مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د را غونډو سوو کليمو ګرامري وېش او ځانګړتياوي


په قاموس ليکنه، په تېره بيا د ژبي په عامو او هر اړخيزو قـــاموسو کي بل ډېر مهم او د غـوَر وړ ټکی د کلام د بېلابېلو برخـــو د وېش له پلوه د را غونــــــډو سـوو کلـیمو د بېــــــلولو مسأله ده، چـــــي په انــــــګرېزي کــــي يـې
بولي . د قاموسو ليکوونکــــي بايد پوه سي، چي د پام وړ ټکي د کلام (word classes /parts of speech)
د اجزاوو د ګرامري وېش له اړخه په کومه ډله کي راځي . پــه بېلابېلو ژبو کي د کلام د اجزاوو پر نوعيت، څرنګوالي او شمېر اوږدې خبري سوي دي؛ مګــــر سره له دې هم، څه ثابت او منلئ معیار نه تر سترګو کـــــيږي . په دې مــــانا، چي اوروپــايي ژبپوهانو او ګرامر پوهانو د کلام برخي په يوه ډول وېشلي دي؛ د عربي ژبو ګرامر پوهانو په دې وېشنه کي بله لار غوره کړې ده؛ او په ځينو هندي الاصله ژبو کي د کلام د برخو وېش جلا رنګ او بڼه لري . په پښتو کــــي هم ژبپوهانو او ګرامر پوهانو د بېلابېلو لارو پيروي کړې ده. د دې پراخ بحث څانګو او ښاخو ته لاس اچول، ښايي دې لنډي ليکني ته د ګرامر ښووني رنګ ورکړي، چي طرحه کول يې دلته پر ځای نه برېښي. دلته يوازي دونه يادونه کافي ګڼو، چي په ننيیو پښتو قاموسو کي د کلام د خپلواکو یا ناخپلواکو اجزاوو په توګه د اسم، صفت، فعل، قيد، ضمير، اداتو(اضافي تورو يا ناخپلواک ټکو)، ارتباطي تورو، د ندا تورو، مختاړو او وروستاړو يا مخوندييو او شاوندييو، عددونو، ږغونو(اصـوات)او داسي نورو پېژندنه ډېره مهمه او ضروري ده .

په قاموس ليکنه کي د کـلام هره برخه يا هره ګټګوري ځانته خاص ارزښت لري، چي بايد له ټولو باريکيیو او جزيیاتو سره را غونډ او تشريح سي؛ د مثال په توګه د پښتنو په مختلفو لهجو او سيمو کــي د اصواتو خورا ډېر او بېل ډولونه کاريږي؛ لکه کړپ، کړوپ، خــــرپ، خروپ، دْرَب، دروب، کخ/ کيخ، غږ، کښ، شر، بغ، سږ، سغ او په لسګونو نور یا په دري کي بُر، سور، يق،کخ/ کيخ، گَرم، گروم او داسي نور. په انګرېزي کي زياتره ږغونه پر درو ډلو وېشي :

الف) تقليدي ږغونه : هغه ږغونه، چي په حقيقت کي د يو ځانګړي ږغ تقليد يا پېښې کوي؛ لکه :
meow, moo, bow-wow, vroom, etc.
ب) سيمبوليک ږغونه : دا ږغونه زياتره د يو سيټ يا مجموعې په بڼه استعماليږي، چي ځيني يې قافيې هم لري؛ لکه :
lump, bump, hump, clump
لکه : (alliteration) يا د داسي ټکو په بڼه څرګنديږي، چي د تورو په پيل کـــي يې يــو راز توری وي
flick, flash, flip, flop, etc.
: (Ejaculation) ج) ناببره او په زوره چغه
ho-ho, ha-ha, pish, pshaw, etc. (Jackson and Amvela 51.)
دا ډول ټکي بايد د ژبي له بېلابېلو لهجو څخه په پوره دقت را ټول او په قاموسو کـــي په منظم ډول ثبت سي.

د کلام پر پر دې اجزاوو سربېره ، په قاموس لیکنه کي د نورو ګرامري خصوصيتو لکه فـــاعلي، مفعــــولي، مالکي، اخباري، استفهامي، آلي او داسي نورو حالتو؛ مجعول او مجرد ثـلاثي مصـدرو، د فعل د لازمي او متعدي ډول د څرنګوالي، د فعل د بېلابېلو زمانو(حال، ماضـي او جاري)؛ د بې قاعـدې نارينه (مذکر) او ښځینه (مؤنث) حالتو، د بې قاعـده مفردو او جمــعي ډولونو، د زمان او مکان د اسمونو، ساده او مرکبو حالتو او نورو ګــرامري مشخصاتو په اړه لنډه يادونه کیږي .

په قاموسو کي د کلام د اجزاوو سمه او دقيقه پېژندنه له دې کبله هم ډېره د پام وړ ده، چي ځیني کليمې په يوه وخت کي د کلام په څو ډلو پوري اړه لري . لوستونکي بايد هــــرومـرو په دغه راز توپيرونو او باريکيیو ښه و پوهېږي؛ مثلاً د�جهان�کلیمه په پاړسي، پښتو او ډېرو نورو ژبو کي استعمالیږي، چي د ايتمولوژۍ له اړخه د پهلوي ژبي د�کيهان/گيهان� له ټکي څخه اخيستل سوې ده (عمید۱: ۸۴۴ او ۳: ۲۰۲۳). دا ټـکی د اسم په توګه د نــړۍ، عالَم، بشريت، خلګو او داسـي نورو په مـانا کاريـږي؛ خو د فاعلي صفت په بڼه د�جهيدن �لــه مصدر څخه د ښورنده، خوځنده، جهنده او متــحـرک ماناوي افاده کوي . سربېره پر دغو حقيقي ماناوو دا کليمه د اسلامي عرفان په خورا ډېرو اثارو کي د لړزېدونکي، متزلزل، ناپايه دار، فاني، بې بقا ، بې ثباته او داسي نورو په مجازي او استعـــــاري ماناوو هم استعمال سوې ده. اسلامي عارفانو په خپلو اثارو کي استدلال کـړی دئ، چي په عرفاني ادبياتو کي ناسوت عالَم (مادي نړۍ) ته ځکه د� جهان �صفــت ورکړل سوی دئ، چي يو رنګي، ثبات، ټيکاو او بقا نه لري . په خواشينۍ سره د�جهان�دا مانا نه يوازي د عامو خلګو؛ بلکي د ځينو ليکوالو، ژبپوهانو او حتا قاموس ليکوونکو له پامـه هم لوېدلې ده .

په انګرېزي کي هم داسي ټکي په پېخر دي، چي په عين حـال کـــي د اسم، صفت، فعـل او قيد په بڼو کاريږي؛
د فعل په بڼه د وهلو، ويشتلو او داسي نـــورو پـه مانا کــــاريږي؛ خو د اسم په بڼه بريد، يرغل، وار، (hit) مثلاً
کليمه د اسم د جمعي په حالت کي عايد، حاصل، دخل،(proceeds) حملې، نښتي او داسـي نورو تـه وايي .
ګټي او داسي نورو ته وایي؛ خو د فعــل په بڼه پر مخ تلو، دوام ورکولو، رامنځ ته کېدو، را ټوکېدو او داسي
کليمه د فعل په بڼه، د فعل دوهم يا ماضي حالت دئ؛ خو د صفت په بڼه د بې پيسو، �broke� نورو ته وایي .
عامه کليمه د صفت په تـوګه د چټل، بې نظمــه، تاريک�dirty� کنګال، مفلس او داسي نورو ماناوي لري . د
توربخونه، درواغجن، ټګمار، فاسد، خاين، غوولونکي او داسي نورو په مانا کاريږي؛ حال دا چي د فعل په
د اسم په بڼه کتــاب �book� توګه د تورولو، ورانــولو، چـټولولو، بــې نظمه کولو او داسي نـورو په مــانا ده .
، کتابچې، البــــوم او داسي نـــــورو تــــه وایــي؛ په داسي حــــال کـي، چي د فعل پــــه حالت کي د نوم ليــــــکلو
، نوم ثبتولو، سازمان ورکولــو، برابرولـــو، ځان یا چاتـــه بېلولو او داسي نورو په مانا دئ . په لاندي مثال کي
ټکی په پـــام کـــي نيسو، چي د صفت، اضافه توري، قيد، اسم او فعل په بېلابېلو بڼو کــاريږي؛ او �round�
جـــلا جـــلا ماناوي لري :
round (adjective) e.g. �a round stone.� ګيردۍ/ګردۍ ډبره .
round (preposition) e.g. �round the corner.� نيژدې
round (adverb) e.g. �They all gather round.� دوی ګرده سره را ټوليزي .
round (noun) e.g. �You can buy the next round.�ته کولای سې نوی رَوَڼ رانيسې!
round (verb) e.g. �when we round the next bend.� کله چي پر راتلونکي کجګر را وګرځوو.
(Jackson and Amvela 22.)

پـه نـامـه يادیـږي؛ لــــــــکه :�participial phrases� په انـګرېزي کـي يو بـل ګرامـري جوړښت هم سته، چـي د
او داسي نور،چي يوه کليمه اصلاً�Encourage, we �� ,�The speeding jet�, �The running boy�
يا يو بل ډول ګرامري ترکيب، چي په (Warriner 65) له فعل څخه جوړيږي؛ خو د فعل او صفت په بڼه کاريږي .
له يو ځای کولو څخه جوړيږي؛ مګـــر د �ing�بولي؛ او په حقيقـــــت کــي د فعل او �gerund� انګرېزي کي يې
او داســــي نور، چــي موږ�seeing�, �swimming�, �drilling� �learning� اسم په بڼه استعماليږي؛ لکه
يې په پښـــــتو او پـــاړســـــي کي د اسم مصدر په نامه استعمالوو؛ لکه : کتنګ، وينــګ، ليدنــګ، بېلونـګ ، وتنګ، ژړونګ يا تشنگی، سوختگی، گرسنگی، شرمندگی، کردار، گفتار، رم، هراس او داسي نور په پښتو او پاړسي کي . د دې او داسي نورو حالتو په اړه لوستونکو ته مالومات وړاندي کــول؛ او د هغـــو توضيح او تشريح، د قاموس ليکوونکي د کار ډېره مهمه او ضروري برخه ګڼله کيږي .

په پښتو ژبه کي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ�پښتو- پښتو تشريحي قامــوس� يوازنـــــی مشرح او مفصل قاموس دئ، چي ګرده را غونډي سوی کليمې يې د کلام د اجزاوو د نوعيت او بېلابېلو ګرامري جوړښتو له پلوه په ښه توګه معرفي کړي دي . د ارواښاد عــــلامه رشـاد(۱۳۰۰- ۱۳۸۳ش ) د پټي خزاني په تحقيقي فرهنګ او د خيرالبيان په تحقيقي لُغتنــامه کي حتا د علومو اکاډيمۍ تر �پښتو - پښتو تشريحي قاموس�هم د کليمو ګرامــــري پېژندګلوۍ تـه ژور او هر اړخيز پـام سوی دئ
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery