مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قاموس ليکوونکي او د نوو ټکو پېژندنه


مخکي هم اشاره وسوه، چي عام ولس د خپل غريزي او طبيعي عکس العمل پر بنسټ، هرومرو د نوو شيانو او نوو پېښو د پېژندني له پاره، له يوې لاري يا يوه تدبيره کار اخلي . دا غريزي او طبيعي غبرګونونه کله کله له علمي اساساتو سره سر نه خوري، له دې امله بايد ژبپوهان، خاصتاً لغتپوهان او قاموس ليکوونکي د دغه راز ګډوډۍ او خپلسرۍ په مخنيوي کي مرسته وکي؛ مثــــلاً د اينټرنيټ له پــــــيدايښت سره په پښتو ژبـــــه کـــي د له پاره د �ويبپاڼي�،�جالپـــــاڼي �،�اينټرنيټپاڼي�،�ويــــب سايټ�،�ويـــب� (website) انګرېزي ويـب سايټ
او داسي نورو ټـــــکي راووته . طبعاً هر لغت جوړونکي خپله وضعه کړی ټکی/ ترکيــــــب تر نورو غوره وباله . د دې ټکو ترمنځ د پايښت او بقأ دپاره علمي سيالي پيل سوه؛ او اوس ترڅو کـــــــالو سيالييو او ټکرو وروسته ګورو، چي�ويبپاڼه � په افغاني ټولنه کي ترنورو سيالو ترکيبو مشهوره، مقبوله او ګټوونکې برېښي . په دې توګه بايد قاموس ليکوونکي�ويبپاڼه�د يوه عيني، واقعي او منلي نوي ټکي په توګه په خپلو قاموسو کي ثبت کړي، چي عام وخاص يې په خپلو ورځنييو خبرو او ليکنو کي استعمال کړي . البته قاموس ليکوونکي کولای سي، چي د�ويبپاڼي�په تشريح او بيان کي د نورو سيالو ټکو يادونه هم وکي، تر څو لوستونکي د�ويبپاڼي�په مفهوم ښه پوه سي . بايد هېره نه کوو، چي هر نوی وضعه سوی ټکی په قاموسو کي د ثبتولو او ضبطولو وړ نه دئ . په بل عبارت، يوازي هغه ټکي بايد په قاموسو کي د نوو ټکو په توګه وليکل سي، چي د خلګو په ورځنيیو خبرو او مرکو کي پراخ استعمال ولري یا خلګو عملاً په خپلو ورځينيو چارو او اړتیاوو کي منلي وي . زموږ ځينو نيولوجيستانو اوس د نوو ټکو په نامه داسي زېرمي جوړ کړي دي، چي که د ژبي منلو او معياري قاموسو ته لاره پيدا کړي، په ډېر لږ وخت کي به زموږ د ژبي او فرهنګ د ودي پر ځای، د خلګو د سپېڅلي او خوږې ژبي شمزۍ ور ماتي کړي .

که په پښتني ټولنه کي د ايران د�فرهنګستان�په بڼه، د ژبپوهانو او لغتپوهانو يو سراسري مرکز فعاليت لرلای، بيانو د قاموس ليکوونکي کارنور هم اسانه کېده؛ ځکه دې مرکز به په پښتني سيمو کي د نوو ټکو د را غونډولو، توحيد او انسجام چاري پر مخ بيولای؛ او تر پراخو علمي شننو وروسته به يې د وړاندي سوو نوو ټکو له ډلي څخه، تر ټولو غوره د معيار په توګه منلای؛ اما دې لوی بري ته تر رسېدو پوري بايد، د نوو ټکو په جوړولو او رواجولو کي د اسانۍ، سادګۍ، معقوليت او عموميت اصول له پامه و نه غورځوو.

د نوو ټکو په جوړولو او رواجولو کي د چټکتيا ارزښت


د نوو ټکو او ترکيبو په جوړولو کي بل مهم او ارزښتناک اصل د هغـــو په وضعــه کـولو او دودولو کـي د چټکتيا مسأله ده. که ژبپوهان، ادبپوهان، ليکوال، شاعران، ژورناليستان او په پای کــي د ژبي هر مينه وال په چټکۍ سره له پردو ژبو څخه نوو را ټوکېدلو ټکو او ترکيبو ته په خپـله ژبه کي معادل ټکي جوړ نه کي،نو عام خلګ هيڅکله د دوی دې بـې غَوْرۍ او ټمبلـۍ ته لاس تر زنـي نه کښېني. خلګ د نورو ژبو له نوو ټکو سره د مخامخ کېدو پر مهال مجبور دي، چـــي له دغو څو لارو څخه يوه غوره کي:
- د نوو ټکو په وړاندي خپل مروَج ټکي ودروي .
- که يې په خپله ژبه کي د نوو ټکو له پاره څه و نه مونده ، بيا نو له خپلي پوهـــي او تجــربې سره سم، هغو ته د خپلي ژبي نوي ټکي وټاکي.
- د ټولو لارو تر تړلو وروسته، د ناچارۍ له مخي، پردي ټکي په خپله اصلي او وارد سوې بڼـــه ومني؛ د مثال په توګه په افغانستان کي اوس عـام خلګ اووه يا اته کسيز موټر ته، چـــي پــه انګــرېزي ژبـه کـــــي يـــې ايم پـي وي
بولي، د�تونيس� ټکی استعمـــــالوي يا هغــه تېــــز (people carrier)يا (Multi- Purpose Vehicle)MPV
(estate car) رفتار موټر ته چي د بار وړلو دپـاره په شا کـي تش ځای لري؛ او په انګـرېزي کـي يې ايسټېټ کار
انګرېزي ټکی هم له همـــدې ډلــي څــــخـــه دئ، چـــي پــه (service) بـــولــي،د�ســراچه �ټکی کاروي . د سرويس
انګرېزي کي د خدمت، چوپړ، مرستي، ترميم، کار، وظيفې، عبادت، مراسمو، کتني، نظـــارت او نورو په
په مانا دود ده(bus) مفهوم استعماليږي؛ خو په افغاني پښتو او دري کي د سپرلي وړونکي غټ موټر يا بــس
، چي هغه هم په خپل وار سره دخيـله اوروپايي کليمه ده. دغـــه راز، زموږ خلګو د موبايل (ګرځنده يا بې مزي تليفون) د سيګنل نخښي ته د�آنتن� ټکـی غوره کــــړی دئ؛ مثلاً په هغو ځايو کي چي د مخابراتي دستګاه
او موبايل ترمنځ سيګنل کمـــزوری وي، خــلګ وايي : � موبايل آنتن نه ورکوي . �دا او په سلګونو نور ټکي په واقعيت کي د عام ولس د غرېـزوي ذهن هستوني او پنځوني دي . په دې نوم ايښوونو کي، لکه څنګه چي ګورو، د پـام وړ ټکــو د لغوي او مانوي اړخو تر منځ هيڅ اړېکی او دلايل نه ليدل کــيږي . سره له دې هـــم قـــامــوس ليکوونکـــی نسي کولای، په دې دليل چي ايم پي وي يا اووه سيټه موټر چيري او �تـونيس� چيري يا ايسټېټ موټر چيري او�سراچه�چيري، د دغه راز ټکو له را غونـــډولو او ثبتــــولو مـخ واړوي؛ ځکه قاموس ليکوونکی د ټولني د ژبنييو، فکري او فرهنګي ارزښتــــونو د يــوه امانتکار ليکوونکي په توګه وجيبه لري چي ټولي هغه کليمې، عبارتونه، ترکيبونه او اصطلاحات په پوره غوَر سره را ټول او خوندي کړي، چي د ژبي په ادبي او علمي اثارو او ورځينيو محاورو کي باب وي . البته فرهنګ ليکوونکی بايد هېره نه کړي، چي د دغه راز ټکو او ترکيبو د راغونډولو او مانـا کولو ترڅنګ د هغو اصلي علمــي او تخنيکـــــي نومونــه هم وښيي؛ د د لاتيني کليــمې مفغــنه بڼه ده. (antenna) مثــال په ډول روښانه کي، چــــي د�آنتن/ انتن� ټکـی اصلاً د انټينا
دغــه رنګـه دا خبــــره څرګنده کړي، چي انټينا په حقيقت کي د سيمانو، فـــــــلزي ميلو او نورو تخنيکي سامانو څخه جوړه سوې آله ده؛ او د راديو، تلوېزون يا بلي مخابراتي وسيلې د اليکټرو مقناطيسي څپو د اخيستني او
لېږدوني په مقصد استعماليږي . له دې کبله د موبـــايل فون د سيګنل ښوولو دپاره چندان موزون اومعقول نه برېښي .

کله چي خلګو د خپلو طبيعي عکــس العملو په لړ کي نوو شيانو او نوو پېښو ته نوي ټکي او ترکيبونه غوره کړه؛ او د پراخ استعمـال په وجه په ټول ولس کي دود سوه، بيا نو د هغو پر ځای د چا خبره د نورو علمي او اکاډيميکو نومونو رواجول د اسمان خاته د ي؛ ځکه خــلګ پــه هيڅ ډول حاضر نه دي، هغه کليمې او ترکيبونه په نورو اليش کړي، چي دوی يې په خــــپله پــــه جوړولو کي برخه اخيستې؛ او عملاً د هغــو په کاروَنه کـــي هيڅ ربړ او تکليف نـــه ګوري . �تونيس�،�سراچه�،�انتن�او داسي نور هغه ولسي نوم ايښووني دي، چــــي اړول يــې پــه اسانه ممکن نه دي .

بې شکه موږ ټول (عام و خاص) بايد د ژبي بډايني او بشپړتيا ته په کلکه اوږه ورکوو؛ خو په دې کار کي بايد له ځانځانۍ، شخصي ذوق، ذهني قضاوتو او نورو روانــي - اجتمـــــاعي ناروغييو څخه ځانونه وژغورو. پښتو خورا شتمنه او ارته ژبه ده. په خواشينــــۍ ســــره د دې لرغوني ژبي ټول علمي، ادبي او هونري اثار لا تر اوسه په بشپړ ډول نــه دي را غونډ سوي . زموږ د لغوي زېرمي په پراخه لمن کي، د نيولوجيزم ډېرو ستونزو ته په اسانۍ سره د حل لاره موندل کېدای سي؛ خو دا کار په زغم او سړه سينه، پرله پسې علمي څېړنو او پلټنو ته اړتيا لري . هغه نيولوجيستان، چي په خپله ژبه او ادب کي تر هر راز پلټني او ګروېږني دمخه، د ماشين په شان نوي کليمې، عبارتونه، ترکيبونه او اصطلاحات جوړوي؛ او بيــا له خلګو په ټينګه غواړي، چي بې تأمله يې د پخو کــاڼو په توګه په ورځنييو خبرو او ليکنو کي استعمال کړي، په واقعيت کي خپلي ژبي ته تر هغو کسانو لږ زيان نه رسوي، چي د پردو ژبو او پردو فرهنګي جريانو ظالمانه يرغلو ته لاس تر زني ناست وي؛ ځکه په دې کار سره د ولس سپېڅلې، اسانه او خوږه ژبه د يوه يا څو کسانو د شخصي ذوق او ذهني قضاوتو قرباني کیږي؛ په داسي حال کي چي د پردو ژبو او پردو فرهنګي يرغلو په نتيجه کي، د ژبي لغوي زېرمي او لرغونو فرهنګي ارزښتو ته لوی زيان رسيږي . په دواړو حالتو کي ژبه د ولس د يوه نه بېلېدونکي امانت په توګه، د اشخاصو او دولتو د بې رحمانه لاس وهنو له لوی خطر سره مخامخ کیږي . همدې لويو خطرو ته په پام سره بايد ، زموږ نوي ټکي د ولس په ژبه او فرهنګي ميراثو کي ژوري ريښې ولري؛ د ټولني عامو خلګو ته اسانه او په زړه پوري وي؛ او په رواجولو کي يې له ناسمو او نامعقولو لارو کار وانخيستل سي .

البته له دې حقيقته هيڅوک سرغړونه نه کوي، چي د نوو ټکو جـوړول يا نيولوجيزم زموږ د لرغوني ژبي د ژوندي پاته کېدو له خورا مهمـو او اساسي اړتيــــاوو څخه دئ؛ خو سره له هغه هم بايد هيڅکله په دې کار کي علمي موازين او اساسات تر پښو لاند ي نه کوو؛ د مأنوسو او پېژندل سوو دخيلو ټکو د بې ځايه سوچه کولو پر ځای بايد خپل ټول پام هغو نوو ټکو، عـــبارتو، تعبيرو او اصطلاحاتو ته واړو، چي هره ورځ له بېلابېلو لارو، د سېل په شان، زموږ ژبـــي او ادب ته را ننوزي؛ اوپه پای کي زموږ د لرغوني ژبي بقا له لوي خطر سره مخامخ کوي . ټول شاهدان يو، چي د نړۍ خلګ زموږ پر خلاف په اريانوونکي جديت او سرعت پرمخ درومي. هره ورځ د علومو په بېلابېلو برخو کي نوي کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات را منځ ته کوي . زموږ پوهان او قلم چلوونکي بايد د دغه راز نوو ټکــــو او علمي پرمختګو په پېژندنه کي، تر ګاونډييو ژبو او شاوخوا فرهنګي جريانو يو ګام هم وروسته پاتــه نه وي . مخکي تر دې چي فرهنګي يرغلګر داسي ټکي او اصطلاحات په مروړلې او بې خونده بڼه زموږ ژبي او کولتوري چاپېر ته را ننباسي، بايد په خپله ژبه او ادب کي د هغو له پاره په زړه پـوري معادل ټکي ولرو. د دې خبري مانا دا ده، چي د ژوندانه په ټولو برخو کي بايد د بهرنۍ نړۍ علمـــي، تخنيکي او فرهنګي پرمختګونه له نيژدې و څارو؛ او په هــغو کي نوي ټکــي، نـــوي اصطلاحات او نوي فکرونه په بشپړي پوهي او هوښيارۍ، يو پلا بيا وايم په بشپړي پوهي او هوښيارۍ سره، خپلي ژبي ته را ننباسو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery