مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کيک ، کلچې او د کريمونو پخول

كـيـكـونـه
د ډول، ډول كيكونو د پخلى لپاره څو څرګندوني :
هغه ټكي چي د كيك د پخلى دپاره په پام كي نيول سوي دي په لاندي ډول دي.
1- هغه اوړه چي تاسي د كيك د پخېدو لپاره كار ځيني اخلى بايد ډېر پاسته او سپين او تازه وي.
2- داش مو بايد د مخه تود كړى وي.
3- هغه مواد چي تاسي يې په كيك كي اچوى بايد د مخه مو اندازه كړي وي او تيار مو ايښي وي.
4- اوړه بايد په پاي كي چي ټوله مواد جوړ سول په چټكي سره ور واچوى او ډېر يې سره ونه وهى په دې چي د اوړو پاړسوب كښيني نو بايد دغه مواد ژر په قالب كي واچوى.
5- د دې د مخه چي كيك پر مخ ښه پوخ نه وي د داش سر بايد په هېڅ ډول خلاص نه كړى.
6- د كيك قالب بايد ښه غوړ كړى او بيا كاغذ پكښي هوار كړى.
7- هغه كيك ته چي غوړي يا كوچي ور واچوى هغه بايد تاسي په يخچال كي كښې نه ږدى په يوه نايلون ټوكره كې وپېچى يا يې په يوه سر تړلي لوښي كي كښېږدى چي پوست وساتل سي.

څرنـګه موږ پوهيږو چي كيك پوخ دى؟ :
د دې دپاره چي موږ پوه سو چي كيك پر مخ پوخ دى يوه فلزي
ميله يا پنجه را اخلو او په كيك يې ننه باسو كه چيري پنجه يا ميله پوري شي نه وموښتى نو كيك پوخ دى.
ساده اسفنجي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ شپږ دانې 2- ترميده اوړه شپږ د ښوروا خوري كاچغي 3- بوره شپږ د ښوروا خوري كاچغي 4- بيكينـك پوډر نيمه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره جلا كوو. د هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډرو سره يو ځاي كوو سره ګډوو يې او ښه يې سره وهو تر څو رنـګ يې سپين وګرځي. د هګۍ سپين جلا سره وهو تر څو لكه ځګ داسي سي. بيا ژړ او سپين سره يو ځاي كوو او اوړه په جټكي سره ور اچوو او سره وهو يې چي ګډ سي. بيا وروسته ( بايد ډېر سره ونه وهل سي چي د اوړو پاړسوب كښېني ) دغه مواد په قالب كي دومره اچوو چي قالب درې څلور سانتۍ تش وي بيا يې د يو ساعت د پاره ايږدو چي پوخ سي تر هغه مهاله چي كيك نه وي پوخ سوى بايد د كيك سر ور خلاص نه كړى. كله چي پوخ سو بيا تاسي يوه پنجه واخلۍ او په كيك كي دننه كړۍ او بيا يې وګورى چي كه په پنجه پوري شى نه وه موښتي كيك پوخ دى. او كه چيري د كيك منځ اوم وو يو پنځلس دقيقې يې نور هم كښېږدى. بيا قالب را باسو او په چاړه باندي شا و خوا د قالب څخه جلا كوو او قالب چپه كوو. او ايږدو يې چي سوړ سي بيا دغه كيك تاسي كولاي سى چي په مربا يا پېروي او يا نورو كريمو باندي ښايسته كړى.
نوټ :- كه چيري داش يا د كيك دېگـګ نه وي تاسي كولاى سى چي پدغه عادي دېګ كي چي موږ ورجي پخوو يا بل شى پخوو په دغه دېګ كي پوخ كړى. د كيك مواد جوړ كړى دېګ غوړ كړى. او دغه د كيك مواد ور واچوى سر يې ور بند كړى د لاندي خوا څخه د اشتوپ اور ور خام كړى او دېګ پر كښېږدى يا يې پر سكرو باندي كښېږدى او پر سر باندي ښه ډېر د سكرو اور واچوى. خو د لاندي اور يې بايد ډېر كم وي. وروسته له ينم ساعته يې وګورى ستاسي د خوښي كيك به پوخ وي.

اسفنجي كيك د كريم او مربا سره
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ميده اوړه اته د ښوروا خوري كاچغي 3- بوره اته د ښوروا خوري كاچغي 4- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 5- پېروى 250 ګرامه 6- ميده سوې بوره څلور كاچغي 7- د سنـګترې د پوست مربا چي ښه تر ماشين ايستل سوې وي لكه جم يو ګيلاس 8- د هګۍ سپين دوې دانې.
( كه د سنـګترې مربا نه وي د هغه پر ځاي د سيبو يا آلو بالو مربا ور واچوى )
د پخېدو ترتيب :- لومړى په يوه ګردي غالب كي اسفنجي كيك پوخ كړى او كښې يې ږدى چي سوړ سي.
بيا پېروى او د بورې پوډر سره ګډ كړى. او په پنجه يې ښه سره ووهى چي لكه كريم داسي سي. د هګۍ سپين په بل لوښي كي ښه سره ووهى تر څو لكه ځګ داسي سي بيا لږلږ پېروى ور اچوى
او ورسره ګډ يې كړى.
د سنـګترې د پوست مربا هم د پېروي سره يو ځاي كړى. او كيك په بره سره درې ځايه په تېره چاړه پرې كړى بيا په هره ټوټه كيك باندي لږ شربت وموږى او مربا چي د پېروي سره ګډه سوې ده پر وايې چوى او كيك بيرته سره وموښلوى او لږ يې كښېكاږى چي سره ومښلي بيا د كيك مخ په تيار سو يو كريمو چي د هګۍ او پېروي څخه جوړ سوي دي په وې وهى او د چړې په څوكه باندي يې صاف كړى او لږ ميده سوي چاكليټ يې پر سر ور وپاشى ښايسته يې كړى.

بادامي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ترميده اوړه څلور كاچغي 3- بوره اته كاچغي
4- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 5- انګليسي كريم يا پاتيسو كريم 6- تر ماشين ايستل سوي بادام ( 200 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره بيل كړى. د هګۍ ژړ د بورې او بيكنـګ پوډرو سره ګډ كړى. او ښه يې سره و وهى چي رنـګ يې سپين وګرځي د هګۍ سپين بيل په بل لوښي كي سره و وهى تر هغه مهاله چي ځګ وكړي. بيا سپين او ژړ سره ګډ كړى. او ميده سوي بادام او اوړه ور واچوى او سره ويې وهى چي ګډ سي. بيا دغه مواد په ګردي غوري سوي غالب كي واچوى او د يو ساعت د پاره يې كښېږدى. چي پوخ سي. بيا غالب را وباسى او كښې يې ږدى چي سوړ سي كله چي سوړ سو بيا يې د غالب څخه را وباسى او بيا دغه كيك په بره سره ګردي دوه ځايه كړى. او په هره ټوټه باندي يې لږ انـګليسي كريم وموږى او د كيك ټوټگـې بيرته يو پر بل باندي كښېږدى او كښېكاږى چي سره وموښلي بيا پاته كريم پر كيك وموږى او لږ ميده سوي بادام پر وپاشى او لږ د بورې پوډر پر وپاشى بادامي كيك تيار دى.

قهوه يي كيك د چاكلېټ سره
لازم مواد :-
1- هګۍ اته دانې 2- ترميده اوړه ( 100 ) ګرامه 3- ميده سوي بيسكويت درې كاچغي 4- بوره ( 200 ) ګرامه 5- قهوه يوه كاچغه 6- پېروى ( 350 ) ګرامه 7- د بورې پوډر ( 150 ) ګرامه 8- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 9- د آلو بالو مربا يو ګيلاس 10- تر ماشين ايستل سوي بادام ( 150 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- داش تود كړى ګردى غالب غوړ كړى او كاغذ پكښي كښېږدى يا لږ اوړه پر وپاشى بيا د هګۍ ژړ او سپين سره بېل كړى. د هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډر سره ښه و وهى چي رنـګ يې سپين واوړي. او د هګۍ سپين بېل دومره سره و وهى چي ځګ وكړي. بيا قهوه په يو دوو كاچغو شيدو كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى چي و اېشي بيا يې راكښته كړى. او د هګۍ ژړ سره يې يو ځاي كړى. او بيا د هګۍ سپين هم د ژړ سره يو ځاي كړى او وروسته بيا اوړه او ميده سوي بادام ور واچوى او سره ګډ يې كړى. او ميده سوي بيسكويت هم ور واچوى. بيا دغه مواد په غوړ سوي غالب كي واچوى غالب بايد درې سانتۍ تش وي بيا دغه غالب په داش كي كښېږدى چي پوخ سي او لږ برشته سي. بيا پېروى د بورې
د پوډرو سره ګډ كړى. او د دې دپاره چي كريم ژر او ښه جوړ سي
لوښي يې پر يخي باندي كښېږدى او په پنجه يې و وهى او يا يې د
كريم په مخصوص ماشين باندي و وهى تر څو لكه كريم داسي سي.
بيا كيك د داش څخه را و باسى او كښېږدى چي سوړ سي بيا يې د
غالب څخه را وباسى او په تېره چاړه باندي په بره درې ځايه كړى بيا
په هره ټوټه باندي لږ شربت و وهى او مربا پر واچوى او لږ پېروى
پر واچوى او بله ټوټه پر كښېږدى او پر دغه هم لږ پېروى و وهى او په
چاړه باندي يې صاف كړى او بله ټوټه يې كښېږدى او بيا په ټوله
كيك باندي پېروى و موږى او د كيك پر سر باندي په قيف كي
پېروى واچوى يا په يوه كلكه كڅوړه كي پېروى واچوى سر يې
ور وتړى او يو كوچنى سورى ور كړى بيا كوچني كوچني ګلان د
كيك پر سر باندي جوړ كړى. او د ګلانو پر سر باندي لږلږ د آلو بالو
مربا كښېږدى او د كيك پر شا و خوا باندي ميده سوي چاكلېټ و پاشى

كشمش كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ لس دانې 2- ترميده اوړه دولس كاچغي 3- بوره ( 200 ) ګرامه 4- كوچي يا غوړي ( 200 ) ګرامه 5- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي 6- ميده سوي جوز دوې كاچغي 7- سره كشميش دوې كاچغي 8- د سنـګترې د پوست مربا دوې كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- كوچي سره و وهى چي پاسته سي. بيا لږلږ بوره ور اچوى او سره ګډوى يې وروسته د هګۍ ژړ دانه دانه ور اچوى او سره وهى يې ( بايد ښه ځېر سي كله چي مو يوه دانه د هګۍ ژړ ور واچول ښه يې په كوچي كي و وهى بيا بله ور ماته كړى ) د هګۍ سپين په بېل لوښي كي اچوى. كله چي هګۍ ژړ خلاص سول بيا بيكينـګ پوډر كشميش او جوز د هګۍ و ژړ ته واچوى. بيا د هګۍ سپين دومره سره و وهى چي ځګ وګرځي بيا دا هم د هګۍ د ژړ سره ګډوو او په چټكي سره اوړه ور واچوى او سره ويې وهى او په قالب كې واچوى. بيا يې د يو ساعت دپاره كښېږدى چي پوخ سي. كله چي كيك پوخ سو او ښه وپړسېدى بيا يې را واخلى كښېږدى چي سوړ سي. وروسته يې د غالب څخه را وباسى كيك تيار دى.


د مستو كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ څلور دانې 2- مستې يو ګيلاس ( چي ښه خټه او خوږې وي )
3- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه 4- بوره ( 200 ) ګرامه 5- بيكينـګ پوډر نيمه كاچغه 6- غوړي ( 150 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او سپين سره بېل كړى. د هګۍ ژړ د بورې سره ګډ كړى ا و سره ويې وهى تر څو رنـګ يې سپين واوړي. غوړي هم په كاچغه باندي و وهى چي پاسته سي د هګۍ سپين بيل سره و وهى چي ځګ وګرځي. بيكينـګ پوډر په مستو كي واچوى او سره و يې وهى وروسته بيا په چټكي سره اوړه ور واچوى او سره ګډ يې كړى. ژر يې په غوړ سوي قالب كي واچوى او بيا يې د يو ساعت دپاره كښېږدى چي پوخ سي. كله چي كيك ښه پوخ سو او رنـګ يې طلايي واوښتى بيا يې را واخلى او كښې يې ږدى چي سوړ سي د غالب څخه يې را وباسى او پر سر باندي د كريمو ګلان جوړ كړى.

د يوې هګۍ كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ يوه دانه 2- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه 3- شيدې يو كوچنى بوتل 4- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي 5- بوره ( 200 ) ګرامه 6- ويلي سوي غوړي ( 100 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى يو ګردى قالب غوړ كړى. بيا هګۍ بوره بيكينـګ پوډر غوړي دا ټوله سره ګډ كړى او ښه يې سره و وهى چي بوره يې حل سي. او وروسته بيا شيدې ور واچوى او سره وې وهى بيا اوړه ور واچوى او سره وې وهى تر څو ښه سره ګډ سي. بيا دغه مواد په قالب كي واچوى او يو ساعت يې كښېږدى چي كيك پوخ سي. كيك بايد بيخي وپړسېږي او رنـګ يې سور سي بيا يې را واخلى كښېږدى چي سوړ سي. كله چي سوړ سو قالب چپه را واړوي او كيك يې په غوري يا غټ ګردي غاب كي ځني واچوى او پر سر باندي لږ د بورې پوډر ور وپاشى.

جوزي كيك
لازم مواد :-
1- هګۍ شپږ دانې 2- اوړه ( 250 ګرامه ) 3- تر ماشين ايستل سوي جوز
(125 ګرامه) 4- كوچي ( 150 ګرامه ) 5- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي
6- بوره ( 200 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- لومړى قالب غوړ كړى ا و لږ اوړه پر وپاشى او تيار
يې كښېږدى. بيا كوچي په كاچغه و وهى چي لږ پاسته سي د هګۍ سپين
او ژړ سره بېل كړى هګۍ ژړ د بورې او بيكينـګ پوډر سره ګډ كړى
او سره وې وهى تر څو د هګۍ رنـګ سپين و ګرځي. د هګۍ سپين بېل
په بل لوښي كي سره و وهى چي ځګ وګرځي. بيا كوچي د هګۍ ژړ
او سپين سره ګډوو بيا اوړه او جوز ور اچوو او سره ګډوو يې او په قالب
كي يې اچوو او بيا يې د يوه ساعت لپاره ايږدو تر څو كيك پوخ
سي وروسته له يوه ساعت يې را واخلى او پرې يې ږدى چي سوړ سي
كله چي كيك سوړ سو بيا د دوو درو هګيو سپين ښه په يوه لوښي
كي و وهى چي بيخي ځګ وګرځي بيا دوې كاچغي د بورې پوډر
ور واچوى او سره ګډ يې كړى. دغه د هګيو سپين د كيك پر سر باندي
ور واچوى او پر وموږى اويو څه د بادام خلال يې پر سر ور وپاشى او
كيك د دوهم ځل لپاره پنځلس دقېقې كښېږدى. چي د
بادام خلال او د هګۍ سپين لږ برشته او بادامي سي بيا يې را وباسى
او كښېږدى چي سوړ سي كله چي سوړ سو د قالب څخه يې را وباسى
كيك تيار دى.

كـريمـونـه
د كريم جوړېدو ترتيب
لازم مواد :-
1- پېروى ( 75 ګرامه ) 2- د بورې پوډر يوه كاچغه 3- د هګۍ سپين
يوه دانه.
د جوړېدو ترتيب :- پېروى او بوره سره ګډ كړى او لوښي يې پر يخي باندي كښېږدى او په پنجه يې وهى تر هغه مهاله چي لكه كريم داسي سي بيا د هګۍ سپين بېل په بل لوښي كي سره و وهى تر څو لكه ځګ داسي سي بيا يې و پېروي ته واچوى او ښه يې سره ګډ كړى.
كريم تيار دى.

انـګليسي كريم
لازم مواد :-
1- د هګۍ ژړ پنځه دانې 2- شيدې يوه پېمانه 3- بوره ( 125 ګرامه ) د دې موادو څخه دوې پېمانې كريم جوړيږي.
د جوړېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ او بوره سره ګډه كړى او ښه يې سره
و وهى تر څو د هګۍ رنـګ سپين و ګرځي بيا شيدې و ايشوى او د شيدو
اور ور خام كړى او د هګۍ ژړ لږلږ و شيدو ته اچوى او لړى يې تر څو
كريم تاوده او خټه سي. بايد په ځېر سى چي دغه مواد ډېر ونه ايشي
تر څو دا دغسي پاسته پاته سي تاسي كولاي سى چي په دغه كريم كي
يوه كاچغه قهوه يا چاكليټ د شيدو د اېشېدو په مهال كي ور واچوى
او وروسته بيا د هګۍ ژړ ور واچوى.


بل ډول كريم
لازم مواد :- د يوې پېمانې كريم د پاره.
1- د هګۍ ژړ څلور دانې 2- شيدې يو ګيلاس 3- بوره نيم ګيلاس 4- ترميده اوړه يوه كاچغه 5- د ګلاب ( عرق ) نيمه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- د هګۍ ژړ بوره او ارغ سره ګډ كړى او سره وهى يې تر څو د هګۍ رنـګ سپين واوړي. اوړه په يوه لوښي كي واچوى او كرار كرار شيدې ور اچوى او په كاچغه يې وهى چي اوړه او شيدې سره ګډ سي بيا يې پر خام اور باندي كښېږدى او لړى يې چي لږ خټه سي بيا د هګۍ ژړ لږلږ ور اچوى او لړى يې تر څو و ايشي او ښه خټه سي بيا كريم د اور څخه راكښته كړى او كښې يې ږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بيا يې پر هر ډول كيك او نورو خوږو باندي استعمال كړى.

رويال كريم
لازم مواد :- د كيك او كلچو دپاره.
1- د هګۍ سپين دوې دانې 2- د بورې پوډر يو ګيلاس.
د جوړېدو ترتيب :- د هګۍ سپين ښه سره و وهى تر څو لكه ځګ
داسي سي بيا د بورې پوډر لږلږ ور اچوى او ښه يې سره ګډ كړى.
وروسته دغه لوښي په يوه بل لوښي كي چي اېشولي اوبه پكښي
وي كښېږدى. او څو دقيقې يې پر اور باندي كښېږدى او لړى يې تر څو
دا كريم خټه سي او لكه كريم داسي سي كه چيري ليمو وي په پاي
كي يو څو څاڅكي د ليمو اوبه ور واچوى.
ساده كيك
لازم مواد :-
1- ويلي غوړي نيم ګيلاس 2- بوره يو ګيلاس 3- د چرګي هګۍ درې دانې 4- اوړه دوه ګيلاسه 5- شيدې د ګيلاس دريمه برخه 6- بيكينـګ پوډر دوې د چايو كاچغي 7- وانيل يا هېل لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوړي او بوره سره واچوى ښه يې سره و وهى بيا هګۍ ور ماتي كړى دومره يې سره و وهى چي لكه كريم داسي سي بيا شيدې ور واچوى وروسته بيا پيكينـګ پوډر او اوړه سره ګډ كړى او ور وايې چوى او ښه يې سره ګډ كړى يا يې د كيك دېګ چي د مخه مو لا ګرم كړى دى ور واچوى په 40 يا 50 دقيقې كي پخېږي.
د كوپړې خوږه
لازم مواد :-
1- ميده سوې كوپړه 250 ګرامه 2- كهويا 250 ګرامه 3- شيدې نيم ګيلاس 4- كيوړه يوه كاچغه 5- هېل شپږ دانې 6- غوړي دوې د ښوروا خوري كاچغي 7- خوږ رنـګ لږ څه 8- بوره 250 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- كوپړا ميده كړى بيا په يوه دېګ كي يو پاو اوبه او بوره واچوى او ښه يې و اېشوى چي خټه شربت ځيني جوړ سي بيا كوپړا ور واچوى او ښه يې په كاچغه سره ګډ كړى چي ښه ګډ سول بيا كهويا او شيدې ور واچوى او بيا يې په كاچغه ښه سره و وهى چي اوبه يې وچي سي او ښه خټه سي لكه كهويا وروسته بيا هېل او رنـګ ور واچوى كيوړه ور واچوى او په يوه غټ پتنوس كي غوړي واچوى او ښه يې غوړ كړى بيا دغه تيار سوي مواد پكي واچوى تر څو ساړه سي كله چي ساړه سول هر رنـګه چي ستاسي خوښه وي هغسي يې ټوټگـې ټوټگـې كړى.


د جوزو خوږه
لازم مواد :-
1- د جوزو مغز 250 ګرامه 2- شيدې يو كيلو 3- كهويا 250 ګرامه 4- بوره 250 ګرامه 5- غوړي دوې كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- شيدې د پخېدو دپاره پر اور باندي كښېږدى دومره يې و ايشوى چي د يو كيلو څخه يونيم پاو پاته سي بيا بوره ور واچوى كله چي د بورې اوبه وچي سوې جوز ميده كړى ور وايې چوى. د جوزو مغز بايد ښه ميده سي او بيا په كاچغه ښه و وهل سي كله چي د جوزو مغز د بورې او شيدو سره ښه حل سول بيا كهويا ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى. او ښه يې حل كړى. كله چي دا ټوله شيان يو ډول سول بيا په يوه پتنوس كي لږ غوړي واچوى او غوړ يې كړى وروسته دغه مواد پكي واچوى چي ساړه سي كله چي ساړه سول هر څنـګه چي ستاسي خوښه وي هغسي يې ټوټه ټوټه كړى.

ګلاب جامن
لازم مواد :-
1- كهويا 250 ګرامه 2- پوڅه 125 ګرامه 3- بوره 125 ګرامه 4- غوړي
250 ګرامه 5- هېل دولس دانې 6- سوډا نيم د چايو كاچغه 7- ترميده اوړه دوې غټگـي كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- كهويه او پوڅه ښه سره ګډه كړى او په لاسو يې
دومره سره وموږى چي سره يو ډول سي بيا نو هېل ميده كړى او ور
وايې چوى ترميده اوړه سوډا يا بيكينـګ پوډر هم ور واچوى او وايې
غږى او نيم ساعت يې دغسي كښېږدى. بورې ته اوبه واچوى او
خټه شربت ځيني جوړ كړى چي تار وكړي. وروسته بيا په كړايي كي
غوړي واچوى چي سره سي كله چي سره سول اور يې ور خام كړى بيا
نو د اخښل سوي پوڅي او كهويې څخه كوچني ګردي ګردي غټگـيان جوړ كړى او په غوړو كي يې سرې كړى. كله چي سره سول را ويې كاږى او په تيار سويو شربتو كي يې واچوى او په كاچغه يې په شربتو كي
ډوب كړى بيا يې ساده يا تاوده وخورى.

رس ګلا
لازم مواد :-
1- خټه بې اوبو شيدې دوه كيلو 2- كهويا 125 ګرامه 3- ترميده اوړه 125 ګرامه 4- بوره يو كيلو 5- هېل دولس دانې 6- ليمو يوه دانه.
د پخېدو ترتيب :- شيدې د پخېدو دپاره پر اور كښېږدى. كله چي و اېشېدلې د ليمو اوبه ور واچوى چي د شيدو اوبه بيلي سي او پوڅه يې بيله سي بيا د هغه څخه پوڅه جوړه كړى بيا پوڅه كهويه او ميده سره ګډه كړى او په لاس يې ښه وموږى چي ټوله سره يو سي هر څومره چي په لاس كي دا مواد ډېر وموږى هغومره رس ګلا ښه نرم راځي وروسته بيا هېل سپين كړى او هغه مهال چي رس ګلا غټگـي كوى په دغه مهال كي يې يوه دوې دانې پكښي ايږدى. وروسته بيا په بوره كي اوبه واچوى او خټه شربت جوړ كړى او دغه رس ګلا ور واچوى او په شربتو كي يې پخې كړى. كله چي وپړسېدل را ويې باسى او كښېږدى كله چي ساړه سي
بيا يې وخورى.

لـډو
لازم مواد :-
1- دال نخود نيم كيلو 2- بوره 750 ګرامه 3- بيكينـګ پوډر 25 ګرامه
4- مستې نيم ګيلاس 5- شيدې 125 ګرامه 6- غوړي د سره كېدو لپاره
7- هېل پنځلس دانې 8- زربرخ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- دال نخود پاك كړى او ماښام يې خشته كړ. چي دال نخود خشته سول وپړسېدل پرېمنځى او ښه يې وكوټگـى چي دانه يې پاته نسي كله چي ښه ميده سول بيا يې تر ټوكره وچوڼگـى بيا په دغه دال كي لږ غوړي واچوى او ښه يې ورسره ګډ كړى بيا نو مستې شيدې او بيكينـګ پوډر ور واچوى دونه يې سره و وهى چي ځګ وكړي او لكه اوړه داسي سي وروسته بيا په بوره كي يو پاو اوبه واچوى او و اېشوى چي خټه شربت ځني جوړ سي بيا پر اور باندي كړايي كښېږدى او په هغه كي ډېر غوړي واچوى كله چي غوړي سره سول پر كړايي باندي غټ غلبېل يا صافي كښېږدى او په هغه كي تيار سوى دال نخود واچوى او غلبېل سره وښوروى تر څو دال نخود ځيني څاڅكي څاڅكي توي سي دا څاڅكي په ډېر چټكي سره سره كړى او ژر يې را وباسى په شربتو كي يې واچوى ډېر يې مه سره كوى چي د ډېرو سره كېدو څخه يې رنـګ هم سم نه راځي او لډو هم سم نه راځي. كله چي دغه بريان سوى دال نخود په شربتو كي خشته سول را وې باسى كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول هېل سپين كړى او د هغه دانې ور واچوى او د لډو غټگـي ځني جوړ كړى كله چي وچ سي زربرغ پر كښېږدى لډو تيار دى.

د نخودو د اوړو لډو

لازم مواد :-
1- د نخودو اوړه نيم كيلو 2- غوړي 375 ګرامه 3- بوره نيم كيلو 4- هېل شل دانې 5- پسته څو دانې.
د پخېدو ترتيب :- د نخودو اوړه ښه په غوړو كي سره كړى. كله چي ښه سره سول بوره ښه ميده كړى او ور وايې چوى او راكښته يې كړى. دونه يې سره ګډ كړى چي بوره او د نخودو اوړه يو رنـګه سي بيا يې كښېږدى چي لږ ساړه سي وروسته د هېل دانې ور واچوى او ګردي ګردي لكه جوز داسي لډو جوړ كړى. پر سر باندي يې پسته ميده كړى او پر وايې چوى او زربرغ كاغذ پر كښېږدى او را وايې خلى.

ګوش فيل

لازم مواد :-
1- هګۍ دوې دانې 2- اوړه يو كيلو 3- بيكينـګ پوډر يا سوډا نيمه
د چايو كاچغه 4- شيدې يو ګيلاس 5- ميده سوې بوره يونيم ګيلاس
6- غوړي د سره كېدو لپاره .
د پخېدو ترتيب :- لومړى په يوه لوښي كي هګۍ ماتي كړى بيا نيم ګيلاس غوړي ور واچوى او غلبېل سوي ترميده اوړه او بيكينـګ پوډر ور واچوى دا مواد ښه په لاسو كي سره وموږى چي اوړه غوړي او هګۍ ټول سره ګډ سي. وروسته يې بياه په شيدو كلك واغږى او لوند ټوكر يې پر سر ور واچوى او د يو يا دوو ساعتو لپاره يې دغسي كښېږدى چي اوړه يې سره وغوړيږي وروسته بيا د دغه اوړو څخه كوچنۍ زوالې واخلى د آش ګز يا ماشين په واسطه يې نازك ورغ كړى او بيا يې په چاړه باندي دوه ځايه يا څلور ځايه پرې كړى ( يا څنـګه چي ستاسي خوښه وي هغسي يې پرې كړى) او په لاس باندي چين ور كړى دا ټوله په دغه ډول جوړ كړى او پر يوه لانده ټوكره باندي يې كښېږدى. وروسته بيا غوړي په كړايي كي واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي غوړي سره سي كله چي غوړي سره سول ګوش فيل ور واچوى او سره يې كړى خو ډېر يې مه سره كوى چي ژړ سول را وې باسى او ميده سوې بوره او هېل پر وپاشى دا ګوش فيل تر ډېره وخته ساتل كيږي او كلكيږي نه.
نوټ :- كه د ګوش فيل د ښكلا لپاره ميده سوې پسته پر وپاشى ډېر به ښه وي.

برنجي كلچې
لازم مواد :-
1- ميده سوې بوره نيم كيلو 2- غوړي نيم كيلو 3- د هګۍ سپين يوه دانه
4- د ورجو اوړه نيم كيلو 5- ترميده اوړه يو كيلو 6- سوډا يا بيكينـګ پوډر نيمه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى غوړي او بوره ښه په لاس سره وموږى وروسته د هګۍ سپين ور واچوى بيا سوډا او د ورجو اوړه او ترميده اوړه ور واچوى او ښه يې سره ګډ كړى. بيا نو كوچنى څلور كونجه كاغذ را واخلى او د دغه موادو څخه د يوې هګۍ په اندازه را واخلى او پر كاغذ باندي يې كښېږدى بيا يې په ارغوي باندي لږ كښېكاږى مخ يې په چاړه باندي ور نقش كړى او په داش كي يې كښېږدى چي پخې سي خو مخ يې سورنسي.

مـالـيـده
لازم مواد :-
لومړى اوړه كلك واغږى او پتيره ځيني پخه كړى بيا دغه پتيره په لاسو باندي ښه سره وموږى چي ميده سي كله چي ماليده جوړه سول بيا يې تر غلبېل وباسى او وروسته بيا غوړي سره كړى او د ماليدې سره يې ګډ كړى او ميده سوې بوره او هېل هم ورسره ګډ كړى ماليده تياره ده.
روټ

لازم مواد :-
1- بوره نيم كيلو 2- غوړي نيم كيلو 3- ترميده اوړه يونيم كيلو 4- هګۍ دوې دانې 5- شيدې يونيم ګيلاس 6- بيكينـګ پوډر يا سوډا يوه كاچغه 7- خشخاش او سياه دانه لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى بوره او غوړي سره ګډ كړى بيا هګۍ ور ماتي كړى او شيدې ور واچوى وروسته بيا سوډا او اوړه ور واچوى لكه د ډوډۍ اوړه داسي يې واغږى. بيا نو د يوه روټ په اندازه زواله واخلى او داش چي مو مخكي لا غوړ كړى و په هغه كي يې د روټ په شكل ګردۍ هواره كړى او د روټ مخ په شيدو باندي ور غوړ كړى او پر سر باندي خاشخاش او سياه دانه و پاشى.

مـټگـايـي
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه نيم كيلو 2- بيكينـګ پوډر يا سوډا يوه د چايو كاچغه
3- خوږ ژړ رنـګ لږ څه 4- شيدې نيم كيلو 5- پوره دوه كيلو.
د پخېدو ترتيب :- ترميده اوړه تر غلبېل وباسى بيا بيكينـګ پوډر يا سوډا ور واچوى او بيا يې غلبېل كړى تر څو چي بيكينـګ پوډر ښه ورسره ګډ سي بيا دغه ترميده اوړه په شيدو كي واچوى او لكه كريم داسې خټه جوړ كړى. بيا په بوره كي لږ اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى خټه شربت ځني جوړ كړى او رنـګ ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى. بيا په كړايي كي غوړي واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي سره سي كله چي سره سول په كفګير باندي اوړه را اخلى او كفګير پر كړايي باندي ټكوى چي اوړه څاڅكي څاڅكي غوړو ته توى سي دا په غوړو كي ډېر مه سره كوى چي لږ ژړ سول را باسى يې او په شربتو كي يې اچوى چي شربت يې جذب كړل را وې باسى مټايان تيار دي.

كـريم رول
لازم مواد :-
1- ويلي غوړي د يوه ګيلاس دريمه برخه ( 70 ګرامه )
2- اوړه يونيم ګيلاس ( په هغه اندازه چي اوړه كلك سي )
3- د هګۍ ژړ دوې دانې.
4- بيكينـګ پوډر يوه د چايو كاچغه
5- شيدې 10 د ښوروا خوري كاچغي
6- د بورې پوډر 2 د ښوروا خوري كاچغي
7- وانيل يوه د چايو كاچغه
8- مالګه لږ څه
9- كريم يا پېروى د رول د ډكېدو لپاره
د پخېدو ترتيب :- ويلي غوړي او د هګۍ ژړ سره و وهى بيكينـګ پوډر په شيدو كي حل كړى هګۍ ته يې واچوى. بيا وانيل او مالګه ور واچوى او په پاي كي بيا اوړه ور واچوى او وې اغږى چي د هغه څخه داسي اوړه په لاس راسي چي په لاسو پوري ونه مښلي. بيا يې په يوه نايلون ټوكره كي وپېچى او د يوه يا دوو ساعتو لپاره يې كښېږدى. وروسته يې بيا را واخلى په آش ګز باندي يې هوار كړى. كله چي مو هوار كړل بيا يې په بره د يوې سانتۍ په اندازه اوږده اوږده پرې كړى او پر مخصوص غوړ سوي قالب باندي يې په اُفقي ډول وپېچى بيا نو د هګۍ ژړ چي مخكي مو سره وهلي وي په برس باندي پر وموږى او په داش كي يې كښېږدى چي پاخه سي كله چي پاخه سول قالب ځني ابسته كړى او منځ يې د كريم څخه ډك كړى پر سر يې د بورې پوډر ور وپاشى كريم رول تياره دى.

جـلـبـۍ
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه نيم كيلو 2- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه 3- ژړ رنـګ لږ په دوو ګوتو كي 4- شيدې نيم كيلو 5- بوره دوه كيلو.
د پخېدو ترتيب :- ميده تر غلبېل وباسى بيا بيكينـګ پوډر يا سوډا ور واچوى او بيا يې غلبېل كړى تر څو چي بيكينـګ پوډر ورسره ښه ګډ سي. وروسته بيا دغه ترميده اوړه په شيدو كي واچوى او لكه كريم داسې خټه جوړ كړى بيا په بوره كي لږ اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى خټه شربت ځني جوړ كړى او رنـګ ور واچوى او د اور څخه يې راكښته كړى بيا په يوه كوچنۍ چاينكه كي دغه واچوى او كړايي پر اور كښېږدى غوړي
پر اور كښېږدئ او غوړي ور واچوئ كله چي غوړي سره سول چاينكه راواخلئ او پر چوښكه يې ګوته ونيسئ او د كړايي پر سر باندي ګوته ځني ليري كړئ كريم غوړو ته ورتوى كړئ او ګردۍ ګردۍ جلبۍ ځني جوړي كړى. جلبۍ ډيري مه سرې كوى، سپيني سپيني يې را باسى او په خټه شربتو كي يې چي تار كوي ور واچوئ او د نيم ساعت لپاره يې پكښي كښگـېږدى. چي شربت ښه په هډ واخلي بيا يې را وباسى جلبۍ تياري دي. تودې تودې يا سړې يې وخورى.

كـجـور
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه يونيم كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- غوړي يو كيلو 4- بيكينـګ پوډر يوه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- په ترميده اوړو كي دوه نيم سوه ګرامه غوړي او بيكينـګ پوډر واچوى، سره ګډ يې كړى بيا يې د يوه ساعت لپاره دغسي كښېږدى بيا بوره ور واچوى او په شيدو يې كلك واغږى، بيا د دغو اوړو څخه كجور جوړ كړى او په غوړو كې يـې سره كړى.

برفي يا شيرپېړه
لازم مواد :-
1- كهويا يو كيلو 2- بوره يونيم كيلو.
د پخېدو ترتيب :- بورې ته دوه نيم سوه ملي ليټره اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى. په كاچغه يې لړئ تر څو د بورې دانه اوبه سي او خټه شربت ځني جوړ سي. بيا په دغو شربتو كي كهويا واچوى او په كاچغه يې ښه ولړى، چي بوره او كهويا ښه سره ګډه سي، بيا يو پتنوس غوړ كړئ او برفي پكښي واچوى، چي ساړه سي بيا پسته ميده كړئ پر سر يې ورواچوى او په چاړه باندي يې لوز لوز پرې كړئ او زربرغ يې پر سر ور كښېږدى.
يادونه :- ( كه دغه شيرپېړه د يو څو ورځو لپاره ساتئ نو يوڅه غوړي هم ور واچوئ چي كلكه نه سي ).

خوږې سمبوسې

لازم مواد :-
1- ترميده اوړه نيم كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- بوره 275 ګرامه 4- د سيبو مربا 125 ګرامه 5- د زردكو مربا 275 ګرامه 6- كشميش، پسته، بادام 250 ګرامه 7- كوپړا ( 250 ) ګرامه 8- هېل نميه د چايو كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- د سيبو او زردكو مربا يا تر ماشين وباسى يا يې په لاس كي وموږى چي خوړينه سي. بادام خشته كړى او بيا يې لږ سره كړى. كوپړا هم خشته كړى او بيا يې ميده كړى پسته هم ميده كړى. د هېلو داني هم را وباسى او دا ټوله شيان په مرباه كي واچوى سره ګډ يې كړى او كښېږدى. وروسته بيا ترميده اوړه وچوڼگـى او مالګه ور واچوى او په شيدو يې كلك واغږى او بيا يوه كاچغه غوړي ور واچوى او په اوبو لاس لوند كړى اوړه ښه په واغږى. په بوره كي اوبه واچوى او خټه شربت ځيني جوړ كړى بيا يې راكښته كړى چي ساړه سي كله چي ساړه سول د مرباه سره يې ګډ كړى. د اوړو څخه كوچنۍ لكه جوز داسي زوالې واخلى او په آش ګز باندې نازكي كړى بيا يې په چاړه باندي پر منځ پرې كړى يوه ټوټه يې په لاس كي كښېږدى. د دې په منځ كي يوه كاچغه جوړه سوې مربا واچوى او دواړه خواوي يې ور بندي كړى او ګوته په اوبو لنده كړى او د سمبوسې شا و خوا ښه په بنده كړى چي د سره كېدو په مهال كي خلاص نه سي دا ټولي سمبوسې دغسي جوړي كړى او پر يوه لانده ټوكره يې كښېږدى. وروسته بيا په كړايي كي غوړي واچوى او دا سمبوسې بادامي رنـګه پكښې سرې كړى او را وېكاږى ډېري يې مه سرې كوى.

خطايي كلچې
لازم مواد :-
1- ډېر ښه تازه ترميده اوړه 250 ګرامه 2- كوچي 250 ګرامه 3- بوره 250 ګرامه 4- بيكينـګ پوډر يوه د چايو كاچغه 5- ونيلا اسينس د ضرورت په اندازه 6- د بادام مغز ( 50 ګرامه )
د پخېدو ترتيب:- كه چيري ستاسي څخه داش وي خو په ( 250 ) درجه كي يې ولګوى چي تود سي كه داش نه وه سكاره په انـګيټگـۍ كي تازه كړى پدې چي اور يې تيار وي بيا بوره ميده كړى او د خاصې تر ټوكره يې وباسى چي غټه دانه پكښي نه وي. بادام هم په ګرمو اوبو كي واچوى او سپين يې كړى او ميده يې كړى ترميده اوړه هم وچوڼگـى او په چوڼولو ترميده كي بيكينـګ پوډر ور واچوى او بيا يې څو واره وچوڼگـى بيا ميده چوڼولې بوره په يو ارت خولي لوښي كي واچوى او يو پاو كوچي ور واچوى او په كاچغه يې ښه حل كړى تر دغه اندازې يې سره و وهى چي بوره ټوله حل سي او بيخي لكه ځګ داسي سي. د خطايي مساله چي هر څومره ښه سره ګډ سي هغومره خطايي ښه نرمي او اعلي راځي. وروسته بيا لږلږ ترميده اوړه ور اچوى او په لاسو يې ښه سره واغږى بيا نو هر څومره چي ستاسي خوښه وي اسينس او بادام ور واچوى كله چي دا ټوله سره ګډ سول بيا نو كوچنۍ ټيكۍ يا كلچې ځني جوړي كړى او په دېګ يا د داش په قالب كي يې په لږ فاصلې سره و وډى بيا نو دغه دېګ يا قالب په داش يا د سكرو په انـګېټگگـۍ باندي كښېږدى پر سر يې سكاره ور تازه كړى يو ساعت وروسته يې وګورى چي خطايي پخې دي يا نه يوه دانه داسي چپه واړوى وې ګورى چي لاندي خوا يې سره سوې ده كه يې لاندي خوا بادامي سوې وه خو خطايي پخې سوي دي كه نه پنځلس دقيقې يې نور كښېږدى.

سـنـدل
لازم مواد :-
1- شيدې يو كيلو 2- بوره يو كيلو 3- پېروى يو ګيلاس 4- هېل لس دانې 5- پسته بادام لږلږ.
د پخېدو ترتيب :- لومړى شيدې په دېګ كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى. كله چي شيدې و اېشېدلې بوره او پېروى ور واچوى او ښه يې و ايشوى چي شيدې يې وچي سي او ورسره په كاچغه يې لړى پدې چي بوره ژر سوځي او بيخ نيسي كله چي دا لكه نرۍ حلوا داسي سول پتنوس غوړ كړى او دېګ د اور څخه راكښته كړى ميده سوي هېل ور واچوى او په پتنوسس كې واچوى پر سر يې پسته او بادام وشيندى.
نوټ :- كه پېروى نه وي يوه غټه كاچغه غوړي ور واچوى.

بـغـلاوه
لازم مواد :-
1- ډېر ښه ترميده اوړه يا پف پسټري نيم كيلو 2- غوړي اته غټگـي كاچغي
3- د جوزو مغز اته كاچغي ميده سوي 4- بوره دوې غټگـي كاچغي 5- د شربتو د پاره بوره د ضرورت په اندازه 6- شات څلور غټگـي كاچغي 7- د ليمو اوبه نيم ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- بوره ليمو او اوبه سره واچوى او ښه خټه شربت ځني جوړ كړى او تيار يې كښېږدى.
لومړى تر هر څه د مخه ( پف پسټرى چي په پاكستان هندوستان او نورو خارجي ممالكو كي د كلچه فروش څخه لاس ته راوړاى سى ) كه هغه نه وي نو ترميده اوړه سره لږ غوړي او بيكينـګ پوډر واچوى او لكه د ګوشفيل اوړه داسي واغږى او هغه بيا په ماشين يا آش ګز باندي نازك كړى او لوزي يې پرې كړى او پر هر ورغ باندي لومړى غوړي وموږى او بيا په برش باندي د جوزو ميده پر وهى او بيا بل ورغ همداسي وكړى پنځه سپږ ورغه سر پر سر سره كښېږدى او بيا يې په داش كي د نيم ساعت لپاره كښېږدى چي پاخه سول را وې باسى او كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول شيره ( شربت ) يې پر سر ور واچوى او شپږ اوه ساعته يې دغسي كښېږدى تر څو شربت جذب كړى.

ګول كپه ( پاپړي )
( ګول كپې د هندوستان ډېر ښه خواړه دي چي په هره كوڅه او بازار كي خرڅيږي او خلـګ يې ډېر خوري )
لازم مواد :-
1- اوړه 250 ګرامه 2- مالګه لږ څه 3- غوړي د سره كېدو لپاره 4- اېشولي پټاټگـې يو كيلو 5- اېشولي نخود نيم كيلو 6- مستې نيم كيلو.
د پخېدو ترتيب :- لومړى اوړه ښه كلك واغږى او بيا يو لوند ټوكر پر واچوى يو دوه ساعته يې دغسي كښېږدى بيا يې را واخلى د دوهم ځل دپاره يې ښه مشته كړى وروسته له هغه يې لږ اوړه را واخلى او په لاس كي ښه وموږى يا يې په لرګي باندي هواره كړى بيا يې بيرته زواله كړى څو پلا يې داسي وكړى بيا د هغه څخه كوچنۍ لكه مردكي داسي ګردى زوالې جوړي كړى. وروسته يې په آش ګز باندي كوچنۍ ټيكۍ ځني جوړي كړى او پر يوه ټوكره باندي يې كښېږدى كله چي مو ټولي ټيكۍ جوړي كړې بيا په كړايي كي غوړي سره كړى او دوې درې دانې پكښي سرې كوى دا پرسيږي داچي ټوله تيار سول بيا نو دغه ګول كپې سورۍ كوى او لږ پټاټگـې او نخود ور اچوى او ګول كپې د ګول كپو د اوبو څخه يې ډكي كړى او وې خورى.
( كه چيري خوږ رُب يا اچار ورسره وي هم ډېر ښه خوند كوي

دګول كپي د اوبو جوړولو ترتيب
لازم مواد :-
1- املي ( تمل ) 200 ګرامه 2- تور مرچ يو څو دانې 3- زيره نيمه د چايو كاچغه 4- د ګشنيز تخم نيمه د چايو كاچغه 5- تازه نعناع لږڅه 6- تازه ګشنيز لږ څه 7- توره مالګه لږ څه 8- مالګه او سره مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- لومړى املي خشته كړى مندكي او ريښې يې ځني
ليري كړى او په يو كيلو اوبو كې واچوى. سپينه زيره، د ګشنيز تخم، مرچ
پر تاوه باندي لږ بريان كړى او بيا يې ميده كړى. نعناع كه تازه وي د د ګشنيز سره يې تر ماشين وباسى. دا ټوله شيان د املي و اوبو ته واچوى توره مالګه او سپينه مالګه هم ور واچوى وې لړى د ګول
كپي اوبه تياري دي.

نـمـكـين
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه نيم كيلو 2- غوړي نيم كيلو 3- مالګه لږ څه 4- تور مرچ پنځه ويشت دانې 5- سوډا لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- ترميده اوړه وچوڼگـى مالګه او سوډا ور واچوى او په لاسو يې لږ سره ګډ كړى بيا لږ غوړي تاوده كړى او اوړو ته يې واچوى او ښه يې په لاسو سره ګډ كړى. كله چي اوړه او غوړي سره يو ډول سول بيا لږلږ اوبه يا شيدې ور اچوى او ښه كلك يې واغږى وروسته د دغه اوړو څخه كوچنۍ كوچنۍ ټيكۍ جوړي كړى يا په هر ډول چي ستاسي خوښه وي هغسي جوړي كړى او تور مرچ ميده كړى او د هري ټيكۍ په منځ كي لږلږ اچوى او په آش ګز باندي ټيكۍ نازكه كړى بيا يې په غوړو كي سره كړى. دا نمكين د چايو سره ډېر ښه خوند كوي.


نمك پارې
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه نيم كيلو 2- غوړي نيم كيلو 3- زيره دوې كاچغي 4- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- اوړه غلبېل كړى او په هغه كي دوې كاچغي غوړي واچوى او ښه يې په لاسو سره ګډ كړى. زيره هم ور واچوى او د مالګي په اوبو يې ښه كلك واغږى او ښه ډېر مښت وركړى. بيا د دغه اوړو څخه كوچنۍ كوچنۍ زوالې واخلى او په آش ګز باندي ګردۍ ټكۍ ځني جوړي كړى. وروسته د جوړېدو يې په چاړه باندي كوچنۍ كوچنۍ لوزي پرې كړى د نمك پارې په ډول بيا په كړايي كي غوړي واچوى او دغه نمك پارې پكښي سرې كړى.

روغانۍ يا ( خطايي ډوډۍ )
لازم مواد :-
1- ترميده اوړه 250 ګرامه 2- غوړي 125 ګرامه 3- بوره 125 ګرامه
4- بيكينـګ پوډر يا سوډا لږ 5- د هګۍ ژړ يوه دانه.
د پخېدو ترتيب :- اوړه غوړي او بوره سره ګډ كړى بيكينـګ پوډر
ور واچوى او ښه كلك يې واغږى بيا د دې څخه كوچنۍ كوچنۍ
ګردۍ كلچې جوړي كړى او د هګۍ ژړ يې پر مخ ور و وهى په داش
يا تنور كې پخې كړى.

ماچې يا سيميان
لازم مواد :-
1- د نخودو ښه تازه اوړه 250 ګرامه 2- مالګه مرچ د ضرورت په اندازه
3- غوړي د سره كېدو لپاره 4- ژړ رنـګ لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- د نخودو اوړه په يوه لوښي كي واچوى يو څه اوبه ور واچوى او د پكوړو تر اوړو يې لږ كلك ونيسى مالګه او مرچ هم ور واچوى او د يو ساعت لپاره يې كښېږدى. بيا ښه ډېگـر غوړي په كړايي كي واچوى او پراور باندي يې كښېږدى. د نخودو خشته سوي اوړه د ماچو په ماشين كي واچوى كله چي غوړي سره سول ماشين د غوړو پر سر باندي ونيسى او كښېكاږى چي ماچې يې په غوړو كي توى سي. ماچې ډيري مه سرې كوى كله چي پخې سوې را وې باسى كه مساله وي پر وې دوړوى او په لاسو يې ميده كړى. بيا يې په كڅوړه كي واچوى او د كڅوړي سر ور بند كړى چي نم ونه كړي.
( كه مو سپېركۍ خوښه وي د خشته كېدو په مهال كي ورسره واچوى چي هغه يې خوند ور ښه كوي )

سرې كړي پلۍ
لازم مواد :-
1- سپيني سوي پلۍ 125 ګرامه 2- د نخودو اوړه دوې د خوړو كاچغي
3- مالګه او مرچك د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- د نخودو اوړه په يوه لوښي كي واچوى مالګه او مرچك ور واچوى او لكه د پكوړو اوړه داسې جوړ كړى خو چي ډېر نري نه وي. بيا غوړي په كړايي كي واچوى او پر اور باندې كښېږدى چي سره سي كله چي سره سول پلۍ په جوړو سوي اوړو كي واچوى او سره وېلړى چي اوړه پر ومښلي بيا يې را و باسى او په غوړو كي يې سره كړى كله چي سره سول را وې باسى. ډيري خوندوري به وي.

سره كړي نخود
نخود ماښام خشته كړى او يو څه ژړ د ماهيانو رنـګ ور واچوى
او مالګه ور واچوى او كښېږدى چي خشت وكاږي سهار يې را واخلى
اوبه يې ځني وننوى او په يوه ټوكره باندي يې يو څه وچ كړى بيا
په كړايي يا دېګ كي يو څه ډېر غوړي واچوى چي سره سي كله
چي سره سول نخود ور واچوى چي سره سي كله چي نخود سره سول
د غوړو پر سر راځي بيا يې د غوړو څخه را وباسى په يوه جالۍ يا
صافي كي واچوى او پر سر يې سره مرچك او مالګه ودوړوى. دا نخود زموږ خلګ زياتره په اخترو كي خوري.

سره كړي دال نخود يا ماش

دال نخود او ماش هم د نخودو په ډول خشته كيږي او سره كيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery