مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

ژبپوهاند زيار
 
وايي چې (( ژبپوهنه هغه علم دى، چې د يوې ژبې داخلي ساختمان او جوړښت تر څېړنې لاندې نيسي)). (1) پوهاند زيار هم په دې برخه کې دومره زيات کار کړى دى، چې کله په هېواد کې څوک د ژبې يا ژبنيو مسايلو په باب غږېږي، نو د استاد زيار نوم به يې تر ټولو لومړى په خوله کې وي.
ده تراوسه پورې په سلګونو علمي او تحقيقي مقالې د ژبپوهنې په برخه کې په ملي او هم بين المللي کچه ليکلې دي او ځکه خو يې بايد ليکلى واى، چې د ده رسمي څانګه او مسلک همدا ژبه ده او په دې برخه کې يې لومړۍ درجې او علمي رتبې هم اخيستې دي.
ده د ژبپوهنې په برخه کې دومره زيات کار کړى دى، چې ګرد يې د ده پر نورو ادبي کارونو او نوښتونو هم پرېوتى دى. ټول خلک لومړى دا فکر کوي، چې د يو ستر ژبپوهاند نوم اخلي او د هغه په باب خبرې کوي، خو ځينې خلک لا په دې پوه نه دي، چې استاد زيار نه يوازې په ژبپوهنه کې استاد دى، بلکې په شعروشاعرۍ او داستان ليکنه کې هم استادي لري. موږ دلته دده په باب له زياتو خبرو څخه تېرېږو. د ده کار ټولو ته ښکار او څرګند دى، زموږ ډېرو خبرو او نه خبرو ته حاجت او اړتيا نه شته، هغه د خوشال بابا خبره:
لــمر پـه ګوته پټاوه نه شي خوشاله
هېڅ منکر مه شه له خپلې عاشقۍ
اوس به دلته لومړى د پوهاند زيار هغه ژبنۍ ليکنې چې پر بېلابېلو وختو يې په بېلابېلو جريدو، مجلو او ورځپاڼو کې خپرې کړې دي له اخځ سره يادې کړو او د هغو پر څرنګوالي به لنډه رڼا واچوو او بيا د هغه په ځانګړو ژبنيو اثارو وغږېږو.
د ژبپوهنې نومونې:
د ژبپوهنې نومونې د استاد زيار د يوې اوږدې ژبنۍ ليکنې نوم دى، چې د وږمې مجلې په بېلابېلو ګڼو کې خپره شوې ده. استاد زيار د دې ليکنې د لومړۍ برخې په پيل کې وايي:
((د لوى څښتن په نامه د ژبپوهنې په نومونو لاس پورې کوم او په دې توګه په پښتو کې لومړى پلا د نومونپوهنې (Terminology) بنسټ ږدم دا ځکه يوه اړتيا ګڼم، چې زموږ ژبه نن سبا د نړۍ له سترو ژبو سره سيالۍ ته ملا تړلې ده.)).(١)
په دې ليکنه کې د ژبپوهنې نومونې (اصطلاحات) په پښتو، دري، الماني او انګليسي ژبو کښل شوي دي. د دې اوږدې ژبنۍ ليکنې لومړۍ برخه د وږمې مجلې د ١٣٥٠ کال د ٥-٦ ګڼې په ١١٢-١١٥ مخونو کې خپره شوې ده.
ترکيبات اسمى در زبان درى:
ترکيبات اسمى در زبان دري د هغې ژبنۍ ليکنې نوم دى چې په دري ژبه کښل شوې ده. په دې ليکنه کې د دري ژبې د نومونو د جوړښت او څرنګوالي په باب ګټور معلومات وړاندې شوي دي. دا ليکنه د خراسان مجلې د ١٣٦٠ل کال د ٥ ګڼې په ١٥٠-١٥٣ مخونو کې خپره شوې ده.
د ژبپوهنې نومونې:
د پورتنۍ يادې شوې لړۍ بله برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٦ ګنې په ٤٧-٤٨ مخونو کې خپره شوې ده.
 
د ژبپوهنې نومونې:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٦ ګڼې په ٥٥-٥٦ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو ګړدودونه ((لهجې)):
پښتو ګړدودونه د هغې اوږدې ليکنې نوم دى چې د پښتو ژبې د بېلابېلو ګړدودونو (لهجو) په باب په کې ګټور معلومات وړاندې شوي دي. دا ليکنه چې تر ٧٠ څخه زيات مخونه لري، د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز د نړۍ وال سيمينار د مقالو په مجموعه کې، چې پر ١٣٥٤ کال جوړ شوى و، راغلې ده.
د ژبپوهنې نومونې:
د يادې شوې ليکنې بله برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٥ ګڼې په ٥٧- ٥٩ مخونو کې خپره شوې ده.
د ژبپوهنې نومونې:
د يادې شوې ليکنې بله برخه ده چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ١-٢ ګڼې په ١٣٩-١٤٠ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
پښتو آرپوهه د استاد زيار د هغې ژبنۍ علمي څېړنېزې اوږدې ليکنې نوم دى، چې د وږمې مجلې په زياتو ګڼو کې په پرله پسې توګه خپره شوې ده. په دې ليکنه کې د هغو لغتونو ريښې له نورو ژبو، لکه هندي، پارسي، بلوڅي، مونجي، سوغدي... سره څېړل شوي دي، چې اوس په پښتو کې کارول کېږي. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ١-٢ ګنې په ٩٨-١٠٢ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې څلورمه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال په ٦ ګڼه کې په ٨ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې اوومه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٥ ګڼې په ٦٣-٧٢ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
ديادې شوې ليکنې اتمه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٦ ګنې په ٨ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې بله برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ ل کال د ١-٢ ګنې په ٨٩-٩٦ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې بله برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٦ ګڼې په ٤٧-٤٨ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٤-٥ ګڼې په ١١٧-١٢٦ مخونو کې خپره شوې ده.
د زيات پياوړتوب په هيله يوه نوې هڅه:
دا د استاد زيار د هغې ليکنې نوم دى، چې هغې کې ده پر خپلې نوې وظيفې باندې د ټاکل کېدو له امله خپل هوډ ښوولى او د ليکلار په برخه کې يې لږ و ډېر معلومات وړاندې کړي دي. دا ليکنه د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٣ ګڼې په ١-٣ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې يوه بله برخه ده چې د وږمې مجلې د ١٣٥١ل کال د ٣ ګنې په ٨٦-٨٨ مخونو کې خپره شوې ده.
ارتوګرافيک ريفورم (الفبايي سمون) زموږ له ملي انقلابي هيلو سره سمون لري، نوې افغاني الفبا د ټولو افغاني ژبو لپاره:
د ژبپوهنې په برخه کې د پوهاند زيار يوه علمي ليکنه ده چې د عرفان مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٤-٥ ګڼې په ٦١-٦٧مخونو کې يې يوه يوه برخه خپره شوې ده. همداسې يې يوه وړه ليکنه کال دوه دمخه په جمهوري پلوشه کې هم وړاندې شوې ده ( زياته څرګندونه: د لومړي څپرکي وروستۍ برخه).
د تذکرة الاوليا ژبنۍ خوا:
دتذکرة الاوليا  ژبنۍ خوا د پوهاند زيار د يوې بلې ژبنۍ ليکنې نوم دى، چې په ((د امير کروړ ياد)) نومي کتاب کې چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا پر ١٣٤٦ل کال خپور شوى، په ٣٩٠-٣٩٩ مخونو کې راغلې ده.
 
پښتو آرپوهه:
د يادې شوې ليکنې يوه برخه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٢ل کال د ٣-٤ ګڼې په ١٢٥-١٣٢ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو څنګه په پښو ودرېږي او څنګه پل واخلي:
يوه ژبنۍ علمي ليکنه ده چې د کابل مجلې د ١٣٤٦ل کال د ٩ ګڼې په ٢٠-٣٠ مخونو کې خپره شوې ده.
ژبپوهنه د پښتو په چوپړ کې:
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د کابل مجلې  ١٣٥٧ل کال د ٢ ګڼې په ١٦٠-١٧٠ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو ويي پوهنې ته يوه لنډه کتنه:
يوه علمي ژبنۍ ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٥٩ل کال د ٣ ګڼې په ١٣-١٨ مخونو کې خپره شوې ده.
لنډون د ليکنۍ پښتو د يوه معيار په توګه:
يوه علمي ژبنۍ ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٥٥-١٣٥٦ کال د ٢ ګڼې په ١-٥ مخونو کې چاپ شوې ده. همدارنګه د زېري جريدې د ١٣٥٥-١٣٥٦ کال په ګڼو کې هم خپره شوې ده.
 
 
مختصرى پيرامون و جه تسميۀ خراسان:
دا يوه علمي ژبنۍ څېړنه ده، چې په پارسي ژبه کښل شوې او د خراسان مجلې د ١٣٦٢ل کال د ١٢ ګڼې په ٥٤-٨٢ مخونو کې خپره شوې ده.
د ويي پانګې په پراختيا کې د کړ نومونو (فعلي مشتقاتو) ونډه:
يوه ژبنۍ مقاله ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ ل کال د لومړۍ ګڼې په ٣٠ مخ کې خپره شوې ده.
د ويي پانګې په پراختيا کې د کړ نومونو (فعلي مشتقاتو) ونډه:
د يادې شوې ليکنې يوه بله برخه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ل کال د غويي مياشتې د ګڼې په ٢٨ مخ کې خپره شوې ده.
په ويي پانګه کې د ستاينومونو (صفتونو) ونډه:
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ل کال د غبرګولي د ګڼې په ٣٧-٣٨ مخونو کې خپره شوې ده.
د پکتيا ګړدودونه:
په دې ليکنه کې د پکتيا ګړدودونه تر څېړنې لاندې نيول شوي دي دا ژبنۍ ليکنه د ننګرهار مجلې د ١٣٥٥ د وږي مياشتې ګڼې په ١٥ مخ کې خپره شوې ده.
د پښتو ويي پانګې په پراختيا کې د بيا ځلي تړنګونو (تکراري ترکيبونو) ونډه:
يوه ژبنۍ ليکنه ده چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ کال د لړم د مياشتې د ګڼې په ٢٩ او ٣٦ مخ کې خپره شوې ده.
د ګډې ليکنۍ معياري پښتو پرېکړه د نوې تاريخي اړتيا په توګه:
يوه ژبنۍ ليکنه ده چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٦ل کال د ليندۍ د ګڼې په ١٣ مخ کې خپره شوې ده.
د پښتو ويي پانګې په پراختيا کې د جوړه تړنګونو (جفتو ترکيبونو) ونډه:
يوه ژبنۍ ليکنه ده چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ کال د ليندۍ د ګڼې په ٢٣ مخ کې خپره شوې ده.
د پښتو ويي پانګې په پراختيا کې د ټاکنتړنګونو (تعيني ترکيبونو) ونډه:
يوه ژبنۍ څېړنه ده چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ل کال د مرغومي او سلواغې د ګڼې په ٤٨ مخ کې خپره شوې ده.
 
 
د پښتو دايرة المعارف بشپړېدل:
يوه علمي او ژبنۍ ليکنه ده، چې د عرفان مجلې د ١٣٥٦ل کال د لومړۍ ګڼې په ١٤١-١٤٦مخونو کې خپره شوې ده.
راځئ کليو، بانډو او غرو رغو ته ووځو او خپله هېره کړې پښتو بېرته ياده کړو:
يوه ژبنۍ مقاله ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ کال د لومړۍ ګڼې په ١٦ او ٣٧ مخ کې خپره شوې ده.
ګړدودونه (لهجې):
د استاد زيار د ګړدودونو د مقالې دويمه برخه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٥ کال د ٢ ګڼې په ٦ مخ کې خپره شوې ده.
اسمي مشتقات (نوم بېلنګونه) زموږ د ليکنۍ پښتو ستره برخه ده:
يوه علمي ژبنۍ ليکنه ده، چې د پکتيا مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٢ ګڼې په ١٨ مخ کې خپره شوې ده.
موږ او ژبه:
دا يوه بله ژبنۍ څېړنه ده، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٢ل کال د وږي د ګڼې په ٣٧-٣٩ مخونو کې خپره شوې ده.
خپلسرې معياري پښتو به څنګه وي؟ پښتو که ناپښتو؟
يوه علمي ژبنۍ ليکنه ده، چې د وږمې مجلې د ١٣٥٣ل کال د لومړۍ ګڼې په ١٢٢-١٢٤ مخونو کې خپره شوې ده.
له ثور انقلاب راهيسې په پښتو کې نوې ويي رغاونه (نيولوګيزم):
دا يوه بله ژبنۍ ليکنه ده، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په يوه جوړ شوي سيمينار کې اورول شوې او بيا په (پښتو څېړنې) نومي غونډ کې پر ١٣٦٧ل کال په ٤١٢-٤٥٩ مخونو کې خپره شوې ده.
د سويس له برنه رالېږل شوى ليک:
کابل مجلې ته د پوهاند زيار رالېږل شوى ليک دى، چې په هغه کې د ژبپوهنې د اصطلاحاتو په باب خبرې شوي دي. دا ليک د کابل مجلې د ١٣٤٧ل کال د ١١-١٢ ګڼې په ١٠٩ مخ کې خپور شوى دى.
د پښتو پرمختګ د هغې د پرابلمونو په حل کې نغښتى دى:
دا د هغې ژبنۍ ليکنې نوم دى، چې د ننګرهار مجلې د ١٣٥٣ل کال د وږي د مياشتې د ګڼې په ٢٣مخ او پاتې په ٣٣ مخ کې خپره شوې ده.
سم يې ليکئ او سم يې لولئ، (په) او (پر) يو د بل پر ځاى مه کاروئ:
دا هم يوه ژبنۍ ليکنه ده چې د دوو سربلونو (په) او (پر) د کارولو د څرنګوالي په باب په کې څرګندونې شوې دي. دا ليکنه د هېواد ورځپاڼې د وري په ١٣ ګڼه کې خپره شوې ده. دا لکينه د هغې لړۍ يو ټوک دى چې په نوموړي ورځپاڼه کې کله نا کله خپرېده.
سربلونه او ستربلونه:
دا هم د استاد زيار د يوې ژبنۍ ليکنې نوم دى، چې د پښتو ژبې د ليکلار په باب ليکل شوې ده. دا ليکنه د يوې مرکې په ترڅ کې د ((جوانان امروز)) مجلې د ١٣٦٦ل کال په ګڼه کې راغلې ده او هم په ځانګړي ډول په يوه جلا پاڼه کې هم چاپ شوې ده.
((په اوسنۍ ليکنۍ پښتو کې د نوې ويي رغاونې اړتيا)):
د استاد يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د پښتو مجلې د ١٣٦٠ل کال د ١ ګڼې په ٤٥-٤٧ مخونو کې په الماني ژبه خپره شوې ده.
(( پښتو ژبې او ادب ته يوه لنډه کتنه)):
د استاد زيار ليکنه ده، چې د ١٣٥٨ل کال په کالنۍ کې خپره شوې، په الماني ژبه عبدالغفار ژباړلې او د پښتو مجلې د ١٣٥٩ل کال د ٤ ګڼې په ١١٨-١٣٠ مخونو کې خپره شوې ده.
(پښتو ژبې او ادب ته يوه کتنه):
دا هغه ليکنه ده، چې د عطار له خوا په الماني ژباړل شوې او د پښتو مجلې د ١٣٥٩ل کال لومړۍ ګڼې په ٩٦-١٠٥ مخونو کې خپره شوې ده.
نومتړنګونه- د پښتو ويي رغاونې يو خورا ډېر زېږى ډول:
د استاد زيار يوه بله ليکنه ده، چې د پښتو مجلې د ١٣٦٠ کال د ٣ ګڼې په ٦٥-٧١ مخونو کې خپره شوې ده.
ويي پانګه (لغوي ذخيره):
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٥٩ل کال د ٣ ګڼې په ١٣- ١٨ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو ليکلار:
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د پلوشې مجلې د ١٣٥٧ل کال د ١-٢ ګڼې په ٢٤-٢٦ مخونو کې خپره شوې ده.
پښتو ليکلار:
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د پلوشې مجلې د ١٣٥٧ل کال د ٣ ګڼې په ٣٣-٣٥ مخونو کې خپره شوې ده.
 
پښتو ليکلار:
يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د پلوشې مجلې د ١٣٥٦ل کال د ٤ ګڼې په ٢٩-٣٢مخونو کې خپره شوې ده.
زموږ ليکنې او جمله رغاونې:
دا يوه ژبنۍ ليکنه ده، چې د کابل مجلې د ١٣٦١ل کال د ١٠-١٢ ګڼې په ٧٥-٨٠مخونو کې خپره شوې ده.
له اساطيري ضحاکه تر رښتيني تاريخي سهاکه:
دا يوه ژپنۍ او تاريخي څېړنه ده، چې استاد د ابوالقاسم فردوسي تلين په وياړ د جرګې مجلې د ١٣٧٠ل کال په لومړۍ ګڼه کې خپره کړې ده.
افغاني فرهنګ د پلوراليزم په رڼا کې:
دغه ليکنه د وخت د فرهنګي او په تېره د هنري زېږونو د يوې ارزونې په توګه د وطن مياشتنۍ د ١٣٧٠ل کال په دويمه ګڼه کې خپره شوې ده.
زموږ په هنري زېږندويۍ کې د نويو هڅو يو لنډ جاج:
دغه ليکنه هم پاسنۍ ليکنې ته ورته منځپانګه را اخلي او د وطن مجلې د ١٣٧٠ل کال په څلورمه ګڼه کې چاپ شوې ده.


(1)  پوهندوى نوراحمد شاکر، ژبنۍ څېړنې، ١٣٥٠ کال،   مخ.
(١)  دوکتور زيار، د وږمې مجله، ١٣٥٠ ل کال، ٥-٦ ګڼه، ١١٢ مخ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery