مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه

په فني توګه دا دَ دولسو وړو مصرعو اّزاد نظم دراصل په شپږو يولس سېلابيزو برابرو مصرعو باندي دَ خپل اّهنګ او موسيقيت سره داسې دَ معرى په رنګه پابند نظم دی �

لارې لنډېږي ورځ په ورځ لګيا دي
دَ شنه اّسمان او سپېرې مځكې تر منځ
خو فاصلې پرتې هغسې دي لا
دَ زړو تر ميانه دَ غوښينو خلګو
چې ښكاري هر يو په خپل ځای باندې ښخ
لكه دَ خټو جوړ بې حسه دېوال


۹ ـ ـ رسوائي

يو نوم دی چې يې وينم
ځای په ځای په دېوالونو
دَ خپل نوم سره ليكلی
لكه زه او زما سيورې
چې په يو بل پورې اړ يُو
خو تر شا چې لار ته ګورم
ښكاري زما پلونه يوازې

( شلېدلی امېل .. مخ _ 85 )

دې پورتني نظم كې ښاغلی افضل شوق لكه دَ يو صوفي شاعر په تصوف كې ليدی شي � يعني دَ خدای پاك دَ وحدانيت، دَ هغه دَ پېژندنې او هغه سره دَ مينې يو نيم فلسفيانه تمثيلي نظم دی .. چې په كې وئيل شوي دي چې دَ خدای دَ خداي او ذات نه منكر خو نه يم .. خو خدای راته ښكاري نه � لاكن دَ خپل ذات په موجودګۍ كې هغه له خدای سره داسې تعلق جوړوي � چې چونكه هغه دَ خدای په لاس جوړ انسان دی نو ځكه له خدائيه انكار نه شي كېدلی � يعني هغه دلته له خدای سره مينه دَ جنون تر حده كولو ته جوګه ښكاري � لاكن كه دغه نظم مونږ دَ هاغه اّئيډيل په توګه اوګورو .. چې افضل شوق ورپسې وطن په وطن ګرځېدو هڅه كونكی ښكاري چې دئی يې شاعر كړی هم دی .. نو خبره به نوره هم په فكري توګه ژورتيا ته اورسېږي � او دَ رسوائۍ تر حده دَ يو داسې محبوب په مينه كې دَ هر چا په خله كې راتلل به هغه مجنون څرګند كړي .. خو شوق مجنون نه دی او نه دَ هغه دَ جنون محور يواځې هغه څېره ده � چا ته چې هغه دَ خپلې رسوائۍ اصل بنياد وائي � هغه په هست او نيست كې ورګېر محبوب ته څېره په تمثيلي انداز وركول غواړي خو چونكه محبوب يې بې وجوده دی ،، نو ځكه ورته وجود وركولو كې بلا مشكلات مخې ته راځي او په بېګا او سبا كې ورته ځان دَ سوال تر حده يواځي ښكاري ..!!

په دې نظم كې چې څومره خبري په ساده طريقه شوي دي .. هومره يې په فكر كې فلسفه رانغاړلې ده� يعني هغه يواځي نه هم دی او يواځي ښكاري هم � دا هغسې معمه ده چې دَ افضل شوق په شاعرۍ كې اكثره ليدلی شي � نو ځكه خو ځيني نقادان هغه ته دَ لري سباوْن شاعر وائي � او خپله هم كله كله دا ليونی شاعر داسې خبري اوكړي چې دَ بنده ورباندي دَ پورا ليوني ګمان اوشي ،، خو هغه لېونی نه بلكه فلسفي شاعر دی .. او په خپلي دُنيا كې اوسېږي � ځانته جهان او په ځان كي جهان لټوي .. او دا نظم دَ دې خبري دَ تصديق دپاره كافي دی �

په تكنيكي توګه دا نظم په اوو داسې مصرعو مشتمل نطم دی چي دَ اولي اووه سېلابيزي مصرعې په چپه نوري ټولې مصرعې په اتهه اتهه سېلابيزه مصرعو باندي داسې مشتمل نظم دی .. چې دَ موسيقيت دَ لحاظه په كې دَ وړمبی مصرعې يو كم سېلاب هم دَ هغه نورو پاته مصرعو سره برابر شي .. چې اتهه سېلابيزه دي � او مونږ ورته معرى نظم هم وئيلی شو �


۱۰ ـ ـ دمامې

سترګه سترګه
ګنډل شوې په بڼو ده
ژبه ژبه
چيچل شوې په غاښو ده
لاس او پښې هم
ماتې څانګي دي چې ځانګي
لنډه دا چې
ور دَ كور كور دی تړلی
خو په ښار كې
دمامې دَ خپل واكۍ دي

( شلېدلی امېل .. مخ _ 87 )

دا پورتنی نظم هم په ملك كې دَ هاغه بدترينه اّمرانه دور عكاسي كوي چې دَ اظهار لارې په كې بندې وې � ژبې كلكې تړلې وې ..په سترګو دَ حالاتو داسې پټۍ پرتې وې � چې دَ يوې ړندې كڼې نړۍ ګمان پرې كېدو � په داسې حالاتو كله چې دَ يو حساس شاعر جذبات راولړزېدل .. نو دَ هغه دَ شعور او احساس ډك نظر په دې حالاتو داسې خپل قلم راپورته كړو � ځكه چې شاعر په داسې حالاتو غلی نه شي پاتې كېدی � او كوم حالات چې په هغه په زوره مسلط شوي وي .. دَ هغې خلاف ټول عمر په احتجاج ليدلی شي � دَ ښاغلي افضل شوق اكثره نظمونه داسې احتجاجي رنګ په شلېدلي امېل كې لري � او دا ځكه چې هغه دَ رڼاګانو رهبري كوي � دَ تيرو په ملګرتيا هاغه قوتونه شديد غندي كوم چې دَ رڼاګانو قاتلان دي � هغه په خپل وطن، خپله خاوره بې شانه ډېر مئين دی � نو دَ خپلې خاورې دپاره ، دَ يو داسې خپلواكه سباوْن اّرزومند به ولې نه وي .. چې دَ هغه دَ اولس تقديرونه بدل كړي � دَنظم په اّخري مصرعه كې دَ هاغه دور دَ حالاتو په وجود يو دَ طنز تازيانه موجوده ده چې دَ ښار دَ خپلواكۍ په دمامو پورې يې خندا كړي ده � نو دغه تضاد چې حالات وي يو رنګ او نغاره يې وهلی شي بل رنګ .. يو باشعوره او سترګه ور شاعر چې پرې طنز اونه كړي .. نو اّخر څه به كوي ؟؟

دا دَ لس مصرعو اّزاد نظم په فني او تكنيكي توګه دراصل په پنځو دولس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو باندي مشتمل يو باقاعده معرى نظم دی چې اّهنګ، خوند او موسيقيت لري �

سترګه سترګه ګنډل شوې په بڼو ده
ژبه ژبه چيچل شوې په غاښو ده
لاس او پښې هم ماتې څانګي دي چې ځانګي
لنډه دا، چې ور دَ كور كور دی تړلی
خو په ښار كې دمامې دَ خپل واكۍ دي


۱۱ ـ ـ شلې پښې

لاري دَ احساس دي
كه رګونه دي دَ وينو
چې دَ زړه له كوره اوځي
دَ رنځونو وَ نړۍ ته
هم په ويښه
هم له خوبه
خو چې وخت دَ مزل راشي
نو دا غبرګې پښې شي شلې

( شلېدلی امېل .. مخ _ 88 )

ګوره چې افضل شوق انسان څه ګڼي ؟ او څومره دَ ښو توقعات ورنه لري؟ چې ورنه زړه ماتی دی � چرته هغه خو انسان ته په هم هغه نظر نه ګوري چې ورته اشرف المخلوقات وئيلی شوی دی ؟ شايد چې هغه انسان دَ عظمت په معراج ليدلو خوب ويني .. نو هم ځكه خو په دې نظم كې افضل شوق هم هغسې دَ نن دَ انسان نه زړه ماتی ښكاري او دَ خپلو ليدلو خوبونو نه برعكس انساني څېرې هغه ته دَ زړه رنځ وركوي � شوق صاحب په درست نظم كې يو تپوس كوي چې دَ زړه نه دَ احساس لارې ولي دَ رنځونو وَ نړۍ ته درومي؟ او بيا بيرته تپوس كوي چې دا خواخُوږي دَ خبرو نه دَ عمل په لور ولې نه � يعنې هغه دَ نن وَ انساني همدرديانو ته تش دَ خبرو تر حده دَ همدردۍ نوم وركوي او دا ګڼي چې انسان دومره خودغرض دی چې هر ښه يې ځانته پيرزوْ شي او دَ بل په وار هسې خبرو ته جوګه ښكاري � كوم چې انساني كار نه بلكه ځناوري غرض بللی شي .. او دا غرض يو انسان دَ بل انسان نه يواځې لري ساتي بلكه تر مينځه يې بې اعتمادۍ هم راولي �

په دې پورته نقل شوي اّزاد نظم كې دَ شوق لب و لهجه چې څومره ساده او اّسانه پېرائيه كې سر ته رسېدلي ده .. هومره په كې دَ خبري نه خبري زېږي او يو لوی موضوع يې دَ نقادانو دَ څېړنې دپاره په كې ځای كړی دی � دَ وخت دَ تقاضو له لاري دَ اختصار نه علاوه افضل شوق په خپله شاعرۍ كې كله كله بلكه هركله تش سوالونه راپورته كوي او ځواب په لوستونكو پرېږدي � دا يو هنر دیی چې دَ يو مئسلې په حقله داسې سوالونه راوړاندي كړلی شي چې خلګ ورباندي غور او فكر اوكړي او په اجتماعي هلو ځلو يې حل پيدا كړي � خو دلته په دې نظم كې دَ شوق له خوا راپورته شوی سوال شايد چې ځواب اونه لري .. ولې چې دَ نن انسان خودغرضه دی او دا غرض كېدی شي چې كله هم ختم نه شي �

په فني توګه دا نظم په اّزراده پېرائيه كې ليكلی شوی دی او مصرعې يې له څلورو نه تر اتهو سېلابونو لري .. خو بيا هم چې دَ دې نظم وَ اّهنګ لی او موسيقيت ته پام اوكړو نو داسې محسوسه شي لكه دا نظم چې پابند نظم وي � دَ ډېر سوچ او فكر نه پس زه په دې نتيجه اورسېدم چې دا نظم اّزاد بالكل نه .. بلكه پابند نظم دی � يعنې په دې اتهه مصرعيزه نظم كې دَ اول شپږ سېلابيزه مصرعې نه علاوه نوري اووه مصرې كه مونږ په شپږو اتهو اتهو سېلابيزو مصرعو داسې را واړوْ .. نو رواني، ردهم او اّهنګ به يې معرى نظم ته داسې اوبرېښئي �

لاري دَ احساس دي ...........
كه رګونه دي دَ وينو
چې دَ زړه له كوره اوځي
دَ رنځونو وَ نړۍ ته
هم په ويښه ..... هم له خوبه
خو چې وخت دَ مزل راشي
نو دا غبرګې پښې شي شلې


۱۲ ـ ـ اوږد مزل

زما او ستا تر مابېن
هغه دَ درو لويښتو وړه فاصله
دَ كمكۍ مينې ځوانېدو په هيله
څوني اُوږده شوه ګوره !!
چې تر يو بله رسېدو له مخه
ما او تا دواړه ګرانې
دَ لېونۍ ځوانۍ تر ټاك واويښتو

( شلېدلی امېل .. مخ _ 94 )

دا پورتنی نظم دَ خپل بې ساخته رومانيت سره .. دَ شاعر يو داسې اّرزو ښكاري .. لكه چې حالاتو دَ هغه دغه ارمان ته په مرۍ ګوتي ايښي وي .. دَ هغه او دَ هغه دَ محبوب تر ميانځ يوه وړه فاصله چې هغه ورته دَ اختصار يو بې مثاله حد مقرر كړی دی.. يعني دَريو لويښتو فاصله...!! خو هر كله چې دَ رواياتو دنګ دېوالونه .. دَ حالاتو غرونه غرونه دَ دواړو په ميانځ كې دا وركوټې فاصله دومره اوږده كړي .. چې يو بل ته رسېدل نا ممكن شي � نو په داسې ستم ظريفۍ ، دَ خپل ماشوم ارمان په وركېدو .. داسې جذبات ښكاره كول دَ شاعر مجبوري شي �

دَ دې نظم موضوع اګرچي ده خو روائتي رومانوي .. خو چې دا موضوع او خيال په كوم خوندور انداز په دې نظم كې رانغښتی شوی دی نو دَ خيال فكري قدر و قيمت يې يو په دوه كړی دی � يعني كومه خبره چې لوستونكی په حېرت كې اچوي .. هغه دا ، چې يو طرف ته مينه په اوږدې مودې كې چې څنګه په تكليف لا خو ځوانۍ نه رسېدلي نه وي .. چې بل طرف ته دَ دريو لويښتو هومره وړه فاصله شاعر او دَ هغه محبوب زاړه هم كړي � دې خبري نه زما مطلب دا دی چې دَ يو ښه شاعر باريك بيني ده چې دَ وړې خبرې نه لويه خبره جوړوي �

دې سره سره په دې نظم كې يو ځل بيا شوق صاحب خپل ښائسته علاقائي.. پښتني قندهاري توري داسې په هنر ځای كړي دي .. چې نظم يې دَ خپل علاقائي رنګ او لهجې يو ښائسته مثال ګڼلی شو � خو بل ښائست يې دا هم مخي ته راځي چې دَ يوسفزۍ لهجې لوستونكي هم ښه په اّسانه پرې پوهېدلی شي �

دَ افضل شوق دا اّزاد او مختصر نظم دَ يوې پابندۍ دَ مخه په اوو او يولس سېلابيزه مصرعو باندي دَ ردهم برقرار ساتلو غرض داسې ليكلی شوی دی چې كه معرى نه دی .. خو دَ ځينو پابنديانو جوګه ضرور دی �


۱۳ ـ ـ يوه پوښتنه

كه هر انسان په ژوندانه كې ځانته
لري په ژوند باندې حق
نو دا پوښتنه كوم
چې څوك دی هغه ماشوم
دَ سړي زُوی دی كه يَه ؟
چې په ټولنه كې نن
په تشه خېټه او په وچو شُونډو
خوار او ناهيله غوندې
دَ ساتېري او كوركيانو په ځای
له بودګانو سره
دَ يو بوده په رنګه
په امبارونو باندې
ګرځي، خواړه لټوي

( شلېدلی امېل .. مخ _ 95 )

په ټولنه كې داسې ډېري ناروا پېښي كېږي چې دَ يو حساس شاعر احساسات او جذبات پرې راولړزېږي � هم دا پورته نقل شوي نظم كې چې افضل شوق ديو خوار يتيم او غريب بې كوره ماشوم چې څنګه په جذباتي انداز تصويركشي كړي ده .. هغه لوستونكی په دې خبره ضرور مجبوره كوي چې په دې نظم كې رانغښتي سوال ځواب وركړي � لاكن څنګه ځواب ؟؟ داسې ماشومان خو په پښتني ټولنه كې هر چرته ليدلی شي � يعني دَ سكول په عمر كې شمېر واړه ماشومان زمونږ دَ كوڅو او بازارونو په امبارونو باندي ارومرو داسې دَ رزق په لټون كې ليدلی شي .. لكه غواګانې او مېښې يا څاروي چې ليدلی شي � ماته دَ شوق صاحب دا نظم هر هغه وخت په زړه شي چې زه كله داسې يو منظر او وينم �

دا نظم كه يو طرف ته دَ نن حال او صورت حال په اړه انځورګري كوي .. نو بل طرف ته دَ ماشومانو په حقله دَ پښتنو من حېث القوم لا اُبالي او بې غمه شانتې روئيو باندي سخت ګوزار هم شوی دی � او بل واسطه يا بلا واسطه يې دَ تعليم په ضرورت زور داسې په هنركړی دی � چې كه څه هم هيڅ يوه اشاره يې په دې اړه نه ده كړي ..خو دَ دې مسئلې حل يې يواځې او يواځې تعليم ګڼلی دی � كوم چې دَ يو منظم نظام لاندې هغو ماشومانو ته هم وركولی شي چې مور او پلار نه لري او يا بې كوره شوي دي � ولې چې پښتانه ټول مسلمانان دي او په اسلام كې دَ غريبانو دَ روزنې دَ ادارو دپاره دَ ماجت حجره ، مدرسه او دارالامان هغه ځايونه دي چې په دَ پورته ذكر شوْ كفالت هم كېږي � نو بيا ولي نه .. ؟؟ دا هغه اٍن ډائريكټ سوال دی چې افضل شوق يې په دين اسلام مشرف پښتنو نه په دې پورته نقل شوي نظم كې په طنزيه انداز كي كوي�

په فني توګه دا نظم دَ افضل شوق په يو څو هغو اّزادو نظمونو كي يو نظم دی چې په اّزاده پېرائيه كي ليكلی شوی دی � مصرعې يې وړوكي او لوې دي .. خو په كې دَ خوند او مزې دا خبره ده .. چې په لوستلو كې پابند نظم ښكاري او په رواني كې بلا موسقيت هم لري �


۱۴ ـ ـ خالي ځانګو

امېلونه دي دَ كركو
كه هغئ هم
يو په يو راته پئيل
په تار دَ مينې
نوم دي څله دَ نامه لاكټ
په جار جار
راپه غاړه كړئ په خپل لاس
دَ زړه سره!!
چې اوس هم ګوره لا ځانګي
په سينې زما
دَ خالي ځانګو په رنګه
دَ يو كونډي

( شلېدلی امېل .. مخ _ 102 )

دَ خپل عنوان په رنګه په دې پورته نقل شوی نظم كې افضل شوق له خپل محبوب نه يوه ګيله ډېره په خوند په شاعرانه انداز كې داسې كړي ده .. چې دَ هغه دَ محبوبه دَ ستمونو او ظلمونو په لور يې دَ هغې پام دَ هغې وَ نفرتونو ته اړولي دی � او وائي .. چې ګنې كه دې هسې هم مانه دَ كركې كولو اراده كړې وه .. نو دې ولې بيا دَ خپلي ميني تحفه دَ لاكټ په صورت كې په جار جار راكوله؟ دلته په دې نظم كې هم شوق دَ ګيلې په شكل كې يوه پوښتنه په داسې هنري انداز كوي چې محبوبه ته دَ هغې دَ غلطۍ احساس وركوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery