مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي بايد د را غونډو سوو کليمو او اصطلاحاتو د استعمال ډګر څرګند سي


لکه څنګه چي په تېرو بحثو کي هم يادونه وسوه، په ژبه کي ډېر ځله داسي ټکي پيدا کيږي ، چي د مانا
له پلــــوه ډول ډول بدلونــونه مـومي. د دې دپاره، چي د قاموسو (semantics) پېژندني يا سيمانټيکس
لوستونکي د يوه ټکي په بېلابېلو ماناوو کي ځانونه ورک نه کي، نو لغت ليکوونکي ته ښايي، چي د هري ځانګړي مانا د استعمال ساحه په اختصاري نخښو روښانه کړي؛ مثلاً موږ ټول د کار له دوديز مفــهوم (وظيفه، دنده، کِسب، کاروبار، شغل) سره بشپړه اشنايي لرو؛ خو د هغه له علمي او مسلکي ماناوو سره چندان سروکار نه لرو. د کار مفهوم په فزيک او اقتصاد کي کاملاً اختصاصي بڼه لري، چي په ځينو اړخونو کي له عام مفهوم څخه بېل او په ځينو اړخو کي تر هغه دقيقه او مسلکي مانا لري . فزيکپوه کار دې ته وايي، چي يوه قوه له يوه ځايه بل ځای ته يووړل سي؛ او فـارمول يې داسي کاږي :
فاصله xکار= قوه
په داسي حال کي چي اقتصادپوهان، په تېره بيا د مارکسيسټي نظريو پيروان، کار د مادي نعمتو د توليد يا
يوه ټاکلي اقتصادي هدف له پاره د انسان د زيار او کوښښ په مانا کــــاروي . عموماً هر ګيردي يا مُدوَر شي ته ويل کيږي؛ خو په کمپيوټر پوهـنه کي هغه وسيله ده، چي ډول ډول (disc/disk) په انګليسي ژبه کي ډيسک
(floppy disk)فلاپي ډيسک ،(hard disk) اطــلاعــات او فــايـلونه پــکښي خــوندي کیږي . هارډ ډيسک
داسي کليمه ده، چي پر انګرېزي ژبي سربېره يې موږ هــــم (tangent) او داسي نور يې ډولـــونه دي . ټانجينټ
په رياضــــــي، هندسه او مثلثاتو کي په پراخه توګه استعمالوو. ټــــانجينټ په هندسه او مثلثاتو کي، پــــــه يوه نقطه کي د يوه مستقيم او منحني خط هغه تړښت يا تماس ته ويل کيږي، چي تر يو و بل وا نوړي؛ خو د انګرېزي ژبي په عامو محاورو کي د ځینو نورو ماناوو تر څنګ، په عــــام ډول د هغـي مسألې يا خبـــرو په مـــانا کاريږي، پـــــه انګــــــرېـــــزي کـــــي .(off a topic) چــــــــي له اصــــلي موضـــوع سره چنـــــــدان اړېــــــکــی و نـــــــه لـــــــــري
او داسي نور هغـه ټکـي او اصطـــلاحات دي، چي پر نـــــورو ماناوو �port�, �reboot�,�screen�,�search�
سربېره د کمپيوټر په ساحه کي ځانګړی استعمال لري . له دې امله يې بايد تل په قاموسو کي د استعمال ساحه
جوَته سي، چي د پام وړ مــانا د د لوستو له پاره، بې سرګردانۍ او وخت ضايع کولو، نېـــغ پـــه نېغـــه د هغې تــــه
. (Jackson and Amvela 119-200) مراجعه وکـي



په پاړسي او عربي کي هم لکه څنګه چي مخکي اشاره وسوه د شاهد، صنم، اجتهاد، جرح او ډېرو نورو ټکو لغوي او اصطلاحي ماناوي يوله بله ډېرتوپير لري . محــــاوره يي او اصطلاحي مانا د حقيقي مانا پر خلاف، يوازي په يوه مشخصه ډله، مشخصه سيمه يا ځانګړو حالاتو کي کاريږي؛ او ماناوي يې د وخـــــت، ځای او حالاتو پر بنسټ بدلون مومي . پــه ژبو کـي داسي مثالونه ډېر دي، چي ځیني ټکي د يوې يا څو عامو ماناوو تر څنګ، د علومو په يوه ځانګړې څانګه کي کارېدونکي اختصاصي ماناوي لري .

پروفيسر آټکينز او پروفيسر رنډيل د ژبي په لغوي زېرمه کي، د کليمو د عمومي او اختصاصـــي استعمال په اړه يوې په زړه پوري مسألې ته ګوته نيولې ده، چي يادونه يې په څو لنډو ټکو کي بې ګټي نه ده. هغوي ليکي :
�کله چي د يوې ژبـــي د لغــــــوي زېرمي په اړه سوچ کوو، دا خــــــبره ګټوره او ارزښتناکه ده، چي د يوه ټـــــکي د عمومـــي او فرعي يا اصلي او اختــصاصي استعمال تر منځ دقيـــق توپـــير وکـــوو؛ د مثـــــال په تـــــوګه ګـــــول
او داسي نور د فوټبال اختصاصــي اصطــلاحـات دي (که څــــه هم د ژبــــــي پــــه (corner)،کورنر/کارنر (goal)
ورځــنييو خبرو او مرکو کي هم پراخ استعـــمال لري) مګر ښه، بد،لـږ، ډېر، ارزښتمن، بې ارزښته او داسي نور د ژبي د اصلي يا مرکزي لغوي زېرمي يوه برخه ده.� هغوی وروسته د ژبي په عمومي قاموسو کي د اختصاصي
يا اصطلاحي ټکو په باره کي، دا درې نظريې وړاندي کوي :
- وړې يا فرعي ژبي يا په بله وينا اختصاصي/ اصطلاحي کليمې بايد د ژبي په عمومي قاموس کي شاملي نسي (دا نظر بې شکه د ژبي لغوي او ادبي فقر ته لاره هواروي).
- د ټولو اختصاصي يا فرعي ژبو اصطلاحات بايد د ژبو په عمومي قاموسو کي هم شامل سي (خو دلته دا پوښتنه طرحه کیږي، چي دا اختصاصي يا فرعي ژبي کومي دي؛ او د کومو نــورو په موندنه پسي هم بايد پلټنه وسي؟)
- د اختصاصي يا فرعي ژبو يوازي ځيني ټکي بايد د ژبي په عمومي قاموس کي مدغم ســي (لکه څنګه چي ښکاري دا لار د لـومړۍ او دوهمي نظــريې تر مــنځ د اعتــــــــدال يا پخلاينـــــي لاره ده).
(Atkins and Rundell 73)
قـاموس ليکوونکی بايد د کلـيمو او عــبارتو دغه راز مانـــاوي دلنډو تـــورو يا نخــښو په کارولـو سره روښانه کــي. سـربېـره پـــر دې د نــوي قاموس لیکني په زړه پوري ځانګړتیا دا ده، چـي را غـــونډ سوي ټکي د لــــرغوني
او داسي نورو ډولونو په څرګندولو (slang)، عامـــيانـه(poetical)، شاعـرانه(literary)، ادبـي(archaic)
سره، لوستونکو ته ور په ګوته کړي . په اوروپــــایــي قاموسو کي د مخففاتو په استعمالولو سره د کليمو دغه راز بېلوني او چاڼ کولو ته ځــــانګړی پام کيږي . متأسفانه په پښتو قاموسو کي تر اوسه دې ځانګړتیا ته چندان توجه نـه ده سوې . که پښتو قاموس ليکوونکی ورشو، اوېجه، اوجاړ او داسي نورو ټکو ته د� لر= لرغوني � مخففــه نخښه وکاږي يا په پاړسي فرهنګ کي گوشنه/گشنه (چي ادبي رسمي او ادبي بڼــــــه يې ګرسنه ده) اوشيشته (چي ادبي بڼه يې نشسته ده) کليمــــــو ته د� عا= عاميانه � مخففـــي نخښي استعمال کړي، نو لوستونکو ته د لغتو د شکلي څرنګوالي په اړه ارزښتناک مالومات وړاندي کیږي . � منگر �، � منگس �، �اوميند� او داسي نور هم هغـه عاميانه تلفظـــونه دي، چي قاموس ليکوونکي يې بايد په خپلو اثارو کـي د معياري او کره بڼو تر څنګ په روښانه ټکو سره وښيي .

په هره ژبه له هغو څخه په انګرېزي ژبه کي عامـــــیانه ټکي خورا ډېر دي؛ او ورځ په ورځ يــې شمېر مخ پر زياتېدو دئ . د عاميانه ټکو په برخه کي له پښتو او پاړسي سره د انګرېزي ژبــي توپير په دې کي دئ، چي په انګرېزي کي د عاميانه کليمو او اصطلاحوو په رواج موندني سره سمدستي داسي ټکي او ترکيبونه د ژبي نوو قاموسو ته لاره پیدا کوي؛ او په دې توګــــه يې خلګ کرار کرار له مانا سره اشنا کيږي . په دې ژبه کي، د عاميانه او غير رسمي ټکو لمن دونه پراخه ده، چي سړی ګومان کوي د ښوونځيیو، پوهنتونو او رسمي ادارو د معـياري ژبـــــي تر څنګ، د کوڅو او بانډو يوه بله ژبه هم جاري ده. د کتابو په بازار کي حتا د عاميانه او غـــير رسمي ټکو له پاره ځانته بېل قاموسونه پلورل کيږي . د ځينــو آن لاين بڼو له پاره يې دغه لينکونه وګورئ :
http://onlineslangdictionary.com/
http://www.peevish.co.uk/slang/
http://www.cockneyrhymingslang.co.uk/
http://www.probertencyclopaedia.com/slang.htm
د وخت په تېرېدو سره همدا عاميانه ټکي او ترکيبونه،چي د اشنا خلګو تر منځ په غير رسمي خبرو او مرکو کي استعماليږي، ورو ورو د معياري ټکو په ډله کــي ځــای نيسي؛ د مثــال پـــه توګه په برتـــــــانوۍانـګــرېزي کـــــي
پر ځــــــای پـــــه �buttocks�د �bums� او �breast� د�boob� ،�toilet�يــا�lavatory�د �loo� او�bog�
(Jackson and Amvela 162) عاميانه او غــــــير رسمــــــي بڼــــه کــــاريږي .

په خواشينۍ سره په پښتو کي د عاميانه او غير رسمي ټکو را ټولو او رواجولو ته ډېر لږ پـــام اړول سوی دئ . د پښتو عاميانه ټکي د عام ولس ژبه ده، چي تل د بدلون او پرمختګ په حال کي ده. په دې برخه کي ډېرو پلټنو او څېړنو ته اړتيا سته . په پاړسي کــي د پښتو او پاړسي ژبو ليکوال او قاموس ليکوونکي - ارواښاد عبدالله افغاني نويس (په۱۲۶۷ش کي زېږېدلــــئ) د خپل دوه ژبيز�افغان قاموس�تر څنګ د� لغات عاميانۀ فارسي افغانستان �په نامه بېل قاموس کښلئ هم دئ، چي په خپل ذات کي ډېر ارزښتناک اثر دئ (و.ګ. افغانی نويس، افغــــــــان قاموس او افغانی نويس، لغات عاميانۀ فارسی افغانستان). په ايران کي هم د � فرهنګ فارسی عاميانه �تر سرليک لاندي، په دوو ټوکو کي يو ځانګړی قاموس تأليف سوی دئ؛ خو د پاړسي ژبي د ټولو لهجو پر ځای يې يوازي د اوسنۍ ايرانۍ پاړسي عاميانه ټکي را وړي دي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery