مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بنګ حبيب الله(دوهمه برخه)

د جبار خان په وينا معلم له دفتره راووت او يارانو ته يې وويل چي يارانو خبره خللاصه سول، زه او جبار خان دلته يو، تاسي ولاړ سئ قومندان صاحب وويل چي زه حبيب الله ماما خوشي كوم ماته جبار خان وويل چي تاسي ته خبر در كړم چي تاسي ولاړ سئ، بيا صمد كاكو وويل چي بنګ به نو كله راخلاص كي؟ معلم چي د روان حال بيان نه سو كولاى نو يې ځان ناګمانه واچاوه او ويې ويل چي ګورئ يارانو دا چي هغه څه وخت خلاصيږي څه يې كوئ اوس زه او جبار خان دواړه د ضامن په رقم ناست يو قومندان وويل چي بنګ خوشي كوي اوس تاسي ولاړ سئ بيا به موږ خبر دروړو چي خبره څنګه سوه اوس تاسي ولاړ سئ. د بنګ نور ياران د معلم او جبار خان په خبره د سر ماموريت څخه ولاړل او جبار او معلم راز ماد دواړه د قومندان په دفتر كي پاته سول.
قومندان چي له يوې خوا پر بنګ په غضب و له بلې خوا د بنګ له داسي انډيوالانو سره مخ سو چي هر يوه يې تر بل تيري كوي قومندان هم د دفتر نوكريوال ته امر وكړ چي شكور چپه دست راولي، شكور چپه دست راغى او هغه پوهېدى چي په دې وخت كي يې قومندان د څه دپاره غواړي، نو د خپل راتګ سره يو ځاي يې يو بار د انارو لښتي له ځانه سره راوړې او حاضگر سو، قومندان امر وكړ چي شكوره بچو، دوى ضرب خانې ته كه، هر وخت چي په ژړا يې ستا زړه وسوځېدى بيا نو ما په خبر كړه، تر هغه يې ډبوه چي كالي يې لانده او ژړ سي.
شكور چپه دست هم دا څو هفتې وهل نه وه كړي نو اول خو منتظر و چي پر بنګ به زړه خالي كي، خو تر بنګ دمخه د هغه د يارانو سره مخ سو اول يې جبار خان او معلم سره بېل كړل يو يې يوې كوټې ته او بل يې بلې كوټې ته بوتلى او هلته يې د دواړو سدرۍ او لنګوټې ځني خلاصي كړلې او په يوه يوه جوړه نازكو كالو سره يې په نوبت كړل، اول يې راز مامد معلم د وهلو هغه مخصوص دهلېز ته را وست چي هلته قومندان او نوكريوال دواړو خپلې چوكۍ ايښي وې، كله چي معلم يې راوست نو قومندان و معلم ته وويل چي دا اوس لا سر، وخت دى كولاى سې چي خپله خبره واخلې او ځان له وهلو څخه بېغمه كړې او كه مي يو ځل د عسكر لاس درباندي پورته سو بيا دي په توبه هم نه پرېږدم، معلم په ډېري ارامۍ سره جواب وركړ چي، قومندان صاحب زه پر خپله وعده ولاړ يم خو ته هم بايد پر خپله وعده ودرېږې، او يو بل خواهش مي دا دى چي جبار خان په عمر پوخ سړى دى زه غواړم چي د بنګ او جبار خان د دواړو جزا ګاڼي ماته راكړې. قومندان چي معلم لا تېز وليدى نو يې و شكور چپه دست ته امر وكړ چي شكوره بچو، را چپه يې كړه او داسي غر غړې په وكړه چي د كندهار لوى او كوچني يې ټوله واوري.
معلم د قومندان د امر سره سم دوو عسكرو د شا پر تخته پرېيست او پښې يې په رسۍ ور وتړلې او وهل شروع سول د انار غبرګي لښتي په توبت د دوو خواو پر پښوو داسي په شړق لګېدلې ته به وايې چي پر خټو مښلي، قومندان په دې انتظار دى چي اوس به د معلم ږغ پورته سي، او اوس به يې ږغ پورته سي، خو لښتي يو په بل پسي ماتېدلې ولي د معلم ږغ نسته، ښه ډير وخت وروسته نوكريوال ولاړ سو او د شكور چپه دست خواته ورغى او پوښتنه يې ځني وكړه چي هلكه تاسي دا معلم وهئ خو د هغه ږغ نسته تاسي يې وګورئ هغه به بېسده وي خو پخوا تر دې چي شكور جواب وركړي معلم ږغ پر وكړ چي نوكريوال صاحب ستا په دې څلورويشت ساعته نوكري كي خو نه بېسده كېږم ته بېغمه خپلي شنې او توري چښه، نوكريوال د قومندان خواته وكتل چي ګويا چي نوې خبره يې اورېدلې ده خو قومندان ورته وويل چي راځه نوكريوال صاحب تا يې ډير وختي احوال واخيستى دا خو كندهاريان دي عادي ځوانان يې لا په دومره وهلو ږغ نه كوي دا خو لا ځان ته يو څه وايې راځه كښېنه كه دي سطرنج ته زړه كېږي نو را وايې خله، خو راز ماد دي په دې خبره پوه وي چي نن د هغه ژړا په ټول كندهار وانه ورم نيې پرېږدم.
نوكريول چي د اول ځل له پاره د داسي حالت سره مخامخ سوي و، نو يې دا ښه وګڼل چي په سطرنج ځان اخته كړي نو يې د نوكريوال له دفتر څخه د سطرنج تخته را واخيسته او د قومندان مخ ته يې كښېښوله، قومندان هم يو كوچگنى ميز را كش كړ او د سطرنج بازي يې د نوكريوال سره پيل كړه، د نوكريوال د تلوار خلاف د قومندان له خوا بازي دېره په كرارۍ سره روانه ده، يو وخت چي قومندان نوكريوال ته د كشت ږغ وكړ نو نوكريوال بېله دې چي بازي اوږده كړي وې ويل چي زه مات يم،قومندات وويل چي هو زما سره څوك بازي نه سي كولاى ما ډېر مات كړي دي، په دې وخت كي شكور چپه دست را نژدې سو او وې ويل چي نوكريوال صاحب ته خو بايد مات ومنې د قومندان صاحب سره چي څوك مخ سوي حتماً مات سوي دي، وايي چي قومندان د خپل عسكر خبره نيمه كړه او وې ويل چي ته خبري مه كوه ته ورسه وګوره چي هغه بل هم مات دى كه نه او كالي يې هم وګوره چي لانده او ژړ دي كه نه، عسكر د معلم پر خوا روان سو هلته چي دوه نور عسكر هغه تر لښتو لاندي نيولى و، خو د عسكره سره يو ځاى نوكريوال هم ور ولاړ سو كله چي معلم ته ور نژدې سو نو نوكريوال تر عسكر دمخه ږغ وكړ چي قومندان صاحب د سړي خو د ماتي ږغ نه سته چي نه سته خو كالې يې هم ژړ نه بلكي په وينو سره دي، زه خو وايم قومندان صاحب دا سړى خوشي كه، نور يې مه وهه چي تر اوسه يې ستا په خوښه څه ونه ويل له دې وروسته هم خيال نه كوم چي ستا په خوښه دي خبري وكړي، او بله دا چي زه خو نه پوهېږم چي ګناه يې څه ده، دوى خو په خپله راغلي وو موږ خو په كومه ګناه نه دي نيولي، كه هغه بل سړي كومه ګناه ولري خو هغه ته بايد جزا وركول سي، معلم چي دا خبري واورېدې نو يې د خپلي لنګوټې شمله له خپله مخه ليري كړه او تر هم هاغه وهلو لاندي يې پر نوكريوال ږغ وكړ، او وې ويل چي نوكريوال صاحب ته زموږ په كار كار مه لره ما د قومندان صاحب سره وعده كړې زه هغه وعده پر ځاى كوم، كه ته زموږ په منځ كي خبره تا او بالا كې نو به بيا زموږ تر منځ د پښتنو وعده ماته سي زه خو به يې هېڅ وخت ماته نه كړم خو بېره مي له دې ده چي قومندان صاحب ته به بانه پيدا سي او تله به تېره كي او خپله وعده به پرېږدي، نو زه غواړم چي ته زموږ په منځ كي څه ونه وايې پرېږده چي موږ خپلي وعدې پر ځاى كو، په دې وخت كي شكور چپه دست د قومندان غوږ ته ځان نژدې كړ او ورته وې ويل چي قومندان صاحب يو خو دا نوكريوال چندان زړه نه لري او بله خبره خو دا ده چي موږ اوس يو ناحقه سړى را چپه كړى دى، معلم به پريږدو سبا به د دوي مشر بنګ ته خپل زور وښيو، كه مو په هغه ږغ وكړ نو د هغه ټوله ډله ګويا ماته ده، قومندان چي د شكور په ستړيا پوه سو نو يې وويل چي هلكانو بس دى نور يې مه وهئ بيا به سبا ته سره ګورو اوس يې پر پښو اوبه واچوئ چي ويني يې ودرېږي، قومندان ولاړى او معلم يې كوټي ته يووړى.
سبا ورځ قومندان تر خپل وخت دمخه وظيفې ته راغى او په سهار وختي يې نوكريوال رخصت كړ او د قومندانۍ چاري يې خپله واخيستې، اول يې د قومندانۍ شا او خوا وكتل چي كومه بده ورانه نه وي پېښه سوې، بيا يې خپل حاضر باش ته امر وكړ چي اول هغه دوه تنه خوشي كړي او حبيب الله راولي او شكور ته هم وواياست چي د خپلو انډيوالانو سره يو ځاي راسي، قومندان چي كله خپل دفتر ته ورسېدى ورسره سم يې امرونه هم اجرا سوې وو، د يوې خوا حبيب الله ماما راوستل سو او له بلې خوا شكور او د هغه په لښتو بار انډيوالان دفتر ته يو ځاي سره ورسېدل، حاضر باش اول شكور او د هغه انډيوالان دفتر ته پرېښودل او بيا يې حبيب الله ماما دفتر ته راوست، قومندان چي لا پخوا حبيب الله ماما ته درد من و، نو ځان يې پوه نه كړ چي ګويا راغلى سړى يې ونه پېژندى په لوړ اواز يې پوښتنه وكړه چي نوم دي و وايه څوك او څه عرض لرې؟ حاضر باش يې ژر جواب وركړ چي قومندان صاحب دا هغه حبيب الله دى چي تاسي وغوښتى قومندان په غضبي خندا وويل چي تا ته نه وايم دې بل ټګمار ته وايم، ووايه چي نوم دي څه دى؟ حبيب الله ماما په ډېره كراري سره وويل چي زه بنګ يم بس زياتره د كندهار بنګ، قومندان ته دا خبره تيلو ته اور اچول سوه او مخ يې داسي سور سو چي ته به وايې چي سور رنګ دي پر اچولى دى، په غضب د خپلي چوكۍ څخه را والاړ سو او حاضر باش ته يي امر وكړ او وې ويل چي دا سپين سترګى تر لښتو لاندي واچوئ تر هغو يې ووهئ چي د خپل نوم سره يو ځاي يې د خپل پلار او مور نومونه هم له ياده ووزي، حاضر باش هم له امر سره سم حبيب الله ماما د وهلو مخصوصي كوټې ته بوت او د حبيب الله ماما سره يو ځاى شكور چپه دست هم د خپلو انډيوالانو سره را ورسېدى، شكور چي د حبيب الله ماما حاضر جوابي واورېده نو ډېر يې تلوار سو چي د حبيب الله ماما د ماتي خبر خپل قومندان ته ورسوي او حبيب الله ماما يې د دواړو خواوو داسي تر لښتو لاندي واچاوه لكه خپل مدعي، له دوو خواوو دوه تنه عسكر ولاړ دي او شكور چپه دست له يوې او بلي خوا پر راګرځي او كله يې پر يوې خوا او كله يې پر بلي خوا په لغتو وهي داسي لټه پېر يې پر حبيب الله ماما جوړ كړ چي خداى دي يې پر هيچا نه راجوړ وي خير خو د وهلو شړق او شړوق داسي تود و چي عسكرو او حاضر باش ټولو داسي ګڼل چي اوس به حبيب الله ماما ږغ وكړي چي بس دى او س به ږغ وكړي خو په دې وهلو او ډبولو كي عسكر دواړه داسي ستړي سول چي نور يې نفس په اوږو شړى او په لاسونو كي يې هغه زور نه و چي په اول كي يې درلود، شكور چي دا حالت وليدى نو يې ژر په خپله لښتو ته حمله كړه او په وهلو يې شروع وكړه، شكور چي يوه نوې غېږ لښتي خپل ځان ته نژدې كښېښوولې نو يې پر حبيب الله ماما ږغ وكړ چي بچو اوس دي ځان ټينګ كړه هر چا چي اكبر خان ته د ماتي ږغ كړى هغو زما د لښتو په زور كړى دى، اوس نو ځان ټينګ كړه، حبيب الله ماما د خپل مخه خپله شمله پورته كړه او ورته وې ويل چي شكور ماما كه دي زما د ماتي ږغ واورېدى نو بيا به مي مخ هم و نه وينې او كه مي ږغ ونه كړ نو خامخا به مي د خپلي كورنۍ په غلامي منې، شكور چي د دې خبري په خيال نه و، نو يې د څنګ عسكر ته وويل چي يوه بله غېږه لښتي هم را نژدې كړه او بيا و قومندان صاحب ته و وايه چي زما دي په ذات اقدس قسم وي چي يا يې ژړا او چيغي تر چارسو ونه رسوم او يا يې هډوكي په پوست كي ميچن نه كړم كه يې پرېږدم، او دا هم ورته ووايه چي تا خو يې د مور او پلار نومونه په هېرول ورته و وايه چي زه به له ده څخه د نيكه نوم هم هېر كړم، عسكر ته چي د چپه دست غضب معلوم و نو پوه سو چي نور نو يا حبيب الله ماما نسته او يا به كه ژوندى پاته سو هغه به نو د سرماموريته ژړا او واويلا د هغه وتل وي بله لاره نه سته، نو اول يې حبيب الله ماما ته سر وركښته كړ او ورته وې ويل چي وروره دا چي اوس يې لښتي را واخيستې دا شكور خان چپه دست دى ته يې پېژنې كه نه؟ ښه به دا وي چي همدا اوس عذر وغواړې چي معيوبه نه سې او كه نه په وهلو به هم د پښو او ملا معيوب سې او هم به په اخير كي ژړا او واويلا كوې چي بيا به ګته نه لري، حبيب الله ماما بيا د خپل مخه شمله پورته كړه او عسكر ته يې وويل چي عسكره وروره ته ولاړ سه د شكور خان ماما خبره قومندان ته وكړه خو دا هم ورته ووايه چي بنګ او شكور خان هم يو شرط تړلى دى، كه خداى كول بنګ به د كور او اور خاوند سي خسر او خسرګنۍ به پيدا كړي، او بيا يې په خندا عسكر ته وويل چي، عسكره وروره ته به هم بيا زما واده ته راځې بس زياتره خامخا به راځې او كه زما په ياد سول خامخا دي بس زياتره راغواړم، عسكر چي د شكور چپه دست په غضب پوهېدى نو بېله دې چي څه ووايي له كوټې ووتى او مخ د قومندان پر خوا روان سو، خير چي قومندان ته ورسېد نو تر سلام ادا كولو وروسته يې وويل چي قومندان صاحب دا سړى داسي نه دى لكه نور دا بل ډول سړى دى چي هر څه يې وهې نه خبريږي ته به وايې چي بنګ نه دى مځكه ده، زه او جليل خو ستړي سولو اوس د چپه دست نوبت دى او هغه ته يې هم داسي خبره وكړه چي اوس ډېر ورته په غضب دى، د هغه دي خداى خير پېښ كي چپه دست به يې يا مات كي او يا شوټ، ماته يې وويل چي زه هم دا خبره تاسي ته ورسوم.
اكبر خان چي د عسكر خبري واورېدلې غضب يې نور هم زيات سو او دا ځل پخپله د حبيب الله ماما د وهلو ليدلو ته ورغى، هلته يې وليدل چي پر حبيب الله ماما داسي د انار لښتي يو په بل پسي اوريږي ته به وايې چي د منګي لپاره خټي پخوي قومندان يو ګړى ودرېد او بيا يې و شكور ته وويل چي شكوره زويه څه دي وكړه نوم دي ځني هېركړكه نه؟ ته يې پرېږده چي زه پوښتنه ځني وكړم، بيا يې پوښتنه وكړه چي هلكه نوم دي هېر دى كه نه؟ حبيب الله ماما د خپل عادت په ډول بيا شمله دمخه ليري كړه او د يوي نرمي خندا سره يې ورته وويل چي زه هغه يم چي په دفتر كي مي درته وويل. زه بنګ يم، بس زياتره د كندهار بنګ، وادي ورېدل كه نه؟ قومندان چي لا يې پخوانى غضب نه وو ارام سوى لا نور غضبي سو او پر شكور يې امر وكړ چي تر هغو يې ووهه چي توبي يې تر ما راورسيږي.
قومندان ولاړ او په دواړو لاسو ستړى شكور د حبيب الله ماما سره پاته سو، د قومندان تر وتلو وروسته شكور بيا هم څو لښتي پر ماتي كړې او نور نو داسي ستړى و لكه د بګۍ اس، ساه يې په اوږو شړله، د يو څه ارامي لپاره د ديوال يوه اړخ ته ودرېد په دې بانه چي ګويا ستړى نه دى يوازي غواړي چي پوښتنه وكړي نو يې پر بنګ ږغ وكړ چي، تر اوسه خو دي ځان ټينګ كړ خو زه دي نه پرېږدم چي يا دي مات نه كړم او يا دي شوټ، تر هغه وخته دي نه پرېږدم، اوس لا د كور نښاني راته ووايه كه بيا پر خپلو پښو نه سوي تللاى چي عسكر دي ورسوي؟ حبيب الله ماما په ښه مينه ورته وويل چي شكور خان ماما شرط هېر نه كړې كه دي د عسكر په لاس وركولم هم خپل د كور نښاني ورته ووايه، شكور چپه دست چي دا خبره واورېدله بيا په غضب سو او دا ځل يې هغه شلاخه (شلاق) را واخيستله چي هم درنه وه او هم په ګل مېخيو پټه، دا ځل يې نه سر ګوري او نه پښې پر هر ځاى چي شلاخه برابره سي هغه ځاى داسي تغمه سي ته به وايې چي تر پوست لاندي يې تور ټوكر پېچلى خير په دې وخت كي د سرمامور دفتر ته لطيف جان را ورسېد، او د سرمامور سره يې د بنګ خبره ياده كړه، سر مامور چي د يو غښتلي ځوان سره خپله ناحقه بنده خلاصول غوښتل نو يې د لطيف جان خبرو ته ښه غوږ ونياوه او هغه يې اورېدلې چي شكور چپه دست دفتر ته راغى او بېله فكره يې وويل چي قومندان صاحب دا سړى زما څخه مړكيږي كه مړ سو نو بيا زه نه يم مسول، هغه چي هر څه وهم لاري ته نه راځي يا اجازه راكړه چي تر پايه يې ورسره ووهم او يا بل چاته وظيفه وركړه زه خو نور د دې سخت سړي سره په تنګ سوم، په دې وخت كي قومندان چي د حل يوې لاري ته اړ سوى و نو يې لطيف جان ته مخ واړا وه او وې ويل چي لطيف جانه دا عسكر د هغه د لاسه شكايت كوي چي ته يې عذر ته راغلى يې هغه حبيب الله درته يادوم، ته ورسه او ورته ووايه چي سم تحقيق راكړي او خپل ځان د جنجاله خلاص كړي، لطيف جان چي د قومندان خبره واورېده نو يې وويل چي ښه دى زه دا اوس ورځم او د هغه سره خبري كوم چي تحقيق در كړي، دا خبره خو په ده پوري اړه نه لري هغه خو نه په بلوا كي و او نه يې د بلوا په كارونوكي كار سته هغه خو به تاسي پېژنئ چي د بلوا او ملوا سړى نه دى قومندان صاحب تاسي هغه خوشي نيولى دى هغه په خپل ټول ښار او شا او خوا كي نامتو ځوان دى، د همدې بنګ له بركته په برو دروازه او برو دروازه لا څه كوي په ټول ښار كي بد لاري په لار دي كه دى نه وي ته به وګورې چي دا يو شمير غل او غدو به پر دې خوارو او بيكسه خلكو څه توره شپه جوړه كړي، نه به د چا په جوب كي پيسي خوندي ووينې او نه به د چا په كور كي مال او منال، د همدې بنګ له بركته په ښار كي غل او غدو ځان نه سي پټولاى، رښتيا ته به وايې چي دا خو زما ژاندارم دى چي امنيت يې راوستى دى خو داسي نه ده د ښار په كلي اوكوڅو كي ډيري داسي پيښي كيږي چي حكومت ته نه رسيږي هغه د ښار او كلي مشران او ښه ځوانان سره حل او فصل كوي، دا څو ورځي چي بنګ په برو دروازه كي نه معلوميږي د ښار هغه خوا ټوله تشه ده، ياران يې په ده پسي سرګردانه ګرځي او ملك و چغالانو ته خوشي سوى دى، اوس د برو دروازې د خلكو مشكلات دونه ډېر سوي چي تر چارسو يې خبري رارسيږي، خير ووينې قومندان صاحب زه همدا اوس ورځم او هغه ته وايم چي تحقيق در كړي او هغه خپل جاى او جايګير ته ولاړ سي، لطيف جان دا خبري وكړې او ولاړ سو د شكور څخه يې پوښتنه وكړه چي بنګ چيري دى چي زه ورسم، په دې وخت كي شكور د قومندان خواته وكتل، خو لطيف جان ته يې ځواب ور نه كړ، لطيف جان بيا وويل چي عسكره تا ته وايم بنګ چيري دى راځه راته وېښيه، په دې وخت كي قومندان وويل چي شكوره زويه ورسه ولاړ سه او هغه ورته وښيه.
شكور دمخه او لطيف جان په پسې چي دواړه هغه ځاى ته ورسېدل چي حبيب الله ماما يې د وهلو لپاره بېولى و، هلته چي ګوري د بنګ تر پښو لاسو او د بدن تر نورو ځايونو ويني جاري دي او بنګ لا هغسي يوه پښه پر بله داسي اړولې چي ګويا هيڅ خبره نه ده سوې، هماغه ډول يې پر خپل مخ د شملې ول اړولى پروت دى او په دې نيت چي د وهلو بله دوره به شروع كيږي، لطيف جان چي دا حال وليد نو يې پر حبيب الله ماما ږغ وكړ چي بنګه وروره خيريت دى څه پېښه ده ولي دا حال، ته څه كوې نور ټوله مشران ولاړه خپلو كورو ته او ته دلته ناست يې دا خو ستا كار نه و او نه تا شروع كړى و نو تاته څه پېښ دي چي د بل په ګور ننه وزې را ولاړ سه او هغه خبري ورته وكړه چي تا ليدلي دي او بيا ځه په خپل كار او بار پسي، راځه را ولاړ سه، ما د بلوا ټوله خبري و قومندان صاحب ته وكړې او هغه هم په ټوله خبره پوه دى، خو د حكومت كارونه دي يو او دوې پوښتني به ستا څخه هم كوي، ته يوازي هغه ورته ووايه چي تا ليدلي دي او بس.
وايي چي حبيب الله ماما د لطيف جان خبري لنډي كړې او ورته وې ويل چي لطيف جانه وروره اول ستړى مه سې بس زياتره دوهم دا پوښتنه كوم چي دلته څنګه راغلې خيريت خو و په ښار كي ياران ښه وه؟ په دې وخت كي لطيف جان پوه سو چي خبره د بلوا نه ده بنګ د بلي كومي خبري په تور قومندان كښېنولى دى بيا يې وويل چي هو په ښار كي ياران ټوله جوړ تيار دي يوازي ستا احوال معلوم نه و نو زه نن راغلم چي حال او احوال دي پيدا كړم، اوس راته ووايه چي څه پېښه ده او ستا فقره هغه د بلوا خبره ده او كه بله څه خبره پېښه ده؟ حبيب الله ماما ورته وويل چي لطيف جانه وروره مه پسي ګرځه، بلوا ملوا خو تېره سوه خير خو د ښار تر ټېل ماټېل وروسته يې دلته راوستلم او دوې ورځي وروسته قومندان وغوښتلم او راته وې ويل چي بنګ يې او كه مات؟ كه بنګ يې نو دي ځان ټينګ كړه او كه مات يې نو بيا به ببر ببر نه ګرځې نو ما هم ورته وويل چي تر اوسه خو چا نه يم مات كړى نو ځكه خلك بنګ راته وايي، او كه ته غواړې چي زما حال معلوم كړې نو ستا خوښه زه خو ځان ته بنګ وايم كه دي مات كړم نو بيا به دا بنګ نوم زما نه وي او زه به هم ببر ببر نه ګرځم، اوس همدا خبره ده نور بس زياتره كومه خبره نه سته، ته زما له خوا يارانو ته ووايه چي بنګ داسي بنګ نه دى چي ياران وشرموي زه كه يار نه سوم بار كېږم خو نه، يا به مي قومندان ګټلى وى او يا به زه د سر ماموريته ژړي تلي وزم دا دوې لاري دي نور نو ته ولاړ سه او يارانو ته مي سلامونه ورسوه.
لطيف جان چي له حاله خبر سو بيا قومندان ته ورغى او هغه ته يې وويل چي قومندان صاحب زما خو خيال و چي د بتګ فقره بلوا ده نو ځكه زه ورغلم كه داسي پوه سوى واى چي ستا او د بنګ تر منځ كش او كوك دى نو بيا زه ميان ته نه راتلم اوس چي زه پوه سوم نو ستاسي په ميان كار نه لرم تاسي پوهېږئ او زموږ د كندهار بنګ، خو يوه خبره مي واوره چي ته به پر كوم چغال مغال پېښ سوى يې چي درته ژړلي به يې وي په دې پوه سه چي دا بنګ دى او د كندهار بنګ چي پوست يې جلا كې ږغ به يې ستا تر غوږه ونه رسيږي نور نو ته پوهېږې او كار دي لطيف جان چي د دروزاې پر خوا رهي سو نو شكور چپه دست هم قومندان ته وويل چي قومندان صاحب دې سړي رښتيا خبره وكړه زه چي دا سخت سرى وينم، د ماتي نه دى، مړ به سي خو ږغ به يې موږ وا نه ورو، قومندان چي يو په بل پسي د خپلي خوښي خلاف خبري اورېدلې نو يې وار په وار غضب زياتېدى، د شكور د خبرو په لنډېدو يې حاضر باش ته امر وكړ چي، داوده چيري يې؟ ولاړ سه شكور په كوټه كي قلف كړه او دوه نوي غښتلي عسكر و هغه لچك ته ودروه تر هغه يې ووهئ چي ژړا يې ټول ښار واوري ځه ولاړ سه او دكار د اجراتو راپور ژر راوړه.
وايي چي عسكر هم د امر مطابق اجرات وكړل او د څه ځنډ وروسته دفتر ته راغى او د راپور په ويلو يې قومندان خوشحاله كړه، هماغسي وسول دوو نوو او غښتلو عسكرو د حبيب الله ماما د وهلو په كار شروع وكړه دا چي د غرمې شا او خوا وه چي قومندان د خپلو امرونو د نتيجې لپاره راووت او حاضر باش ته يې امر وكړ چي داوده څنګه سول كارونه؟ هغه لچك ته مو جزا وركړه كه نه؟ حاضر باش په نا اميدۍ وويل چي هو قومندان صاحب هغه خو د هماغه وخته تر وهلو لاندي دى ما دوه نور عسكر هم وروستل چي كه يوه جوړه ستړې سي نو بېله ځنډه دي هغه بله جوړه په وهلو شروع وكړي ،نو زه هم دا يو ساعت كيږي چي نه يم ورغلى.
وايي چي قومندان د هغې كوټې خوا ته روان سو چي هلته حبيب الله ماما تر وهلو لاندي دى، هلته چي ورسېدى نو چي ګوري حبيب الله ماما پړ مخي پروت دى او د ملا پر تخته دوه عسكر د دوو خواوو پر هغه د شلاخو ناتار جوړ كړيدى، داسي ناتار چي د هري شلاخي سره يو ځاى د وينو څاڅكي پر ديوالونو پاشل كيږي قومندان چي دا حال وليدى نو يې عسكرو ته وويل چي نور يې بس كړئ چي زه څو پوښتني ځني وكړم بيا يې وويل چي هلكه پوښتنو ته مي سم جواب وايې او كه لا نور هم په ځان غره يې؟ حبيب الله ماما چي عسكرو پر چپه مخ وهلو ته پري ايستلى و نو يې د يوي اوږي تر څنډه مخ راواړاوه او ورته وې ويل چي د بنګه څخه پوښتنه كوې او كه د بل چا سره ګډ يې؟
قومندان ورته وويل چي اول خو دا جواب راكړه چي نوم دي هېر سو او كه نه؟ بنګ بيا ورته وويل چي زما خو خپل نوم په ياد دى خو ستا هم بايد هېر نه سي چي زه بنګ يم او د كندهار بنګ، بيا قومندان امر وكړ چي دا لچك و اوبو ته واچوئ او بيا به زه ورسره ګورم.
قومندان بيرته د دفتر پر خوا روان سو او حبيب الله ماما يې د سر ماموريت حوض ته واچاوه او بيا يې بيرته كوټه قلفه كړ، قومندان چي دفتر ته راغى نو يې د شكور چپه دست پوښتنه وكړه او هغه يې را وغوښتى، هغه چي را ورسېدى نو يې ورته وويل: چي شكوره ستا همدومره جزا بس ده بله ورځ ستا څخه وا نه ورم چي دا څنګه دى او دا څنګه، هغه چي زه وايم هغسي بايد وسي كه ما ويل چي وهه يې نو ته بايد د هغه پوست وباسې او كه ما وويل چي پوست يې وباسه نو ته بايد د هغه د مرګ فيصله وكړې، بيا زه پوهېږم او د هغې خبري مسوْليت پوه سوې او كه نه؟ شكور چي په سنګدلي كي نوم درلود نو دا خبري يې د ځان دپاره سپكي وګڼلي او په پټه خوله يې د قومندان خبري واورېدلې او د سلام تر كولو وروسته له دفتره څخه ووت، وايي چي د ماپښين د لمانځه وخت و چي شكور د حبيب الله ماما كوټې ته نژدې ورغى او بيا يې ږغ وكړ چي حبيب الله ژوندى يې كه مړ؟ خو هغه د كوټې څخه ږغ وانه ورېدى بيا يې په لوړ ږغ همدا پوښتنه وكړه چي حبيب الله ماما د خپل عادت په ډول اول وټوخل او بيا يې وويل چي هو ژوندى يم، بنګ مرګ نه لري بيا د يوه سرمامور د لاسه خو بېخي نه، خو اوس د ماپښين د لمانځه وخت دى زما كالي هم لمانځه ته ښه نه دي او پټو مي هم په هغه كوټه كي پاته دى كه يوه ځواني وكړې چي هغه پټو مي راوړې او د اودس لپاره اوبه راته پيدا كړې نو بس زياتره يار مي يې، شكور چي دا خبري واورېدې نو په يوه ځغستا يې د كوټې څخه پټو او د خپل كاغوشه څخه د اوبو كوزه راوړه او بيا يې د حبيب الله ماما د كوټي مخ ته كښېښوله او پر هغه يې ږغ وكړ چي حبيب الله دا دى پټو او اوبه مي د اوداسه لپاره راوړې، حبيب الله ماما هم اوبه او پټو واخيستل اول يې اودس تازه كړ او بيا يې د پټو څخه د حج ډول لونګ وواهه او په ناستي يې خپل لمونځ وكړ، دا ورځ تېره سوه او حبيب الله ماما هغسي د خپلو زخمونو سره د ماخستن تر لمانځه په خپله كوټه كي پاته سو هيڅ څوك د قومندان له ډاره هغې كوټې ته ور نغلى خو چي قومندان ولاړى او قومنداني نوكريوال ته ورسېده په ډېر تلوار شكور چپه دست د حبيب الله ماما كوټې ته ورغى او يو لږ واسلين يې د شا بازول ګوليو سره وروړل او پر حبيب الله ماما يې ږغ وكړ چي حبيب الله دا لږ واسلين او ميده سوي ګولۍ دي خپلي تغمې او زخمونه دي غوړ كړه، حبيب الله ماما ورته وويل چي زه خو لا جوړ يم دا خو دي ډېر وختي پر ما پوښتنه وكړه ته خو يوه دوې هفتې تر وهلو صبر وكړه وروسته بيا كه پوښتنه وكړې نو به دي واسلينو ته اړ يم اوس خو خير خيريت دى زه واسلين نه غواړم خير ووينې، شكور چي د خپلي پيرزويني څخه پښېمانه ښكارېدى نو يې پر ماما ږغ وكړ چي ته خو لا د خپله خره نه يې اوښتي ما د پيرزويني دوا درته راوړه او ته لا نوري خبري هم كوې، چي اوبه دي غوښتې خو داسي دي ورېشل اوس بيا څه ټكه درباندي پرېوته چي چپه واوښتې، حبيب الله ماما په جواب كي وويل چي ته رښتيا وايې هغه خو مي د اودس لپاره اوبه غوښتې زه خو خداى ته نه يم ياغي سوى د خداى د فرض د ادا كولو لپاره خو مي بايد زارۍ كړي واى، خو واسلين زما د درد د كرارولو لپاره دي نو ځكه يې نه غواړم بس زياتره پوه سوې، خير ووينې ماته ورسېدل، شكور نا اميده بيرته ولاړ خو د شپې يې يو دروند تلتك د حبيب الله ماما كوټې ته د يوه بل عسكر په لاس ولېږى او هغه هم په دې بهانه چي نن د تلتك د تبديلۍ نوبت دى، خير څه سر دي پرله ګرځوم شپه تېره سوه بيا سهار سو او بيا هغه بازار. قومندان راغى او حاضر باش ته يې امر وكړ چي، داوده ته ولاړ سه او هغه لچك را حاضر كړه، داود هم د امر سره سم ولاړى او حبيب الله ماما يې دقتر ته راوست په دې وخت كي قومندان خپل مخ د كلكين خواته نيولي و او د هغه ځايه څخه يې د حاضر باشه پوښتنه وكړه چي داود څوك دى؟ داود جواب وركړ چي هغه چي تا ويل رايې وله دا دى را مي وستى، قومندان بيا پوښتنه وكړه چي هغه څوك دي؟ او ما. . . د قومندان خبره لا نه وه خلاصه سوې چي حبيب الله ماما ور ږغ كړه چي زه يم بنګ، د كندهار بنګ قومندان مخ راواړاوه او بيا يې حاضر باش ته وويل چي دا لچك زما دمخه ليري كړئ او بيا يې تر وهلو لاندي واچوئ، چي ما نه وي ويلي تر هغو يې مه خوشي كوئ، حاضر باش بيا حبيب الله ماما هاغه ځاى ته بوت چي پرون يې بېولى و او هلته بيا هغسي وهل شروع سوه لكه پرون چي وه.
يارانو څه سر مو پرله ګرځوم په دې ورځ بيا حاجي لطيف د كندهار ښار د څو تنو مشرانو سره يو ځاى د پوليسو قومندانۍ ته راغى، او ل يې د قومندان څخه د حبيب الله ماما د حال او احوال پوښتنه وكړه او په يو مانا داره ډول يې وويل چي قومندان صاحب موږ د ښار څو مشران راغلي يو چي كه چيري د حبيب الله ماما دوسيه او فقره خلاصه سوې وي او ستاسي اجازه وي هغه ته د ښار ډېر ياران سترګي پر لار دي موږ ويل چي كه ستاسو اجازه وي هغه به زموږ سره ولاړ سي او كه يې دوسيه هم ډېره درنه وي نو دا دي موږ د دې ښار څو مشران راغلي يو او هغه زموږ په ضمانت راته پرېږده، د حاجي لطيف خبري لانه وې خلاصي سوي چي پاشمول حميد خان خبره ورسره غبرګه كړه او وې ويل چي قومندان صاحب لطيف جان ښه خبره كوي،كه هغه نه منې نو دا دى زه د حبيب الله ماما پر ځاى په محبس كي كښينم خو هغه ته اجازه وركړه چي ولاړ سي، ته باور وكړه چي يوازي د برو دروازې ياران نه دي پسي خفه سوي د كندهار زوړ او ځوان چي خبر سوى په هغه پسي خفه سوى دى.
قومندان چي د پاشمول د حميد خان خبري واورېدې نو يې و ليطف جان ته مخ راواړاوه او وې ويل چي ګوره لطيف جانه تاته خو مي هغه بله ورځ هم اختيار دركى چي ورسه او خبري ورسره وكړه، تاسي واياست چي حبيب الله ماما، خو زه چي د هغه څخه پوښتنه كوم چي نوم دي څه دى هغه خپل نوم نه وايي دا دى اوس بيا تاسي ته وايم چي ورسئ او ورته و واياست چي هغه زما پوښتنو ته سم ځواب راكي نور هغه رخصت دى هغه به ستاسي سره يو ځاى ولاړ سي، په دې وخت كي باري خان ږغ وكړ چي دا څه وايې، بنګ خو ياغي او د حكومت توري نه دي چي ستا پوښتنو ته جواب نه وايي دا كار خو زموږ د ښه ځوانانو عادت دى چي د حكومتيانو خبرو ته جواب ونه وايو د باري خان خبره لا نه وه خلاصه سوې چي قومندان وويل:
دا دى لطيف جان شاهد دى خو دا چي تاسي بيا راغلي ياست زما خبره هم هغه ده، ورسئ او ورته وواياست چي زما پوښتنو ته سم جواب راكي هغه به رخصت كړم، ځئ همدا اوس يو يا دوه تنه ورسئ او دا لانجه حل كئ، د قومندان د خبرو وروسته لطيف جان مخ يارانو ته وګرځوى او وې ويل چي يارانو خبره دا نه ده چي بنګ پوښتنو ته جواب نه وايي اصلي خبره په مات كي ده قومندان صاحب غواړي چي حبيب الله ماما ماته ومني خو هغه موږ او تاسي ته معلوم دى چي مرګ مني ولي مات نه مني، د لطيف جان د دې خبري سره ټولو په يوه ږغ وويل چي هو هغه خو د كندهار بنګ دى هغه مات نه مني، په دې وخت كي د پاشمول حميد خان وويل: چي قومندان صاحب زه خو ستا په خبره پوه نه سوم د حكومت صاحب منصب يې چي د هغه څخه پوښتنه كوې او كه د بنګ سوست او ټينګ معلوموې؟ كه ته غواړې چي د هغه مات واورې نو دا ارمان به ګور ته يوسې بنګ ته ډېر په دې نيت راغلي چي مات يې واوري خو هغه خپله مات سوي دي زه خو وايم چي ته د حكومت سړى يې كه چا كومه كاڼه واڼه پېښه كړه نو يې راوله او پوښتني ځني وكړه، خو په دې خبره زه اوس پوه سوم چي ته حكومتي نه يې بل ډول يې كه دا خبره وي نو بيا زه ستا امر نه منم او دا اوس ولاړېږم چي يا به مي حبيب الله ماما د كوټه قلفۍ را ايستلى وي او يا به مي پر چهار پايي سپېرې ته بيايي بس بله خبره نه سته يارانو راځئ.
قومندان چي په خپل دفتر كي بلوا وليدله نو يې لطيف جان ته مخ واړاوه او وې ويل چي لطيف جانه دا خبري ستا انډيوال ته ګټه نه رسوي كه نوري داسي خبري وسي نو بيا به هغه ته يوه جزايي دوسيه جوړه سي او د عمرو بنديخانې ته به برابر سي لطيف جان د قومندان خبري لنډي كړې او وې ويل چي قومندان صاحب دا خبره خو لكه ته چي غواړې داسي نه كيږي بنګ، بنګ دى هغه ته مرګ منلى دى نه مات خو زه وايم چي راځه يو څه ته تر خپلي خبري تېر سه او يو څه به ياران په حبيب الله ماما ومني، قومندان چي د ډبري سره مخ سوى و نو لطيف جان ته يې وويل چي ښه نو ته څه وايې چي څنګه سي؟ لطيف جان وويل چي ما برايي شپه ډېر فكر وكى اوس يارانو بنده داده چي قومندان صاحب د حبيب الله ماما نوم غواړي او حبيب الله ماما د خپل نوم پر ځاى هغه نوم وايي چي په كندهار كي په هغه مشهوره دى نو بيا مي دا وويل چي دا خبره به داسي حل كړو چي قومندان صاحب دي ورسي او دحبيب الله ماما څخه دي پوښتنه وكړي چي ستا نوم حبيب الله دى؟ د دې پوښتني په جواب كي به حبيب الله ماما ورته ووايي چي هو زه بنګ حبيب الله يم، په دې ډول به د قومندان صاحب د پوښتني جواب هم سوى وي او حبيب الله ماما ته به هم هغه خپل حال پاته سوى وي، قومندان چي د يوې هفتې وهلو ټكولو څخه نور ستړى و نو يې د لطيف جان دا خبره ومنله، د مجلسه دري څلور تنه ياران د حبيب الله ماما په لور روان سول د قومندان حاضر باش ټول هغه ځاي ته بوتلل چي هلته حبيب الله ماما تر وهلو لاندي و، يارانو چي د حبيب الله ماما دا حال وليدى نو ډېر غمګين شول، حبيب الله ماما دواړه لاسونه تر خپل سر لاندي كړي او د لنګوټې شمله يې پر خپل مخ را كش كړې وه داسي پروت و چي ته به وايې په هغه كي ساه نسته، د تن كالي يې ټول په وينو داسي لژند وو ته به وايې چي د سره نيلي رنګ دي پر پاشلى دى، څنګ ته يې د ماتو لښتو خرمن پروت و او لا نوري لښتي په پېخر پاته وې، د حبيب الله ماما يارانو د قومندان حاضرباش ته وويل چي عسكرو ته ووايه چي نور وهل بس كي، ګوره چي هغه مړ دى او كه ژوندى، حاضگر باش هم وويل چي نور وهل بس كړئ، د دې ږغ سره يو ځاى حبيب الله ماما د خپل مخه شمله پورته كړه او بيا يې و حاضر باش ته وويل چي څه خبره ده كوم ګيدړ به په دې لښتو مړكيږي، د حبيب الله ماما د دې خبري سره سم يوه يار ږغ وكړ چي، ماما زه يم، ملا كمال ودي پيژندم؟ بنګ چي خپل ياران وليدل نو سر يې را پورته كړ او چارزانو كښېنستى بيا يې وويل: چي خير دي وي يارانو څنګه را پېښ سواست خيريت خو دى؟ بيا ملا كمال ورته وويل چي موږ څو ياران راغلو چي ستا او د قومندان تر ميان خبره خلاصه كو، اوس نور ياران د قومندان په كوټه كي ناست دي او موږ راغلو چي ته هم زموږ سره ولاړ سې را ولاړ سه كه پر پښو نه سې تللاى نو زه به دې په شا كم، په دې وخت كي د ګوشخانې شاه محمد ورته وويل چي ياره راځه موږ خبره خلاصه كړې ده، حبيب الله ماما چي خپل ياران په ډېر تلوار وليدل نو يې د خپلې لنګوټې په تړلو كرار كرار شروع وكړه او بيا يې وويل چي يارانو تاسي خفه نه سئ زما او د قومندان تر منځ وختي خبره خلاصه سوې ده ما هغه ته ويلي چي لاس دي خلاص، اوس تاسي ولاړ سئ او قومندان ته مه ورځئ كرار خپلو كورو ته ولاړ سئ ما او قومندان پرېږدئ موږ كه نن وي كه سبا سره جوړېږو، ملا كمال بيا ورته وويل چي نه موږ نه ځو موږ اوس راغلي يو قومندان ته مو وويل چي خبره سمه ده يوازي به قومندان دا پوښتنه وكي ته حبيب الله يې او ته به په جواب كي ورته ووايې چي هو، بس همدا خبره ده راځه چي ځو، ته هم سر زوري كوې د حكومت د سړي سره دي نيولې ده، راځه چي ځو، حبيب الله ماما و ملا كمال ته مخ واړاوه او وې ويل چي ملا زويه بس زياتره ته پوهېږې چي زه څوك يم؟ ملا ورته وويل چي هو تا به څنګه څوك نه پيژني، بنګ بيا وويل چي ښه ته ووايه چي زه څوك يم، ملا ورته وويل چي دا څه پوښتني كوې بنګه وروره تا لكه چي زه ونه پېژندلم زه ملا كمال يم، بنګ بيا ورته وويل چي هو ته مي ښه وپېژندلې خو ما ويل داسي نه چي زه دي هېر سوي يم اوس چي دي زه په ياد سوم نو ورسه او قومندان ته ووايه چي زه بنګ يم بل نوم نه لرم، ملا ورته وويل چي هو موږ هم همداسي خبره غوټه كړې هغه به پوښتنه كوي چي ته حبيب الله يې ته به ورته وايې چي هو زه بنګ حبيب الله يم نو به خبره خلاصه سي، د ملا او بنګ تر ميان خبري اوږدې سوې چي په دې وخت كي لطيف جان قومندان ته وويل چي قومندان صاحب كه ستا خوښه وي موږ او تاسي به ټول ورسو هم به خبره خلاصه سي او هم به حبيب الله ماما ته د وتلو اجازه وركړې، ټولو ناستو خلګو خوښه كړه او له قومندان سره يو ځاى د حبيب الله ماما پر خوا راغلل، لكه چي وعده سوې وه قومندان حبيب الله ماما ته وويل چي ته حبيب الله يې؟ بنګ په جواب كي وويل چي هو زه بنګ يم د كندهار بنګ قومندان چي د خپل مرضي جواب وا نه ورېدى نو يې لطيف جان ته مخ واړاوه او وې ويل چي دا دى هغه لا نه وايي چي څوك دى، لطيف جان وويل قومندان صاحب دا چي هو يې وويل دا هم زموږ د يارانو په خاطر ده دا هم زموږ لپاره ده همدا ومنه او موږ ته اجازه را كړه چي د خپل بنګ سره يو ځاى ولاړ سو.
وايي چي قومندان د يوې خوا د بنګ مړانه وليده او د بلي خوا يې د بنګ د انډيوالانو ټينګار نو د بنګ خواته نژدې سو او ورته وې ويل چي حبيب الله جانه ته نور يوازي د خپلو انډيوالانو او كندهار بنګ نه يې، زما بنګ هم يې اوس به تا و ډاكتر ته ولېږم چي دوا دي وكړي نور ته ازاد يې زما په قومندانۍ كي ته بنګ يې په دې ورځو كي چي ته زما سره وې ستا په باره كي مي ډېر څه واورېدل ډېرو راته وويل چي بنګ غښتلى دينداره او د ورېنداري سړى دى، اوس چي دي دا معلومه كړه، نو ته زماله خوا هم بنګ يې، بنګ چي د قومندان د انډيوالۍ او دوستۍ خبري واورېدلې نو خپله لنګوڼه يې وتړله او وې ويل چي يا قومندان صاحب دا د خلګو خپل ښه والى دى زه يو عاجز بنده يم دا چي تا ماته بنګ وويل دا ستا كار دى خو زه د خپل پاچا امر پر سر او سترګو منم او ته زموږ د پاچا صاحب منصب يې او زه خاوري حبيب الله اوس نو خبره خلاصه ده، لطيف جان چي د بنګ د غروره ډكي خبري واورېدې نو يې قومندان ته وويل چي قومندان صاحب دا بنګ دى ټول كندهار يې پېژني كه دي خپل ږغ پر لوړكى دى خپل ږغ ستا تر ږغ خامخا لوړوي او كه دي ورو ورته وويل بيا نو ځان درباندي قربانوي دا د ښه ځوانانو عادت دى او بنګ هم د كندهار يو ښه ځوان دى، په دې وخت كي د بنګ يارانو بنګ د ځانه سره د كور پر لور روان كړ او تر څو ورځو دارو او درمل وروسته بيا د برو دروازې مجلسونه په تازه سول.
بنګ حبيب الله چي په حبيب الله ماما مشهوره دى اوس د برو دروازې په يوه پخوانۍ كوڅه كي ژوند كوي، او په همدې كوڅه كي يې د خپل ژوند سل پسرليه په پوره ميړانه او سر لوړۍ تېر كړي دي، د بنګ پلار مشكو اكا نومېده په قوم سليمان خيل و، چي د خپل ژوند په ځوانۍ كي يې يو كور ودان كړ او بنګ د خپلي ټولي كورنۍ سره يو ځاى په همدې كوركي اوسيږي، د خپل ملكيت دوه سماواره لري چي يو يې د پلار ميراث او بل د هغه د يو ملګري له خوا ورته بخښل سوى دى بنګ دوې مېرمني لري يو ځل يې د خپلو دوستانو په منځ كي واده كړى او بل ځل په زندان كي د هغه يوه انډيوال خپله لور ورته بخښلې ده د لوڼو او زامنو شمېر يې اوولسو تنو ته رسيږي، د بنګ مشر زوى فيض الله او كشر زوى يې محمد داود نوميږي چي اوس تقريباً (16) كلن دي حبيب الله ماما اوس د خپل كور په څنګ كي د مسجد د ملا امام په مرسته د قران عظيم الشان د حفظ كولو په هڅو مصروف دي.


1374هجري شمسي كال
د كندهار ښار، برو دروازه

يادونه:
دا ليكنه د بنګ په ژوند كي سوې ده خو اوس دا نامي وفات سوى دى، خداىج دى وبخښي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery