مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د خيام سُرونه د پښتو په تال كي

د ازل سخا چي راغله زما وجود يې كړ انشا هم
له لومړۍ ورځي يې راكړ درس د ميني په املا هم
نو يې وروسته په سينه كي راته جوړ زما زړګى كړ
او كيلي د خزانو يې د ګوهر وركړه معنى هم

بر روى نكوى و لب جوى و مل و ورد
چندانكه توان عيش و طرب خواهم كرد
تا بوده ام و هستم و خواهم بودن
مى ميخورم و خورده ام و خواهم خورد

چي شنه غاړه د ويالې وي چي سورګل وي او نګار وي
څو چي توان مي وي په ځان كي عيش و نوش څنګ ته به يار وي
زه چي وم هغسى يمه او همداسي به پاتېږم
ما شراب چښل، چښم يې او لا نور به مي دا كار وي

پيرى سرو برګ درخرابى دارد
ګلنار رخم برنګ آبى دارد
بام و در و چار ركن و ديوار و جود
ويران شده و رو نخرابى دارد

ځواني ولاړه اوس كلونه ورځي شپې مي د پيرۍ دي
له څېرې څخه مي تللي د زلمۍ ورځو سرخۍ دي
چي يې ګورم او را پاته د وجود له ودانۍ دي
ټولي خښتي شوړېدلي او لا مخ پر خرابۍ دي

چون نيست درين زمانه سودى ز خرد
جز بيخرد از زمانه بر مى نخورد
پيش اور از انكه او خرد را ببرد
شايد كه زمانه سوى ما به نګرد

زمانه كي قدر نسته د هوښيارو عاقلانو
نعمتونه د زمان دي په نصيب د جاهلانو
ځه توكل دى راته راوړه هغه څه چي عقل يوسي
ګوندي يو نظر را وكي زمانه لا د سيالانو

آن كاسه ګرى كه كاسه سرها كرد
در كاسه ګرى صنعت خود پيدا كرد
بر خوان وجود ما نګون كاسه نهاد
وان كاسه سر نګون پر از سودا كرد

كم كلال چى جوړولې كاسې تشي د سرونو
دې صنعت كي يې څرګند كړ خپل كمال د هنرونو
سر چپه كاسه يې راوړه زموږ د تن تر دسترخوانه
او هغه كاسه يې ډكه له سودا كړه له غمونو

ګريك نفست ز زندګانى ګذرد
مګذار كه جز بشادمانى ګذرد
زينهار كه سر مايه اين ملك جهان
عمرست چنان كش ګذرانى ګذرد

كه دي يو نفس د عمر له قسمته در رسېږي
پرې يې نه ږدې د غمونو په لمن كي چى تېرېږي
پام چى ټوله سرمايه دي د جهان له دې بازاره
د ژوندون يو څو شېبې دي چي دي زړه هسي تېرېږي

اين قافله عمر عجب ميګذرد
درياب شبى كه از طرب ميګذرد
ساقى غم فرداى قيامت چه خورى
پيش آر پياله راكه شب ميګذرد

زه حيران يم دا د عمر قافله عجب تېرېږي
زما يارانو شپه را نيسئ چى خوښۍ رانه بېلېږي
ساقي پرېږده دا غمونه د قيامت د ورځي څه خورې
ډكي ډكي پيالې راوړه چي دا شپه مو سبا كېږي

از واقعهْ ترا خبر خواهم كرد
و آنرا بدو حرف مختصر خواهم كرد
با عشق تو در خاك فرو خواهم شد
وز مهر تو سر زخاك بدر خواهم كرد

يوه ورځ به دي له پېښي او له نكل نه خبر كم
په دوه حرفه به خپل نكل درته ټوله مختصر كم
ستا له عشق سره جانانه به ښخېږمه په ګور كي
ستا له مهره به جانانه زه ښكاره له خاورو سر كم

امشب پى جام يك منى خواهم كرد
خود را بدو رطل مى غنى خواهم كرد
اول سه طلاق عقل و دين خواهم داد
پس دختر رز بزنى خواهم كرد

دا نن شپه مي ملا تړلې يو مني جام پسى ځمه
ځان په دوه منه شرابو په سرو ميو مستومه
اول ځمه وركومه عقل و دين ته درې طلاقه
ور پسې په خرابات كي پر ساقي نكاح تړمه

بيمارم و تب در امتحان دارد
نا خوردن مى قصد بجانم دارد
وين طرفه نګر كه هر چه در بيمارى
جز باده خورم همه زيانم دارد

رنځور پروت يم توري تبي غوړولى امتحان دى
او له سرو ميو پرهېز مي عزرائيل د روح او ځان دى
راسه دا عجبه واوره چي په رنځ كي هر څه خورمه
بې سرو ميو چى شفا ده بل په هر څه كي تاوان دى

چون روزى و عمر بيش وكم نتوان كرد
خود را بكم و بيش دژم نتوان كرد
كار من و تو چنانك راى من و توست
از موم بدست خويش هم نتوان كرد

چي نه عمر نه روزي سو زياتولاى كمولاى
لږ او ډېر لره بېځايه هسي زړه نه سو خوړلاى
كه هستي لكه موم نرمه واك يې زموږ په لاس كي راكي
موږ د خپل زړه پر غوښتنو نړۍ نه سو سمولاى

يك باده هزار مرد بيدين ارزد
يك جرعهْ مى مملكت چين ارزد
در روى زمين زباده خوشتر چه بود؟
تلخى كه هزار جان شيرين ارزد

يو ډك جام يې د سرو ميو زر بيدينه مړونه ارزي
هغه يو غړپ يې يارانو ټول د چين ملكونه ارزي
په نړۍ كي به د ميو تر جامونو بهتر څه وي؟
چي تريخوالى د مزې يې زر شيرين عمرونه ارزي

يك قطرهْ آب بود و با در يا شد
يك ذرهْ خاك با زمين يكتا شد
آمد شدن تو اندرين عالم چيست
آمد مګسى بديد و نا پيدا شد

ته يو څاڅكى د اوبو يې د درياب سينې ته لوېږې
د ذرې په څېر د مځكي پر و جود باندي هستېږې
ته پوهېږې تلل راتلل دي دې جهان ته په څه رنګ دي
لكه مچ هسي پيدا سې سترګي خلاصي كې وركېږې

افسوس كه نامهْ جوانى طى شد
وين تازه بهار ارغوانى طى شد
آن مرغ طرب كه نام او بود شباب
افسوس ندانم كه كى آمد كى شد

هى افسوس د ځوانۍ وخته لكه خوب هسي مي هېر سو
پر تازه شنه پسرلي مي د خزان موسم چاپېر سو
ها ښايسته مرغه چى خلكو زلميتوب نوم باندي ايښى
نه پوهېږمه چه كله په څه وخت كي تر ما تېر سو

افسوس كه نامه جوانى طى شد
ان تازه بهار شاد مانى طى شد
آن مرغ طرب كه نام او بود شباب
فرياد ندانم كه كى آمد ، كى شد

خدايه تېري سولې ورځى د ځوانيو د مستيو
ها تازه پسرلي ولاړل د ګلونو د خوښيو
هغه ښكلى مرغه څه سو چي ځواني يې نوم پر ايښى
نه پوهېږم كله راغى كله ولاړى له هستيو

ګويند بهشت و حور وكوثر باشد
جوى مى و شير و شهد و شكر باشد
يك جام بده بياد آن اى ساقى
نقدى زهزار نسيه بهتر باشد

راته وايي په جنت كي ښكلي حوري دي كوثر دى
يا ويالې دي د شرابو يا شيدې شات و شكر دى
د هغه جنت په ياد مي ساقي ډك د ميو جام كه
دغه نغده مي په كار ده چى تر زر پوره بهتر دى

وقتى كه طلوع صبح ازرق باشد
بايد بګفت مى مروق باشد
ګويند در افواه كه حق تلخ بود
بايد بهمه حال كه مى حق باشد

د آسمان په كنګرو كي ژړى لمر چي پر خاته وي
له شرابو ډك جامونه دي رندانو ته پراته وي
عالمونه هسي وايي حق ترخه زغمل يې ګران دي
دا شراب لكه چي حق دي چي جوړ كړي يې ترخه وي

تا بود دلم زعشق محروم نشد
كم ماند ز اسرار كه مفهوم نشد
و اكنون كه بچشم عقل در مينګرم
معلومم شد كه هيچ معلوم نشد

چي مي زړه و په سينه كي هيڅ له عشقه محروم نه سو
داسي سر پر نړۍ لږ و چي هغه ته مفهوم نه سو
او چي اوس د عقل سترګي پاس په سركي غړومه
را معلومه سوله دونه چي هيڅ سر را معلوم نه سو

تا چند اسير رنګ و بو خواهى شد
و اندرين پى هر زشت ونكو خواهى شد
ګر چشمهْ زمزمى و ګرآب حيات
آخر بدل خاك فرو خواهد شد

لا تر څو به ته اسير او ګرفتار د بوى او رنګ يې
په دنيا كي د هر بد او د هر ښه سره همرنګ يې
واوره دا چي كه چينه يې د زمزم، اوبه د خضر
يوه ورځ به پروت په ګور كي د نازونو له پالنګ يې

خوش باش كه ماه عيد نو خواهد شد
و اسباب طرب همه نكو خواهد شد
مه زرد و خميده قد و لاغر شد وسست
مانا كه درين رنج فرو خواهد شد

خوشالۍ كوه چي راغله د اختر مياشت په جشنونو
له مستۍ به زلزلې وي د مستانو پر كورونو
د روژې مياشت سوه ډنګره په ملا كړوپه په رنګ ژړه
يعني بيا به له دې رنځه جوړه نه سي په قرنونو

خرم دل انكسى كه معروف نشد
در فوطه و در اطلس و در صوف نشد
سيمرغ وش از سر دوعالم برخاست
در كنج خرابه جهان بوف نشد

دا نيكمرغه دي چي نه دي څوك مشهور په زمانه كي
نه كېمخاب نه يې اطلس وي نه يې خوب په دوشاله كي
د سيمرغ په څېر خپاره كي پر دوو كونو وزرونه
نه چي بوم غوندي اسير سي د جهان په خرابه كي

افسوس كه سرمايه زكف بيرون شد
در دست اجل بسى جګرها خون شد
كس نامد از آنجهان كه ارد خبرى
كاحوال مسافران عالم چون شد

هى افسوس ولاړه له لاسه سرمايه د ژوند او ميني
د اجل ظالم له لاسه سولې ډېري سينې خوړيني
له هغه جهانه بيرته چا خبر نه دى راوړى
چي احوال د مسافرو د عالم څرنګه ويني

هر راز كه اندر دل دانا باشد
بايد كه نهفته تر ز عنقا باشد
كاندر صدف از نهفتګى ګردد دُر
آن قطره كه راز دل دريا باشد

هر يو راز چي وي په زړه كي د پوهانو د مېړونو
هغه پټ ساتلى بويه د عنقا تر پيغامونو
په صدف كي سي دننه مرغلره ورنه جوړه
هغه څاڅكى چي پكښې وي راز د سترو دريابونو

خورشيد كمند صبح بر بام افګند
كيخسرو روز باده در جام افګند
مى خور كه منادى سحرګه خيزان
آوازه اشربوا در ايام افګند

لمر سهار د بام پر څوكه طلايي لمن خپره كړه
بيا د ورځي سلطان راغى په تش جام كي يې باده كړه
سره شراب توى كه په جام كي چي جارچي سهار نارې كړې
وايى ډكي دي پيالې كه وايي ورځ دي مستانه كړه

ماه رمضان ګذشت وشوال آمد
هنګام نشاط وعيش و قوال آمد
آمد ګه آنكه خيكها اندر دوش
ګويند كه پشت پشت حمال آمد

روژه تېره سوه اختر سو سر پر سر پيالې تشېږي
وخت د عيش او د نوش راغى د مستۍ نغمې ږغېږي
ډلي ډلي رندان راغلل پر اوږو يې دي خمونه
يو كتار د حمالانو يو په بل پسى تېرېږي

ماه رمضان چنانكه امسال آمد
برپاى خرد بند ګران آمد
اى بار خداى خلق را غافل ساز
تا پندارند كه ماه شوال آمد

د روژې مياشت ده راغلې خداى خو زما په زړه خبر دى
دا د عقل په اوږو كي يو دروند پېټى لكه غر دى
خدايه ته په خپل قدرت كې دا مخلوق داسي غافله
چي روژه سي ورنه هېره هر يو وايي چي اختر دى

انها كه بفكر در معنى سفتند
در ذات خداوند سخنها ګفتند
سر رشته اسرار ندانست كسى
اول ز نخى زدند و آخر خفتند

د معنى چي يې پېيلي مرغلري په فكرونو
د خالق پر ذات سول ستړي په خبرو كتابونو
هيڅوك پوه په اسرار نه سول ټوله سر پر زنګانه دي
له يوه سره بيده سول په درنو اوږدو خوبونو

عالم اګر از بهر تو مى آرايند
مګر اى بدان كى عاقلان نګرايند
بسيار چوتو روند و بسيار آيند
بر پاى نصيب خويش كت بر بايند

كه هر څو له دې جهانه درته جوړ كي جنتونه
هوښياران په نعمتونو د دنيا نه تړي زړونه
ستا په شان دي ډېر وتلي ډېر به راسي دې دنيا ته
هر چا وړى خپل نصيب دى خپلي برخي خپل مزلونه

آنها كه خلاصهْ جهان ايشانند
بر اوج فلك براق فكرت رانند
در معرفت ذات تو مانند فلك
سرګشته و سرنګون و سرګردانند

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery