مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

> تصوف او عرفان

په اسلام کښي اول ځل د صوفي په نامه څوک ياد سويدئ :
حضرت مولانا عبدالرحمن جامي رحمه الله په خپل کتاب (نفحات الأنس) کښي په دې اړه داسي فرمایلي دي:
چي حضرت شیخ سفیان ثوري رحمه الله فرمایلي دي چي دلومړي ځل لپاره حضرت ابوهاشم رحمه الله چي دشام اوسیدونکئ وو اوډير پرهیزګاره او متقي شخصیت وودصوفي په نامه سره یاد سو . حضرت سفیان ثوري رحمه الله فرمایلي دي چي زه په دې نه پوهيدم چي صوفي وچاته ویل کیږي تر څو چي مي ابوهاشم صوفي ولیدئ . حضرت سفیان ثوري رحمه الله چي په خپل وخت کښي مجتهد مطلق وو ، او دامام اعظم ابوحنیفه رحمه الله له زمانې څخه برخورداره وو په( ۲۶۱) هجري قمري سنه کښي په بصره کي وفات سویدئ . دطريقت او تصوف اساسي هدفونه اومقاصد:
محترمو وروڼو ! اوس دطريقت او تصوف په اساسي بحثو پيل کوو چي په دې بحثو کښي به تاسي دطريقت اوتصوف له ټولو اړخو څخه انشاءالله په پوره توګه خبر سۍ ،که څه هم د طريقت او تصوف بحثونه ډير غامض او باريک دي خو موږ به ئې انشاءالله په داسي ساده الفاظو سره تشريح کوو چي هر څوک به په ډيره اساني سره په پو هيږي په دې بحثو کښي به و تاسي ته د طريقت او تصوف بنيادي مقصدونه ، او د شيخ او مرشدکيدولپاره ضروري شرطونه ، اودارنګه له مريد سره لازم صفتونه ،همداډول داولياوو دشان عظمت ، او لوئ والئ ، او دخدائ (ج )له وليانو سره دتعلق او محبت ګټي ، او له دوۍ سره د دښمنئ او عداوت نقصانونه ، همدارنګه په طريقت کښي د اولياؤ قسمونه ، او د طريقت مختلفي سلسلې ، او د دوۍ مختلفي تګ لاري په تفصيل سره بيان سي .
اول دطريقت او تصوف اساسي يا بنيادي اهدافو ته متوجه سۍ ! په اجمالي ډول بايد ووايم چي د طريقت او د تصوف مقصد دادئ چي هغه انسانان چي له الله جل شانه څخه درذیلو اخلاقو په ذريعه اودارنګه د ناسمو اعمالو په وايسطه پرې سوي ، جلاسوي ،او ليري سوي وي ، اوهغه انساني سليم ،او صحي فطرت کوم چي پر هغه فطرت باندي الله پاک هر انسان پيدا کړيدئ له لاسه ور کړئ وي دغه انسانان بيرته له الله �جل جلا له� سره وصل کړي او بيرته يې د هغه فطرت خاوندان کړي چي د اسلام پيغامبر حضرت محمد �صلی الله علیه وسلم � يې په دغه مبارک حديث کي ذکر کړيدئ چي : ( کل مولود يولد علی فطرة الاءسلام فابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه ) او دا کار دطريقت او تصوف استاذان په دې ډول کوي چي دغه قسم انسانان په خپله توجه او محنت او تعلیم سره ، اوپه خپل فيض او برکت سره په تذکيه ، او په تحليه ، او دالله �جل جلاله� په عشق سره مشرف وګرځوي

بسم الله الرحمن الرحیم ، نحمده ونصلی علی رسوله الکریم
محترمووروڼوپه طریقت کښی اودطریقت داستاذانوپه نظرکښی د حضرت حق سبحانه و تعالی د ذات او صفاتو د مبارکو اسماوو ذکر او يادونه يو غيرمعارض أصل دئ . لکه څرنګه چي د شريعت اسلامي او د قرآني اياتو او نبوي أحاديثو له مخي د الله جل جلاله ذکر و الله جل جلاله ته د قربت او د نزديکت او دارنګه د انسان د ظاهري او باطني پاکوالي او د قلبي تصفيې لپاره ډير أهم کار او عمل بلل سوئ دئ ، لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي : فاذکرواني أذکرکم واشکروالي ولاتکفرون .
د الله جل جلاله د ذکر په اړه به ان شآءالله تفصيلي معلوماتونه د طريقت او شريعت له نظره په راتلونکو برخو کښي درته راسي ، دابرخه فقط و فقط د دغه عظيم الشانه مَبحَث د عنوان او د سرليک په ډول وليکله سوه .
قدرمنو وروڼو
ذکر په عربي ژبه کښي د يادوني معنی ورکوي چي څوک يو شئ يا يوحالت يادوي ، لکه مسافر چي دکورنۍ څخه ليري د پرديسي په حالت کښي خپل کور او خپلوان يادوي .
د ذکر بله معنی د هيري ضد مفهوم افاده کوي مثلا : دوه جمع دوه څلورکيږي يا اور تود او سوځونکئ دئ يا داسي نور مسايل چي ذهن يې أکثرًا نه هيروي ، دژبي بيان يا د قلم د ليکني د اثره افادې ته هم ذکر ويل کيږي ، په ذهن کښي ديوې موضوع يا شي حاضرول د هغه شي يا موضوع ذکر بلل کيږي ، ذکر د زدکړي معنی هم ورکوي او د ځينو نورو مفاهيمو د افادې لپاره هم استعماليږي ، نصيحت او پند ته هم ذکر ويل سوئ دئ .
په قرآن عظيم کښي يو شمير اياتونه د ذکر په باره کښي نازل سويدي ، او د مسلمانانو د نجات او فلاح لپاره يې د خدائ (جل جلاله ) د مبارکو أسماؤ د ذکر هدايت کړئ دئ ، مثلا :
� د خپل خدائ نوم سهار او ماښام يادوه � .
حضرت أبوسعيد (رضي الله عنه ) وايي چي د حضرت رسول أکرم ( صلی الله عليه وسلم ) څخه پوښتنه وسوه چي د قيامت په ورځ د خدائ (ج) په نزد کوم بنده افضل او لوړ دئ ؟
ده مبارک ( صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل چي : د خدائ ذکرکونکي ( نر او ښځي ) .
بيا پوښتنه وسوه چي يارسول الله اياد ذکرالهي کونکئ د خدائ په لار کښي د جهاد کونکي څخه هم أفضل دئ ؟
پيغمبر ( ص ) ورته وفرمايل : که هغه جهادکونکئ خپله توره پر کافرانو او مشرکانو وچلوي تر دې چي د هغه توره ماته سي او هغه خپله په وينو رنګ سي ( يعني شهيد سي ) بيا هم د خدائ ذکر کونکئ په مرتبه کښي د هغه څخه بهتر دئ .
( د مشکوة حواله پر صحيح ترمذي ) .
په بخاري شريف کښي له حضرت أبوهريرة څخه روايت دئ چي رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي الله تعالی فرمايي :
زه د خپل بنده سره يم تر څو پوري چي هغه مايادوي او د هغه دواړي شونډي زما په ذکر سره حرکت کوي .
د حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روايت سوئ دئ چي رسول الله (ص) فرمايلي دي : الاولکل شیء صقالة وصقالة القلوب ذکرالله ،یعنی
دهر شي صفايي سته او د زړه صفايي د خدائ (جل جلاله ) ذکر دئ ، او د خدائ (ج) د عذاب څخه د خلاصون لپاره تر ذکر الهي هيڅ شئ بهتر نسته . اصحابو عرض وکړ ايا د خدائ (ج) په لاره کښي تر جهاد هم أفضل دئ ؟ ده مبارک ( صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل : که څه هم د جهاد کونکي توره په جنګ کي ماته سي . ( مشکوة شريف ) .

محترمواسلامی وروڼوله مخه ترتحلیل دمباحثو دذکرپه دې برخه کښی داهل السنت والجماعت دڅلوامامانوموقف درته ذکرکوم کوم چی دتصوف اوطریقت په باره کښی یې درلودئ چی بیان یې په دې شرحه دۍ
اول
امام اعظم ابوحنيفه نعمان رحمه الله،ځموږدغه مبارک اوعالیقدره امام په تصوف کښی صاحب دطریقت ؤپه هدایة النافع کښی مذکوردی چی امام اعظم په طریقت کښی دامام جعفرصادق شاګرداومریدؤپه درمختارکي اوپه حاشیه دابن عابدین کښی پردرمختارباندی راغلی دی چی ابوعلی دقاق ویلی دی چی مادطریقت اخذله ابی قاسم نصرآباذی څخه کړیدۍ اوابوقاسم ویلی دی چی مادطریقت اخِسته له شبلی څخه کړی دی اوهغه له سری سقطی څخه اوهغه بیاله معروف کرخی څخه اوهغه بیاله داوودطائی څخه اخذدطریقت کړیدۍ اوهغه بیا علم اوطریقت دواړه له امام اعظم ابوحنیفه څخه حاصل کړیدۍ
دوهم
امام مالک بن انس رضي الله عنه هم صاحب دشريعت اودطريقت ددواړو وو علامه عدوي په خپله حاشيه کښي کومه چي پرشرحه دامام زرقاني پرته ده پرمتن دعزيه کوم چي په فقه مالکي کښي جوړسويدۍ ددريم جز په صفحه۱۹۵ کښي ويلی دي چي امام مالک رحمه الله تعالی فرمايلي دي (من تفقه ولم يتصوف فقدتفسق ومن تصوف ولم يتفقه فقدتزندق ومن جمع بينهمافقدتحقق)یعنی هرڅوک چی دفقهی علم حاصل کړی اوعلم تصوف اوطریقت حاصل نکړی اودطریقت پرلارباندی ولاړنسی نوپه تحقیق سره به دغه سړئ فاسق وګرزی اوهرڅوک چی بیاطریقت اوعلم تصوف حاصل کړی اودعلم فقهی تحصیل ونکړی نوپه تحقیق سره به دغه څوک زندیق وګرزی اوهرڅوک چی دغه دواړه علمونه سره جمع کړی نوپه تحقیق سره دغه سړئ وحق ته ورسیدئ
دریم امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف،انظرکشف الخفاءللامام العجلونی ،ص،۳۴۱،جزء،،۱
څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی،غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery