مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښو ځوانانو تاريخي بېلګو ته لنډه كتنه

ښه ځوان د دو كلمو څخه جوړه سوې اصطلاح ده چي يو يې (ښه) او بل يې د (ځوان) كلمه ده، (ښه) هغه مفهوم دى چي د بد او يا ناوړه پر ضد او مقابل كي كارول كيږي او (ځوان) د نارينه تن له پاره د وړكتوب او سپين ږيري توب تر منځ د سن ټاكلي مرحله ده.
په لغت كي د (ښه ځوان) اصطلاح مانا د يوه نارينه انسان د ظاهري څېرې ښكلا او وړتيا تعبير كيدلاي سي، چي په دې تعبير كي د نوموړي انسان څېره د هغه تر شخصيت او سيرت زيات مرجح شمېرل كيږي، مګر د (ښه ځوان) نوم د يوې منل سوي اصطلاح په توګه خپل ځان ته مانا لري چي د كندهار د سيمو خلګو ته بېله كومي توضيح او بيان څخه د پوهېدلو وړ ده.
د تاريخ په اوږدو كي د (ښه ځوان) نوم د عيار، فتي،شبرو، كاكه، الوفته، پهلوان او نورو نومونو سره په يوه مانا ياد سوي چي هدف يې همدا (ښه ځوان) دى، د ښه ځوان د پېژندلو لپاره په بېلابېلو زمانو كي د زيات شمېر پوهانو او ليكوالانو له خوا ليكني سوي او د هغو د معرفي لپاره يې د خپل وخت هغه مميزات او مشخصات بيان كړي او ليكلي دي چي د هغو په وسيله يې (ښه ځوانان) پېژندل، د بېلګي په توګه په لغت نامه دهخدا كي د عيار پېژندنه داسي سوېده:
شخصيكه جامه وسلاح مخصوص در جنګ همراه داشته باشد و مخفى كار ها بكند، مانند عمرو عيار(449:3) د سيستان تاريخ ليكوال په خپل اثر كي ليكي: (رجل عيار راكان كثيرالطوائف، ذكيا و حرب، اشخاص كارى و جلد و هوشيار را كه از طبقه عوام الناس مردم حامل الذكر بوده اند و در هنګامه ها و غوغا ها خود نمايى كرده يا در حروب جلدى و فراست به خرچ داده، عيار ناميده اند) (161:36).
واعظ كاشفي په خپل اثر (فتوت نامه سلطانى) كي داسي ليكلي: (بدان كه علم فتوت علمى شريف است و شعبه است از علم تصوف و توحيد. . . مبدا فتوت را ابراهيم خليل الله است. . . و موضوع ان نفس انسان باشد. . . . بعضگى از ائيمه لغت بر ان اند كه فتوت جوانمردي باشد) (12_9،5)
علامه حبيبي په خپله يوه مقاله كي د ښه ځوان تعريف او پېژندنه په لاندي ډول كړېده (ښه ځوان به اصطلاح كندهار بركسى اطلاق ميګردد كه احتياجات زنده ګى خود را از راه پيشه ورى و كديمنى بدست مى اورد، و انچه كمايي ميكرد در همان روز نثار ياران مينمود و براى فردا نه مى اندوخت، از صفات برجسته اين طائفه سخاوت و توكل بود، مردمى بود خوش پوش و سر شار وازاده، ولى متواضع و غيور با غربا كومك ميكردند و از اقويا پروايى نداشتند. . .) (10:2)
د اوسني كندهار ښه ځوان د افغانستان د لرغونو پېړيو د پهلوانانو د منځنيو پېړيو د عيارانو او د اوسنيو پېړيو د ښه ځوانانو پرله پسې سلسله ده چي زموږ د هيواد په تاريخي او ټولنيزو پېښو كي يې د يوه خپل واكه ټولنيز نهاد په څېر د پاملرني وړ كار نامې لري او په ځانګړو كړو وړو سره يې د تاريخ بېلا بېل بابونه رنګين كړيدي. (112:3)
زموږ په هيواد كي د پهلوانانو، عيارانو او ښه ځوانانو سلسلې د زمانې په بېلا بېلو مرحلو كي په يوه او بل نوم ياد كړل سوي دي، چي د نومونو دا بېلوالى په يقين سره د دې ډلو تر منځ د تفاوت او بېلتون مانا نه لري، ځكه چي دا نومونه د زمانې د غوښتنو له مخي ايښودل سوي دي او د بلي خوا د هغي زمانې د مقتضياتو پر بنا د هغو كړنلاره او يا دكړو وړو حدود ټاكل سوي دي.
د ښه ځوانانو ډلو د تاريخ په اوږدو كي د زمانې اساسي اړتيا ته پاملرنه كړې ده او د هغو اړتياو په پام كي نيولو سره يې خپل اعمال او افعال تنظيم كړي او يا يې د هغو اړتياوو د تامين په خاطگر خپلي هڅي تر سره كړي دي، د ښه ځوانانو همدې ډلو كله د محلي او سيمه ايزو زور ګويانو او ظالمانو په وړاندي مقاومت كړى او كله هم په ټولنه كي د لوى مصيبت او بد بختۍ په وړاندي درېدلي دي، او بېله كومي طمعي او هيلي څخه يې په خپله خوښه حيرانوونكي هڅي تر سره كړي دي خاصتاً كله چي د هيواد د خپلواكۍ مساله رامنځ ته سوې ده، همدا ډلو د ټولو هيواد والو په مخكني صف د يرغلګرو په وړاندي جنګېدلي دي (91:10)
ښه ځوانان چي په تېرو زمانو كي د ځوانمرد، شبرو، عيار او يا نورو په نومونو ياد سوي زموږ د ټولني د هغو خپلواكو ډلو غړي دي چي د ښه ځوان مقام ته د رسېدو له پاره يې زياتي ازمويني په بري تر سره كړي او په دې لاره كي يې د اردلي، يار مرحلې تيري كړي او بيا يې د ښه ځوان مقام ګټلي دي، د دې لپاره چي د ښه ځوانانو په هكله مو بشپړه پېژندنه او معلومات تر لاسه كړي وي، اړينه يې ګڼم چي په تاريخي متونو كي د ښه ځوانانو هغه مميزات او مشخصات په ګوته كړم چي د هغو په وسيله ښه ځوانان د هيواد د يوه ټولنيز قشر په توګه پېژندلاي سو.
د قابوس نامي ليكوال ليكي چي:
ځوان مردي دري اصله لري، لومړي دا چي د رښتيا خلاف و نه وايي، دويم دا چي څه چي وايي هغه وكړي او دريم دا چي شكيب او هوښيار اوسي. (246:1)
او د همدې مطلب په دوام ليكي چي: (پوه شه چي ځوانمردي او عياري هغه وي چي لاندي خصلتونه ولري: يو دا چي زړه ور مېړنى او صابر وي، د هر كار په كولو كي صادق وي، پاك عورته او سپېڅلي زړه ولري، د نورو خلكو تاوان په خپلو ګټو ونه كړي، پر اسيرانو لاس پورته نه كړي، له بېچاره ګانو سره مرسته وكړي، څرنګه چي رښتيا واوري حق د خپله ځانه څخه وركړي، پر هغه دستر خوان چي ډوډۍ وخوري بد ونه كړي، د نيكۍ په بدل كي بدي ونه كړي.) (246:1)
د ښه ځوان د ځانګړتياوو په هكله د سمك عيار اثر كي راغلي چي: (كله چي شهزاده خورشيد شاه د عيارانو د مشر كور ته پناه يووړه د هغه مشر څخه يې وپوښتل چي ځوانمردي څو حده لري؟ د عيارانو مشر وويل: چي د ځوانمردى حدود زيات دي خو زه يوازي د دوو يادونه كوم چي يو ډوډۍ وركول او بل راز ساتل دي) (1073:11).
د سياست نامې نومي اثر ليكوال د عيارانو د يو مشر په هكله ليكي چي: (. . . بفرمود تا تره و ماهى و پياز چند بر طبق چو بين نهاده پيش اورند، انګاه فرمود تا رسول خليفه را در اورند و بنشاندند پس روى به سوي رسول كرد و ګفت: برو خليفه را بګوى كه من مرد رويين زاده ام و از پدر رويين ګرى اموخته ام و خوردن من نان جو و ماهى و تره و پياز بوده است، اين پادشاهى والات و ګنج از سر عيارى و شير مردى بدست اورده ام نه از ميراث پدر و نه از تو يافته ام، از پاى نه نشينم تا سر تو به مهديه نفريستم و خاندان ترا ويران نه كنم، تا اينكه ګفتم بكنم، يا به نان جوين و ماهى و تره باز شوم. . .) (19:2)
د لطائف الطوائف ليكوال ليكي: (د حلب ښار يوه ښه ځوان د يوې غريبي كورنۍ سره د مرستي په خاطر د هغه ښار د يوه كاروان سراى څخه يو شمېر مالونه د يوه كوهي له لاري چي هلته يې نغم (نقب) رسولى وو غلا كړل، غلا شوي مالونه يې د كورنۍ د مشر په واك كي وركړل او خپله بيرته حلب ښار ته ولاړ، په سبا ورځ غوغا جوړه شوه او په دې تور يې د هغه كاروان سراى څوكيداران را ونيول او د عام ولس په وړاندي يې د هغو په وهلو ټكولو پيل وكړ، هغه يې ووهل خو څوكيداران چي له غلا خبر نه وه نو يې په ژړا او زاريو د غلا څخه انكار كاوه، په دې وخت كي هغه ښه ځوان راپېښ سو او وې ليدل چي د غلا په تور په ناحقه نور كسان تر وهلو لاندي دي، دا كار يې د خپلو اصولو څخه بېل وګاڼه او د خلكو په منځ كي يې خپل ږغ پورته كړ او وې ويل چي: اې خلكو! دا څوكيداران په غلا نه دي خبر دا غلا ماكړېده، او هم يې د غلا سوو شيانو ټوله نښاني وويل په دې كار يې د ټولو باور حاصل كړ او بيا يې وويل: چي دا ټوله شيان ما دې كوهي (څاه) ته اچولي دي او بيا يې وويل چي تاسي زما ملا په يوه رسۍ كلكه وتړئ او زه به د دې كوهي څخه ستاسي ټول شيان راوباسم، همداسي وسول د عيار ملا يې وتړله او كوهي ته يې وركښته كړ، ښه ځوان چي پخوا د همدې كوهي د نغم له لاري ټوله شيان وړي وو نو دا ځل يوازي په خپله كوهي ته كښته سو او پر خپله لار ولاړ حاضرينو چي يو دوه ساعته انتظار وايست خو د هغه احوال معلوم نه سو بيا يو بل تن كوهي ته كښته سو چي ګوري د كوهي په منځ كي يو نقب سته چي د هغه نقب له لاري هغه ځوان تللى و، د دې خبر په اورېدو ټولو خلكو وويل چي: صد آفرين، هم يې ساتونكي وژغورل او هم يې خپل ځان ته نجات وركړ.(136:18)
د حبيب السير موْلف د خپلي زمانې د يوه عيار د ژوند يوه پېښه داسي ثبت كړې ده: (و يعقوب. . . در ان اوقات شبى نقب زد به خزانه درهم بن رافع كه به تقلب برسيستان استيلا يافته بود، رفت جوهر بيشمار و امتعه بسيار در هم بسته، بوقت بيرون امدن پايش بر چيزى خورد يعقوب انرا صلب شفاف يافته ګوهرى پنداشت و برداشت، جهت امتحان زبان بر ان زده، ان نمك نيشاپوري بوده، انګاه اورا غايت حق نمك پر اخذ اموال غالب امده و انچه باهم بسته بود ګذشته به منزل خود شتافت، علي الصباح خزانه چي متحير ګرديد و نزد درهم رفت و اورا بر صورت واقعه مطلع ګردانيد، درهم فرمود تا در شهر منادى كردند كه هر كس اين حركت كرده است به امن است و بايد كه به ملازمت بشتابد تا به انصاف و الطاف اختصاص يابد، و ليث صفار به دربار شهريار درهم امد و از وى سبب نه بردن اموال خزانه را سوال نمود جواب داد كه رعايت حق نمك از تصرف در ان جهان مانع امد. . . ) (345:6)
د سمگك عيار نومي اثر ليكوال د خورشيد شاه د مردۍ په اړه ليكي: (خورشيد شاه دارويى بيهوشى در شراب معشوقه اش (ماه پرى) ريخته است شهزاده بر خاست تا كام خود را ګرفته برود، بار عنان خود را كشيده داشت سپس چون ماه پرى در مى يابد كه خورشيد شاه در جامه دختران به مطربى نزد او امده است با خود ميګويد: جوانمردى كارى فرمود كه من تنها در پيش وى افتاده بودم و در من نګاه نه كرد، با اين ګفته خورشيد شاه انصراف نمود. . .) (1075:11)
د همدې اثر ليكوال په يو بل مطلب كي د سمك په اړوند ليكي چي يوه ورځ سمك عيار په يوه پېښه كي زخمي سو او د خپلو مخالفينو تر تعقيب لاندي و چي يو ملګري يې هغه د همدې كلي يوه طبيب ته په پټه بوتى، طبيب د سمك عيار تداوي په يو پټ ځاي كي كوله چي د هغه مخالفين را ورسېدل او د سمك پوښتنه يې وكړه خو طبيب د سمك د ځاى ويل او د هغه مخالفينو ته د هغه ځاى ښودل د فتوت او ميړاني خلاف وګڼل او د سمك پته يې وه نه ښوده، د سمك مخالفين چي پر طبيب بد ګمانه سوي وو نو يې هغه تر وهلو لاندي واچاوه، وايې چي په دې وخت كي طبيب تر وهلو لاندي وويل چي: (اى تن ترا بيش از چوب نخواهند زد مردى كن و خود را به دست چوب باز ده و اين راز را اشكار مه كن كه نا مردى باشد. . . اين را ګفت و تن در چوب داد جلاد اورا چوب ميزد تا چنان چوب زد كه هفت اندام او پاره پاره شد و خون روانه ګشت و زرند جراح به هيچ ګونه اقرار نه كرد و نياورد. . .) (911:11)
شيخ عطار د ښه ځوانانو او عيارانو د ښه پېژندلو لپاره 72 مميزې يادي كړي چي دلته را نقلول به يې بگې ګټي نه وي (راستى، انديشه از بدى، يارى به ديګران ازادى از بند نفس، پاك داشت چشم و دامن، وفا، بخشيدن بر دوست و دشمن خواستن براى ديګران انچه براى خود ميخواهد، جان و دل بستن در راه كسى كه مهر بريده باشد، زبان را به ګفتن نيا موختن در روز خود را كمتر از مور دانستن، بر اوردن مراد نا مرادان، كردن كارى را نا ګفتن و كردن انچيزى كه از دست برايد، فرو خورى چشم، دل ازار نبودن، خويشتن بين نه بودن، برده بار بودن، نان دادن، زبان و دل يكى داشتن، از پس و پيش يكى بودن، نكر دن كار يكه ديدن و شنيدنش را نه شايد، از برده بارى دم نه زدن، راه پارسايى ورزيدن، تزويز نه كردن، رفتن به جايكه او را بخواند و اګر هم بيم جان باشد، دماغ از كبر خالى داشتن، متواضع بودن، از كبر دورى جستن، سخن نرم و تازه به اندازه ګفتن، راز دل به هر كس نه ګفتن، حسگد نه ورزيدن، به فرزند طمع نه داشتن، به جا اوردن هر ان چي بګويند، رياضت كشيدن، نا خوانده به جاى نه رفتن، به چشم شهوت به دوست نه نګريستن، كجبين نه بودن، خود كام نه بودن، به كام خود و به ضرر ديګران يك ګام نه ورداشتن، به اهل زمانه مروت كردن، مردم سخى را دوست داشتن، مدارا كردن به پيران و بخشودن بر جوانان، با دوست و دشمن لاف نه زدن، داد خلق دادن و دستګيرى كردن، به خود مغرور نه بودن، اداب نګهداشتن، با عزت بودن، نام كسى را جز به نيكى نه بردن، ګرد عصيان نه ګشتن، هواى نفس خود را شكستن، پير و جوان را چنان تر بيه كردن كه شرمساز نه شوند، نصيحت در نهان كردن، لباس خود را به هر نا سزا نه دادن، همه كس را مانند فرزند تربيت كردن، قناعت داشتن، به طاعت كوشيدن و ديندار بودن، پيرو و فرمان بودن، صبورى كردن، در نعمت شكر كشيدن، در محنت صبر كردن، بر مهمان شرين زبان بودن، تكلف از ميان برداشتن و هر چه باشد پيش اوردن، دلها را به احسان و كرم به دست اوردن، چون شمع در ميان جمعيت سوختن، ګفتار را با كردار راست داشتن، و درون را از كين پاك داشتن) (174:4).
خوشال خان خټك په دستار نامه كي د يوه منلي شخصيت لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په لاندي ډول بيان كړيدي: ( باب اول مشتمل په شل هنره: د ځان معرفت، علم چي كسب او كمال باله شي، هنر د خط چي لازم او ملزوم د كسب او كمال دى، هنر د شعر چي هيرا د علم دي، تير اندازي، اب بازي، اسپ تازي، ښكار، شجاعت، سخاوت، ازدواج د معاشرت، د اولاد تربيت، د تاديب حزم او حشم، اسباب معيشت، زراعت او دهقانيت، تجارت، تحقيق د نصب، علم د موسيقي، سطرنج، تصوير د نقاشي دي)
(باب د خصلتونو دي: مشورت، عزيمت، عدل او انصاف، توكل خوف او رجا، د ملك انتظام، همت، حلم، غيرت، حزم او احتياط او بيا ليكي چي حميده خصائل ډير دي كه دا هومره چي وكښل سوه واړه ونيسي لكه سترګي چي د چا د سواد وشي نور هر كتاب په خپله لولي په دا خصائل به هغه وفور خصلتونه بيا مومي) (5: 8_9)
دا دي تر دې لنډو يادونو وروسته تاسي د هغي ليكني لوستلو ته رابولم چي د ښاغلي امين باوري په زيار ليكل سوې ده، په دې ليكنه كي ټول هغه مميزات او ځانګړتياوي چي په يوه منلي ښه ځوان كي بايد وي او يا په بله مانا ښه ځوان بايد هغه ځانګړتياوي ولري، د دې ليكني د قهرمان يا بنګ حبيب الله د شخصيت اصلي برخه جوړوي، هيله ده چي د لوستلو څخه يې خوند واخلئ

د پښتني كلتور و سپيڅلو دودونو ته په درنښت.
پوهنوال رسول باوري

ښه ځوان به خپل هوډ پري نږدي له لاسه
كه يې سر شي د خوني زمري تر زامه
خوشال خټك

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery