مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو د پېژندني(تعريف)ګرامري جوړښت


تعريف زياتره له يوه عبارت څخه جوړ وي، چي په ټاکلو شرايطو او حالاتو کي له همغه تعــريف سوي ټکي سره د اليشولو وړ وي . د دې مانا دا ده، چي که تعـريف سوی لغت اسم وي، نــو د داسي ټکي د تعريف مرکـزي برخه
کــي، جُرم (COD9) په بڼـــــــــه يو عبــــارت وي؛ مثلاً د اکــــسفورډ په کوچــــني قـــامـوس (noun) به هـم د اسم
داســــي تعــــريف ســـــــوی دئ :
�جُرم هغه جدي پړه يا ناوړه چلند دئ، چي د قانون له خوا د سزا وړ وي .� [دلته ليدل کـيږي، چي جُرم د بل اسم ياني پړې يا ناوړه چلند په وسيله بيان سوی دئ .] په همدې ډول کـــه په قاموس کي راغونډ سوی ټکی فعل وي ، نو د هغه د تعــريف د غـوره سوي عبارت مرکزي ټکی به هم فعل وي . په کوچنييو قـــــاموسو کــــــي تعريفـــونه زياتره د متــرادفو ټکو په بڼه بيـــانيږي؛ په داسي حـــال کــــــي، چــــــي پــــه لــــويو قاموسو کــي تر زياتي ګچـــي (Jackson and Amvela 210-11) تحليـــلي او تفــــصيلي بڼــــه لــري .

په قاموسو کي د بېلابېلو ماناوو اوډنه


د کليمو د راز راز ماناوو او استنباطاتو تر را غونډولو وروسته، بله اساسي پوښتنه دا ده چي د کليمو بېلابېلي ماناوي بايد څنګه و اوډلي سي؟
قاموس ليکوونکي د کليمو د بېلابېلو ماناوو د لومړيتوب او وروستي توب (تقـدم او تأخُر) په اوډنـه کي يا د هغو د عموميت (ډېر او پراخ استعمال) معيار په پام کي نيسي؛ او يا هم د هغــــو د تاريـــخي تګلــــوري او مختلفو مانوي بدلونو پر بنسټ عمل کوي . څرګنده ده، چي عبارتونه او اصطلاحات د زمانې په تېرېدو سره نوي ماناوي او مفاهيم مومي .کله کله يې د ژبو او لهـــجو په رنګــارنګ بدلونو کي، ځيني پخوانۍ ماناوي له منځه ځي؛ او پر ځای يې نــــوي مانـــــوي تر لاسه کـــــوي؛ او کله کله د پخوانييو ماناوو پر خوندي کولو سربېره، ځیني نوي ماناوي هم اخلي. لـه دې کبـله، پــــه فرهنګو کي د راغونډو سوو ټکو، عبارتو او اصطلاحاتو د راز راز ماناوو د معقولي او منطـــــقي اوډني مسأله خورا ارزښتناکه ده.

د کليمو د بېلابېلو ماناوو د جلا کولو لاري


مؤلفانو په قاموسو کي د کليمو د بېلابېلو ماناوو د جلاکولو دپاره ډول ډول لاري غوره کړ ي دي . ځينو د کليمو بېلابېلي ماناوي د سېمي کولن (؛)، دش (-) يانورو بېلوونکو نخـــښو پـــه مرستـه جلاکړي دي؛ خو د مترادفو ټکو د بېلولو په مقصد يې زياتره له کـــامې څخه کار اخيستی دئ . د فرهنګو ځينو نورو مؤلفانو د لغتو، ترکيبو او اصطلاحاتو د جلا ماناوو د بېلولــو په مقصــد د ۱، ۲، ۳ په شان پرله پسې نومرې استعمال کړي دي؛ او مترادفي کليمې يــې د کامې په کارولو سره، يو له بله بېلي کړي دي . البته په قاموس ليکنه کي دا خبره مهمـــــه نه ده، چي د راغونډو سوو ټکو بېلابېلي ماناوي بايد په څه بڼه او د کومو نخښو په مرسته سره بېلـي سي. هغه څه چي هيڅوک يې په قاموس ليکنه کي له ارزښته انکار نسي کـــولای، د دې حقيقت پېژندنه ده، چي قاموس ليکوونکی بايد د کلـــيمو بېلابېلي ماناوي په يوه ممکنه وسيله يوله بله جلا کړي، تر څو په دې توګه د بېلو مانــــــاوو له ګډوډېدو څخه ډډه وسي. بې شکه، چي حسابي عددونه په ښه توګه کولای سي د فرهنـګو داقتصادي توب اړخ ته په پام سره، د را ټولو سوو ټکو دبېلابېلو ماناوو په جلاکولو کي ښه او اغېزمن کار ورکړي .

د کليمو د بېلابېلو ماناوو اوډنه د هغو د عمومیت يا ډېر استعمال له مخي


د عموميت يا زيات استعمال له اصل سره سم، په قاموسو کي د راټولو سوو ټکو هغو ماناوو ته د لومړیتوب ځای ورکول کيږي، چي خلګ يې په ويلو او ليکلو کي ډېر کـــــاروي . تر هغــــو وروسته بيا په وار سره هغه ماناوي اوډل کيږي، چي عام خلګ يې له مانـــاوو سره ډېــــــره اشنايي ونه لري . په دې برخه کي د کلــيمو اختصاصي، اصطلاحي، مجازي او کنايي ماناوي راځي؛ د مثال په توګه د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په �پښتو - پښتو تشريحي� قــامـوس کي د�بسيا� ټکي ته دغه ماناوي کښل سوي دي:
۱استوګن، دېره، مېشت.۲کافي، ډېر، پوره، بس.۳صبرناک، بې لايحه[؟].۴مشغول، اخته، لګيا (امرخېل او نور ۲۶۳).

په دې څلورو ماناوو کي لکه څنګه چي ښکاري، لومړۍ او دوهمه مانا ډېره مروَجه او مشهوره ده،نو ځکه د ټولو په سرکي راغلې ده. دغه رنګه د�هيواد�کليمه، چي په پښتو ادب کـــي په دوو نسبتاً بېلو ماناوو کارسوې ده:۱مېنه، ټاټوبی، استوګنځی، وطن، ملک، مملکت، مامــوا او داسي نور.۲ليري، بعيد، پر ډېره فاصله پروت، د نيژدي خلاف او داسي نور. مالــــومېږي، چــي د�هيواد�لومړۍ مانا په خلګو کي عامه او مشهوره ده؛ خو دوهمه مانايې په خواشينۍ سره د خلګو په اوسنييو محاورو کي مړه؛ او يوازي د پښتو ادب په ځينو زړو متنو کي خوندي پاته ده. دې ټکي پر مانوي بدلون سربېره له شکلي پلوه هم څه ناڅه څــــېره اړولې ده؛ ځکه د اوسني ليکدود پرخلاف د پښتو په پخواني ادب کي، د �ايواد�په بڼه راغــلې ده. د غوري دربار
لوی شاعر- ښکارندوی په خپله نامتو پسرلنۍ بولــــله (قصيده) کي دا کليمه داسي استعمال کړې ده :
د ښندو اور يې درست ايواد زرغون کړ
له قصــداره تر ديبـــله يې يــــونـــــونه
(هوتک ۵۴)
یا به وران کــــا بودتونونه د بمبڼو
يا به سره کاندي په وينو ايوادونه
(هوتک ۵۸)
د احمدشاه بابا د دربار لوی شاعر، اديب او ګرامر پوه - پير محمد کاکړ د �هیواد� ټکی د ليري يا بعيد په مانا داسي راوړی دئ :
موږ له هيواده تنها راغلــي يو
د بڼ توتيان يو په دام وتلي يو
(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۵.)

�کالي�کليمه په اوسنۍ پښتو، په تېره بيا لوېديځه لهجه کي د جامو، پوښاک يا لباس په مانا ډېر پراخ استعمال لري؛ خو دا ټکی د پښتو ادب د منځنۍ دورې په اثارو کي، د سامانو، اسبابو، اجناسو (توکو) ، شيانو، تجارتي متاع، لوښو، ګاڼې، زېور يا پسول په ماناوو راغلئ دئ؛ د مثال په ډول :
- د سامانو، اجناسو يا اسبابو په مانا:�. . .اوښان، يا آس يا اسپي کالي دي .�(خيرالبيان ۱۰۲ الف) يا� . . . زه هغه بې پروا يم، چي هر چار تل بې شريکه، بې مله، بې کالي کړم . نشته زمـــا محتاجي و شريک، و مل و کالي و ته لکه آدميان . �(روښان ۱۶۰ب؛ رشاد،�دخيرالبيان ليکدود او لغتنامه،�۷۴).
دخوشال خان خټک په يوه بيت کي همدا مانا داسي راغلې ده:
ماخوشحال يې سودا کړې ناديده ده
که کــــــالي په بهانه ځي بې نموده
په اوسنۍ پاړسي کي هم دا ټکی د�کالا� په بڼه د تجارتي متاع، اسبابو، اجناسو او جامو په مانا کاريږي .
- د زېور، ګاڼې يا پسول په مانا:
په کاليو سره مخ ښايسته کـــــيږي
ستاپه مخ ښايسته د مخ کالي دي
(رشاد،�د خيرالبيان ليکدود او لغتنامه،� ۷۵.)

�مرسته�د پښتو يوه بله پخوانۍ کليمه ده، چي پخوا د هيلي، آرزو، طلب، غوښتني، لټون، تلاښ،هڅي، کوښښ، اشتياق، شوق، خواهش او داسي نورو په مانا کارېده. د خوشال خان خټک (۱۰۲۲- ۱۱۰۰ هـ ق) په دوو بيتو کي يې بولګې دا دي:
اوس مي بيا مونده په کور کي
چه دايــــــم يې وم په مرسته
(دخوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)

د مقصود ګوهر په لوی درياب کـــــي پرېوت
غــواصان په کـــــي غوټې وهي په مرسته
(د خوشال خان خټک د ديوان خطي نسخه)
په خواشينۍ سره، د مرستي پخوانۍ مانا اوس د خلګو په ورځنيیو خبرو او مرکو کي کاملاً مړه ده؛ او ځای يې په بشپړه توګه نورو مترادفو يا متقارقو ټکو؛ لکه کومک، بسپنه، لاس نيوی، اعانه، چنده، امداد، تعاون ، معاونت او داسي نورو) ونيوه. ښايي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د پښتو- پښتو تشريحي قاموس د�ميم � د برخي ليکوال هم د مرستي د اوسنۍ مانا د پراخ رواج له کبله، د هغې پخوانۍ مانا له ياده ايستلې وي؟! . ښه خبره به دا وای، چي ښاغلي قاموس ليکوونکي په دغه راز لغوي او ادبي مسألو کي د تقليد او سرسري اقتباس پر ځای د ژوري څېړني او پلټني لاره غوره کړې وای؛ او په دې توګه يې د خپلي ژبي د لغوي شتمنۍ او فرهنګي ميراثونو ساتنه کړې وای . عجبه خو لا دا چي زموږ تنګ نظرو او متعصبو سوچه پالو بيا اوس په ناپوهۍ سره د پرديتوب په ګونا د مرستي ګرده مترادفي يا متقاربي ماناوي هم له پامه غورځولي دي؛ او د دې کار له لاري يې د پښتو ژبي لغوي زېرمي ته، چي د پېړيیو پيړييو په ترڅ کي جوړه سوې ده او د دې ژبي لويه مانوي پانګه ده، لوی زيان رسولئ دئ . په دغه راز حالاتو کي بايد د کليمو د ماناوو د عموميت او ډېر استعمال له اصل سره سم ، ترټولو مخکي لــــومړۍ مروَجه او مأنوسه مانا او بيا په روَڼ سره لږ پېژندل سوي او نابابي مانــــاوي و اوډل ســـي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery