مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د تاريخي اماکنو او انسابو سمي املاوي


لکه څنګه چي مخکي هم لنډه اشاره وسوه د نوو علمي فرهنګو مؤلفان بايد د تاريخي اماکنو، قومو او انسابو نومونه هم په سمه او کره املا ثبت کړي؛ او په دې توګه لوستونکي هغو ناسمو املايي بڼو ته متوجه کړي، چي د نورو ژبو د ناسمو تلفظو او املايي کمزوريیو له کبله زموږ ژبي او ادب ته راننوتي او دود سوي دي؛ د مثال په توګه کندهار، روزګان، ارغسان، سپېروان، زنګاوات، الينګار، اليشنګ، ورکزی، ساپی، ساکزی او داسي نور هغه نومونه دي، چي تراوسه پوري زموږ په ورځنييو مطبوعاتو کي د قندهار، ارزګان، ارغستان، سفيدروان، زنګاباد/ زنګی آباد، علينګار، عليشنګ، اورکزی، صافی، اسحاقزی په بڼو لیکل کيږي . توره باس (طره باز)، تورويانا، غاټول(خاتول)او داسي نور ټکي هم د ناسمو املاوو او تلفظو په لړ کي له خپلي اصلي پښتني خټي څخه بې برخي سوي دي. د داسي مشهورو تېروتنو شمېرخورا ډېر دئ، چي ان لوستي او پوه پښتانه يې هم د نورو د ناسمو املاوو په پيروۍ په غلطه او تېروتلې بڼه کاروي. که په پښتو کي د نوي مېتودولوژۍ له مخي جوړ سوي قاموسونه زموږ د هيـواد د تاريخي ځايو، اشخاصو او انسابو نومونه په سم او دقيق ډول وليکي، نوبه نه يــوازي پښتانه بلکــي د پاړسي، عربي او خاصتاً انګـرېزي ژبي ژورناليستان، ليکوال او مؤرخين هم د دغه راز ټکو په کاروَنه کي له تېروتنو سره نه مخامخ کيږي؛او په دې توګه به راتلونکو نسلونو ته د تاريخي موادو واقعيت په تحــــــــــريف سوي او ناوړه ډول نه رسيــــــږي . پـــــــــــــه دې ورځو کــــــي د پښتونخـــــــوا د ســـــــــــوات د ناکــــرارييو پــــه وجـــــــــــــه د� مينګـــــوري �نـــــــــوم د خبــــري وسايــــلو لـــــه لاري
خــــــــــورا ډېـــــــــــــــــــر اروېـــــــــــــدل کــيــــــــــــږي . د هغـــــــــــــــي سيمـــــــــي ځايــــــــي خلــــــــــــګ دا نــــــــــــــــــــــوم
(دګاف په زورکي او د واو په زوَر)تلفـــــــــظ کــــــوي؛ خو د نورو سيـمــــــــــو، پــــــه /Mingawára �مينګَـوَره�/
تېره بيا لوېديځو هيوادو د تلوېزوني چېنلو خــــبريالان يې د خپـــــــلو ژبنيیو ستونزو له مخــــــي � مينـــــګُــــورَه �
(په اوږده يا مجـهول واو؛ د رې په زْوَر) تلفـــظ کــوي، چي له اصلي بومي تلفــــــظ سره توپير لري ./Mingorá/
تاسي وګورئ، چي خپــــلو او بهرنییو ژورناليستانو زموږ د ننګرهار�توره بوړه� په څه شوډنګ لړلې ده. ايراني راديوګاني او تلوېزونونه خو يې� تورا بورا�بولي؛ ځيني نور يې د� توره بورا � او ځيني نور يــې� تــــــوره بوره � تلفظوي . شاعران ، ژورناليستان او نور ليکوال که داسي تېروتني وکړي، ښايي پوهان او محققان يې چندان و نه کږي؛ خو که د دغه راز تېروتنو وبا قاموس ليکوونکی هم ورسيږي، بيا نو په ټولنه کي له څو ګوتو په شمېر څېړونکو پرته، هيڅوک له دې ناروغيیو ځان خوندي نسي ساتلئ . تاسي وګورئ د علـومـو اکاډيمۍ په پښتو-
پښتو تشريحي قاموس (۳: ۱۸۳۴)کي هـــم دسودان (د شمال ختيځي افريقا هـــيواد) نــــوم د انګرېزي ژبي د مروَج تلفظ په دود د�سوډان�په بڼه ياني په �ډ� سره کښل سوی دئ، چي د سودانيانو له اصلي او ځايي تلفظ سره ډېر توپير لري . ښايي زموږ قاموس ليکوونکی په دې حقيقت نه وي پوهېدلئ، چي انګرېزان د خپلي ژبنۍ اړتيا له مخي هر ځای �د�په�ډ� اړوي؛ دا ځکه چي په خپله ژبه کي د�د� ږغ نه لري . له دې امله�لندن�ته�لنډن� او�سودان� ته �سوډان� وايي؛ په داسي حال کي چي سودانيان د انګرېزانو پر خلاف په خپله ژبه کــي د�ډ� ږغ نه لري. انګرېزان او امريکايان که �افغانستان�ته�افګانيستان�او �اسلام آباد� ته �ايزلام آباد�وايي، دا خو د دوی د ژبي ځانګړتيا او نيمګړتيا ده. موږ بايد د کوم دليل او ضرورت له مخي، په پټو سترګو د هغو پېښې وکوو؛ او په دې توتي ډوله تلفظو سره، خپلو ښکلو نومو ته د بهرنيانو لغوړنه بڼه ورکوو؟! زموږ قاموس ليکوونکی د�سودان�پر ځای د�سوډان�په ليکلو سره، په لوی لاس لوستونکو ته ناسمه لارښوونه کوي . د دې پر ځای چي د مسألې اصل او ريښه په ډاګه کړي، د ناسمو مالوماتو په وړاندي کولو سره ذهنونه مغشوشوي . د همدې اصل له مخي بايد د�دشت مرګو� ،�کوتل تيره�،�درۀ خيبر� او داسي نورو پر ځای هم د هغو اصلي او سم ډولونه ياني�مرګو دښت�،�تيره کوتل�،�خيبر دره�او داسي نور و وايو او وليکو.

هغه جغرافيايي نومونه چي له بېلابېلو ژبو سره د تړاو پر بنسټ په څو بڼو باب دي؛ لکه بلجيم او بلژيک، بروکسل او برسلز، ناروې او نروژ، کوپينهاګ او کوپينهېګن، دينهاخ او هېګ او داسي نور هم هغه باريکي خبري دي، چي په قاموسو کي بايد د ځينو ضروري توضيحاتو په وړاندي کولو سره روښانه سي. سربېره پر دې، د تاريخ په بېلابېلو پړاوو کي د ځينو هيوادو او سيمو نومونه له يوه ډوله بل ډول ته اوښتي دي؛ لکه فارس او ايران، روديزيا/ روديشيا او زيمبابوې (د افغانستان د علومو اکاډيمۍ پښتو- پښتو تشريحي قاموس د خپل دوهم ټوک په( ۱۵۱۶- ۱۵۱۷)مخو کي د دې هيواد د نوي نامه هيڅ يادونه نه کوي؛ په داسي حال کي چي د ۱۹۸۰م کال تر اپرېل وروسته د روديزيا نوم د زيمبابوې په جمهوريت اليش سوی دئ . د پښتو - پښتو تشريحي قاموس ګټور او په زړه پوري تاريخي مالومات بايد د نوو بدلونو په رڼا کي بشپړ سوي وای)، شام او سوريه، ميينمار او برما، سيلون او سريلانکا/ شريلانکا، يثرب او مدينه او ډېر نور.

د کليمو لغوي ماناوي او جغرافيايي مفاهيم


ځيني وختونه قاموس ليکوونکي له داسي ټکو سره هم مخامخ کيږي، چي پر لغوي اړخ سربېره، جغرافيايي او تاريخي ارزښت هم لري؛ لکه کوټه، اوبه، دوشنبه، توبه او داسي نور. له لغوي پلوه، کوټه او اوبه د پښتو دوه ډېر عام او پېژندل سوي لغتونه دي؛ خو لومړی ټکی(کوټه)د اوسني پاکستان د بلوچستان مرکز، چي په پخوا زمانو کي يې�شال�يا �شالکوټ�باله؛ او انګرېزان او اوردو ژبي يې�کويټه�بولي. او دوهم ټکی(اوبه)د هرات ختيځ لور ته په چشت کي د يوه ځای نوم دئ، چي عرب مؤرخانو په خپلو اثارو کي په�اوفه� معرب کړې ؤ(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۶.) توبه هغه عربي کليمه ده، چي په عربي، پاړسي، اوردو، پښتو او ډېرو نورو ورته ژبو کي په پراخه توګه کاريږي؛ خو�توبه�پښتو قاموس ليکوونکو ته د تاريخي جغرافيايې له پلوه هم ډېره مهمه او ارزښتناکه ده؛ ځکه�توبه� د کندهار جنوب ختيځ لوري ته په جنوبي پښتونخوا کي د کوږک له غره سره د پښتنو يوه تاريخي سيمه ده، چي لوی احمدشاه هورې ومړ. دوشنبه هم هغه نوم دئ، چي تر اوسه د هفتې يا اونۍ د يوې ورځي په توګه پر پارسي ژبو خلګو سربېره د دې خوا په پښتنو کي هم استعماليږي؛ اما قاموس ليکوونکی بايد هرومرو د دوشنبې تر لغوي مانا ، ريښې، تلفظ او نورو ځانګړتياوو وروسته، د تاجيکستان د پلازميني يا مرکز په توګه د هغه جغرافيايي او تاريخي اړخ هم له ياده ونباسي. روه(په لغوي مانا غره يا هسکي سيمي ته ويل سوې ده؛ خو د تاريخي جغرافيا له پلوه د پښتونخوا په مانا کار سوې ده)، باختر(په لغوي مانا د لمر لوېدو ځای ته ويل کيږي؛ خو د تاريخي جغرافيا له پلوه هغه لقب دئ، چي د پردو له خوا بلخ ته ورکړل سوی ؤ)، خراسان(له لغوي لحاظه د لمر ختو ځای ته ويل کيږي؛ خو د تاريخي جغرافيايي له لحاظه هغه نوم ؤ، چي ايرانيانو تر اوسني افغانستان مخکي زموږ د هيواد له پاره کاروه)هم له هغو نومو څخه دي، چي پر عامه لغوي مانا سربېره، د يوې خاصي جغرافيايي محدودې په مانا هم استعمال سوي دي. د داسي ټکو شمېر خورا ډېر دئ، چي قاموس ليکوونکي بايد د ژبنييو ځانګړتياوو تر څنګ، د هغو جغرافيايي اړخو ته هم ټينګ پام وکړي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery