مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مجرد کوپون لرونکي


کله چې د راديو څخه دا اعلان خپور شو چې مجرد کوپون لرونکو ته د (الف ) احتياطي پارچې په بدل کې د واده لګښت او که مجرد کوپون لرونکي ښځه او نارينه واده سره وکړی د (ب) احتياطي پارچې په بدل کې د مکروريان د کور څښتنان کيږي. د اعلان په سبا د کوپون شعبې ته د درخواست ليکولو پنډونه راورسيدل چې په کې د چا ميرمن لا درکه، د چا خو لا پلار هم مجرد وو. ماچې د ديرش کلو راهيسي د مکروريان د کور درلودو ارمان د رلود او ان ورته حزبي شوي وم او د واده لګښت، سينګارول ،ګل پوشه ګاډۍ ، ساز، هوټل ،ويدويې کمر ې د نرخونو په اوريدو مې قره قلي خولۍ پر سر څلور ګوتې جګه شوه . نو ددې اعلان سره مې يوه اوږد درخواست ليک د کوپون شعبې ته وروړ خو هعو رسمي اسناد غوښتل ما هم لستو ڼې بډ وهل او خپلي ميرمني ته مې طلاق ورکړ، هغه هم د خپل لمسي کره ولاړه.
د طلاق اسناد مې د درخواست ليک سره سنجاق او د کوپون شعبې ته مې ور وړ او په سلو واسطو مې متاهل کوپون په مجرد کوپون الېش کړ، ددې پړاو وروسته يې د نوی نامزدي د خلص سوانح فورمه راکړه، فورمه مې واخېستله او درسمي کارمندي نامزدي په لټه کې شوم د خپلي شعبې نه مې پيل وکړ، هغوی ټولو کارمندانو د نورو سره وعدې کړي وې، په ګاونډي نورو مديريتونو رياستونو، وزارتونو او کوڅو . ليلامي پلورونکو کې وګرځيدم داسي کارمنده مې ونه موندله، په ياد مې شوه چې زموږ د شعبي پياده تاجبرو ميړه پينځوس کاله پخوا مړ شوي وو او مجرده وه نو هغې ته ورغلم او د واده وړانديز مې ورته وکړ د بده مرغه هغې زموږ د رييس سره وعده کړي وه نو اړ شوم بيرته خپلي ميرمني ته مرکه واستوم چې لومړي چيرته پياده -ماده مقرره شي او بيا واده راسره وکړي هغې چې له ما په څلويښت کاله واده او ګډ ژوند کې ښه ورځ نه وه ليدلې نو مرکه يې رده کړه او مناسبه يې وګڼله د خپل لمسي سره واوسي نه زما په ګېډه وږي کارمند سره ،ما د مکروريان د کور ،په هوټل کې واده، ويدويې کمره ،عکاسي ډيري کيسې ورته وکړې خو هغې داسي وعدې ډيري اوريدلي وې او اوس چې په رښتيا برابري شوي وې هغې نه منله ،قران او قسم هيڅ ګټه ونه کړه نهيلۍ شوم اخير مې يوه کرايي ميرمن وموندله فورمه مې ډکه کړه د کوپون شعبې ته مې ور وړه، د کوپون مدير د فورمې په ليدو په خندا شو او يي ويل:
دا ښځه زه پيژنم د سلو زياتو کارمندانو فورمې هغې ډکي کړي دي که زه وغواړم دا فورمه ردولای شم. ما ډيري ننواتي ورته وکړې او د اوړو د پارچو څخه ورته تير شوم بيا يې يو بل ډول فورمه را کړه چې هغه ډکه کړم .دا فورمه مې د ناوې دکاليو د لګښت کميسيون ته وروړه، هغو د عکس په ليدو د وطني ټوکر بيه وليکل ،ما ډير استدلال وکړ چي ناوې والا وطني ټوکر نه خوښوي .خو هغوي اصرار کاوه چې وطني صنايع بايد تقويه شي، د غوړو د پارچې په ورکولو مې په ومنل چې بهرنی صنايع هم بايد تقويه شي.
بيا د واده د موټرد لګښت کميسيون ته ولاړم هغوي د تيلو د سپما په پار د بګۍ(ګاډۍ)لګښت راته وليکی خو د صابون د پارچو په ورکولومې د پروړولګښت سپما او د ټکسي لګښت پر ومانه.
او د موسيقي( ساز) کميسيون ته د تلو نه مخکي چا وپوهولم چې ځان ديسکو کړم کنه نو يوازي د ډول (دوهل) لګښت ليکي زه چې په دې باريکو پوهيدم ،نو د خپل لمسي پړانګي پتلون مې واغوست . ريشکي بوټونه مې په پښو، مونتانا بيک مې پر غاړه ، ژاولي په خوله، زنځير په لاس د ای يم ديسکو ډانسر په زمزمه کولو سره کميسيون ته ورغلم . هغوي زما د سپينې ږيرې او کنډولې خولې او ډسکو کاليو په حرمت کلاسيکه موسيقي د نويو ځوانانو په اواز کې راته وليکل، ډيري زاری مې ورته وکړې چې جازوبم موسيقي چې کاڼه يې هم اوري او خوند ترې اخلي راته وليکي خو هغو چې رشوت نه خوړی او ويي نه منله.
د سينګارځې د کميسيون راته وليکل زيبايې در ساده ګي است خو د بورې د پارچو په بدل کې يې وليکل زيبايې در ارايش غليظ است..
چې فورمه مې ډکيده يوازي د( الف) او (ب ) احتياطي پارچې پاتي وې. ان کتابچه يې هم کوم کميسيون رانه واخېستله، دا دوي پارچې مې د فورمې سره سنجاق کړې او اړوندي شعبې ته په ډيره بېړه ور وړه او هلته يې يوه نمره راکړه او چې راوتلم نوراته يې وويل :
دوه سو کالووروسته بيايو خبر ونيسه!
ددې ټکي په اوريدو سره مې پښه د دوتر په ميز کې بنده شول او هغه وو چې له خوبه راکښيناستم د ځان سره مې وويل: دا ناممکنه ده چې دومره ژر دي د کور څښتن شم .
کابل۱۹۹۰
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery