مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموس ليکنه کي د ناپييلتوب او بېطرفۍ ارزښت

قاموس ليکوونکي بايد د مؤرخانو په شان د حقيقتونو ناپېيلي او بـې پرې ليکـوونکي و ي. د دې زرين اصل له مخي بايد تـل کوښښ وکي، چي په ژبنييو مسألـو کي هيڅکله د خـپلو قومــي، دیني، ژنبييو، سياسي او ايډيالوژيکي تمايلاتو او شخصـي ذوق پر بنسټ کمـــی یا زياتی و نه کړي؛ ځکه په فرهنګو کي د ګوندي، سياسي، ايډيالوژيکي، نژادي، دینـــي او داسي نورو اړېکو، شخصــي ذوق او سليقې له مخي تعريفونه او ماناوي وړاندي کول، د فرهنګ ليکني له عمومي قواعـدو څخه څرګنده سرغړونه ده. که د توکميزي جلا سـاتني یا اپارټايټ/ اپارټـايډ د پېژندني له پاره دغه دوه تعـــريفونه، چي دواړه يـې د جنـوبي افريقا د توکمپال رژيم د واکمنۍ پر مهــــال وړاندي سوي دي، په سرسري توګه تر نظر تـېر کوو، لـــه ورايه دغه راز شخصي او عندي نظريات ګورو:
- په يوه هيواد، په تېره بيا جنوبي افريقا کي د اوروپايانو او غيراوروپايـانو دبېـلابـېلو توکـمونو جلا ساتنه .
- هغه سيسټم، چي په جنوبي افريقا کي، د حکومتي نظام له خوا رامنــځ ته سوی ؤ؛ او هدف يې د بېلو توکمو جلا ساتل؛ او په دې ډول سپين پوستو خلګو ته ګــټه رسول وه.

دوهم تعريف لکه څنګه چي ليدل کيږي، سياسي او ايډيالوژيکي اړخ لري؛ ځکـــه چـي لومړی تعـــريف هم د قضيې اصلي واقعيت ته ګوته نيسي؛ مـګر د لومړني تـعريف پر ضد دا استـدلال کيږي، چـي که د اپارټايټ انګـــــېزې او موخــي روښـــانه نسي، نــــــو دا تعريف په ګــومـــه کــي (په ضمني توګه)د توکمـــپال رژيم سيله او پلوي کوي . په ځينو حالاتـــو کـي دا خبــــره ناممکـنه وي، چي څوک د يــوې مسألې يا يوه واقعيت په وړاندي خپل دريځ په روښانه بڼه و نه ښيي. دا خبره عامه ده، چي يو سړی د يــوه له سـترګو مجـاهد او د بــــل له سترګو ټروريسټ يا ترهـګر وي .and Rundell427-28) (Atkins

په ټولنيز ژوند کي ډېري داسي پېښي او مسألې سته، چي د بېـلابېــلو فکري او ايډيالوژيکي دريځــو څښتـنان يې له يوې زاويې څخه نه ویني . لـــــه دې کبـله، که قاموس ليکوونکی هم د دغه راز ايډيالوژيـــــکي، ګـوندي، سياسي، دينـــــي، مذهـــــبي، فکـري، ژبنييـو او نـــورو توپيرونو تر اغېـــــزې لاندي، د را غــــونډو سوو ټکــــو او اصطـــــلاحاتو پېژندني او شنني ته مـلا وتړي، بيا نو په قاموس ليکنه کي د ناپييــلتوب او بــــې پرې والي، ټول مـــوازين او معيارونه تر پښــو لاندي کيږي؛ او د قاموسو علمي ارزښت له منځه ځي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery