مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پکوړې او نور اړوند خواړه 

 د پالكو پكوړې
لازم مواد :-
1- پالك يوه دسته 2- د نخودو اوړه 250 ګرامه 3- اوږه لږ څه 4- شونډ لږ څه 5- شنه مرچك څلور دانې 6- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 7- سوډا لږ څه 8- غوړي د سره كېدو لپاره 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى سبزي پالك پاك كړى او پرېمنځى او په يوه صافي كي يې واچوى چي اوبه يې وننيږي اووچ سي بيا د نخودو اوړه غلبېل كړى او په يوه كاسه كي واچوى. شنه مرچك، شونډ،
اوږه، مالګه، او سپينه زيره دا ټوله سره ميده كړى او په اوړو كي واچوى او لږ سوډا هم ور واچوى وروسته بيا اوبه ور واچوى او د پكوړو مساله ځني جوړه كړى او د يوه ساعت دپاره يې كښېږدى يو ساعت وروسته
په كړايي كي غوړي واچوى سره يې كړى او د پالكو يوه يوه پاڼه په
مساله كي وهى او په غوړو كي يې سره كوى. كله چي سره سول را
وې باسى او د چكنى سره يې را واخلى.


د پټاټو يا بانجڼو پكوړې
لازم مواد :-
1- پټاټگـې يا بانجڼ 250 ګرامه 2- د نخودو اوړه 250 ګرامه 3- اوږه شپږ دانې 4- شونډ لږ څه 5- شنه مرچك څلور دانې 6- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 7- غوړي د سره كېدو لپاره 8- سوډا لږ څه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ټوله مساله سره واچوى او ښه يې ميده كړى.
د نخودو اوړه غلبېل كړى، په يوه كاسه كي يـې واچوى، ميده سوې
مساله او لږ سوډا ور واچوى، بيا اوبه ور واچوى او د پكوړو
مساله ځگـني جوړه كړى او د يوه ساعت لپاره يـې كښېگـږدى. بيا بانجڼ
يا پټاټگـې خو چي ښې غټگـي وي سپيني كړى او نازكي نازكي يې پرې كړى. بيا يې په تياره سوې مساله كي و وهى او په غوړو كي يې سرې كړى، پكوړې تياري دي، تودې تودې يـې راواخلى.


د دال نخودو پكوړې
لازم مواد :-
1- دال نخود 250 ګرامه 2- اوږه شپږ دانې 3- شونډ كوچنۍ ټوټه 4- شنه مرچك پنځه دانې 5- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 6- پياز يوه دانه 7- غوړي د سره كېدو لپاره 8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- دال نخود پرېمنځى او ماښام يې خيشته كړى، كه يې ماښام پخوى، سهار يې خيشته كړى، بيا دال نخود او پياز ښه ميده سره وكوټگـى او سپينه زيره درسته پكښي واچوى او سره مرچ، مالګه، شنه مرچك، اوړه او شونډ سره وكوټگـى او په كوټل سوو دال نخودو كي يـې ګډ كړى. بيا په كړايي كي غوړي ښه سره كړى او دال نخودو څخه كوچنۍ پكوړې په غوړو كي اچوى. او سرې كوى يې كله چي سره سړې سوې را وې باسى او تودې تودې يې را واخلى.

د هګيو څخه ډكي سمبوسې
لازم مواد :-
1- غوړي يو كيلو 2- ترميده اوړه يو كيلو 3- پټاټگـې يو كيلو 4- پياز 250 ګرامه 5- اوږه 6 دانې 6- هګۍ دولس دانې 7- تور مرچ نيمه د چايو كاچغه 8- دار چيني دوې ټوټگـې 9- غټ هېل څلور دانې 10- وچ ګشنيز دوې د چايو كاچغي 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پټاټگـې پرېمنځى او و اېشوى بيا يې سپيني كړى او ميده يې كړى. پياز هم ميده كړى يا يې تر ماشين و باسى. دار چيني، لوي هېل، تور مرچ، وچ ګشنيز ټوله سره واچوى او ميده يې كړى او په ميده سويو پټاټو يې ګډي كړى. هګۍ و اېشوى او سپيني يې كړى او دوې دوې ټوټگـې يې كړى. وروسته بيا ميده اوړه غلبېل كړى او دوې كاچغي غوړي ور واچوى او ښه يې سره ګډ كړى بيا يې د مالګي په اوبو كلك واغږى. چي هر څومره يې ښه واغږى هغومره ښې سمبوسې ځيني پخيږي.
وروسته د دغه اوړو څخه كوچنۍ كوچنۍ زوالې واخلى او په يوه ښوى لرګي يا آش ګز باندي يې نازكي ګردۍ كړى بيا دغه ټكۍ په چاړه باندي دوه ځايه كړى او په يوه ټوټه كي يې لږ تيار سوي پټاټگـې او نيمه هګۍ پكي كښېږدى او د سمبوسې په ډول يې شا و خوا ور بنده كړى. او پر يو لانده ټوكره باندي يې كښېږدى. همداسي ټولي سمبوسې جوړي كړى او بيا يې په غوړو كي سرې كړى كله چي سمبوسې بادامي رنـګه سوې را وې باسى. بيا يې د مستو او د املۍ ( تمل ) د چكنى سره را واخلى.


حليم
لازم مواد :-
1- غوښي يو كيلو 2- غوړي 250 ګرامه 3- اوګره سوي غنم نيم كيلو 4- پياز 250 ګرامه 5- اوږه يوه غوزه 6- شونډ كوچنۍ ټوټه 7- مستې 250 ګرامه 8- ليمو دوې دانې 9- شنه مرچك او نعناع لږ څه 10- د كټوي دارو يوه كاچغه 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول را وې باسى او په غوړو كي غوښي واچوى او پر خام اور باندي يې سرې كړى او ورسره مالګه او د كټوي دارو ور واچوى او تر لږ سره كېدو وروسته مستې ور واچوى او سره يې كړى كله چي د مستو اوبه وچي سوې اوږه او نيمى شونډ وكوټگـى او ور وايې چوى او د سره كېدو په مهال كي سره مرچك هم ور واچوى او د غوښو غورمه ځيني جوړه كړى لږ اوبه ور واچوى چي غوښي پكښي پخې سي بيا پر بل نغري يا ګيس باندي اوګره پرېمنځگى او لږ مالګه ور واچوى او دغونه اوبه ور واچوى چي اوګره پكښي پخيږي. كله چي اوګره سوي غنم پاخه سول او د غوښو غورمه پخه سول سره ګډ يې كړى او په يو غټ ګفكير باندي يې ښه سره ګډ كړى چي بيخي سره يو سي او بيا يې د دوهم ځل لپاره دم كړى او د دم كېدو د مخه په غوړو كي پياز سره كړى پر وايې چوى او تازه ګشنيز نعناع شنه مرچك او لږ تازه شونډ دا ټوله ميده كړى پر سر يې ور واچوى او د پنځلس دقيقو دپاره يې دم كړى. وروسته يې بيا راكښته كړى حليم تيار دى كه تاسي غواړى چي پر سر يې نور غوړي ور واچوى هم كولاي سى. يا ليمو پر واچوى وېخورى يا يې بې ليمو ډېر خوندور او ښه حليم ځني جوړيږي.

دوهم ډول حليم
لازم مواد :- الف
1- چرګ يوه دانه 2- د پسه بې هډوكي غوښي نيم كيلو 3- د پسه لـم 110 ګرامه 4- اوګره خيشته سوي غنم چي پوست يې ځيني ليري سوى وي درې كيلو 5- پېروى نيم كيلو 6- شيدې نيم كيلو.
ب :- 1- ژړ غوړي 2- دارچيني ميده سوې 3- ميده سوي هېل 4- ميده سوې بوره.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غنم په اوبو كي و اېشوى چي پاسته سي او اوبه يې وچي سي. غوښي او چرګ بيل يخني پاخه كړى چي غوښي پستې سي او لږ يخني و لري وروسته بيا دغه اېشولي غنم و يخني ته واچوى او ښه يې و اېشوى چي اوبه يې وچي سي بيا نو د ورجو صافي را واخلى پر يوه دېګ باندي يې كښېږدى او دغه غوښي او غنم ور واچوى د چرګ هډوكي ځيني و باسى او د حليم پزى په لرګي يې و وهى چي شيره يې كښته دېګ ته توى سي او غوښي او غنم ټوله تر صافي ووزي وروسته بيا دغه دېګ پر اور باندي كښې ږدى او په كاچغه باندي لړي چي اوبه يې ټولي وچي سي وروسته بيا شيدې او پېروى ور واچوى او ښه يې سره ولړى وروسته بيا په غوري كي وكاږى او منځ يې د كاسې په ډول ور جوړ كړى او سره كړى تاوده ژړ غوړي يې په منځ كي ور واچوى او ميده سوې بوره دارچيني او هېل په جلا لوښي كي ورسره كښېږدى حليم تيار دي.
نوټ :- كه د حليم پزي لرګي نه وي تاسي كولاي سى چي د لاسو په ذريعه يې تر صافي وباسى.


اورږه
هر كله چي څاروي لنـګه سي تر درو ورځو پوري يې شيدې ډېري ګاټه وي. چي دغو ګاټه شيدو ته يې كانډيات وايي.
د پخېدو ترتيب :- كله چي كانډيات له تازه شيدو سره و ايشوى اورږه ځيني جوړيږي. دغه اورږه چي ساړه سول بوره پر واچوى او وې خورۍ.

كچړى
لازم مواد :-
1- بې هډوكي د كوفتې غوښي ( 750 ګرامه ) 2- غوړي ( 500 ګرامه )
3- پنډي ورجي ( 1000 ګرامه ) 4- ماش ( 250 ګرامه ) 5- پياز ( 250 ګرامه ) 6- اوږه يوه غوزه 7- وچه نعناع يوه غټه د خوړو كاچغه 8- دار چيني دوې ټوټگـې 9- زدوول سوي كُرت دوه ګيلاسه 10- د روميانو رُب يوه غټه كاچغه 11- هګۍ يوه دانه 12- د ګشنيز وچ تخم يوه د چايو كاچغه 13- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوښي او 100 ګرامه پياز تر ماشين وباسى وښو سره ګډ كړى او د چوغكي د سر په اندازه كوچنۍ كوچنۍ كوفتې ځيني جوړي كړى. بيا غوړي په دېګ كي واچوى پاته پياز پكښي سره كړى او ساتل سوي 100 ګرامه غوښي د لعاب دپاره په پيازو كي واچوى كله چي غوښي سرې سوې رُب مالګه مرچ دارچيني او يو څه اوبه ور واچوى. كله چي اوبه و ايشيدلې جوړه سوې كوفته ور واچوى او كښې يې ږدى چي كوفته پخه سي او پر غوړو باندي راسي.
بيا په يو بل دېګ كي ګرګره سوي خشته ماش خشتې سوي ورجي لږ مالګه او اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښې ږدى. كله چي پخېدو ته نژدې سول 250 ګرامه غوړو كي يوه غټه دانه پياز سور كړى او د شكنې په ډول يې د ورجو پر سر ور واچوى بيا نو د ورجو اور ور خام كړى تر څو د ورجو اوبه وچي سي كه چيري ماش يا ورجي كلكي وې لږ اېشولي اوبه ور واچوى. كله چي اوبه وچي سوې شله تياره سول
دېګ د نيم ساعت لپاره دم كړى.
كچړى څنـګه په غوري را كاږو ؟
لومړى ورجي په غوري كي وكاږى بيا د ورجو منځ د دوو بېلو كاسو په ډول جوړي كړى په يوه كاسه كي زدوول سوي كُرت او پر سر يې سره كړي پياز واچوى او بله كاسه كي كوفته واچوى د كچړي شا و خوا په كُرتو باندي سمه كړى او وچه نعناع يې پر سر ور ودوړوى پاته كوفته او كُرت په كوچنيو كاسو كي د كچړي سره را واخلى.

د مستو سالن
لازم مواد :-
1- مستې يو كيلو 2- د نخودو اوړه 125 ګرامه 3- پياز 125 ګرامه 4- سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- تازه ګشنيز لږ څه 8- مالكه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :- مستې د ټوكره په كڅوړه كي واچوى او وې زړوى او تر دوو درو ساعتو پوري يې پرېږدى چي اوبه يې ښه وننيږي او كلكه چكيده ځيني جوړه سي بيا يې را واخلى كوچنۍ كوچنۍ ګردى لكه كُورت داسي غټگـي ځيني جوړ كړى بيا د نخودو په اوړو كي مالكه او مرچ واچوى او لږ اوبه لكه د پكوړو مساله داسي يې جوړه كړى. دغه د مستو غټگـيان د نخودو په اُوړو كي ووهى او په غوړو كي يې سره كړى بيا پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي بادامي رنـګه سول بيا نو د كټوي دارو او زيره ور واچوى او لعاب ځيني جوړ كړى كله چي پياز خوړين سول او لعاب تيار سو دغه د مستو غټگـي پكښي ووډى او تازه ګشنيز ور واچوى او راكښته يې كړى د مستو سالن تيار دى.


د مستو جوړولو طريقه
لازم مواد :-
1- شيدې يو كيلو 2- مستې يوه كاچغه
د جوړ ېدو ترتيب :- شيدې و اېشوى او كښې يې ږدى چي لږ سړې
سي داسي سړې سي چي ګوته پكښي ونيسي ګوته ونه سوځي څو
ګوته پكښي توده سي بيا مستې و شيدو ته واچوى او وې لړى نور يي
گ مه ښوروى يو غاب يې پر سر ور كښېږدى او يو شى يې پر سر ور واچوى
او درې څلور ساعته يې پټگـي كښې ږدى چي مستې جوړي سي او ښه سړې سي. كه چيري مستو اوبه وكړى يا دوردك دوردك سوې وپوهېږى چي شيدې ډېري تودې وې او كه مستې ونه سوې نو شيدې مو سړې وې يا مو مايه سمه پر اندازه نه ده ور اچولې. مستې بايد هر كله په چيني يا خاورين لوښي كي مايه كړى.


د پوڅي جوړولو ترتيب
لاز مواد :-
1- شيدې دوه كيلو 2- مستې 250 ګرامه 3- مالګه نيمه د چايو كاچغه
د جوړېدو ترتيب :- مستې بايد تازه او خوږې وي كه مستې تُروې وي د هغه خوند خرابيږي شيدې د پخېدو دپاره كښېږدى كله چي پخې سوې راكښته يې كړى چي سړې سي كله چي سړې سوې مالګه ور واچوى او بيا يې پر اور باندي كښېږدى. كله چي شيدې پر اېشيدو راغلې مستې ښه سره و وهى او بيا يې ور واچوى چي يو دوه واره و ايشيدل راكښته يې كړى پوڅه او اوبه يې سره جلا كيږي. بيا يې ژر د ټوكره په كڅوړه كي واچوى چي اوبه يې وننيږي كڅوړه داسي وتړي چي په يوه كنج كي يي پوڅه ګردى راسي. يو دوه ساعته وروسته د كڅوړي څخه پوڅه را واخلى او په يخچال كي يې كښېږدى. كه يخچال نه وي په يوه ساړه ځاي كي كښېږدى چي ساړه سي دا پوڅه به لا ډېره خوندوره وي او تاسي كولاي ى چي دا تاسي د سهار د چايو او يا د ماځيګر د چايو سره د
نورو شيانو سره استعمال كړى.
امليټ
يو څو لازم ټكي د امليټ جوړولو دپاره
امليټ داسي خواړه دي چي دستي په دستي جوړيږي. د امليټ جوړول ډېر اسانه دى. خو د هغه د ښه جوړولو دپاره بايد ښه ځېر سو او لاندي ټيكي ډېر په پام كي ونيسو.
لومړى :- په يوه تاوه كي بايد تر دوو درو هګيو څخه زيات امليټ جوړ نه سي كه چيري ډېر امليټ ته اړتيا وي كولاى سى چي په څو پلا يې تاوده تاوده امليټ پاخه كړى او پر ميز يې را واخلى.
دوهم :- هګۍ بايد ښه سره و وهل سي تر څو بيخي ځګ وكړي.
دريم :- غوړي بايد ښه تاوده وي بيا نو تاسي كولاى سى چي وهل سوې هګۍ په هغه كي واچوى.
څلرم :- د امليټ د جوړولو په مهال بايد د هري هګۍ دپاره يوه د ښوروا خورۍ كاچغه شيدې ور واچوى.
پنځم :- كله چي مو امليټ په غاب يا دېش كي كښېښول تاسي كولاى سى چي د دېش يا غاب پر شا و خوا باندي د روميانو حلغې و اوډى.
شپږم :- تاسي كولاى سى چي امليټ د هر ډول غوښو يا سبزى يا هر ډول مربا سره او د پښتورګو سره د كوفته سويو غوښو او روميانو سره جوړ كړى.


ساده امليټ
لاز مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- غوړي دوې غټگـي د ښوروا كاچغي 3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او ښه يې سره و وهى په پنجه باندي پدې كي مالګه او مرچ واچوى غوړي په كړايي كي واچوى او سره يې كړى اور يې ور خام كړى يا كړايي د اور څخه راكښته كړى او تياره سوې هګۍ ور واچوى او بيا يې پر خام اور باندي سرې كړى دا ستاسي خوښه ده چي لكه ډوډۍ داسي نازكه سره كوى يا يې لكه ماهى داسي سره كوى خو هر ډول چي ستاسي خوښه وي سره يې كړى او راكښته يې كړى. دا امليټ عموماً د سهار د چايو سره استعماليږي.

مساله داره امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- پياز يوه دانه 3- كوچني شنه مرچك څلور دانې
4- شونډ لږ څه 5- روميان يوه دانه 6- ګشنيز څو تاره 7- غوړي درې د ښوروا خورۍ كاچغي 8- مالګه لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- پياز نازك ميده كړى شنه مرچك او شونډ هم نازك ميده كړى كښې يې ږدى هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او ښه يې سره و وهى بيا مالګه او ټوله ميده سوي شيان ور واچوى او ښه يې سره و وهى چي سره ګډ سي بيا په كړايي كي غوړي واچوى او سره يې كړى اور يې ور خام كړى هګۍ ور واچوى او په كاچغه باندي يې ښه هواره كړى او سره يې كړى دا امليټ دغسي سره وپېچى يا يې درې څلور ځايه كړى. ډېگر خوندور به وي دا امليټ د پراټو سره ډېر ښه خوند كوي.


خوږ امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- بوره دوې كاچغي 3- هېل څلور دانې 4- غوړي 125 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- هګۍ ښه سره و وهى بيا بوره ور واچوى او دومره
يې په پنجه باندي سره و وهى چي بوره پكښي حل سي او هګۍ بوره
سره يو ډول سي بيا په كړايي كي غوړي واچوى او هېل ور واچوى اور
يې ور خام كړى او هګۍ ور واچوى او پر ډېر خام اور باندي يې
سرې كړى او راكښته يې كړى.

د پوڅي او روميانو امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ دولس دانې 2- غوړي يو ګيلاس 3- روميان درې دانې 4- اوږه دوې دانې 5- پوڅه 150 ګرامه 6- شيدې دولس كاچغي 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- دوې درې كاچغي غوړي په كړايي يا تاوه كي واچوى او كښېږدى چي سره سي بيا روميان ميده كړى او په غوړو كې واچوى او سره يې كړى لږ مالګه او مرچ پر واچوى چي پر غوړو باندي راغلل بيا يې راكښته كړى. د هګۍ او شيدو څخه امليټ جوړ كړى او شپږ ځايه يې كړى. د هغه پر هره ټوټه باندي لږ روميان واچوى او امليټ وپېچى بيا دغه ټوله امليټ دېش يا غوري كي سره ووډىاو پر سر يې ميده سوې پوڅه واچوى.


د پيازو امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ 9 دانې 2- شيدې 9 كاچغي 3- غوړي شپږ كاچغي 4- سره سوي پياز شپږ كاچغي 5- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- درې دانې امليټ جوړ كړى. او د هر يوه په منځ كي لږ سره كړي پياز وپېچى ( پياز چي په امليټ كي كاريږي بايد ډېر سره نه سي لږ چي رنـګ ژر سو كافي دى ) او كه چيري يو دوه درې مرچك هم د پيازو سره سره كړى او د امليټ په منځ كي كښېږدى ډېر ښه خوند كوي.

د چرګ يا د پسه د اينې امليټ
لازم مواد :-
1- د پسه يا د چرګ سره سوې اينه 2- هګۍ 12 دانې 3- غوړي لس د ښوروا خورۍ كاچغي 4- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- سره سوې اينه مالګه او ګشنيز سره ګډ كړى د هګۍ او شيدو څخه شپږ دانې امليټ جوړ كړى. او د امليټ په هر لاى كي تياره سوې اينه كښېږدى او امليټ وپېچى. ( دا امليټ د شپږو نفرو دپاره دى )

د بورې امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ 9 دانې 2- شيدې 9 كاچغي 3- بوره يو ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- د هګيو څخه درې امليټ جوړ كړى او د هر يوه په منځ كي لږ بوره وپاشى او سره وې پېچى.


د مربا امليټ
لازم مواد :-
1- هګۍ نه دانې 2- شيدې نه كاچغي 3- غوړي پنځه د ښوروا خورۍ كاچغي 4- مربا هر ډول چي ستاسي خوښه وي يو ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- د هګيو څخه درې دانې امليټ پاخه كړى او د هر يوه په منځ كي لږلږ مربا واچوى او وې پېچى.


د هګۍ ساده او نيمرويه خاګينه
لازم مواد :-
1- ښايي د نيم رويه هګۍ پخول يو ډېر ساده كار وى خو بيا هم لږ مهارت په كار دى.
لومړى بايد نيمرويه يوه خوا ښه برشته سي. يعني سپين يې سره ونيول سي او ژړ يې لږ مايع پاته سي او په كړايي پوري ونه مښلي. غوړي يا كوچي په يوه كړايي كي ويلي كړى. خو كړايي يا كوم بل لوښى ډېر غټ نه وي. غوړي بايد ډېر سره نه سي بيا هګۍ ور ماتي كړى. او اور يې ور خام كړى لږ مالګه او مرچ پر وپاشى كله چي د هګۍ سپين سره ونيول سول د اورڅخه يې راكښته كړى. كه چيري د هګيو غوړي ډېر سره سي هم هګۍ مښلي او د هګۍ سپين نازك او ډېر برشته كيږي.

د هګۍ بله نيمرويه خاګينه
لازم مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- ميده سوي روميان يو ګيلاس 3- شنه پاخه نخود يو ګيلاس 4- پاخه سبزي يو ګيلاس 5- كوچي يا غوړي 150 ګرامه 6- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- كوچي يا غوړي په كړايي كي واچوى او پر اور يې كښېږدى چي ويلي سي. بيا هګۍ پكښي نيمرويه كړى. او لكه په عكس كي چي ښودل سوي دي هغسي سبزي، نخود او روميان يې شا و خوا ته ور واچوى تر څو ور سره تاوده سي.

جيبي هګۍ
دغه هګۍ په اېگـشولو اوبو كي جوړيږي او د هر ډول غوښو او ډوډۍ سره خوړل كيږي.
ساده جيبي هګۍ :- په يوه لوښي كي لږ مالګه اوبه او سركه واچوى او كښې يې ږدى چي و اېگـشي بيا نو هګۍ په ډېر احتياط سره په جوشو اوبو كي ماته كړى او هيڅ لاس مه په وهى او دغسي يې پرېږدى. كله چي هګۍ سره ونيول سول او پخه سول په كفكير يې د اوبو څخه را وباسى او په كفكير كي يې ونيسى چي اوبه يې وننيږي بيا يې هغه اضافي كاږه ځايونه په چاړه ځيني ليري كړى. تاسي كولاې سى چي دغه عكسونه وګورى او په اساني سره يې زده كړى.

د هګيو پكوړې
لازم مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- ميده اوړه 125 ګرامه 3- شنه مرچك يوه دانه
4- د كټوي دارو لږ څه 5- اوږه شپږ دانې 6- سوډا لږ څه 7- تازه ګشنيز يو څو تاره 8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ترميده اوړه غلبېل كړى. او هګۍ پكښي ماتي كړى او بيا په لاسو هګۍ او ترميده ښه سره ګډي كړى بيا پدې كي لږ شيدې يا اوبه واچوى او پام كوى چي درڅخه غټگـي نه سي بيا اوږه وكوټگـۍ ور وايې چوى. مالګه او مرچ هر څومره چي ستاسي خوښه وي ور وايې چوى او په دوو ګوتو كي لږ سوډا ور واچوى او د يو ساعت دپاره يې كښېږدى. كه يخچال وي په يخچال كي يې كښېږدى. يو ساعت وروسته يې را واخلى او په كړايي كي غوړي سره كړى او د دغه څخه كوچنۍ كوچنۍ پكوړې جوړي كړى او په غوړو كي يې سرې كړى ډيري خوندوري پكوړې به وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery