مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د کليمو او ترکيبو املايي وريانټونه


د بېلابېلو لهجو او ډول ډول لهجه يي وريانټو پراخ استعمال نه يوازي په پښتو، پاړسي، عـربي او نـورو ختيځو ژبو، بلکي په اوروپايي ژبـو له هغې ډلي څخه په انګرېزي ژبه کي هم ډېره جدي او په زړه پوري مسأله ده. تر هغه مهاله چي ژبي يوه کره او په بشپړه مانا منلي معيار ته نه وي رسېدلي، تر هغو به په ژبنييو قـاموسو، په تېـــره بيا مفصلو او مشرحو قاموسو کي د بېلابېلو لغتو د لهجوي تلفظو او لهجوي ليکـدودو پېژندنه ډېر ضروري او پر ځـــای کار وي؛ مثلاً په پښتو ژبه کي ژبه، زبه او جبه؛ ژلۍ/ ږلۍ، زلۍ او ګـلۍ؛ ژوند،زوند او جوند؛ ژور،زور او جوَر؛ ژوبل،زوبل او جوبل؛کښلئ، ښکلئ او خکولئ او داسي نور، چي د عينِ کليمو بېلابېلو تورو او ږغونو د طبيعي او غيرطبيعي عواملو پر اساس، ډول ډول شکلونه اخيستې دي .

د پښتو او پاړسي ږغو ترمنځ هم دتبديلۍ ډېر مثالونه لرو؛ مثلاً د�خانه�له پاره په خراسانۍ لهجه کي�خُنه�، په رازي او پښتو کی�خونه�، په لري او وزيري لهجه کي�خــــينه�. په دې لهجوي اِمالو کي�و� په �ی� او �الف� په �و� سره اوړي؛ مثلاً موږ وایو:�لار�، دوی وایــــي: �لور�، موږ وايو :�اور�، دوی وایي:�اېر� (د بشپړ مالومات دپاره وګورئ : حبيبي، �د پښتـــــو لغوي تطور،�کابل،۱۴۰).

په دې توګه، په قاموسو کي د کلیمو تر معياري ليکدود لاندي، د لازمو توضيحاتو او مالوماتو تر څنګ د ژبي د لهجوي املاوو او تلفظو يادونه، ګټوره خبره ده. لوی انګرېز افغان پېـژندونـــکي - جګړن راورټي(۱۸۲۵- ۱۹۰۶م)تقريباَ يوه نيمه پيړۍ مخکي په خپل پښتو لارښود، پښتو ګرامر او انګرېزي - پښتو قاموس کي د پښتــو د لوېديځي او ختيځي لهجې تلفظو ته اشاره کړې ده.

لکه څنګه چي مو د تلفظ په اړه په مخکنييو خبرو کي لنډه يادونه وکــــړه، په انګرېزي کي هم دا لهجوي تلفظونه او املايي سيسټمونه تر اوسه پوري په خپل ټول قـوت او شدت سره ژوندي دي . مک آرتر، په خـپل کــي د انګرېزي ژبــــي(۵۹) بېلو لهجو ته اشاره کړې ده، �The English Languages, 1987� مشهور اثر
چي د برتانوي انګرېزۍ، امريـــکايي انګرېزۍ، کانــاډايـــي انګرېزۍ، د کارابين انګرېزۍ، افريقايي انګرېزۍ،
د جنوبي اسيا د انګرېزۍ، د ختيځـــي اسيــا د انګرېزۍ او د اسټراليايي انګرېزۍ په لويو ډلو پوري اړه لـــري .
(Jackson and Amvela 141)

د انګرېزانو او امريکايانو تر منځ د بې شمېره ټکو په تلفظ، ليکدود او ماناوو کي دا اختلافــونه د نامتو انګرېز ليکوال او ډرامه ليکوونکي - جورج برنارډ شا او آيرلنډي ليکوال - اوسکار وايلډ پـــــه عالمانه خبرو کي په خورا ښه بڼه بيان سوي دي . برنارډ شا وايي : � انګــلستان او امريکا دوه داسي هيوادونه دي، چي د يوې ژبي(انګرېزي) په وسيله سره بېل سوي دي . � وايلډ ليکي : � په ریشتيا سره دانګرېزانو او امريــکايانو
www.afgazad.com تر منځ، بې ژبي نور ډېــــر څـــه ګـــډ دي . � (د بشپړ مـــــالومات دپـــــاره و.ګ .: معــــــروفی)

په خوښۍ سره د لروبر پښتنو په ليکدود کي پخواني توپيرونه اوس د افغانانو د نيژدې اړېکو په برکت تر زياتي ګچي لږ سوي دي؛ او د هري ورځي په تېرېدو سره د لا لږېدو په حال کي دي . معاصر قاموس ليکوونکی بايد هرومرو داسي توپيرونو ته پام وکي؛ او له د خپلو قاموسو له لستونکو سره دځينو ضروري ژبنييو او ادبي مسألو په حل کی مرسته وکړي . البته لهجوي قاموسونه ځانته خپل ځای لري، چي د لهجوي توپيرونو د شنني او څېړني دپاره ډېر ګټور مالومات وړاندي کوي؛ خو د کليمو د معــياري ليکدود تر څنګ د لهجوي وريانټونو پېژندنه هم د قاموسو لوستونکو ته له دلچسپۍ خالـــي نه ده (په افغانستان کي د لهجوي قاموس د يوې نمونې له پاره و.ګ. : د شاه عبدالله بدخشـــي �د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس�). د پاړسي ژبي په پخوانييو فرهنګو کي، د سيد محمد علي داعي الاسلام �فرهنګ نظام� هم د پاړسي ژبي ځيني لهجوي تلفظونه را غونډ کړي دي .

د کليمو پخوانۍ او اوسنۍ املاوي

د پښتو ژبي اوسني قاموس ليکوونکي بايد د يوه ټکـي د بېلابېلو املايي وريانټو تر څنګ د يوې کلـيمې پخوانۍ او اوسنۍ بڼې هم په ګوته کي؛ مثلاً �بخـره�او�برخه�،� مزری�او�زمـــری� ،�نمـازديګر�، �مازديګر�، �مازيګر/ماځيګر�،�نمازپښين�،�ماپښين/ ماسپخين�،�معنی�،� معنا�،�مانا�، �شهر�،�ښهر�، �ښار�، �پاتو� ،�پاته/ پاتي�،�اروېدل/ اورېدل�،�وهـېر�،�هـېر/ وېر�او په لسګونو نور ټکي، چي د تورو د ابدال او تقليب له امله يې د زمانو په تېرېــدو سره، املايـي جوړښت او جولې هم اليشي سوي دي . دپښتو ادب د منځنــۍ دورې په زياترو اثارو کي دمخکنييو ټکو پخوانۍ بڼې داسي راغلي دي :
چه دعمر و رفتن ته څـــــوک نظـــــر کا
دا به وائی چه آفتاب د نمازديګر دئ
(د رحمان بابا د ديوان خطي نسخه)
لېـــونی به لېونــی نه ؤ عالــــــــــمه!
که ئې بخره وای له عقل و فرهنګه
(د خوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)

زه خو شرابي يم شېــــــخه څه را سره جنـګ کړې!
بخري ازلي دي کاشکي مـا د ځان په رنګ کړې!
(د خوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)
مزري کله پرهېــــــــزګـــار دي
خو راغلي په خپل ښکار دي
(د خوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)

موږ بايد د طبيعت او ټولني د بدلون او پرمختګ له قوانينو سره سم، په دې خــبره سر خــلاص کوو، چي د زمانو په تېرېدو سره د کليمو په مانوي او شکلي پولو کي راز راز بـدلونـونه راځي . ځيـني کليمې له هر ډول طبيعي او غيرطبيعي بدلونو سره سره تر پېړييو پېړيیو پوري خپل اصلي شکلونه خوندي ساتي؛ خو ځيني نوري بيا د ډول ډول تغييراتو پر بنسټ پخوانۍ څېرې څـه ناڅه اړوي . په پای کي خلګ هغه څه د معيار په توګه مني، چي دبلاغت او فصـاحت غوښتنــو ته مثبت جواب و وايي. په بل عبارت، د کليمو او ترکيبو هغه شکلونه د معيار په توګه منل کيږي چــي ساده، اسانه، ښکلي او ماناداره وي؛ اماد يوه دقيق او سترګه ور قاموس ليکوونـــکي رسالت او مسووليت دادئ، چي خپلو لوستونکو ته د راغونډو سوو ټکو پر معياري يا ډېرو مروَجو امـــــلاوو سربېره، د هغو بېلابېل ډولونه او وريانټونه هم وښيي. دا کار په نوو قاموسو کي د کراس ريفرينس په مرسته کيږي، چي مخکي مو د لهجوي تلفظونو په بحث کي هم يادونه وکړه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery