مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ټولواکمني( امپراتوري)



د شرمښ له ګواښيدو ، ښکنځلو . غوړچونو او بې ځايه پلمو څخه د خټو ډکي لوی ويالې دېخوا ټول ژوي ډير په ربړ اخته وه خو د ويالې هاخوا ژويو ښه ژوند درلو د ځکه هغوی شرمښ نه د رلود
د ويالې دېخوا ژوو د څان د ژغورتيا لپاره يو پلان جوړ کړ او د پلان د پلې کولو دنده يې زړې ګېدړې ته ورپه غاړه کړ چې شرمښ لکه پلار يې په خټو کې ډوب کړي.
يو و رځ زړې ګيدړې شرمښ په خبرو خبروله خټو ډکي ويالې ته بوت او د هغې خوا د خوږو غوښو ژويو ښيګڼې يې ورته څرګندولې او هم يې له پلان سره سم په درواغو سره پر دواړو خواو د ده د پلار واکمني کيسې ورته کولې او په مکر يې ورته ويل:
پلار دي ډير زړه ور حکمران وو دلته به ودريد او له ويالې به يې په پټو سترګو ټوپ واهه هلته به يې يوه هوسۍ نوش جان کړه بيا به بيرته دېخوا راغی هغه وخت دا وياله ډيره پسوروره وه اوس خو ډيره کمبره شوي ده ،ته هم د هغه پلار زوي يې لږ مېړانه وکړه په تا کې هم د هغه پلار وينه چليږي
د شرمښ په رګو کې دغيرت وينه وچليدله تر شا ولاړ خو زړه يې ونه کړ چې ټوپ ووهي سترګې يې سرې شوې
زړې ګيدړې پر له پسې هڅاوه او په مکر يې ورته ويل:
کټ مټ لکه پلارغوندی دي د هغه سترګې به هم تکي سرې شوې خو ټوپ به يې کړ.
شرمښ بيا تر شا ولاړ خو د ويالې په ليدو خولې پرې را ماتي شوې. زړې ګيدړې په مکر د واه واه کټ مټ لکه پلار دي! هغه هم په لومړي پلا هم داسي... خو ټوپ به يې کړ.
ويلو سره يې شرمښ نه پريښود چې د دي کاره لاس په سر شي.
شرمښ د پلارد غيرت خبرو نور هم زړور کړ. بيا تر شا ولاړ خو بدن يې وريږديد او پښې يې سستی شوي.
زړې ګيدړې د شاباش په ويلو سره وويل:
کټ مټ لکه پلار دي پر هغه به هم د غيرت خولې را ماتي شوي او لوند خيښت به شو او ټول بدن به يې له غروره ريږدېدې اوځان به يې لوند کړ تا خو لا تر اوسه ځان نه وی لوند کړی!
شرمښ ته دا ټول کارونه عادي وښوول شول د پلار غيرت يې سترګو ته نيغ ودريد تر شا ولاړ په منډه شو او ټوپ يې کړل تر ويالې هغه خوا واوښت.
شرمښ خپله امپراتوري جوړه کړه ځکه په اساني اوښت او راوښت د زړې ګيدړې بې کچه هڅول د شرمښ د امپراتوري د جوړولو لامل شو. ددې پر ځای چې يې دا خوا له ظلمه وژغوري هاخوا يې هم په غضب اخته کړه .
زړې ګيدړې په ناسمي هڅوني له کبله د مکارې لقب ورکړ شو .که څه هم زړې ګيدړې ددې تاريخي خيانت له کبله ځان په هم هغه خټو کې ننه ايست خو ګټه يې ونه کړه اوپه تاريخ کې همداسي خوندي شوه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery