مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د مفغنو ټکو په املا کي د ګډوډۍ مخنيوی


د مفغنو او دخيلو ټکو په نوو املاوو کي بايد تر وسه وسه هڅه وسي، چي د خپلي ژبي يا نورو نيژدې ژبو له اصيلو ټکو سره د ګډوډېدو یا البتاس ستونزه پېښه نه کړي؛ لکه قوم/ قام چي موږ يې د عربي�ق�د نه لرلو په سبب د�کام�په بڼه وايو؛ خو د پښتو ژبي له کام (تالو،کومه، حلق)، د پهلوي/ پارسي ژبي له کام (غوښتنه، هيله، موخه، نيت، هدف، مقصد، پلان)، د سنسکريت له کام (غوښتنه، هيله، موخه، هدف، مقصد، نيت، پلان، مينه، محبت، عشق، الفت)، د هندي، اوردو، پنجابي او ځینو نورو هندي الاصله ژبو له کام (کار، کسب، دنده، وظيفه، کاروبار، خواري، غريبي، خدمت، چوپړاو داسي نور)سره ژور التباس پيدا کوي . يا د قانون ټکی که د پښتنو له تلفظ سره سم د�کانون� په بڼه وکښل سي، د پارسي ژبي له کانون (مرکز، کوره، بټۍ او داسي نور)سره دګډوډېدو لوی سرخوږی او سرګرداني را ولاړوي
 








Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery