مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري


_که غواړې چي خلک ستا په باب ښه فکر وکړي نو دځان ستاينه مه کوه.

زړور سړى که څه هم يو تن وي بيا هم اکثريت جوړوي.

_خپلو هيلو او ارمانونوته دي ډېره پاملرنه وکړه ځکه هغوۍ ستا دروح ماشومان دي.

_هغه څوک چي مخالف نلري هيڅ پلوي هم نلري.

_بدبينه سړى څوک دي؟ هغه څوک دۍ چي دهر شي په بيه پو هيږي خو دهيڅ شي په ارزښت نه پوهيږي.

_د ښڅي سره مينه درلودل دهغې د ښايست له امله نه بلکي د ښڅي ښايست ستا سره دهغې دميني له امله دۍ.

_حقايق له منڅه نه څي بلکي ستر ګي باندي پټيږي.

_کله چي ټول خلک يو شان فکر کوي په حقيقت کي هيڅوک کافي اندازه فکر نه کوي.

_مينه په کنډوالو کي ماڼۍ ابادوي.

_هيله هغه وخت په هدف بدليږي چي د لاسته راوړلو دپاره يى ګام پورته سي.

بې سخاوته انسان دهغي ښمعي په شان دۍ چي_
رڼا نلري.

_قدرت بايد تل تر څارني لاندي ونيول سي ، هغه قدرت چي په پټه او په تېره بيا دملي امنيت په پلمه چلول کيږي دوه برابره خطر ناک دۍ.

_په عصري ټولنه کي دهغو خلکو څخه وتښته چي هيڅ شي ته عقيده نلري.

_که ته دخلکو په باب تبصرې کوې نو دهغوۍ ددوستۍ چانس دلاسه ورکوې.

_نړۍ دژوند کولو دپاره خطرناکه ځاى دۍ ، دا دهغو خلکو لامله نده چي خراب کارونه تر سره کوي بلکي دهغو کسانو د لاسه ده چي د بديو مخنيوى نه کوي.

په تړلي موټ دلاس روغبړ نه کيږي ._

_موږټول وايو چي دسولي سره مينه لرو خو دهغې په خاطر هغه راز زخمونه نه منو چي دجګړې په خاطر يى منو.

_نبوغ په سلو کي يو الهام دۍ اوپه سلو کي نهه نوي دخولو تويول دي.

_زحمتکښي د انسان دکرکټر ښکارندوى ده، يو شمېر خلک خپل لستوڼي را نغړي، ځيني کسان خپلي پزي په هوا نيسي او ځيني خلک اصلا هيڅ حرکت نه کوي.

_ځيني خلک دژوند دپاره په تلاښ کي دونه ورک دي چي ژوند کول يى پر مخ هير کړي دي.

_د اخلاقو، عدالت او مساوات اصول د جنترۍ په اوښتلو سره نه بدليږي.

_ته پخپله بايد دهغه بدلون يوه برخه واوسې چي ته يى غواړې.

_د پرمختګ دپاره ډيري لاري سته خو دپر ځاى دريدلو لاره يوه ده.

_رښتينې پوهه هغه ده چي انسان دخپلي نا پوهۍ په درجه وپوهيږي.

_د آمر او لار ښود ترمنځ فرق: آمر وايى ځه ولاړسه! او لار ښود وايى راځۍ چي ځو!.

_کله چي سمندر ارام وي هر څوک غواړي چي د بېړۍ جلو په لاس کي واخلي.

_که غريب سړى لاس ونه مينځي چټل ورته ويل کيږي او که يى ومينځي ورته وايۍ چي اوبه دي ضايع کړې.

_هغه څوک چي پوهيږ ي چي کومي خواته بايد ولاړسي ټوله خلک لار ورکوي.

_هر پرابلم په لاس کي ستا دپاره يو سوغات لري.

دژوند کيفيت دانسان دزړورتيا په تناسب دي._

که موږ پخپل ځان کي عيب ونلرو دنورو دعيب د ليدلو څخه به هم خوند وانخلو._

_ مهمه نده چي ته په کوم حالت کي يې. ته بايد هيڅکله، هيڅکله، يعني هيڅکله نا اميده نسې. هيڅکله مه هېروه چي پخوا ته چيري وې، اوس چيري يې او چيري غواړې ولاړ سې!

_ د لومړي ګام پورته کول هغه کرښه ده چي ګټونکي د بايلونکي څخه بېلوي.

_زما دپاره د نقل قولونو لوستل داسي ګټور دي لکه خپل ورځني ويټامينونه چي خورم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery