مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

یوه لپه خاوره


بوډۍ چي مخ یې لمر او دوړو توربخن کړی وو په کړوپه ملا او رېږدېدلو پښو د کوچنوټی اومید سره په وچه دښته کي پر مخی روانه وه سا یې لنډه لنډه کېده داسې ښکارېده چي د پلو کوشنۍ غوټې ستومانه کړی وي، خو دې په ستومانتیا فکر نه کاوه یوازی یې د لارې په لنډولو باندې سوچ کاوه، هغې د خپلې نږور سره ژمنه کړی وه چي سبا ته به بیرته راځی ځکه دا یې د کور مشره او نارینه وه.
وار وار به د کوچنوټی اومید په سترګو کې اوښکې راښکاره شوی؛ ستونی به یې له ژړا ډک شو؛ شونډې به یې بوڅې بوڅې شوې او زړه به یې غوښته چې چغې ووهی خو ورپه یاد به شوه چي د راتګ په وخت کي یې د آنا سره وعده کړی وه :
زه نه ژاړم ما له ځان سره بوځه.
سره له دې یې هم یوه یوه اوښکه په باړخو رالوېده ، خو ژر به یې د لاس په شا پاکه کړه چي انا یې ونه ویني
...بوډۍ په خپلو فکرونو کې ډوبه وه زړه یې ډک وو ، کله کله یې غوښتله چي په دښته کي خپل سر لوڅ کړی پر سر خاوری وښندی او خپل وېښتان وشکوی...
خو ځان به یې ټینګ کړ، غوښتل یې څه ووایي خو شونډان یې سره نښتي وه ، او په زړه کې به یې ویل:
دا به د خدای رضا وه!
له ډیره مزله وروسته ویش( سرحد) راورسېده ِغوښتل یې په پټه تیره شی خو یو چاغ ملیشه چي غټه خېټه یې درلوده اوپه ګڼو تورو تاو شوی بریتو یې لاس تیر او بوډۍ ته په زیږ ږغ وویل:
- څه دی پوټ کړی دی آ...؟
بوډۍ څه وارختا غوندی شوه په داسې حال کي چي ترخه موسکا یې پر شونډو وه د سر په اشاره ځواب ورکړ:
- څه شی نه دی!
خو ملیشه کله په دې راضی کېده په زوره یې د ادې د پلو غوټه پرانیستله او په کتو یې داسې وخندل چي بریتونه ان ټول صورت یې وښورېدی.
ملیشه نورو انډیوالانو ته ږغ کړه:
- هله دلته راشی بوډۍ څه شی را وړی دی!
څلور پنځه تنه پر بوډۍ را ټول شول د پرانېستل شوی غوټې په لېدو کټ کټ په خندا شول.
د بوډۍ زړه لا نور هم له ګرومه ډک شو
... لمر په ډوبېدو وو چي بوډۍ او کوچنوټی اومید یوې لوی هدیرې ته و رسید ه او دواړو دېخوا هاخوا په لټه پیل وکړ داسې ښکارېده چي کوم شی یې په هدیره کی ورک کړی وی
بوډۍ په داسې حال کي چي له ځانه سره بونګېده کوشنی اومید ته یې اشاره وکړه :
چیری دی؟
بوډۍ لکه لېونۍ له ځانه سره بونګیده او ویل یې:
دا څومره ډیر شوی دی!
په دې وخت کی اومید نا ببره ږغ کړه :
آنا دا دی پیدا می کړ!
او له دی سره سم دا ږغ د هدیرې په براو کوز کې ډیر ژر ترېتم او ورک شو.
بوډۍ او اومید د یوه قبر سره کېناستله او د کرۍ ورځي ستړیا یې هم هلته هیره کړه.
بوډۍ په داسې حال کي چي یې شونډې پاکولې او د اوښکو ډکې سترګې یې اسمان ته ونیولې او خړې پرې شونډې یې بې ږغه ښورولی،او بیا
یې خپل ریږدیدلې لاسونه پر مخ تیر کړه
او په اسکیرلي ږغ یې د قبر سره مرکه پیل کړه:
زویه! راغلم ستا ارمان می پوره کړ
اومید په داسې حال کي چي د ویرجني او غلی ژړا سلګۍ یې اوریدل کیدې او یوه نیمه اوښکه یې په قبر لویده د قبر توی شوی ډبرې یې بیرته اوډلې.
نوره هوا تیاره شوی وه بودۍ ورو د پلو غوټه پرانیستله او د هغه څخه یې یو لپه خاوره د قبر شاوخوا وشیندله
دا ده د وطن خاوره دی!
دا ده د وطن ...!
زویه تا به تل ویل :زه خپل وطن ته ځم خپل کور ته ځم...
او که دلته مړ شوم نو د وطن خاوره را باندی وښندۍ چي بیرته ژوندی شم
د بوډۍ له سترګو څو څاڅکی اوښکې پرله پسې په قبرتوی شوی او داسې ورته ایسیده چي د خاورو وږمه په ټوله هدیره کې په خپریدو ده
قبرونه به ښورېدو شول د یوه یوه نه ږغ په راپورته کېدو شو:
ادې!
مادر!
آپه!
دا ږغونه وار په وار ډیرېدل او په ټوله هدیره کي پیچل کېدله او ازانګی یې کولې، دوړه او توپان و رسره پیل شو:
ادې ادې ادې.....
مادر مادر مادر ....
آپه آپه آپه.....
داسې ښکاریده چي قبرونه یو د بل پسې چوی او مړي یو د بل پسې را ژوندی کیږی؟!
بودۍ په توره تیاره هدیره کي د دوړو، زلزلې او توپان په منځ کي کړپه ملا او لوڅ سر په داسې حال کي چي سترګې یې پوټی کړی وې او کوشنی اومید یې پر سینه ټینګ نیولی وو هکه پکه او حیرانه ولاړه وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery