مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو له کره وينګ سره د فونيټکي الفبې او خج اړېکی


د پښتو نوي ژبني قاموسونه بايد د پښتو ټکو د کره املاوو په لړکي د هغو کليمو املاوو ته هم ښه ځير سي، چي د فونيټيکي الفبې او خج په کارولو سره يې په ماناوو کي لويه ګـــــډوډي رامنځ ته کيږي؛ لکه :
لوټه (خج پرلومړي سېلاب)د وچو خټو يوه ټوټه؛ په پاړسي کي کُلوخ .
لوټه (خج پروروستي سېلاب) د اوبو اخيستلو لوښی، تملوت؛ په هندي، اوردو او ځينو نورو هندي الاصله ژبو کي لوټا.
جګړه (خج پرلومړۍ هجا)جنګ، منازعه، شخړه. جګړي جمع. دا تلفظ دپښتو په ختيځه لهجه کي باب دئ .
جګړه (خج پر وروستۍ هجا)چي په مخکنييو ماناوو سره د پښتو په لوېدځه لهجه کــي باب دئ . جګړې جمع. په هندي ژبه کي هم د�جهګړا�کلـيمه د وروستۍ څپې په خــج سره ويله کيږي .
(Platt 405; Zaman & Naveed289 و.ګ. : )
مالوميږي، چي د جګړې اصلي او پخوانۍ تلفظ د پښتو د لوېديځي لهجې په ډول د وروستۍ څپې په فشار سره دئ . اوس نو که څوک د لرغــونتوب او عُموميت په معيارونو پسي ګرځي، بيا نو پر ځای ده، چي دغه تلفظ نه يوازي په روښانه بــڼه په ټولو پښتو قاموسو کي وړاندي سي، بلکي پر لرغونتوب سربېره يې په بېلابېلو ژبو کـــي د پـــــراخ استعمال مسألې ته هم ګوته ونيول سي.

دنده (خج پرلومړۍ څپه) وظيفه، کار، کسب، کاروبار، خواري، غريبي. د پښتو په ختيځه لهجه کي د لومړۍ هجا په فشار سره ويله کيږي . دندي جمع .
دنده (خج پرلومړي سېلاب) د تلفظ دا بڼه په مخکنیيو ماناوو سره، د پښتو په لوېديځه کي رواج ده. په هندي او اوردو کي هم دا ټکی کټ مټ د پښتو دلوېديځي لهجې په بڼــه ويل کـــيږي يانــي په وينګ کي يې خــج پر
(Platt 547; Zaman & Naveed 401) وروستي سېلاب دئ (دهندا)؛ او �دندې� يې د جمعـي حالت دئ .
شوده (په څرګند يا معروف واو. د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس دا ټکی په اوږده يا مجهول واو ليکلئ دئ)شيدې/ شودې؛ په دري کي شير(بايد هېر نه کوو، چي په دري کي شيــر= شيدې او شېر= زمری په يوه بڼه ليکي؛ خو په بېلابېلو ډولو يې تلفظ کوي؛ حال دا چي په ايرانۍ پاړسي کي شير= شيدې او شېر= زمری دواړه هم په يوه ډول ليکي او هم يې په يوه بڼه وایي).
شوده (په اوږده يا مجهول واو، خج پر دوهمه څپه)بې عقل، کم عقل، احمـــق، ساده، چادي، سوډر او داسي نور. د پښتو دا ټکی له زياترو هندي الاصله ژبو سره ګډه ريښه لري؛ او په هغـــه ژبه کي هم د وروستۍ څپې په خج سره ويل کيږي .

که د زړو کليمو پخوانۍ او اصيل تلفظ تر اوسه د پښتنو په ځينو ويونکو کي ژوندی وي، دا خبره منطقي او علمي ښکاري، چي هماغه پخوانۍ او اصلي تلفظ د ژبي په نورو لهجو کي هم جال سي؛ ځکه هر څونه چي د ژبي لغتونه، ترکيبونه او اصطلاحوي په خپله اصيله اولرغــونې بڼه رواج وي، هغونه د ژبي اصالت او سپېڅليتا خوندي پاتيږي . البته دا د بېلابېلو ټکو د معياري توب په مسألې پوري اړه لري، چي دلته يې د بحث ځای نه دئ . دلته يوازي د دې خبـري يادونه کافي ګڼو، چي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د پښتو - پښتو تشريحـــي قاموس په ګډون، په زياترو پښتو قاموسو کي د دغه راز ټکو له پاره حتا د پښتو د لوېديځي لهجې د تلفظ او املا يادونه هم نه ده سوې . له همدې کبله بايد محقق او سترګه ور فرهنګ ليکوونکی د خـپلو اثـارو لوستونکي ددغه راز باريکو مسألو په ريښه او اساس پوه کړي؛ او د پښتو ژبي له بېـلابېـلو لهجو څخه د رنګارنګ مثالو او نظايرو په وړاندي کولو سره د هغو ذهنونه روښانه کي. ښايي ځيني معترضين استدلال وکړي،چي دغه راز ټکي خو د بېلابېلو تلفظو په لرلو سره، د پښتنو په ټولو لهجو کي يو ډول املا لري، نو ځکه د اندېښنې وړ ستونزه او ګډوډي نه پېښوي . دا خبره سمه ده، چي پښتانه نن سبا دغه ډول ټکي ټول په يوه متحدالشکل او معياري ليکدود کاږي؛ مګر ګډوډي او مشکل هغه مهال راولاړيږي، چي د قاموس مـؤلف د ليکسيکوګرافۍ له نـوي مېتودولوژۍ سره سم په خپلو قاموسو کي دهر ټکي د کـره او معياري تلفـظ ښـوولو دپاره فونيټيک توري او نخښي وړاندي کړي؛ او د کليمو په بېلابېلو برخو کي د خج موقـعيت څرګند کړي . که په قاموسو کي دې ارزښتناکو مسألو ته پام و نسي، د کلـيمو د سم او معياري تلفظ پېژندنه او زده کړه موږ ټولو ته په لوی ربړ او سرخوږي اوړي . علمي قاموس ليـکنه په ټينګه د دې غوښتنه کوي، چي په داسي حالاتو کي بايد تل د تنګ نظـرييو، تعصــبونو او سرسري چال چلند پر ځای ژورو او هر اړخيزو پلټنو ته پام وســـي؛او د علمي معيارو له مخي سره او ناسره سره بېل سي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery