مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه


( یادګیرنه :- دا کتاب په کال ۱۹۸۷ � ۸۸ کې چاپ شوی دی)
ـــــــــــــــ
بې تا مانده دَ ژوند په تول يم ځكه
چې ستا له جوره يم لاهو په ځان كې
لكه تازه غوندې يو مړی دَ ګور
چې ورته پورته وي لاسونه همېش
خو..اديرو كې نه وي نخښې دَ ژوند
( شوق)

غالباً دَ كال 1987ع يا 1988ع خبره ده .. ما نوی نوی ريډيو ته تګ راتګ شروع كړی وو � دَ ريډيو سره سره اخبار او يو څو رسالو سره مې هم تړون جوړ شوی وو � او بيا كوم كتاب چې به ادبي وو، دَ شاعرۍ وو.. هغه خو به مې دَ لېونتوب تر حده خوښولو � دَ مطالعې سره سره دَ ليك ذوق مې هم داسې دَ جنون په مقام وو چې شاعرۍ به مې په ځان راورېدونكي محسوسوله .. خو دَ دغه وخت شاعرۍ نه خو دومره سنجيده رنګ لرلو.. او نه دَ فن په حواله داسې پخه وه چې ذكر ئې ضروري شي � البته دَ رېډيو دَ مختلفو سټېشنونو نه ادبي او ثقافتي پروګرامونه اورېده مې دَ ورځو شپو يو معمول ګرځېدلی وو .. او داسې به دَ ادب دَ وجود، دَ ادب دَ اهميت په معنو دَ پوهې جوګه شوي وم � خو خپل تخليقي ادب به راته دَ هاغه معيار بېخي نه ښكارېدو، كوم چي ماپه رېډيو دَ افسانې، غزل ، تكل په شكل كې اورېدو.. يا مې دَ لوست او مطالعې په وسيله پېژندو -

دَ كابل رېډيو دَ ادبي شكرو نه علاوه دَ كوئټې رېډيو انګازې به كله كله دَ هوا په څپو داسې صفا او واضحه زما سماعت ته را رسولې چې دَ دې علاقې خپل مخصوص علاقائي لهجې، ژبې به زما دننه دَ پښتو ژبې او ادب سره دَ مينې او محبت فطري تړون لا دومره مضبوط كړو چي په هر ځل ما دغه خوږو انګازو نه دَ خپل انداز دَ پاره ډېره فائده پورته كوله � داسې نه يواځې .. دَ مختلفو نشرياتي ادارو له خوا دَ خورېدونكو پښتو پروګرامونو نه به ما دَ خپل نشرياتي سفر دَ پاره دَ تربيت استفاده كوله .. بلكه زما ادبي ذوق ، شوق او تنقيدي نظر ته ئې ډېره بخښنه كوله -

ښاغلی افضل شوق به دَ كوئټې په پښتو پروګرامونو كې كله كله دَ يو كوربه په حېث او كله دَ يو شاعر مېلمه په توګه شامل وو .. خو دَ هر چا نه په بېخي بېل انداز .. په بېلو بېلو خبرو� او داسي دَ دې لېوني شاعر دَ ډېرو اورېدونكو سره سره زما سره هم يوه غائبانه پېژندګلو وه � او زما ښه ياد شي ، چي ده په خپل پروګرام " امېل" كې په خپل ښائسته نظم، يا شعرونو او افسانوي يا داستاني خبرو دَ چا چا دَ ژوند څو لمحې په سكون كړې .. نو خدای خبر چې زما زړه به دا ګواهي ولې وركوله چې .. دا شاعر به په خپل فكر او شاعرۍ ډېر مخكښې ځي � او كله كله به مي ګمان ته داسې هم راغله چې چرته دا شاعر يو خيالي كردار خو نه دی ؟ خو دا حقيقت دآ چي دې شاعر په خپل محنت ځان او وجود په هر چا او منلو � يعنې دَ رېډيو كوئټې دَ سټېشن هاغه پښتو پروګرام چې افضل شوق به په خپل خوږ اّواز كې خورولو .... "امېل" � دغه پروګرام كه يو خواته دَ ده په شهرت او مقبوليت كې بې كچه اضافه كړې ده .. نو بلخوا دَ دې پروګرام په وسېلې به دَ ده غږ او دَ ده دغه فطري لېونی انداز به دَ بلوچستان سره سره دَ پښتونخوا په ګڼو علاقو .. لكه افغانستان ، پېښور، سوات او په نورو سيمو كې هم انګازې خورولې � ده به په دغه ذكر شوي پروګرام كې .. دَ خپلو لفظونو او جذبو په جادوګرۍ دَ اورېدونكو پام خپل ځان ته را اړولو � دَ ده په ليكلي شوي مسوده كي به ژوند، دَ ورځو شپو دَ معمول خبرې نه وې .. كوم چي دَ رېډيو پاليسي بللی شي .. او هر پروډيوسر او كوربه ئې سركاري تابع وي � بلكه ده به هر پروګرام كې دَ مينې او محبت خبرې كولې .. دَ ژوند او جذبو خبرې ... ده به اورېدونكو ته دَ خپل جهان، خپل فكر او خپل ارمان خبره كوله � داسې به ښكاره كېده.. لكه چې دا وخت دئ دَ رېډيو په مائيكروفون نه وي لګيا، بلكه دَ مينې او محبت .. دَ فن او هنر دَ جذيرو نه په ډېره مينه .. په رو رو دَ خپلو خيالاتو اظهار كوي ،، يا لكه چې اورېدونكی .. خوب ويني .. دَ هغه دَ جهان ..دَ محبت او امن يوې نوي دُنيا .. دَ جذبو دَ يو ښائسته كهكشان .. دغه خبرې هم څوكه هوائي خبرې وي � خو دَ زميني حقائقو يو ويړ او پرانستی كتاب وو � شايد چې امېل ته په دومره مينه او اخلاص دَ خپل فكر او فن ، خپل اّواز او انداز خواږه وركول ، ده دَ يو مقصد تر حده ضروري ګڼل � ده لكه چې دا هم غوښتل چې دَ رېډيو په دې خوبولو څپو دَ ده غږ ، دَ ده پېغام، دَ ده مينه او محبت تر لرې لرې خور شي � او دئی دي په هر وطن او هره سيمه كې ځانله پېژندګلو پيدا كړي � دغه وجه وه چې كله دَ ده وړومبی كتاب " شلېدلی امېل" چاپ شو ، نو دَ امېل نه تر شلېدلی امېل .. دَ ده دَ فن او فكر سفر په يو نوي دوام داره تسلسل كې داخل شو � دغه ورځو كې دَ كوئټې په يو پښتو مجلې " اولس" كې دَ شلېدلی امېل دَ چاپ كېدو خبر زما دَ پاره دَ يو لوی زېري نه كم خو نه وو� په ذكر شوي مجله كي په دې كتاب دَ محترم رب نواز مائل يا كېدلی شي دَ ښاغلي محمود اياز ليكلي تبصرې په وړمبي ځل دَ ما سره دَ دغه ښكلې شاعرۍ دَ مئين شاعر افضل شوق داسې شخصي پېژندګلو اوكړه، چي زه ئې دَ هغه دَ چاپ شوي كتاب په لټون داسې او دومره اوكړولم چې ما به له هر ملګري دَ دې كتاب تر لاسه كولو خبري كولې .. ولې چې دَ شوق " شلېدلی امېل" لا خو دَ پښور په كتابخانو او دوكانونو كې نه موندل كېدو � خو بيا لږ موده پس چې كله دَ افضل شوق كتاب ماته دَ پښور رېډيو په دفتر كې ښاغلي سهېل خټك دَ ښاغلي سردار علي په لاس راكړو... نو ما لكه چې يوه لويه او قيمتي خزانه تر لاسه كړې وي -

ورك يم له ځانه زه په تا كې دوني
دَ انتها چې انتها ده څوني
خو بيا هم زه دَ ويده بخت له جوره
ښكارم بندي دَ خپل وجود هغوني
( شوق)
هغه ورځو كې دَ تګ راتګ وسيلې دومره تېزي نه وې لكه دا نن چې دي � زما دَ كلي نه به تر نوښاره بسونه چلېدل چې خپل خپل وختونه ئې مقرر وو � دغه رنګ تر پښوره سفر هم دَ ډېرو لانجو وو.. خو په دغه ورځ ما دَ افضل شوق دَ شلېدلی امېل سره په سفر هيڅ ستوماني نه وه محسوسه كړي � دَ بس په يو سيټ ناسته وم .. او چې دَ بس كلينډر دا اّواز كولو چې نوښار راورسېدو .. نو ما هم دغه كتاب دَ اختتام تر پړاوْه رارسولی وو � دَ شاعرۍ انداز، ژبه او لهجه ئې دومره دَ مزې وه چي تر ډېره وخته ئې زه په خپل كشش او كېفيت كې ساتلې وم � خو بيا هم دَ ده فكري علامتي انداز زما دَ پاره دَ ابلاغ مسلې هم راپورته كړي وې .. دَ ده په علامتونو به مي دَ خپل ذهني استعداد او پوهی مطابق سوچ كولو � چي دَ دې لفظ او اشارې دلته په دې نظم يا غزل كي څه معنې لري .. او بيا چې به مې ټول نظم يا شعر يو ځل بيا اولوستلو ، نو ما به دَ دغه اشارو او علامتونو نه خپلې معنې اغستې � يعنې دغه رنګ دَ افضل شوق په حېث دَ شاعر ما سره نه يواځې هر اړخيزه فني پېژندګلو اوشوه، بلكه دَ ده علامتي انداز .. ما په وړمبي ځل دَ خپلو ليكونو دَ پاره هم دَ خوښې ميدان اوټاكلو � ولې چې هغه بېخي په خپل سټائل كي راته جديد او دَ شېريني لهجې شاعر محسوس شو � موضوعات ئې ډېر نوي او په ساده اشارتي انداز كې زړه ته لاري پرانستلې � داسي شاعري په پښتو كې په وړمبي ځل مخي ته راغلې وه � يعنې يوه ښائسته خبره .. په معماتي انداز كې كول او لوستونكي ذهن ته دَ سوچ او پرله پسې سوچ يو داسي فكري لېونتوب وركول چې، دَ لفظونو او دَ معنو يو لوی جهان به خپله راڅپړي ---

دا حقيقت دی ، چې هغه وخت په وطن كې ملكې حالات دَ مارشل لا وو � په داسي حالاتو كې دَ ادب او شاعرۍ شكل دغه رنګ ساتل دَ شاعر اديب نه يواځې مجبوري وه .. بلكه دَ حالاتو تقاضه هم وه � خو بيا هم په داسې حالاتو كې داسې شاعري كول ... دَ مزاهمتي تحريك پيدا كول .. دَ وخت ضرورت هم وو � او ښاغلي افضل شوق خپله هم دَ دې تحريك يو مزاهمتي كردار پاتې شوی دی � خو دَ ژونددَ كوم سباوْن دَ پاره چې دَ وخت او حالاتو تورې سپينې داسې دَ شعور مئينانو شلولي دي نو هاغه سباوْن لا زمونږ دَ ژوند په سيمه ښکاره شوی نه دی � خو دَ هغې دَ پاره ژوندۍ هلې ځلې روانې دي � څو چې زمونږ نه ګېر چاپېر يو معقول سماجي او فكري نظام خپل وجود اونه ښائي ...!! دَ مثال په توګه دَ افضل شوق په دغه وړمبۍ شعري مجموعه كې " ماتې څانګې" نومې نظم دَ هاغه وخت او حالاتو داسې كوټلې عكاسي كوي ، په كوم كې چې دُنيا دَ يوې تبديلۍ نه تېرېده � چي په كې دُنيا دَ نوی نوی انقلابات رامخې ته كېدل ___، انساني ژوند خپلې ټولې چارې داسې بدلولې .. چې دَ تهذيب يو نوی شكل رامخ ته كېدو � دَ يو داسې تهذيب چې دَ تهذيب نوم يا لفظ ورته اغيستل هم عجيبه غوندې ښكاري .. خو بحرحال حالات چې څنګه جوړېدل .. انساني ژوند ، نفسيات، انساني روئيې چې په كوم انداز كې ښكاره كولې نو يو تهذيبي عمل خو ضرور وو � لاكن دلته په دې سيمې كې انسان دَ اّزادۍ ، خپلواكۍ ، شعور،او مخته وتلو په نومونو نور نور دَ خپل ذات په لور ستنېدلو او ځناوري روئيې يې داسې خپلولې � لكه افضل شوق چې يې اظهار په "دمامې" ، " څوك خپل ..څوك پرېدی " ، " سپينې ماڼۍ " ، " اشتهار" ، " ترانه دَ ياغي ژوند" ، " بې حسه دېوال" ، " يوه پوښتنه" ، " په خله يوه او په زړه بله" ، " تلكې" او دغه رنګه نورو نظمونو كې دَ هغه وخت حال او حالت په اشارتي اختصار او علامتي پېرائيه كې دَ تاريخ برخه جوړوي � خو دَ دې لاندېني وړاندې شوي نظم علامتونو ته كه تاسو ښه په غور اوګورئ نو دَ هاغه وخت دَ سياسي، سماجي او فكري حالاتو ښه انځورګري كوي ..

ماتې څانګې

كه څه هم
لوند دی حلق دَ تږو زړونو
دَ باراني سترګو په اوښكو باندې
كه څه هم
روڼې ايښېدلې خولې
دي ګرځېدلې دَ ماڼيانو خښتې
خو بيا هم
ګورئ ، تكه سره ده ځمكه
دَ ژوندانه تر ونې لاندې دلته
او هر زياركش دَ ماتې څانګې په چم
په پرې پرې غاړه راټالېږي مُدام
دَ قصابې دَ سره پُوسه په رنګه
چي ګوټ ګوټ وينې ځينې څاڅي كښته
( شلېدلی امېل .. مخ _ 74)

او څنګه چې دا كتاب راغلو .. نو دَ ادبي حلقو نه يې زبردست شاباشی اوګټلو او هرچا، هر فكر لرونكې ليكوال دَ دې وخت دَ دې ځوان ، ځلمي شاعر فكري محنت ته په ډېره درناوي اوكتل او دَ ده دغه هلې ځلې يې ډېري اوستائيلې � په دې كتاب، دَ وطن دَ رېډېوګانو سره سره مختلفو بهرنو نشرياتي ادارو .. لكه بي بي سي ، وائس اّف جرمني، وائس اّف امريكا، كابل رېډيو، قاهره رېډيو .. او ماسكو هم پرې ډېرې كوټلې تبصرې او رپورټونه وړاندې كړل � داسې نه يواځې دې لوئيو عالمي ادارو .. دَ دې ځوان شاعر ډاډګيرنه اوكړه بلكه دَ ده پېژندګلو يې تر لرې لرې دَ فن مئينانو سره هم اوكړه � ماته ښه په ياد شي چې كابل رېډيو خو به په خپل معروف پروګرام " دَ شومه دم انګازې" كې وخت په وخت دَ سارا بياباني او فريده هوډ سېفي په خوږو اّوازونو كې دَ دې كتاب " شلېدلی امېل" نه كله نظم او كله غزل خورولو� او داسې چرته چرته چې پښتو وئيلی ، اورېدلی او لوستلی شوه.. هلته دَ ښاغلي افضل شوق نوم او شخصيت دَ يوې درنې پېژندګلو سره موجود وو � خو بيا .. دَ دې دومره عزت او شهرت تر لاسه كولو نه پس ډېره موده دَ دې لېوني شاعر كوم بل كتاب رانغلو .. او خپله دئی هم تر ډېره وخته دَ پښتو ادب او په تېره تېره دَ پښتو دَ شعر دَ ميدان نه بهر پاتې شو � هيڅ چاته دا نه وه معلومه چې هاغه تحريك كوم چې په ډېر لېونتوب او مينه راپورته شوآ وو .. اّخر څه شو؟؟ دَ هر چا دپاره يې دَ يو سواليه توري شكل اختيار كړو � خو بيا دَ يوې ډېرې اوږدې غېرحاضرۍ نه پس دَ " شلېدلی امېل" تخليق كار شاعر په وړمبي ځل دَ يو ښائسته سفرنامه نګار په حېث دَ يوې بلې لا زواله پېژندګلو سره يو بل نا اشنا ميدان ته داسې دَ خوږو سره ملګری راغلو چې پښتانه يې په حېرت كې واچولو� دا ميدان كه هر څو دَ ده دپاره نوی وو.. خو ده ته دَ دُنيا دَ ګڼ ملكونو سفرونو يو نوی اعتماد وركړی وو ..او دا ميدان يې هم په خپلو صلاحتونو داسې اوګټلو لكه چې دا ميدان دَ ډېر وخت نه هم دَ ده جاګير وي � دلته پښتو ادب كې چې دَ ګوتو دَ شمېر څو سفرنامې مونږ سره موجودي وې نو په هغو كې يې ځانله خپل يو ځانګړی مقام حاصل كړو�

چې شاعري وه ..نو افضل شوق دَ شاعرۍ وو � چې سفرونه يې اوكړو نو دَ سفرنامو شو � خو دَ شاعرۍ هاغه ښاپېرياني كومې چې ده په ډېره مينه او ناز پاللې او ساتلې دي .. هغه يې اوس هم دَ خپلو زر زري وزرو سره په فكر سيورې سيورې كېدې � دغه وجه ده چې دَ ده دغه سفرنامې هم دَ شاعرۍپه ماحول كې راپيدا شوي دي � يا كېدلی شي .. شاعرۍ دَ سفرنامو رنګ اغستی وي � خو دَ شلېدلی امېل نه لرې به نه ځو � چې كومه َ افضل شوق دَ نظمونو او غزلونو وړمبۍ مجموعه ده �


دَ شلېدلی امېل

دَ غزلونو نه دَ شعرونو انتخاب ........


دې خبرې كي هيڅ شك نيشته چې په شلېدلی امېل كې دَ افضل شوق شهرت دَ غزلونو په مقابله كې دَ مختصرو نظمونو دَ وجې نه شوی دی .. خو دَ ده دَ غزل او په غزل كې دَ نوې رنګ او خوند نه انكار ادبي نا انصافي ګڼلی شي � ولې چي دَ دې شاعر دا لاندېني څو درځنه اشعار ځان كې نوي نوي موضوعات او شعري خوند داسې رانغاړلی لري چې قاري ورنه خوند اغستلی شي �

فقط مې ته زړه ته بيا ځې او راځې
مقصد چې زه دَ ژوندانه غواړمه

لا خو مې بخت دی ستا په وار باندې تور سپي څټلی
لا خو بيا ته زما نصيبه يې ..، چې په لاس نه راځي

لا خو زه ړوند يم سترګې هسې ټپوم درپسې
لا خو بيا ته خيالي وړانګه يې چې په لاس نه راځې

كه اوڅيښمه سمندر په لپو
پاتې به تږې وي ارو دَ ژوند لا

دَ يار سترګې په ما سرې وي خدای خبر چي مُدام څله
دا يې خوى دَ ماشومتوب دی كه هسكون دی نه پوهېږم

چې بې تا نه رښتيا كېږي په سهار لا
كه دَ خوب هغه منظر يم نو هم ښه يم

مازې دَ يار دَ موسولو په نيت
ټوكه په ځان كول څه ټوكه نه ده

دلته ژوندون هم بې قراره دَ قرار په لټون
سم له انسان سره كوي په سرو اورونو مزل

غم دي اشنا كه خوشحالياني نه پرېږدي وَ څنګ ته
زه چې سوب ستا دَ خندا يمه .. لا نور څه غواړې ؟

څوك په اوښكو،څوك په مينه ،څوك دَ خپل وجود په وينه
بل كړي هرڅوك څراغونه، چې دَ شپې تيارې خورې شي

پلو غوندې به پاته شي سړی سړی تر شا په لار
ژوند دَ تمنا تر منزل نه شي رسولی څوك

مازې يو بل خطا باسو دَ دروغو په خبرو
ګني غله يُو مونږ له اصله دَ رښتيا په معامله كې

دوې لمحې مې هم بې غمه نه پرېږدي تنده او لوږه
ما په ځان پسې پسې تل ځغلوي تنده او لوږه

پام دې غلط په شاعرۍ كړم څنګه
قسم په خدای ډېره يادېږې راته

زه هم دَ ژوند دَ لاسه په وجو د لكه يو زخم
په خوږو كې راګېر يم لوبوم خُوږمنې څړكې

په مورنۍ ژبه كه شولې ګونګی
شمله دي څوك مني پښتونه ! وايه

مينه خو پرېږده،اقرار پرېږده چې په ترڅ كتو هم
خوله خوله شي دَ اشنا يخه واورينه څېره

كه نصيب نه وی دَ ماڼيانو ملنګ
كيږدۍ به څيرې وی سل ځايه څله ؟

ګوره!! چې زما په غم غمجنه نه شې
ګنې ، په ځان به لګوې منګولې

ستا دَ نصيب كرښې له ما ژغېږي
له چا او چا به پټَوې منګولې

دَ ورځې شپې تر وصال، شوقه په لار كې دَ عشق
شېبه شېبه دَ بېلتون ، په كچ اوږده ده څونې ؟؟

زياته خو ورك شومه له ځانه زه هم
لا به ستا سترګې څو ترڅو غواړمه؟

بيرته راغبرګه شي زما چيغه له هر لورې دَ غره
دا خپل احساس چې دَ ژوندون په تول مانده اوګڼم

دَ خپل تږو حسرتونو دَ يو ګوټ تسكين دپاره
زړه په لاس كې ګرځومه كله چېري كله چېري

په پښو كې ستا ږدمه زړګی له خياله
كه دېوالو خواته ټولېږي سيوري

خدای دې را اوباسه په فال دَ مينې
چې په تندي دي كېږدم خال دَ مينې

يو ځل مې لا نصيب كړه په ساړه ژوند كې خالقه
هغه رنګه سور اور، هغسې تاوْ ، هغه سكروټه

تږی سراب يمه دَ ژوند، ما كې اوسېږي تنده
څومره چې زړه اوبه كوم، دومره يادېږي تنده

اورسېدمه وَ معراج ته دَ عشق
كه رسوائي په تندي خال شوه راته؟

په ښار كې دَ سپين پوستو هر يو موم غوندې سړی
كوګل كې ګرځوي تر كاڼې كلك دَ غوښې زړه

شپه كه سهارلري ، سهار جوړ كړه باداره په ما
زه هم له ستورو سره ويښ سپينې سپېدې لټوم

خوله خوله شو وَ سره لمر ته انسان
لا به اّسمان ګوره ژړېږي كله ؟؟

دَ ښاغلي افضل شوق دَ پورته ذكر شوْ شعرونو په حواله چې دَ هغه دَ شاعرۍ دَ غزل برخې ته ګورو .. نو په شلېدلی امېل كې چې هغه څومره هم غزلې ليكلې دي .. هغه په فني اعتبار دومره دَ خوند او مزې دي چې په هر ځل ترينه بنده يو نوی خوند اخلي � كه اوكتلی شي نو ښاغلی شوق په بنيادي توګه خو چې څومره شهرت په نظم كې لري او دَ نظم شاعر ورته وئيلی شي ..خو هغه دَ "شلېدلی امېل" دَ غزلو نه دا خبره ثابته كړې ده چې هغه يو كامياب غزل ليكونکی شاعر هم دی � لاكن څنګه؟؟ زما دَ دې خبرې په دليل كې به مونږ دَ هغه دَ پورته ذكر شوْ شعرونو يو مختصره شانتې تنقيدي جائزه وړاندې كړو او دا به اوګورو چې دَ اّزاد او وړوكي نظم دغه معروف شاعر افضل شوق واقعي دَ غزل ښه شاعر هم دی ..كه نه ؟؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery