مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

رايګيري


مدير عارف په منډه منډه د غونډې کوټې ته ځان ورسواوه، هغه سوچ کاوه چې پرې ناوخته شوی به وي نو د دروازې له چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخيستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليزکې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډ ې کوټې ته ننووت او د نورو غړو په منځ کې چې د هغو هم ښي لاسونه جګ وو، کيناست د ده نه وروسته مدير صمد ، مدير اکرم، مدير جعفر ،پري ګله چې د هغو ښي لاسونه هم پورته وو يود بل پسې کوټې ته راننوتل.
رييس د دې اکر ( وضعي) په ليدو لږ سور واوښت موسکی شو او ويي ويل:
وبښی! زما په تخر کې دانه راختلې او نه شم کولای لاس ټيټ کړم خير په هر ډول لکه چې د غونډې ډير غړي پوره دي نو غونډه رسماً پيلوم.