مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

ژورناليست زيار

استاد زيار د خپلې وينا له مخې لومړى ژورناليستيکي کارونه پرمخ وړل او ژورناليستيکي ليکنې به يې کولې، هغه هم په ډېره زياته کچه. دې کار بېلابېل لاملونه (عوامل) درلودل، يو دا چې استاد زيار د هغه وخت د ځينو ليکوالو، چې دا کارونه يې پرمخ وړل، تر اغېزې لاندې و او بل دا چې د خپلو اقتصادي ستونزو له کبله دې ته اړ و، چې له ورځپاڼو سره همکاري وکړي، د هغوى د خوښې مطالب وربرابر کړي او ورسره ورسره خپله پښتني مينه خړوبه کړي.
يوه بله د يادولو وړخبره داده، چې پر يوه مهال د ژورناليستيکي ليکنو ترڅنګه د ده شعرونه هم چاپېدل او له راډيو خپرېدل او ځينې لا تر ژورناليستيکي ليکنو دمخه چاپ شوي دي، يانې استاد زيار مخکې تر هغه چې ژورناليست شي، شاعر و، خو اصلي خبره چې موږ ورباندې ټينګار کوو، هغه داده چې استاد زيار له ١٣٣٥ کال راهيسې د هېواد اخبارو او مجلو ته بې کچه ژورناليستيکي مطالب کښلي او تيار کړي دي او له ١٣٣٨ کال څخه يې د (هېواد) د ورځپاڼې د لومړي خبريال په توګه دنده ترسره کړې ده.
استاد زيار پر ١٣٣٥- ١٣٤٥کلونو له انيس ورځپاڼې سره قلمي همکاري لرله او همدارنګه به يې اصلاح ورځپاڼې ته مطالب برابرول. له ١٣٣٧- ١٣٤٣ کلونو پورې د عرفان او پوهنې مجلو خبريال او قلمي همکار و. هغه وخت او راوروسته يې د هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو، جريدو او مجلو کې زياتره مرکې، راپورتاژونه، ليدنې کتنې، هنري او ورزشي ليکنې، خبرونه، ګزارشونه، يونليکونه او داسې نورې ژورناليستيکي ليکنې خپرې شوې دي.
سره له دې چې استاد زيار تراوسه پورې کوم ځانګړى تيوريک ژورناليستيکي اثر نه لري، خو د ژورناليستيکي ليکنو شمېر يې خورا زيات دى. زه يې دلته د ځينو لاسته راغلو ژورناليستيکي ليکنو سرليکونه له اخځونو سره راوړم او پر څرنګوالي يې غږېږم. چې استاد زيار د خپلې ليکوالۍ له پيل څخه تراوسه پورې د هېواد په مطبوعاتو کې چاپ کړي دي. خو د يوه ټکي يادول يې ضرور دي، چې استاد زيار ډېرې زياتې ژورناليستيکي ليکنې چاپ کړي دي او د ټولو راټولول يې لا ډېر ګران کار دى او لا بېخي کېدون (امکان) نه لري، په خپله وايي: (( ما به خپل ژورناليستيکي مطالب په خپله د مرکز ورځپاڼو او مجلو ته ورکول، چې همکاري مې ورسره لرله همدا راز مې په ١٣٣٥ او ١٣٣٦ کلونو کې يو زيات شمېر ژورناليستيکي ليکنې د مطبوعاتو مستقلې ادارې ته ورکولې چې کريم ((روهينا)) يې مسوول او سليمان لايق يې مرستيال و. هغو زما دا ليکنې د هېواد زياترو ولايتونو او مهالنيو او ورځپاڼو ته لېږلې او ماته به يې ځاى پرځاى حق الزحمه راکوله، په دې ډول زما يو زيات شمېر ژورناليستيک مطالب د هېواد د ټولو خپرني ارګانونو له خوا چاپ شوي دي)). خو زما هيله دا وه، چې زه د استاد ټولې ليکنې راټولې کړم، خو پر دې کار بريالى نه شوم. زه لومړى عامه کتابتون ته ولاړم هلته مې پر کار پيل وکړ، ځينې مطالب مې پيدا کړل زياتره کلکسينونه نيمګړي وو او د ځينو کلونو خو لا هېڅ نه شته او د ولايتونو د ځينو خپرونو خو لا هېڅ پته نه لګي. بيا مې د علومو اکاډمۍ کتابتون ته مخه وکړه، هلته مې هم دا حال وليد، په خپله له استاد زيار سره هم د هغو ورځپاڼو، مجلو او جريدو ګڼې، چې د ده ليکنې په کې چاپ شوي، نه شته او له دې کبله يې د ټولو ليکنو راټولول او د هغو اخځ ورکول يو ناشونى کار دى، نو زما دلته هماغه ورځپاڼې، مجلې او جريدې چې په ځينو کتابونو کې او يا له ځينو کسانو سره خوندي دي، تر څېړنې لاندې ونيولې او پر همدې مې بسنه وکړه.
١- د ميدان کتنه:
دا د استاد زيار د هغه ژورناليستيکي ليکنې نوم دى، چې د وردګو ولايت د يوه راپور تاژ په بڼه ليکل شوى دى. په دې ليکنه کې د وردګو ولايت د ميدان د خلکو دود دستور په باب معلومات ورکړ شوي دي. همدارنګه له دې ليکنې سره يوځاى د کرکيلې پر وخت ځينې عکسونه چاپ شوي، چې په خپله يې اخيستې دي. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٤٢ل کال د ٥-٦ ګڼې په ٣٥-٤٣ مخونو کې خپره شوې ده.
٢- د سږ کال د ښوونکي د ورځې ګزارشونه:
د پوهاند زيار د هغه ژورناليستيکي ليکنې نوم دى چې د يوه خورا اوږد ګزارش په بڼه برابر شوى، په دې ليکنه کې يې د ١٧ غونډو ګزارشونه راغلي، چې د ښوونکي دورځې په وياړ جوړې شوې وې. دا ليکنه د پوهنې مجلې د ١٣٣٩ کال د ٩ ګڼې په ٦٧-٧٤ مخونو کې خپره شوې ده.
٣- د ازموينو ګزارشونه:
دا د استاد زيار د يوې ژورناليستيکي ليکنې نوم دى، چې په هغه کې له ٩ تعليمي موسسو څخه د نهايي ازموينو د اخيستلو ګزارشونه برابر شوي دي. دا ليکنه د پوهنې مجلې د ١٣٣٩ کال د لسمې ګڼې په ٥٧-٦٢ مخونو کې چاپ شوې ده.
٤- د خوښ او سوله ييز ژوند يوه بېلګه:
دغه ليکنه د المان په ديموکراتيک جمهوريت کې پر فاشيزم باندې د بري د څلوېښتمې کاليزې په وياړ د جوړو شوو خوشاليو او جشنونو يو لنډ راپورتاژ دى، چې د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼې د ١٣٦٤ کال د ٢٥٥مې ګڼې په ٥ مخ کې چاپ شوى دى.
٥- اګاهانه هرکلى:
دا ليکنه چې د اساسي قانون د طرحې د اعلان په اړوندتيا له ننګرهار ولايت څخه د يوه راپورتاژ په بڼه کښل شوې ده. په دې راپورتاژ کې د اساسي قانون په باب خبرې شوي دي. دا راپورتاژ د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼې د ١٤-٧-٦٦ نېټې په لومړي او درېيم مخ کې چاپ شوى دى.
٦- د استاد ميوندي ويرمن شهادت:
دا د پوهاند زيار بله ژورناليستيکي ليکنه ده، چې د پوهاند ميوندي د شهادت په باره کې ليکل شوې ده او په هغه کې د ميوندي د ژوند او شخصيت په باب معلومات ورکړ شوي دي. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٥١ کال د ٤-٥ ګڼې په ١-٢ مخونو کې خپره شوې ده.
٧- د سويس له برن څخه ليک:
د پوهاند زيار يو ليک دى، چې د سويس له برن پوهنتون څخه يې کابل مجلې ته رالېږلى دى، دا ليک د کابل مجلې د ١٣٤٩ کال د ٤ ګڼې په ٥٧-٥٨ مخونو کې چاپ شوى دى.
٨- د وږمې اتلسم خپرنى کال:
د استاد زيار يوه سرليکنه (سرمقاله) ده چې د وږمې مجلې په باب يې کښلې ده. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٥٣کال د لومړۍ ګڼې په ١-٢ مخونو کې خپره شوې ده.
٩- زموږ ملي واکمني بل الترناتيف نه لري:
دا د هغه ژورناليستيکي ليکنې نوم دى، چې د يوې مرکې په ترڅ کې وړاندې شوى او د کابل پوهنتون اوونيزې د ١٣٦٧ کال ١٦ ګنې په ٢ مخ کې چاپ شوې ده.
١٠- د ثور انقلاب لسمه کاليزه د افغانانو د نېکمرغۍ کاليزه:
دا هم يو ډول ژورناليستيکي ليکنه ده، چې د کابل پوهنتون د اوونيزې د ١٣٦٧ د ثور د اوومې نېټې په ګڼه کې خپره شوې ده.
١١- جنګيالي ځوانان بايد د پوهې او زده کړې په ډګر کې هم مخکښ اوسي:
يوه ژورناليستيکي ليکنه ده، چې د ( درفش جوانان) جريدې د ١٣٦٠کال د ١١مې مياشتې په ګڼه کې خپره شوې ده.
١٢- د ثور انقلاب او افغاني مېرمنې:
يوه ژورناليستيکي او څېړنيزه ليکنه ده، چې د ((زنان)) مجلې د ١٣٦٠ کال د ٢ ګڼې په ١٩ او ٢٠ مخ کې خپره شوې ده.
١٣- ټول ملي او هېوادپال ځواکونه دې د يوې نوې نېکمرغې ټولنې د جوړولو لپاره سره يو موټى شي: دا هم د پوهاند زيار يوه ژورناليستيکي ليکنه ده، چې د هېواد ورځپاڼې د ١٣٥٩ کال د ١٠ مياشتې د ٢٣نېټې په ګڼه کې خپره شوې ده.
١٤- پراخه پلار وطنه ملي جبهه:
د ملي جبهې په باب د پوهاند زيار يوه ژورناليستيکي ليکنه ده، چې د هېواد ورځپاڼې د ١٣٦٠ کال د درېيمې مياشتې د ١٩مې نېټې په ګڼه کې خپره شوې ده.
١٥- د شوروي ليدنه کتنه:
د استاد زيار په وينا تر ياد شوي سرليک لاندې يې د وږمې مجلې د ١٣٥٦ کال په يوه ګڼه کې يو راپورتاژ خپور کړى دى. خو ددغه کال د اړتيا وړ ګڼه زما لاس ته رانغله. همدارنګه استاد زيار وايي: د هېواد ورځپاڼې د ١٣٥٩ کال په يوه ګڼه کې يې د هند سفر په نامه يو راپورتاژ خپور کړى دى.
ديموکراتيک المان د سولې او سوسياليزم په سنګر کې:
دا هم د پوهاند زيار يو بل راپورتاژ دى، چې د المان له ديموکراتيک جمهوريت څخه برابر شوى دى او د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼه کې چاپ شوى دى.

ديموکراتيک المان د تېرو تاريخي خوږو ترخو د پاتوړي (وارث) په توګه:
د پوهاند زيار يو بل راپورتاژ دى، چې د هېواد ورځپاڼې د ١٣٦١ کال په يوه ګڼه کې خپور شوى دى‌.
ټولنيزه هوساينه:
د استاد زيار يو بل راپورتاژ دى، چې له ختيز المان څخه يې برابر کړى او د هېواد ورځپاڼې د ١٣٦١ کال په يوه ګڼه کې خپور شوى دى‌.
هيتلري وژنځايونه:
د پوهاند زيار يو بل راپورتاژ دى، چې د المان له ختيځ جمهوريت څخه برابر شوى دى او د هېواد ورځپاڼې د هماغه کال په يوه ګڼه کې خپور شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery