مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سريزه


انساني سرکس زما د طنزونو درېيمه ټولګه ده چې د پښتو ادبياتو مينه والو ته يې په ډيره مينه وړاندي کوم ، دا ټولکه دوې برخې لري لومړۍ برخه يې هغه طنزونه دي چې ددويمي ټولګې وروسته ليکل شوي اوتر اوسه نه دي خپاره شوي او دويمه برخه يې هغه طنزونه دي چې د ډيرو مينه والو په غوښتنه د لومړي ټولګې( د څوکۍ خوند) او دويمي ټولګې ( سر خلاص که!) نه غوره شوي دي .
هڅه شوي چې د مروجو لغاتو تر څنګ معياري وييونه هم ورسره وليکل شي.
دلته غواړم ډير لږ پر طنز چې څه شي دي ړنا واچوم:
د طنز مبنا شوخي او خندا ده خو خندا يې د خوشالۍ خندا نه ده دا خندا جدي ، ترخه او درونکي ده. هر طنز خندا لري خو هره خندا لرونکي لېکنه طنز نه دی ممکن هجو ، هزل يا ټوکه وي .
هجو: د شخصي غرض له مخي د عيبونو او نواقصو مسخره کولوته وايي ، چې هدف يې تحقير او تنبه ده. هجو د مدح ضد مانا لري.
هزل: د تفريح او خوند لپاره په ډيره محدوده ځانګړي توګه ډيره رکيکه شوخي ته وايي. هزل د جد ضد مانا لري.
ټوکه : ټوکه په نامحدوده او عمومي سطح يوې منځ مهالي شوخي ته وايي چې هدف يې يوازي خوشالي او خندا ده ،د دې هدف لپاره د هري وسيلې څخه کار اخلي ،نو هدف يې هغه وسيله ده.
طنز: طنز په عمومي توګه د عيبونو او نقصونو بيان په خندا لرونکي ډول دي چې هدف يې د موضوع تحقير او تنبه ده. د طنز وسيله اوهدف يو له بله څخه زماني واټن لري .طنز امکان لري خندا ونه لري يوازي موسکا ولري خو دا خندا او موسکا د خوشالۍ خندا نه وي دا خندا ترخه ،تاثيرناکه او دردناکه وي خندا يې زهرژلي خو اغيږمنه وي، يا به بله وينا ټولنيز غرض لرونکې هجو ته هم طنز ويلاي شو.
د هزل او ټوکې خندا خوشالونکي خو دهجو او طنز خندا ځورونکي ده.
دطنز ليکونکي قلم د جراحي چاړه ده نه سړي وژونکي چاړه .ارام بښونکي او سلامتي راوړنکي وي .
د ټوکو په اوريدو به شايد کټ کټ وخاندو خو د طنز په پوهيدو سره شايد وژاړو.
که چيري په دې ټولګې کې فني ، ګرامري اوچاپي تيروتنو او غلطيو سره مخامخ شي چې البته بې شميره دي ما وبښئ البته د امکان په صورت کې


په درنښت
پوهنمل محمود نظري
لندن ۲۰۰۳
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery