مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د ترکيبي ټکو د بېلابېلو ډولو را غونډول او شنل


د هري ژبي په قاموس ليکنه کي، بله مهمه او ارزښتناکه مسأله د ترکيبي ټکو يا مرکباتو پېژندنه او را غونډول دي. په زياترو ژبو له هغو څخه په پښتو، پاړسي، عربي او انګرېزي کي د مرکباتو شمېر دونه ډېر دئ، چي له را غونډولو او شنلو څخه يې د مرکبو ټکو جلا لوی او پنډ قاموسونه جوړېدای سي. مرکب او ګډ ټکي زياتره په دوو بڼو جوړيږي :
لــــه يـــــوه يا څو اشتـــقاقي عــــناصـــرو سره يـــو ځـای سوې وي (base) الف)کلــــه چي يوه خپــــلواکه کليـــــــمه
لکه : ناســم (نـــــا+ ســـــم)، اتــــلواله (اتــــل + والــــه)،زړورتـــيا (زړور+ تیـــــا)، ميـــنه ناک (complex word)
(مينه+ناک) او داسي نور په پښتو کي يا نارسايی (نا+ رسايی)، ګلزار(ګل + زار)، معجزه آسا (معجزه + آسا)، ,impossibility(im-, possibil,-ity) بتـــــکــــده (بـــــت + کـــده)او داســــي نــور پــــــه پــــاړســـــي کــــــــي يــــــا
او داسي نور په انګرېزي کي، چي د بېلابېلو ژبو (لاتيني Unlikely(Un-,like, -ly(, vitality(vit-,-al,-ity)
د مخوندي او (derivational elements) ، يوناني، فرانسوي او اسپانــــوي) ډول ډول اشتـقاقـــــي عنـــاصر
شاوندي په بڼو له خپـلواکو ټـکو سره يو ځـــای سوي ؛ او په ګډه يې بېـــل مرکب ټکي جوړ کړي دي .

ب) هغه مـــرکب ټکي، چــي د دوو يا څـو بېلو کليمو له يو ځـای والي څخه جــــوړ سوی وي؛ لـــکه کـــــورودانه
(کور+ ودانه)، خواتـوری (خوا+ توری)، سرلـوړی (سر + لـوړی)، سرتېر (سر + تېر) او داسي نـور په پښـتو کي، يا مـيهن دوست (ميهن + دوست)، دلخراش (دل + خراش)، خاطـــر جمع(خاطـــــر + جمــــع)پـه پاړســـي کــــي يــــا
او په سلــګونو نــــور په blackboard (black+board), blackbird (black+bird), teapot (tea+pot)
انــــــګرېزي کي .


په انګرېزي کـــي مرکب ټکي پر ځینو فينالوجيکي/ فونولوژيکي توپيرونو سربېره، په ليــکـــدود کــي هم د پام وړ توپیرونه او بېلوالی لري . د فينالوژۍ له پلوه په زياتره دوه کليــــمه يـــي مرکــبو ټکو کي خج پر لــومړۍ څپــه او داســـي نــــور. انګلـيسيeMERgency plan, RePUBlican Party, TEApot, BLACKbird وي؛ لـــکه :
پـه دوو ترکيبي بڼو کي، د تلفظ له پلوه ښکاره توپير کوی. (WHITE house)او(white house) ويوونکي د
د ليکدود له پلوه هم ټول مرکب ټکي يوه بڼــه نه لري . ځــينــي يې د يـــوې کليــــمې پــــه بڼــــه ليکل کيږي ؛ لکــه :
ځيـــني نور مــرکب ټکـــي د يـــوې (Solid Compounds) او داسي نورblackboard, teapot, blackbird
,bridge-builder, mud-walled بېلوونـــکي نخښـي (هـايفــــن)پــــه وسيــلــه ســره بېـــل سوي وي؛ لکـــه :
او په پای کي دريمه ډلــه مرکــــبات هغـــه ترکيبي (Hyphenated Compounds او داسي نور ( body-blow
,coffee cup, blue sky ټــکي دي، چــي ترکــــيبي برخـــــي يــې یو له بـــــله بېــــــلي کښل کــــيږي؛ لکـــــــه :
د يادوني وړ ده، چي د بلي هري ژبــــي په شان، . دا خـبره(Open Compounds) او داسـي نورArmy depot
په انګرېزي ژبه کي هم د مرکبو ټکو په اړه د تلفـظ تر تـوپيـرو د ليکني توپيرو ته ډېـر پام کيـږي . سره له دې هــم د ترکيبو په ليکلو کي تر اوسه د کومي پخې او ثابتي قاعدې پر ځای، شخصي ذوق او سيلقه چليږي . لکه څنګه
او داسي نـــور تر businessman, business-man, business man;wine bottle, wine- bottle چي
اوسه، په بېلابېلو بڼو ليدل کيږي (په دې برخه کي د نور مالومات له پاره د اينټرنيټ دغــــــه لينک وګــــــورئ :
(encyclopedia.com/complex and compound words)
پــه انګرېزي کي داسي کليمې هم ډېري دي، چـــي د ترکيب او يو ځای والـي دواړه شکلونه پکښي راغـــــــلي
د دوو اصلي کليمــــــــــــو تر څنګ د �blood� او �hot�چي په هغه کي د �hot-bloodedness� وي؛ لکه :
او �lexicography�، �biographical� دوه وروستـــاړي هم تر ستــــــرګو کــــيږي . پـــه �ness� او �ed�
داسي نورو ترکيبونو کي هم د دوو بېلو اصلي ټکو پر يو ځای کېدو سربېره، يو شاوندی هم ليــــــدل کيږي .
وايي، چي کله کله د یـــوه هايفن �Compound-Complex Word� په انګرېزي کي دا راز ترکيبي ټکو ته
( - ) په مرسته سره بېليږي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery