مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د عمومي او اختصاصي قاموسو ځیني ځانګړتياوي


البته د ژبي عمومي قاموس له هغو اختصاصي يا انتخابي قاموسو څخه ډېر توپير لري، چي د يوې ځانګړي څانګي د مشخصو ټکو، ترکيبو، تعبيرو او اصطـــــلاحاتو د شنني او سپړني له پاره ليکل کيږي . د ژبـــــي د عمــومي يا هر اړخيزو قامـــــــوسو پرخــــلاف، په اختصاصــــي يا انتخابي قاموسو کــــي زيـــــاتره د اړونــــده اصطــــلاحاتو او ترکيبو تخصــــصي او مسلکي اړخو او د هغو تشريحي بيان ته پام اړول کيږي؛ او د موضوع له پلوه تړلي يا نيژدي اصطلاحات د کراس ريفرينس په مرسته، په بېلابېلو ځايو کي اوډل کيږي . په عامو قاموسو کي د ژبپوهني، په تېره بيا لغتپوهني له عمومي رمزونو او ظرافتـــونو سره سروکار وي؛ په داسي حال کـــي چي په اختصاصي يا مسلکي قاموسو کي، د را غونډو سوو اصطلاحاتو په اړه د ډېرو دقيقو او تخصصي مالوماتو وړاندي کـــولو ته پـــــام کيږي . په بله وينا، عام يا هر اړخيز ژبني قاموسونه زياتره د ژبپوهني او لغت پوهنـي پر اساساتو متکي وي؛ حال دا چي د تخصصي يا انتخابي قاموسو په ليکنه او تألـيف کي، د ژبپوهني او لغتپوهني د پراخ او دقيق استعمال پر ځای، تر ډېره حده د مربوطـــــي څانګي له تخصصي او مسلکي مالوماتو او جزيیاتو څخه استفاده کيږي . په دغه راز فرهنګو کي د کليمو او اصطلاحاتو له ګرامري ډول یا کټګورۍ؛ لکه اسم، صفت او داسي نـــــورو پرته، ډېرو دقيقو او جزيي ګرامري اړخونو ته توجه نه کيږي . سربېره پر دې، په تخصصي يا انتخــــابي قاموسو کي، چي ځينو ژبپوهانو او لغتپوهانو د کوچنۍ يا فرعي ژبي په نامه هم ياد کړي دي، د عامو قاموسو نورو ځانګړتیاوو؛ لکه د کليمو ريښه پيېژندني، تلفظ، املايــي وريانټونو او داسي نورو مهمو اصولو ته پام نه کيږي . دغه راز فرهنګونه، د عامو ژبنييو فرهنـــګونو پر خلاف، چي د عامو خلګو د استفادي په مقصد ليکل کيږي، د ټولنـــي د يـوې ځانګړي يا مشخصي ډلي د کار اخيستني دپاره برابريږي . په پای کي د دې خبري يادونه ضروري ده، هر څونه چي قاموسونه اختصاصي او مسلکي بڼه پيدا کوي، په هغونه اندازه د قاموس ليکوونکو او لوستونکو تر منځ واټن او ربړ لږيږي؛ ځکه دواړي خواوي په اسانۍ سره يو د بل په بيان، اړتياوو او غوښتنو پوهېږي؛او په دې توګه د کليمو د شکلي او مانوي التباس او راز راز نورو پېچلتياوو ګچه کميږي . دلته د علـومـو د ځینـو اختصاصي يا انتخابي قاموسو يادونه کوو، چي لوستونکي يې د ژبو له عمومي يا هر اړخيزو قاموسو سره پرتله کړي :
فرهنگ حقوق
ترمينولوژی حقوق
فرهنگ سياسی
واژه نامۀ سياسی و اجتماعی
فرهنگ اصطلاحات نوین
قاموس اقتصاد
لغات عاميانۀ فارسی افغانستان
د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس
فرهنگ ادبيات فارسی دری

Dictionary of Economics
Dictionary of Business
Dictionary of Economic Terms
Dictionary of Sociology
Dictionary of Science and Technology
Dictionary of Proverb
Dictionary of Legal Terms
Law Dictionary
A Dictionary of International Law

او داسي نور
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery