مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پور اخيستل



ميرک چې په عمر کې يې اخيستل شوی پور بيرته نه وو ورکړی په پلمو ،بهانو به يې پور واخيست خو ورکول يې په قسمونو ، تاويزو، او ټوټکو هم نه تر سره کيدل اوس هغه ټولو پيژانده چې د چا پور نه ورکوي . يو تن کليوال چې ښار ته نوی راغلی و و خپله چرګه يې ميرک ته په پور ورکړه دواړه خوشاله ښکاريده ځکه ميرک کليوال نه پيژاندی او کليوال ميرک.
کليوال يوازي غوښتل د ميرک کور وويني او هغه يې هم وليد او يوه شپه يې ورسره ه تيره کړه او په سبا کلي ته ولاړ
ميرک ډير خوشاله وو دوه ورځي وروسته کليوال د دوه نور کليوالو سره چې د کيمياوي سرې اخيستلو لپاره ښار ته راغلي وو ورکړه ميلمانه شول او ضمناً يې د خپلې چرګې د روغِتيا خبريې هم واخيست يوه اوونۍ وروسته بيا کليوال سره د ميرمني او پنځه ماشومانو د تذکرې د اخېستلو لپاره ښاره ته راغلل او شپه يې د خپل بلدي اشنا کره ورسول او د خپلې چرګې د احوال نه يې هم خبر واخيست او ماشومانو يې هم هغه پرديسه له نژدې وليدله. درې و رځي وروسته کليوال خپل د ګاونډي ناروعه ميرمن اود ماشومانو سره د ميرک کره ميلمانه شول او هم يې د چرګې خبر واخېست او ديد او باز ديد يې ور سره وکړ. ميرک سهار د چايو پر ځای په پتنوس کې د چرګې بيه مخي ته ورته کيښوده کليوال پيسې جيب ته کړي او ولاړ. ميرک شکر وکړ چې له دې جنجاله خلاص شو په دويمه ورځ کليوال د سودا پسې ښار ته راغی نو د چرګې د ا حوال په خاطر د ميرک کورته هم ورغی، ميرک په مشکوک ډول ترې وپوښتل :
اخير پور خو مې درکړی بيا د څه له پاره راغلی يې ؟
کليوال په ډيره ساده ګي وويل:
د چرګې پوښتنې ته راغلی يم. رښتيا !
څنګه ده، هګۍ اچوي ،کړت کړت کوی کلي يې نه ياديږي ؟ که ستا خوښه وي څو شپي به يې کلي ته بوځم او د يو سوړ اسويلي وروسته يې وويل :
اي زما پرديسې خواري چرګې! چې زه دی خبر وانه خلم څوک به ستا خبر واخلي
ميرک پوه شو چې کليوال هيڅ کله دا پر ديسه بې پوښتنې نه پريږدي نو هغه و چې مهاجر شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery