مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

ژباړونکى زيار

ژباړه سره له دې چې په خپله هغې ژبې ته چې ژباړه پرې کېږي، ګټوره نه پرېوزي، بلکې ژبې ته لا ډېر زيان او تاوان پېښوي. په خپله د استاد زيار خبره ((ژباړه د پښتو پښتۍ ماتوي)) او له همدې کبله پر پردو بهرنيو ژبو له لاسبري سره سره ژباړې ته زړه نه ښه کوي او پرځاى يې څېړنې او پنځونې ته زيات ارزښت ورکوي. خو بيا هم د ژباړې له لارې کېدى شي، موږ له نړيوالې پوهې او فرهنګ سره اړيکي ټينګ کړو، نور له خپل فرهنګ څخه خبر کړو او د نورو له هغه څخه خپل ځان. بيا هم استاد زيار د ژباړنې په برخه کې د کتنې وړ کار کړى دى، خو د ده ژباړه هسې ژباړه نه ده چې ګنې زموږ د ژبې پښتۍ به ماتې کړي. ده چې له هرې ژبې څخه پښتو ته څه راژباړلي دي، ښه يې ژباړلي دي، په ښه پښتو يې ژباړلي دي، په معياري پښتو او سوچه پښتو. دا ځکه چې ژبه د ده رسمي څانګه ده، دى په ژبه کې استاد دى. د هېواد پر لرغونو او اوسنيو څوارلسو ژونديو او نيم ژونديو ژبو يې څېړنې کړي دي او په علمي ډول پر الماني، روسي، انګليسي، عربي او نورو بهرنيو ژبو پوهېږي او بايد هم د ده په ژباړنه کې د ((خو)) ځاى نه وي.
په ژباړه کې هر ګوره له هغو کسانو څخه زياته تېروتنه کېږي، چې په پردۍ او بيا په ځانګړي ډول پر خپله ژبه علمي لاسبرى ونه لري. دا دى، دلته د استاد زيار پر ژباړيزو فعاليتونو رڼا اچوم:
پوهاند زيار له خپل ژورناليستيک فعاليت سره سم په ژباړنه لاس پورې کړى دى، چې له ١٣٣٥ څخه تر ١٣٣٧ پورې يې له دري څخه او بيا راوروسته له انګريزي او الماني څخه راز راز موضوعګانې د مقالو او کتابو په بڼه په پښتو ژباړلې دي.
دلته د استاد د ژباړو يو لنډيز راوړم، خو بيا هم يادونه کوم، چې د ده د ټولو ژباړو موندل اوسمهال يو ناشونى کار دى، ځکه چې ده له ډېر پخوا څخه په ژباړو لاس پورې کړى دى او لکه څنګه چې د ژورناليستيک فعاليت په برخه کې يې يادونه شوې ده، دمخکې کلونو د جريدو، مجلو او ورځپاڼو کلکسينونه په کتابتونونو کې نيمګړي دي. د ده د خپلې وينا له مخې له دري ژبې څخه يې لومړنۍ ژباړې پر ١٣٣٥ ل کال په انيس ورځپاڼه کې خپرې شوې دي.
له انګليسي څخه يې لومړنۍ ژباړه پر ١٣٣٧ل کال د هېواد په ورځپاڼه کې خپره شوې ده، چې د دغو کلونو د يادو شويو ورځپاڼو کلکسينونه اوس په کتابتونونو کې نه پيدا کېږي.
دا يې هم د لاسته راغلو ژباړو لنډيز:

طب او حکمت په اسلام کې:
(( طب او حکمت په اسلام کې)) د هغه اثر نوم دى، چې استاد زيار پر ١٣٣٦ل کال کله چې د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکى و، له پارسي ژبې څخه ژباړلى دى او پر ١٣٣٧ل کال د ښوونې او روزنې موسسې له خوا د خپلواکې رسالې په توګه افسيت شوى دى، د مخونو شمېر يې څه دپاسه ٦٠ ته رسېږي.
د سره کوتل ډبر ليک:
د سره کوتل ډبر ليک يوه بله ژباړه ده، چې استاد زيار له الماني ژبې څخه کړې ده. دا ژباړيز اثر د علومو اکاډمۍ له خوا د ١٠٠٠ ټوکو په تيراژ پر ١٣٦٩ کال له چاپه راوتلى دى، چې د مخونو شمېر يې ١٠٠ ته رسېږي.
پښتانه او وروڼه مليتونه:
پښتانه او وروڼه مليتونه د ديموکراتيک المان د يوه ختيځپوهاند ((بورخارد)) اثر دى چې استاد زيار هغه په پښتو ژباړلى دى. دا اثر پر ١٣٦٦ل کال د چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې له خوا په ښکلې کچه او سکښت له انځورونو او عکسونو سره د ٢٠٠٠ ټوکونو په تيراژ په دولتي چاپخونه کې چاپ شوى دى.
د نوموړي اثر متن ٩٢ مخونه لري او څه دپاسه ٢٠٠ عکسونه، انځورونه او نقشې لري. له دې پرته يې په ١٧ مخونو کې ويي پانګه راغلې، يو مخ يې د تېروتنو سمونليک او يو مخ يې نيوليک(فهرست) نيولى دى. د کتاب سرته په دوو مخونو کې په خپله د ژباړن يادښت راغلى دى. دلته د ده د پېژندګلوۍ لپاره ددغه اثر نيوليک راوړم:

مخنۍ خبرې مخګڼه
لومړى څپرکى: د اسيا ناسپړلې غوټې ٣
دويم څپرکى: پښتانه، تاجک او نورستانيان ١٣
درېيم څپرکى: د غرنيو هېوادونو لرغونى مهال ٢٣
څلورم څپرکى: د زرتشت په هېواد کې ٤٨
پنځم څپرکى: د اسلام په څپان کې ٦٧
شپږم څپرکى: د افغانستان پر لوري لار ٨٢
اووم څپرکى: يوه ګرانه پاتمړې (ميراث) ٩٦
دلته به د استاد له ژباړې سره د پېژندګلوۍ په موخه د دغه اثر له اووم څپرکي څخه ٩٥ مخ راواخلو:
((يوه ګرانه پاتمړې (ميراث):
کله چې (( وسپنيز امير)) پر ١٩٠١م کال ومړ، افغانستان تر بخارا هم وروسته پاتې و، دلته د راپاتې دوديزې (عنعني) ښوونې ترڅنګه اروپايي فرهنګ او پوهې پښې هومره ټينګې کړې وې. انګرېزانو هم د کرګري فيوډالي ټبرينو ډلو ټپلو په کچه (سطح) د خپل ((سرحدي ولايت)) پښتانه او د سويل بلوڅان له ځان سره وساتل.
د ړنګېدونکې قاجاري واکمنۍ ختيځ چې بلوڅو او پښتنو په کې ژوند کاوه، له هر راز پرمختګه لرې پاتې و. په دې توګه منځنۍ اسيا په يوه بد اکر (حالت) په شلمه پېړۍ کې پل کېښود، چې تاريخ يې په کې د نړيوال تاريخ هغه برخه راخيسته چې د جنګ جګړو او اړپېچونو له لاسه څيرې ويرې وه، دا هغه برخه ده چې سپړنه يې زموږ ددغه کتاب له موخو (هدفو) څخه تېرى کوي او هغه زموږ د شپو ورځو د جنګ جګړو دمخه تاريخ انځورول وو او دا دى زموږ د پېړۍ په پاى کې د خوشال خان هغه ارمان رښتياينه مومي چې درې سوه کاله مخکې يې داسې انځورلى و:
تــر مــغولـو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

ولـــسونــــه چـــــې ســـندوبــــلــــه وکـــا
پادشاهان ورته سجود کاندي اختيار

که نفاق که اتفاق کـه جــهل پــوهــه
د هر چا د خداى په لاس ده هره چار
دا چې نن سبا د هندوکش پرګنو له شاهانو سره نوره شلولې ده، نو دا هيله غځونې کوي چې دوى به يوځل بيا د خوشال خان شعرونه په نوې مانا راواخلي...)).
بلنه:
بلنه د انګليسي شاعر الفريد د شعر پښتو ژباړه ده، چې د شعر په نيم ازاد کالب کې اچول شوې او دوه درې کاله وروسته د کابل مجلې د ١٣٤٣ل کال په ٣ ګڼه کې خپره شوې ده او په ((ګلکڅونه)) نومي شعري غونډ کې يې هم راغلې ده. داسې ښکاري چې دا د استاد زيار د ازاد شعر لومړۍ ازمېښتي بېلګه ده. دلته يې بشپړ متن وړاندې کېږي، چې د کابل مجلې د يادې شوې ګڼې ٤٧-٤٨ مخونه يې نيولي دي.

بلنه

پرېږدئ
پرېږدئ
زوړ جرس د نهيلو مه کړنګوئ نور
راشئ يه د نړۍ خلکو
دا نغمې مه غږوئ نور
پرېږدئ
پرېږدئ
بدمرغۍ او ناخوالې چې تېرېږي
وروستۍ شپه د زاړه کال ده
ورته ګورئ سبا کېږي

په ناوړه فکر مه ځئ
نوي نوي شيان واخلئ
د خوښۍ په شورو زوږ کې
نور په سر دا جهان واخلئ

پرېږدئ
ځئ پر خپله مخه
کال زوړ شوى اوس تېرېږي
رښتيا مل کړئ د خپل ځان
چې:
په درواغ کلي ورانېږي

پرېږدئ، پرېږدئ
چې تېر شوي
زاړه شوي
او ترې نه وينو هېڅ اوس
آ چې غل و پرېږدئ درومي
چې اوس خلاص شو له هغه اوس

نور يې هېر کړئ
اخ و ډب د نيستمنانو، بې شتو پرېږدئ
پر ناسورو پرهرونو د همځېلو ملهم کېږدئ

راشئ بس کړئ
د مړ ژواندي حال څه فکر مه کوئ نور
پرېږدئ پرېږدئ
زوړ جرس د نهيلو مه کړنګوئ نور

مه کړئ
مه کړئ
يو د بل مخ ته ګوزار
خپلو منځو کې
راشئ وکړئ تل لپاره
ښه روزګار خپلو منځو کې

په ښه خوى او ښو کړو وړو او
په خوږو پښتو خبرو
شئ راپورته په جګړه
د تورو تبو سړه لرو
تنګ نظر کړئ لږ پراخه
له بېځاى خوشې کارونو
نور مو ژوند په هوسايۍ کړئ
په زرو زرو کلونو

د زرګونو کلو جنګ او
هم نفاق مه يادوئ نور
پرېږدئ پرېږدئ
زوړ جرس د نهيلو مه کړنګوئ نور
راشئ
يه دنړۍ خلکو
دا نغمې مه غږوئ نور

( ګلکڅونه، ٣٤-٣٧مخونه.

د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک:
دا د استاد زيار بل ژباړيز اثر دى، چې پر ١٣٦٩ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په ښکلې قطع او صحافت د پوهنې په چاپخونه کې چاپ شوى دى.
د افغان شوروي فرهنګي اړيکي (د ورزش په برخه کې):
له روسي منابعو څخه د استاد زيار ژباړه ده، چې د دوستي مجلې د ١٣٦٠ کال د ٧ ګڼې په ٤٣-٥٢ مخونو کې خپره شوې ده.
د افغان شوروي فرهنګي اړيکي ( د ورزش په برخه کې):
د استاد يوه ژباړه ده چې له روسي منابعو څخه شوې ده او د دوستۍ مجلې د ١٣٦٢ل کال د ٢ ګڼې په ٥٢-٥٨ مخونو کې خپره شوې ده.
له انګليسي ژبې څخه چې استاد کومې ژباړې کړي دي، د هېواد ورځپاڼې د ١٣٣٧ او ١٣٣٨ کلو په ګڼو کې خپرې شوې دي، خو د يادو شويو کلونو ګڼې اوس په کتابتونو کې نه شته.
د استاد بله ژباړه يو چيني داستان دى، چې يې د چيني اخځونو له انګليسي متن څخه په پښتو ژباړلى دى، چې د اصلاح ورځپاڼې د ١٣٣٩ او يا د ١٣٤٠ کال په څو ګڼو کې خپور شوى، خو ما د اړتيا وړ دا ګڼې پيدا نه کړاى شوې.


د واخي ژبې ټولنيز دريځ:
دا د فرانسي افغانپوهاند (شارل کيفر) د هغې وينا پښتو ژباړه ده، چې په الماني ژبه يې د ١٣٥٧ل کال د تلې پر څلورمه د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې اورولې وه. په دې لکينه کې د واخي ژبې پېژندګلوي، له نورو ژبو سره د هغې اړيکي او همدارنګه د ژبې د جوړښت او څرنګوالي په باب معلومات ورکړل شوي دي. دغه ژباړه د وږمې مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٣ ګڼې په ١١٨-١٣٠ مخونو کې خپره شوې ده.
د هنري تندې د ماتولو لپاره چوپړ وهل:
دا د هغې ژباړې نوم دى، چې پوهاند زيار له يوې امريکايي خپرونې ((ريډر ډايجست)) څخه په پښتو کړې ده او د پوهنې مجلې د ١٣٣٩ کال د لومړۍ ګڼې په ٣٣-٣٦ مخونو کې خپره شوې ده.
د ساو ژبه په ختيځ افغانستان کې:
دا يوه ژبنۍ څېړنيزه ليکنه ده، چې د الماني افغانپوهاند گيورگ بودروس له خواکښل شوې او استاد هغه په پښتو ژپاړلې ده. دا ژباړه د کابل مجلې د ١٣٥٣ل کال د ٢ ګڼې په ١٠-١٥ مخونو کې خپره شوې ده.

په زړه پورې خبرونه:
په زړه پورې خبرونه د پوهاند زيار هغه ژباړې دي، چې له الماني ژبې څخه په پښتو ژباړل شوي دي او د کابل پوهنتون (پوهنتو کابل) اوونيزې د ١٣٦٦-١٣٦٧ کلونو په ځينو ګڼو کې خپرې شوې دي.
دغه راز د پوهنې مجلې د ١٣٣٨-١٣٤٠ کلونو په ځينو ګڼو کې هم له بهرنيو سرچينو څخه د استاد زيار ځينې ژباړې خپرې شوې دي.
همدارنګه يې د (ګوند) لپاره له الماني او انګليسي څخه ځينې ځانګړې ليکنې په پښتو ژباړلي دي، په تېره بيا د ١٣٥٥-١٣٥٧ل کلونو ترمنځ د ګوند ((د ژباړې بورډ)) د غړي په توګه ((تاريخي ماترياليزم)) په پښتو ژباړلى، چې يو نقل يې د ((انقلاب)) له راتګ سره له منځه تللى او بل يې له ځانه سره ساتلى دى او همدا ډول يې د ګوند په سپارښتنه وخت ناوخت له ((واشنګټن پوست) او ((زويدد ايجلند څايتونګ)) څخه يو لړ مطالب په پښتو او دري را اړولي دي. دغه راز يې يوه بله ژباړه د زېري جريدې د ١٣٦٤ل او يا ١٣٦٥ل کال په يوه ګڼه کې خپره شوې ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery