مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ګل خبري


_هره ورځ دهغه حاصل له مخي قضاوت مه کوه چي ته يې رېبې بلکي دهغه تخم له مخي قضاوت وکه چي ته يى کرې.

_هغه څوک چي فکر کولاى سي هغه ماته نه خوري حتي هغه وخت چي ماته يى خوړلې هم وي.

_د جګړې دلاري سوله راوستل يو بې معنا کار دي.

_دجګړې اصلي هدف هغه وخت څرګنديږي چي پاى ته ورسيږي.

_دښکلي ښځي تعريف دادۍ: هغه ښځه چي زما سره مينه لري.

_هدف ته درسېدوسره توده مينه دهغه اور غورځونکي غر په شان ده چي دهغه په څوکه کي دنا کامۍ واښه نسي شنه کېدلاى.

ښه جګړه او خرابه سوله وجود نلري._

_زوړ سړى چي مين سي لکه ګلاپ چي په ژمي کي وغوړيږي.

_دخپل ځان دخوښ ساتلو لاره داده چي بل څوک خوښ وساتې.

_ژوند دچانسونو لوبه ده.

_هره خروجي دروازه يو بل ځاى ته د ننوتلو دروازه ده.

_که موږ د عدالت ساتنه ونکړو عدالت به زموږ ساتنه ونکړي.

_دابه ښه وي چي لس ګناهکاران د جېل څخه وتښتي نه داچي يو بې ګناه سړي بندي کړه سي.

_هغه امپراطوري چي د جګړې په زور جوړه سوې وي بايد دجګړې په زور وساتله سي.

تر ټولو ښه هينداره ستا زوړ ملګري دۍ._

_داحمق سړي زړه دهغه په خوله کي دۍ خو دپوه سړي خوله دهغه په زړه کي ده.

دجګړې دژرپاي ته رسولو ښه لاره دهغې بايلل دي._

_ځيني خلک خيانت کوي خو دخاين سړي خخه بد وړي.

_که کولاى سې تر نورو هوښيار اوسه خو هغوۍ ته مه وايه.

_ېو موټ حوصله تر يو من مغز ګټوره ده.

_څلوېښت کلني د ځوانۍ زوړتياده، پنځوس کلني دزوړتيا ځواني ده.

_دګرومجن حالت سره سره دنورو په خوشحاله کولو کي زياته خوښي سته .

_شريک سوى غم نيم غم دۍ خو که خوشحالي شريکه سي دوه چنده کيږي.

_که غواړې چي ځان شتمن احساس کړې ټول هغه شيان وشمېره چي ته يى لرې اوپه پيسو نسي رانيول کېداى.

_هري ورځي ته متوجه اوسه، ورځ غله ده اوستا دژوند يوه برخه تښتوي.

_په ټوله نړۍ کي يوازي يو تن ستا په شان سته چي هغه ته پخپله يې.

_په دوږخ کي تر ټولو سوځوونکي ځايونه دهغو کسانو دپاره دي چي دسترو معنوي بحرانونو په وخت کي بېطرفه پاته کيږي.

د کامل بشر توب معنا د نيمګړتياو لرل دي._

_ير مايوسۍ باندي بريالي کيدل هم زړورتيا غواړي هم وخت.

_هغه خالت ډېر جذاب وي چي نارينه دښځي په مړوندونو کي ولويږي نه يى په لاسونوکي.

_هيڅوک دتل دپاره ګټونکي ندۍ.

_هغه څه چي شيطان دهغه په وړاندي مقاومت نسي کولاى هغه عفوه کول دي.

قهر انسان دنورو څخه تجريدوي._

لږ مينه راسره کوه خو تل يى کوه._

تشويش تر تولو ورانونکي عادت دۍ._

بې هدفه ژوند بې اعلانه مړينه دي._

_جګړه يوه ماجرا نه بلکي يوه ناروغي ده.

_قدرت فاسد کوونکي دۍ خو مطلق قدرت مطلق فاسد کوونکي دۍ.

د خپل ځان په قدر نه پوهېدل لوى زيان دۍ._

_هغه څوک چي دنورو ژوند ته رڼاراوړي دخپل ځان څخه هم دهغې مخنيوى نسي کولاى.

_بهانه کول د ناکاميو ناروغي ده.

_هر مريى يو څه وخت وروسته د بادار خويونه زده کوي.

_دا غوره ده چي سړى پر خپلو پښو باندي مړ سي تر دې چي پر ځنګنونو باندي ژوند وکړي.

_توده مينه بېره د منځه وړي.

_رزم دژوند تر ټولو دقيق تعريف دۍ.

_پيسې څوک نيکمرغه کولاى نسي خو مفلسي څوک بد مرغه کولاى سي.

_کله چي مينه توده سي نو احترام د منځه ولاړسي.

_مينه او رڼا پټېدلاى نسي.

_عزت اووقار تر ټولو ستره شتمني ده.

_هنر دطبيعت بشپړ توب دۍ.

_هر څوک عاشقً سړى خوښوي.

_هنر دطبيعت راسته لاس دۍ، طبيعت موږ منځته راوړي يو خو هنر انسانان را څخه جوړ کړي دي.

_مينه د څا په شان ده چي اوبه چيښل يى ښه دي خو په پکښي لوېدل ښه ندي.

_هغه څوک چي د خداى عبادت د پيسو په هيله کوي هغه به په يو ښه معاش د شيطان خدمت هم وکړي.

_خپل دښمنان تل بخښه ځکه بل هيڅ شي په دغه اندازه هغوۍ نه خجالت کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery