مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مدرنيزشن



زما يو ملګري نه پوهيږم څرنګه يې د بخت ستوری و ځلېدی په مکرويان کې يې کور واخيست. د دې لپاره چې ځان له سيالانو سره برابر کړي ټول زاړه او د مکرويانو تر سليقې بهر شيان يې خرڅ کړل( ځکه دوی له د اپارتمانو له شا برنډې ته ځير شوي نه و چې ځيني ترې د زړو کالو د زيرمتون کار اخلي) او پر ځای يې لوکس او برقي سامانونه رانيول چې تر نورو ګاونډيانو څخه کم نشي ، ميرمني يې په خپل وار لستوڼي بډ واهل او د مډرنو اصطلاحاتو کورس يې خپل ماشوم ته پرانېست چې په خبرو اولغاتوکې تر نورو ماشومانو چارک- نيم چارک زياد وي.
زه چې له نوي کوره خبر شوم د کور د تبريکي لپاره ورغلم د کوچني اجمل او د مور په خبرو او لباس کې ډير توپير راغلي وو کالي يې لکه وېښتان لنډ شوي وه او د خبرو مساله يې ډيره شوي وه، دا دومره بدلون په دې لنډه موده کې ډير عجب راته ښکاره شو . خو د مکروريانو له اعجاز نه هم بايد سترګې پټي نه کړو له اپارتمان سره داسي بدلونونه بايد وي کنه نو عادي کور او مکرورينونو توپير په څه کې دی !
کوچني اجمل به د هرې کولچې او چاکليټ په اخيستلو سره د وبښه (!؟) او مننه ټکي کارول.
له دغو خبرو سره زه په چورت کې شوم او رنګ مې سور واوښت ورو ورو ځير شوم چې ماشوم ما ته ځيني نصيحتونه هم پيل کړل:
کريمه( پخوا يې کاکا جان راته ويل)! خواږه مه خوره چې ستوني دي په دردوي!
ما چې خوږو ته لاس نه وو وروړی دا خبرې مې اوريدې او خپله يې همداسي خوړله او د مننه ، موړ يم ټکي يې هم بيځايه کارول زه پوه شوم چې (دا تصنعي او تشريفاتي) ټپل شوي وييونه(کلمات) دي چې اجمل خوار ته په زوره ښوول شوي دي ، مور يې د ماشوم په دې اکر( وضع) خوشاله ښکاريده چې ښه نوي وييونه کاروي خو په ترڅ کې يې د ماشوم له بد سولۍ څخه به غوسه کېده نو ماشوم ته يې ويل:
- اجمل صيب! کريم مه په تلکوپ(!) کوه
- زما خندا د دغو ننداريزو او غلطو کلماتو په اوريدو دوه ګرايه( دوه چنده) شوه نژدې وو چې د خندا له زوره پوخ ووهم خو ځان مي ټينګ کړ موږ په همدې خبرو کې وو چې زما دوست هم راښکاره شو
- کوچنی اجمل د پلار په ليدو په چکچکو شو مور ته يې مخ ورواړاوه او ويي ويل:
- مامي هغه دی پاپي مې راغی!
- ما په اريانتيا شاو خوا وکتل او چې پر خپل دوست مې سترګې ولګيدې له خندا مې پوخ وهل او روغبړ ته يې پاڅيدم. په دې وخت کې داجمل مورزما دوست ته وويل:
- - د اجمل پاپي! ښه شو چې راغلې کريم توبره کي (!) ته راغلی دی.
د خندا مې تشي وخوږيده زما د دوست خندا هم چې رنګ يې لږ څه سور اوښتي و له ما سره غبرګه شوه .د اجمل د مور خندا په واريز( وقفه يې) ډول زموږ خندا پسي اخيسته ( تعقيبول) او زموږ د ټولو خندا په کوټه کې انګازې جوړي کړي وې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery