په حجاب او په پرده کښي سي ،مقدس او پاک ګرځولي دي ) نو په دې وجه د دوۍ زړونه له الله (عزمجده) څخه سيوی بل شئ نه ځايه وي . او همدغه قسم اولياء ددغه مبارک حديث قُدسِي مصداق دي چي داسلام پيغمبر ويلي دي ــ چي الله (جل شانه)فرمايلي دي : ( لا يسَعُنِي أرضِي وَ لا سمائي ،ويَسَعُنِي قلبُ عَبدِي المؤمن ) يعني نه سي ځايولائ ما ځمکه ځما او نه اسمان ځما،او ځايولائ سي ما ،زړه دبنده ځما چي مؤمن وي .
او پنځم قسم هغه اولياءکرام دي چي د دوۍ پر زړو اندي د الله پاک د � السلام � دنومه ظهور او تجلی غالبه سوې وي . ودغه قسم اولياوو ته عبدالسلامان ،او هر يوه ته يې عبدالسلام ويل کيږي . ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي الله پاک له غمو ،پريشانيو او آفاتو څخه سالم کړيدي .
شپږم ( ۶ ) قسم هغه اولياء کرام دي چي ودوئ ته عبدالملکان ،اوهريوه ته يې عبدالملک ويل کيږي . دا هغه اولياءکرام دي چي ددوۍ پر زړو باندي د الله پاک د �الملک � د نومه ظهور او تجلې غلبه کړې وي . ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي الله پاک دوۍ د خپلو ځانو ،او د نورو خلګو مالکان ګرځولي وي ، په دې ډول چي دوۍ په خپلو ځانو کښي ،او په غير کښي په هغه ډول تصرف کوي چي د الله (جل جلاله ) اراده وي ،او الله تعالی په هغه امر کړئ وي . اودغه قسم ولي تر نورو ټولو خلګو په شرعي او ديني کارو کښي پر خلګو باندي ډير شديد او سخت وي .
اوم ( ۷ ) قسم هغه اولياء دي چي د دوۍ پر زړو باندي د الله پاک د�المؤمن � د نومه تجلی او ظهور غالب سوئ وي ،چي وهر يوه ته ددغه قسم اولياوو عبدالمؤمن ويل کيږي . ددغه قسم اولياوو خصوصيت دادئ چي په امن او امانتداري سره په اعلی درجه موصوف وي ،اوپه همدغه صفتو سره يې په خلګو کي شهرت پيدا کړئ وي .يعني هم الله پاک دوۍ له عذابو او له مصيبتو څخه په امن کړيوي ،او هم خلګ دوۍ دډيري غټي امانتدارئ په صفت پيژني .
اتم ( ۸ ) قسم په اولياوو کښي هغه خلګ دي چي پر دوئ باندي دالله ( جل جلاله ) د �المهيمن� د نامه تجلی اوظهور غالبه سوئ وي . و هر يوه ته ددغو وليانو عبدالمهيمن ويل کيږي . ددغه قسم وَلِي يو خصوصيت دادئ چي دَئ هميشه په دې مشاهده کښي وي چي الله (جل شانه) پر هر شي باندي رقيب ،شهيد او حاضر دئ .اوبل خصوصيت يې دادئ چي دَئ دخپل ځان او د غير مراقبه،اوڅارنه کوي ،په دې ‌‌ډول چي و هر خاوند د حق ته خپل حق ورکوي ،او د الله پاک په دغه مبارک فرمان عمل کوي چي فرمايلي يې دي ( وَاتِ کُل ذِي حَق حَقه ) يعني او ورکوه و هر خاوند دحق ته حق دده . لکه چي زما يو شعر دئ :
وهر حقدار ته خپل خپل حق ورکوه همداسي نورو ته سبق ورکوه
نهم ( ۹) قسم په اولياوو کي هغه اولياء دي چي پر دوئ باندي د الله (جل جلاله ) د �العزيز� د نومه غلبه سويوي . ددغه وليانو وهر يوه ته عبدالعزيز ويل کيږي . د دغه قسم ولي خصوصيت دادئ چي د عزت او غلبې صفت په دوۍ کښي ډير ښکاره وي، په دې ډول چي هر څوک چي دده مقابل طرف وګرځي ،اوهره حادثه چي دَئ ورسره مخامخ سي نو الله پاک غلبه دده نصيب ګرځوي .
لسم ( ۱۰ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي د الله (جل جلاله ) د �الجبار� دمبارک نومه د تجلي او د ظهور غلبه پرده باندي راغلې وي . ددغه قسم وليانو وهر يوه ته عبدالجبار ويل کيږي .ددغه قسم اولياوو يو خصوصيت دادئ چي د دوۍ په برکت سره الله تعالی د هر شي د کسر او نقصان جِبران کوي . ځکه چي الله پاک د خپل دغه مقدس نوم چي الجبار دئ د تجلې په سبب دده د حال جِبرَان کړئ دئ ،او دَئ يې جابرالحال ګرځولئ دئ . نوپه دې وجه دَئ د نورو د حال دجبران سبب ګرځي .
يولسم ( ۱۱ ) قسم په اولياوو کښي هغه اولياء دي چي پر ده باندي د الله تعالی د �المتکبر � د نوم ظهور او تجلې غلبه کړې وي . د اولياوو په منځ کښي ودغه قسم اولياوو ته ، وهريوه ته له دوۍ عبدالمتکبر ويل کيږي . ددغه ډول اولياوو يوه خاصه داده چي دوۍ خپل ځانونه د الله (جل جلاله ) په تکبر، کبريا او په لويي کښي فنا کړيدي ، اوپه اعلی درجه تذلل او عاجزي يې و الله تعالی ته کړې ده . او بل خصوصيت يې دادئ چي د الله (عزمجده) کبريا ،چي د دوۍ پر ظاهر او باطن باندي يې غلبه کړې ده ، نو په دې وجه دوۍ پرَته �سيوی� له الله پاکه و هيچا ته د عاجزۍ سر نه ټيتوي ،ماسيوی له هغه چا چي و دوۍ ته دالله پاک له طرفه داحکم وي چي د هغه په مخ کي دوۍ بايد عاجزي غوره � اختيار� کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery