مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

کره کتونکى زيار

وايي چې: (( ادبي کره کتنه د ادبياتو روح دى، کره کتنه د ادبياتو د ودې او تکامل اساسي او عمده عامل دى.))(1) او (( په حقيقت کې د ټولنيز نظارت يوه مهذبه بڼه ده چې د صميميت او خواخوږۍ له مخې روشنفکره ايجاد ګرانه لارښوونه کوي.))(2)
(( دا د ادبي کره کتونکي وظيفه ده، چې د يوه ادبي اثر محتوا، تکنيکي اړخونه او بديعي پرابلمونه او ځانګړنې وڅېړي، په ادبي اثر کې ژور ټولنيز پرابلمونه راوسپړي، د هغه ليکوال يا شاعر ملاتړ وکړي، چې په خپل خلاقيت سره د ژوند واقعيتونو او بشري لوړ ارمانونه يې په ښکلې او عاطفي بڼه انځور کړي دي او ددې خلاف هغو کسانو ته چې اشتباه کوي د منطقي استدلال له لارې قناعت ورکړي.) (3)
استاد زيار هم زموږ د ادب دغه ارزښتناکه برخه له خپل زياره بې برخې نه ده پرې ايښې. سره له دې چې ده تراوسه پورې په دې برخه کې کوم ځانګړى اثر نه دى خپور کړى، خو زيات کار يې پرې کړى دى، په لسګونو مقالې يې ليکلې دي، دکره کتنو په زياتو غونډو کې يې برخه اخيستې او زياتې ادبي غونډې او مشاعرې يې تر کره کتنې لاندې نيولې دي.
دلته به يې هغه ليکنې راوړم، چې په دې باب يې په بېلابېلو وختونو کې ليکلي او په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوې دي:
ځوان ژمن (متعهد) پښتو ادب ته يوه کره کتنه:
د استاد د هغې ليکنې نوم دى، چې د پښتو ادب بېلابېل فورمونه، چوکاټونه او ليکنې په کې تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي. دا ليکنه د کابل مجلې د ١٣٦٢ کال د ٩-١٠ ګڼې په ٢٥-٣٧ مخونو کې خپره شوې ده.
کره کتنه:
د پوهاند زيار د هغې کره کتنې نوم دى، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ کال د ١-٢ ګڼې په ١٧٤-١٨٠ مخونو کې خپره شوې ده. په دې ليکنه کې درې کتابونه تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
لومړى د ((فردي او اجتماعي ژوند لارښوونکى)) د سيدحکيم کمال شينواري اثر دى.
دويم د چار ګل په نوم د همېش خليل د لنډو کيسو مجموعه ده.
درېيم روسي- پښتو قاموس دى چې (نژدې ٣٢٠٠٠ لغتونه) لري.


د پښتو غزل مشاعرې ته يوه کتنه:
د کره کتنې په برخه کې د استاد زيار د يوې ليکنې نوم دى چې په هغې کې د پښتو ژبې يوه مشاعره تر کره کتنې او ارزونې لاندې نيول شوې. دغه مشاعره د همده په هڅه د سعدالله جان برق په يوه شعر:
((بيا مې په تيارو کې ستا د خيال لمنه ونيوه
بــيا يــو ســېلاب وړي د يــو جـال لمنه ونيوه))
د سرحدونو چارو وزارت د خپرونو رياست له خوا جوړه شوې وه او د کابل مجلې د ١٣٦٢ل کال د ٨ ګڼې په ١٥-٤١ مخونو کې خپره شوې ده.

نوى قاموس او نوې لار:
د کره کتنې په برخه کې يوه بله ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٤٩ل کال د ٨ ګڼې په ٤٤-٥١ مخونو کې خپره شوې ده.
ليکنې که ژباړنې! ولې زموږ ليکنې د پرديو ژبو رنګ لري!؟
د کره کتنې په برخه کې د پوهاند زيار يوه بله ليکنه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٤ل کال د حوت ګڼې په ١٠ مخ او ٣٢ مخ کې خپره شوې ده. دغلته تر پورتنۍ کليشې لاندې استاد د کره کتنې په برخه کې نورې ليکنې هم کړې دي.
ليکنې که ژباړنې! ولې زموږ ليکنې د پردو ژبو يو رنګ لري!؟
د کره کتنې په برخه کې يوه بله ليکنه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٤ل کال د سلواغې د ګڼې په ١٥ او ٣٩ مخ کې خپره شوې ده.
ټولنپوهنه يا د پښتو علمي کېدو يوه غوره بېلګه:
دا هم د کره کتنې په برخه کې يوه علمي ليکنه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ل کال د مرغومي او سلواغې د ګڼې په ٢٧ او ٣٠ مخ کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو (اصولو) په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د کره کتنې په برخه کې د پوهاند زيار يوه علمي ليکنه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٣ ګڼې په ٤ مخ کې خپره شوې ده. دلته تر پورتنۍ کليشې لاندې د کره کتنې په برخه کې د استاد زياتې ليکنې راغلي دي.
د ژبنيو آرونو (اصولو) په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د کره کتنې په برخه کې يوه علمي ليکنه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٤ ګڼې په ٢٢-٢٣ مخونو کې خپره شوې ده.
د ژبنيو ارونو (اصولو) په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د کره کتنې په برخه کې يوه علمي ليکنه ده چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٦ ګڼې په ١٢ مخ کې چاپ شوې ده.
کره کتنه:
د کره کتنې په برخه کې د پوهاند زيار د يوې بلې ليکنې نوم دى، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٤ کال د ٣ ګڼې په ١٧٣-١٧٧ مخونو کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د کره کتنې په برخه کې يوه علمي ليکنه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ کال د ٧ ګڼې په ٨ مخ کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د يادې شوې ليکنې يوه بله برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٧ل کال د ١-٢ ګڼې په ١٦ مخ کې خپره شوې ده.

د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د يادې شوې ليکنې يوه بله برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٣ ګڼې په ٢٨ مخ کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٧ ګڼې په ٢٣ مخ کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٤ ګڼې په ١٥ مخ کې خپره شوې ده.
د ژبنيو آرونو په رڼا کې د ليکنۍ او خپرنۍ پښتو کره کتنه:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٥ ګڼې په ١٥ مخ کې خپره شوې ده.
ټولپوهنه يا د پښتو د علمي کېدو يوه غوره بېلګه:
د کره کتنې په برخه کې د استاد زيار يوه علمي ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٥٣ل کال د مرغومي او سلواغې د ګڼې په ٢٧ مخ او ٣٠ کې خپره شوې ده.
کره کتنه:
بيا هم تر دغې کليشې لاندې د پوهاند زيار درې ليکنې راغلي، چې په هغو کې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٣ ګڼې په ١١١-١١٦ مخونو کې د پښتو ليکونه، مطبوعاتو ته يوه کتنه او برشنا کتابونه تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
دغه راز يې د کره کتنې په برخه کې څو بېلابېلې ليکنې د وږمې مجلې د ١٣٥١ کال د ٤-٥ ګڼې په ١٦٤-١٧٨ مخونو کې چاپ شوي، چې په هغو کې د عصبي جهاز توصيفي تشريح، نننۍ ادبي پښتو، دويي پوهنې يادښتونه، د تورې شرنګ، مظلومه دنيا، د ملګرو ملتو منشور او مرغلرې کتابونه تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
دا راز د کره کتنې په برخه کې د استاد زيار دوه ليکنې د وږمې مجلې د ١٣٥١ ل کال د ٦ګڼې په ١٧٦-١٧٦مخونو کې خپره شوې ده، چې دلته هم دوه کتابونه (کندهار او کاکړي سندرې) تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
همدا راز د وږمې مجلې د ١٣٥٢ کال د ٣-٤ ګڼې په ١٥٢- ١٦٤ مخونو کې بيا هم د کره کتنې په برخه کې د استاد زيار دوه ليکنې خپرې شوي، چې په هغې کې ابدالۍ توره او غورځنګ کتابونه تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
د کره کتنې په برخه کې يې دوه ليکنې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٥ ګڼې په ١٢١-١٢٩ مخونو کې خپرې شوي، چې په هغې کې د ((مزارات)) او بلې کې د((تلوسې)) کتابونه تر کره کتنې لاندې نيول شوي دي.
د کره کتنې په لړ کې يې د نجيب دېوان او زما سندرې کتابونه هم تر کره کتنې لاندې نيولي دي، دا ليکنه يې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال په ٦ ګڼه کې خپره شوې ده.
نصر الله حافظ دوديزوال وګړنى شاعر:
د کره کتنې په برخه کې د پوهاند زيار يوه بله علمي ليکنه ده، چې په هغې کې د نصرالله حافظ د شعرونو د څرنګوالي په باب خبرې شوي دي. دا ليکنه د سباوون مجلې د ١٣٦٦ کال د ٥ ګڼې په ٣٥ او ٦٣ مخ کې خپره شوې ده.
پيوند د اسطورو او تلميحو شاعر:
دا د استاد زيار هغه کره کتنه او ارزونه ده، چې پر ١٣٦٨ل کال يې د علي ګل پيوند پر شعرونو او بيا پر ((سيلۍ)) نومي شعري غونډ باندې کړې وه او د ليکوالو د انجمن په کلوپ کې يې يوې غونډې ته اورولې وه. دا چې ولې ژوندون له چاپه لرې کړه او تري تم يې له منځه يوړه، تراوسه يې کومه پته ونه لګېده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery