مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د طبيعي او اقليمي پيداوارو نومونه او تصويري بيان


د ځینو ژوو، خوړو، بوټو، مېوو، سبو، دارو درملو او داسي نورو ځانګړو شيانو پېژندنه زياتره د هغو د خصوصياتو او نښو نښانو په مرسته اسانه نه وي؛ ځکه دغه راز موجودات په حقيقت کي د مشخصو اقليمي او محيطي شرايطو پيداوار دي. ياني هغه څه چي په هند او افريقا کي پيداکيږي، ښایي په افغانستان او ځينو ورته اقليمي او محيطي شرايطو کي و نه موندل سي. البته په يوه ژبه کي د راز راز طبيعي او جغرافيايي موجوداتو د پېژندني له پاره د خاصو نومونو نسته والی د هغې ژبي د لغوي فقر او ادبي بېوزلۍ په مانا نه دئ؛ ځکه داسي نومونه د انسانانو د مانوي بشپړتابه او فکري نبوغ ښکارندوی نه، بلکي د هغو طبيعي او اقلیمي شرايطو زېږنده دي، چي د ځای، هوا او اوبو په بېلوالي سره توپير مومي. داسي ټکي هم په حقيقت کي د هغو لغتو په شان دي، چي د يوه ځانګړي ملت له تاريخي دودونو او وياړنو يا په بله ژبه ادبي او تاريخي اثارو سره نه شلېدونکی تړاو لري؛ لکه اوربل، پلو، شمله، بګړۍ، ګودر، شپېلۍ، نوګريځي/ نکريځي، ايلبند، ننواتي او په سلګونو نور، چي کېدای سي د نورو ژبو او نورو ملتو په ادبي او کولتوري اثارو کي يې چندان څرک نه وي؛ خو د پښتنو د ژوندانه او ادب نه بېلېدونکې برخه ده. بالعکس د نورو ولسونو په ژبو او کولتوري ميراثو کي هم داسي ټکي، ترکيبونه، تعبيرونه او اصطلاحات خورا ډېر دي، چي د پښتنو په ملي فرهنګ کي يې تر اوسه چندان نښه نښانه نه ليدل کيږي. همدا سبب دئ، چي د بېلابېلو سيمو خلګ د نا اشنا محيطــي او اقليمي پيداوارو په نومو ښه نه پوهېږي؛او دقيقه پېژندنه يې کله کله ان د يوې اوږدې مقـالې د ليکلو په مرسته هم ګرانه وي .

دې ستونزو ته په پام سره، په معــاصره قاموس ليکنه کي دا خبره ګټوره او حـتا ضروري برېښي، چي د دا ډول طبـيعي او اقليمي موجوداتو نومونه په ځـــینو مشترکو او بين المللي ژبو هــم وکښل سـي؛ او لـه امکـاناتو سره سم د هغو تصـــوير هم وړاندي سي؛ مثلاً که د ايرانـــۍ پاړسۍ د� شنبليله �ټکي د توضـيح دپاره په دري کــــــي
وکښل سي،�febygreek� � اولبه �، په پښتو کي� ملخوځي �، په هندي کي� ميتــهي �او پـــه انــــګرېزي کــــي
نو له لوستونکو سره به بې شکه د دې کليــــــمې په سمــــــه او اسانه پېژنــــــــــــدنه کي ډېــــــــره مرسته وکي.

د انګـــــرېـــــــزي ژبــــــي متــــــــل دئ، چي وايــــي: يو تصـــــوير/ عکـــس د زرو کليــــمــــــو ارزښـــــت لري
. ځينو د تصـويـر ارزښـــت تر دې لا هم لـوړ ښــوولـئ دئ؛ (A picture is worth a thousand words)
(One picture is worth ten thousand words)او وايي: يو تصوير د لسو زرو کـليمو ارزښـت لـري
. نو ځـــکه دا خبره ناڅــــاپــــي نـه ده چـــي عکسونه، انځـورونه، ډياګرامـــــونه او نـــــور تصــــــويري بيـانونه
په حقيقت کي د بېلابېلو ټکو د تفسير او بيان دپاره، د زياتو خبرو او څرګندونو(graphic illustrations)
اړتيا له منځه وړي . دا کـار که څه هم زياتره د مبتديانو او لږ لوستو کسانو د استفادې په مقصد کيـــږي؛ خو (Atkins and Rundell 192) عملاً د قامـــــوسو ټولــــو کـــــــــار اخيستوونکـــــو تـــــــه ګــــټه رسوي .

د اينټرڼيټ په عصر کي د عکسونو، انځورنو او نورو تصويري څرګندوونو ستونزه تر ډېره ځــــايه ليري سوې ده. دې اصل په زياترو اينټرنيټي فرهنګونو او پوهنغونډونو او هغو فرهنګو او پوهنغونډونو کي، چي د ډي وي ډي په بڼه برابر سوي دي، تر ډېره حده عملي جامه اغوستې ده؛ او ورځ په ورځ د لا پراخېدو په حال کي دئ (و.ګ. ويکيپيډيا، اينسایکلوپيډيا بريټانيکا، اينسایکلوپيډيا اينکارټا، اکسفورډ اينسایکلوپيډيا، ورلډ بوک اينسایکلوپيډيا او داسي نور) .

تر دې ځايه مو د نوي قاموس ليکني د لويو او ارزښتناکو اصولو په اړه ځيني يادوني وکړې؛ خو د دې علمي څانګي د ليکني يا ژباړي اصول او قواعد هيڅکله دلته نه ختمېږي . قاموس ليکنه هم د هري بلي علمي څانګي په شان، له نوو ټولنيزو بدلونو او پرمختګو سره ګام په ګام بشپړتيا او پرمختيامومي . دې واقعيت ته په پام سره بايد پښتانه، ژبپوهان، لغتپوهان او قاموس ليکوونکي هم په نه ستړي کېدونکې توګه، د پښتو قاموس
ليکني د خوځنده بهير د لا زيات سمبالښت، نوي والي او علمي بډايني له پاره خولې توی کړي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery