مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پخلي په اړه څو ضروري يادوني

د پخلى تر پېل كېدو د مخه بايد ټوله ضروري شيان او لوښي اماده سي. ځني خواړه موږ اومه استعمالوو او ځني پخوو او بيا يې خورو. دواړه ډوله خواړه بايد لومړى ښه پاك كړاى سي. په پخولو سره په زياتره خوړو كي موجود مكروبونه له منځه ځي. خو كله كله بيا پكښي پاتيږي. نو له دي امله تر هر څه د مخه د هغو مينځل او پاكول ضروري دى.
پر سبو او ميوو باندي پراته مكروبونه په پاكو اوبو پريولو سره له منځه ځي.
خو ښه دا ده چي په اوبو كي يو څه پوټاشيم پرمنكنيت ( پټاس ) يا مالګه واچول شي او وروسته په پاكو اوپو پرېولل سي.
ريښه لرونكي او شين پاڼگـي سابه بايد په ځانګړي توګه ښه پاك پرېولل سي. سابه يا مېوه بايد تر ډېره په اوبو كي پرې نه ښودل سي. ځكه چي پدي ډول د سبو يا مېوو ګټوري برخي لكه وېټامينونه، معدني مواد او نور له منځه ځي.
د ناروغانو د پرهېز دانې او خوړو پاكوالى ته بايد ځانـګړې پاملرنه وسي ځكه چي د ناروغۍ او كمزورۍ له امله په ناروغ كي د مكروبونو په وړاندي د مدافعې ځواك او طاقت ډېر كم وي او په دې هكله لږ ناپامي د ناروغ د لا زياتي ناروغۍ سبب كيږي.
پدې كتاب كي زياتره ويل سوي دي چي دا شى په يخچال كي 24 ساعته او يا 12 ساعته كښېږدى پداسي حال كي چي له بده مرغه اوس زموږ په ګران هيواد كي په ډېرو لږو ځايو كي برېښنا او په ډېرو لږو كورو كي يخچالونه سته. نو پدې صورت كي بېله يخچاله هم د دې كتاب تركيبونه تطبيق كيداي سي فرق يې يوازي دونه دى چي غوښي په تېره د چرګ غوښي په يخچال كي ډيري ښې پستيږي نور يې نه په خوند كي فرق راځي او نه يې په ظاهري شكل او بڼه كي بدلون راځي. نو كه څوك د هيواد په سړه سېمه كي اوسيږي غوښي دي په مساله ووهي او تر دوو درو ساعتو پوري دي په يوه يخ ځاي كي كښيږدي دا كار په يخچال كي د ايښولو سره برابر دى. خو كه څوك په توده سېمه كي اوسي داسي به هيڅ نه كوي بلكي هر څه ژر به يې پخوي.
د پخلى د پاره چي مو كومو شيانو ته اړتيا وي هغه پخپله رانيسي خو ډېر مه را نيسى ځكه چي ډېر شى ارو مرو ډېر ضايع كيږي او لږ پكاريږي او بل دا چي شى په كوچني يا ملازم مه رانيسى ځكه زياتره دكانداران كوچني ته خراب شى وركوي او ملازم كيداي سي چي د شي په رانيولو كي ناپامي وكړي او يا د كوم دوست يا شناخته دكاندار څخه خراب يا زوړ يا د شپي پاته شى رانيسي. پخپله چي څوك شى رانيسي حتماً يې ښه ګوري او تازه او صاف ستره شى رانيسي.
بله د يادولو خبره دا ده چي كيداي سي تاسي د دې كتاب كوم خورك په لومړي ځل سم پوخ نه كړاى سى، نو ما يوسه كېږى مه بلكي د هغه د سم او خوندور پخيدو لپاره څو ځلي كوښښ وكړى. زه تاسي ته يقين در كوم چي تاسي بالاخره هغه سم پخولاي سى. پدې هكله بايد ووايم چي د ځينو خوراكونو سم پخېده په لومړي ځل نسي كېداى بلكي څو ځلي كوښښ ضرور غواړي. ما ته پخپله دغه مشكل په وارو وارو را پېښ سوى، يو خورك مي تر څو واره پخولو وروسته سم او خوندور پوخ كړى او بيا مي په دې كتاب كي درج كړى دى.
بله خبره چي بايد له ياده ونه وزي دا ده چي تل يو ډول خواړه مه خورى بلكي د دې كتاب د بيلو، بيلو خوړو څخه بېل، بېل وختونه استفاده كوى. دا ځكه چي خوراك بايد پر خوندورتيا او غذايت سر بېره د صحت او تندرستى لپاره متوازن هم وي پدې معنا چي بايد زموږ بدن ته ډول، ډول وېټامينونه پروټينونه معدنيات او نور و رسيږي او دا هله كيداي سي چي زموږ په ورځني غذا كي دا شيان شامل وي او څركنده ده چي دا شيان له متنوعو غذاوو څخه په لاس راځي.
خو زموږ دا خبره بايد داسي تعبير نه سي چي موږ ډېر وخورو بلكي له ډول، ډول خوړو څخه لږ وخوړل سي خو له خوند او غذايت څخه ډك وي كه په يو خورك كي خوند وي خو غذايت ونه لري او داسي اجزاوي پكښي نه وي چي بدن ته قوت وركوي نو معلومه خبره ده چي د خوړونكي روغتيا به تر اغيزي لاندي راولي او په ډول، ډول ناروغيو به اخته سي. او كه په يو خورك كي صرف غذايت وي خو خوند و نه لري نو دا به د درملو په څېر وي چي خوړونكى به يې له ماتي خوا خوري.
په بل عبارت هغه شيان چي په خوله خوندور وي هغه معده هم ډېر ښه قبلوي او د بدن ډېر ښه اجزا جوړېږي او هغه شيان چي په خوله بد خونده وي هغه معده هم نه مني او پر صحت بد لګيږي. نو ښايي چي
زموږ خواړه خوندور، غذايت لرونكي او متوازن وي او لږ لږ وخورو.

د غوښو ساتلو لاري چاري.
غوښي، چرګ او ماهيان بايد د يخچال د يخي په ځاي كي كښېښول سي. ماهيان په يوه نازك ټوكره كي وپېچى او كښې يې ږدى. غوښي چي د يخچال څخه را وباسى ډېر وخت يې مه پريږدى بلكي په دغه يخ والي كي يې پخوى. پخي غوښي بايد په يوه سر تړلي لوښي كي كښېښو ل سي. د چرګ غوښي ښه پرېولى بيا يې وچي كړى او د پخېدو تر وخته يې ښه يخي وساتى. هغه غوښي چي پخې نه وي خو وچي وي او مالګه په وهل سوې وي په تياره او هوا لرونكي ځاي كي تر ډېره وخته ساتل كيداي سي.
كه غواړى چي غوښي وچي كړى نو يې كوچنۍ ، كوچنۍ ټوټگـې كړى مالګه پر واچوى او وچي يې كړى. كوچنۍ ټوټگـې د غټو ټوټو په نسبت ډېر ژر وچيږي. په وچېدو سره د غوښو خوند په ډېره اندازه بدليږي، اوبه يې ننيږي خو غوښي نه خرابيږي. د ماهيانو په تجارت كي دغه طريقه د كوچنيو ماهيانو د حفاظت لپاره په كار اچول كيږي.
په ځينو هيوادو كي د غوښو پر ټوټو باندي مالګه اچوي او په غټوخونو كي يې ايږدي او د لرګو براده ورته لګوي او په دغه ډول يې وچوي. په دود كي د ځينو موجودو مركباتو د تعامل له امله غوښي له خرابېدو څخه خوندي پاته كيږي.
د ګر ميو په موسم كي د غوښو ساتلو لپاره يو ټوكر را واخلى په سر كه باندي يې لوند كړى. بيا په غوښي پكښي و پېچى او كښې يې ږدى، تر ډېره وخته نه خرابيږي .


د پخو خوړو د مالګي لږولو لاري چاري.
كه كله په خوړو كي ډېره مالګه واچول سي نولا ندي تر كيبونه استعمال كړى:
اوړه خيشته كړى او كوچنۍ، كوچنۍ ټگـيكۍ ځني جوړي كړى دېګ ته يې واچوى. كه يې په يوه پلا خوند سم نه سو دوهمه پلا نور ور واچوى په دغه ډول يې مالګه لږيږې.
د خوړو د مالګي لږولو بله لاره دا ده چي يو سپين پاك كاغذ سالن ته ور واچوى، كاغذ مالګه جذبوي. كه يوه ټوټه سكور پريمنځى او دېګ ته يې واچوى هغه هم مالكه جزبوي.

د هګيو له خرابېدو څخه د خوندي ساتلو لاري چاري.
د ګر ميو په موسم كي د غوښو ساتلو لپاره يو ټوكر را واخلى په سر كه باندي يې لوند كړى. غوښي پكښي و پېچى او كښې يې ږدى، تر ډېره وخته نه خرابيږي .

د پخو خوړو د مالګي لږولو لاري چاري.
كه كله په خوړو كي ډېره مالګه واچول سي نولا ندي تر كيبونه استعمال كړى:
اوړه خيشته كړى او كوچنۍ، كوچنۍ ټگـيكۍ ځني جوړي كړى دېګ ته يې واچوى. كه يې په يوه پلا خوند سم نه سو دوهمه پلا نور ور واچوى په دغه ډول يې مالګه لږيږې.
د خوړو د مالګي لږولو بله لاره دا ده چي يو سپين پاك كاغذ سالن ته ور واچوى، كاغذ مالګه جذبوي. كه يوه ټوټه سكور پريمنځى او دېګ ته يې واچوى هغه هم مالكه جزبوي.

د هګيو له خرابېدو څخه د خونديتوب لاري چاري.
د هګيو د خرابېدو د مخنيوي لپاره ډېر ښه ځاې يخچال دى. څرګنده خبره ده چي په يخچال كي د هګۍ تازه ګي ساتل كيږي. خو په بل ځاى كي ممكن هګۍ په ډېر لږ وخت كي خرابي سي. خو كه هګۍ په ميده مالګه ووهى او كښې يې ږدى تر ډېر وخته نه خرابيږى. دغه راز كه هګۍ په تودو مو موكي غوټه كړى او بيا يې په يوه ساړه ځاى كي كښېږدى، تر څو مياشتو پوري نه خرابيږي.
هګۍ هغه مهال مينځى چي پخوى يې ځكه چي د هګى پر پوست باندي داسي يو نازك ورغ سته چي هګۍ د هوا او بوى څخه ساتي نو كه هګۍ پرېولل سي دغه ورغ يې ضايع كيږي. او ژر خرابيږي.
د ايشيدلو هګيو څخه د پوست په اساني سره د ليري كولو لپاره د هـګيو د اېشولو په وخت كي په اوبو كي لږ څه مالګه واچوى په دې ډول به د هګۍ پوست په ډېره اساني سره ځني جلا سي.

د سبو رانيول او پخول
څنـګه چي زموږ د ورځني اړتيا ليري كولو لپاره تازه سابه په كار دي نو ښه به دا وي چي په خپل كور دننه يا د هغه د باندي شا و خوا ته نژدې سابه او داسي نور شيان وكرو. څو هره ورځ د خپلي اړتيا سره سم تازه سابه ځني تر لاسه او پاخه كړو. خو په عام ډول دا كار ممكن نه دى او په تېره بيا په ښارو كي ډېر مشكل دى. ځكه نو موږ اړكيږو چي دا شيان د بازار څخه رانيسو. نو كوښښ بايد وسي چي ښه او تازه سابه رانيسو. شومانده او وچ مېږنو سبو د خپل غذائيت ډېره برخه د لاسه وركړې وي.
كه چيري سابه تر پرې كولو وروسته لمر ته كښېښودل سي دهغو كيروټين (1) وېټامين C او وېټامين B زياته برخه له منځه ځي. كه سابه او داسي نور تر سايې لاندي هم كښېښول سي هم په دوې ورځي كي د هغو 8 فيصده وېټامين له منځه ځي. د سبو د اوبو د وچېدو سره سم د هغو وېټامين هم له منځه ځي نو د سبو د ساتلو ډېر ښه ځاى يخچال دى چي ښه يې پكښي و اوډو او له 39 څخه تر 45 درجې حرارت كي يې كښېږدو خو كه يخچال نه وي بايد هغه په يوه يخ ځاي يا زېر زميني كي كښېږدى. د سبو په پاكېدو كي بايد ډېر ضروري اجزاوي ځني ضايع نه سي. نو د دې دپاره بايد حتى الامكان كوښښ وكړو چي د سبو كوم جز بېله ضرورته ځني و نه غورځوو.
د ګل ګوبي په نرمو پاڼو كي ډېر قيمتي اجزا په تېره كېروټين سته چي بايد وخوړل سي. د كاهو په شنو پاڼو كي د هغو د ژړو پاڼو په نسبت زيات كېروټين او ډېر ښه پروټين سته.
د ليمو په اوبو او سركه كي داسي مواد( سټرك اسيډ ) سته چي مكروبونه وژني. كه دغه د خورك سره سره په چټني او يا اچارو كي واچوو ډېر ګټور دي. پياز او اوږه هم مكروب وژونكي دي كه دا هم په سلاد كي استعمال سي ډېر به ښه وي.
مېوې بايد تر خوړلو د مخه ښه پاكي پرېولل سي. عموماً د مېوو مكروبونه د نل په اوبو سره له منځه ځي. د مېوو په پرېوللو كي بايد د ډېر احتياط څخه كار واخيستل سي او كوښښ وسي چي ډېري ښې پرېولل سي. ځكه مېوې په ظاهره ډېري پاكي معلوميږي خو د هغو پر پوست باندي ډېر مكروبونه نښتي وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery