مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

او لا اورونه بل دي


د پوهاند عبدالشكور رشاد د شعر په اقتفاء
ها چي په وينو يې لړلي دي د غرو لاښونه
چي يې لمن كي رغړېدلي دي مغرور سرونه
چي يې د توري له هيبته لړزېدل په كټ كي
د غليمانو د تورزنو جنګياليو زړونه
چي يې كيسو ته له باګرامه تر سسرامه پوري
يو په يو وښودل د شېر او د سكندر نومونه )1(
چي يې راپاڅي افسانې د اصفهان له كيسو
چي يې له ډاره رپېدله قزلباش پوځونه )2(
چي پاني پت ته يې ور وښودى ايمان د توري
چي د تاريخ سينې ته ولاړل دُراني تېغونه
چي له پاميره تر سپين غره تر خيبره پوري
پكښي ايرې سول يرغلګر او د دښمن هډونه
چي له سكندره له چنګېزه يې كړې لاري وركي
چي د فرنګ پر زړه يې كښېښودله تور داغونه
چي سره تبۍ يې كړله مځكه د فرنګ او تزار
چي يې په غاړه كي ور وټومبل د اور لاړونه
چي سرو لښكرو پكښي زر ځله ټكري وكړې
چي خپل تاريخ ته يې سوغات يووړله ژړ مخونه
چي يې د كونډو، بورو، ورارو حسابونه ورك دي
چي يې د شمېر په ژبه نه راځي ناصور زخمونه
چي يې تر ننه تر سبا او تر پېړيو پوري
په ښار او كليو كي ور وكرله سره اورونه
چي دې انګړ ته د كوربه بې اجازته راځي
كوم بختور به وړي تر كوره مات ژوندي بندونه
دلته سينې دي له ازله له پولادو جوړي
دلته له ټانك سره ډغري وهي كلك سوكونه

او يوه ورځ د دې وطن په كږلېچو كي مات سول
د تزارانو په ګناه ككړ خيرن لاسونه
او يوه ورځ سو د پېړيو طلسم دړي وړي
او يوه ورځ له هسكه راغلل د بري ږغونه
ويل يې سپك سول د درانه پښتون انګړ ته چي تلل
د كبرجنو داړه مارو ناروا ټانكونه
پر مځكه جوړي زلزلې سوې د اتڼ له زوره
ميدان ته ووتل د تېرو افسانو ډولونه
ولاړى د غرو شاته نيهام سو تښتېدلى ښامار
په ميدانونو كي يې پرېښودله مات غاښونه
د كنډوالو ناره يې واورېدل په عرش كي خالق
د كونډي ناوي په نيكريزو سرو لاسو عرضونه
غرونو سيندونو يوه بل ته پيغامونه لېږل
د شهيدانو له جنډيو اورېدل رنګونه
چا ويل بيا ګوندي سمسور سي سوځېدلي كلي
ګوندي دا شاړي مځكي بيا وسپړي سره ګلونه
بيا له سورنا او له ربابه نغمې پورته سولې
نڅا ته ووتل د نجونو او زلمو فوجونه
مباركۍ وې يو د بل غوږ كي ويله خلكو
نن كه سبا وي پردي كيږي بېګانه كمپونه
نور به ستنېږي ستړي كډي له پرديو خاورو
نور به خالي وي د پردي ملكو پردي كورونه
نور به شملې د شمله ورو چا ته ټيټي نه وي
زموږ د زلمو غيرت به نه څټي پردي دېګونه
خپل به قاضي خپل به ملك خپل به وي مشر د قام
بيا به پر خپلو مځكو يون كوي آزاد قومونه
بيا به د زركو په ګامونو وي رواني نجوني
بيا به سينګار وي په كوچيانو زرغونه دښتونه
بيا به د تالندي د زوره غر او سمه رېږدي
بيا به غورېږي د ترنك او ارغسان موجونه )3(

خو يو ناڅاپه سره ورغلې خوني لښكري
بل سول په ښار او په بانډو كي د نفرت اورونه
لكه چي چا ته د پېړيو دښمني وي پاته
لكه بدۍ ته پاڅېدلي وي غليم تربرونه
لمبې له كليو له ښارونو له كوڅو پورته سوې
سره سول د ورور او خور په وينو د غازي لاسونه
د خور پوړنى د ابا شمله يې ولوټله
له زړونو ووتل د ميني او غيرت نومونه
يا زموږ بچي په كور كي تل دغه ناخوالي كوي
يا په پردي كور كي بدل سول زموږ ياغي مېړونه
چي په نومونو يې سندري جوړولې نجونو
هغو غازيانو يې پر كليو اورول مرګونه
او لا تر ننه دا بدمرغه هنګامه جوړه ده
او لا تر ننه كيندل كيږي د زلمو قبرونه
لا د ابۍ په غېږ كي نه دى كرار سوى ماشوم
لا هره شپه په خوب كي ويني د قاتل برېتونه
لا يوه بل ته سره اړوي اوتري سترګي
لا يې په كور كي مېلمانه دي د مرګي يادونه
چا ورته كړي دي كيسې د هغي بري كوڅې
چي د ژوندي انسان په سر كي چا وهل مېخونه
چا ماشومانو ته ويلي دي چي تل به ويني
د افغانانو په ازل كي نوشته جنګونه
دې افسانو د كور او كلي ارامي وړې ده
له ماشومانو يې غلا كړي دي خواږه خوبونه

هسي نه بيا پردي راغلي وي د سيوري په څېر
له يوه بله مرور كړي د قومونو زړونه
هسي نه بيا يو څو تور مخي په جرګو ورګډ سي
هسي نه يو له بله وجنګوي لوى ښارونه
هسي نه سپكه سي شمله د باتورانو د كور
هسي نه بيا په وير اخته سي دا زوى مړې خونه
بيا خو به نه وي د قلا په مخ كي غل پيره دار
شريك خو نه دي له رقيب سره د زړه رازونه
نيكه ويل چي خپل مو خپل دي بېګانه مغول دي
هېر خو به نه وي د بابا او د نيكه پندونه
بيا په لوى لاس خو به بلا چا رابللې نه وي
هېر خو به نه وي پروني او پخواني نكلونه
چي غمازان مو مركې كوي د وروڼو تر منځ
تر هغې ورځي به د وينو وي روان سيندونه
لا به را اوري د آسمانه څخه سره اورونه
لا به غړومبېږي ډك له اوره دوږخي توپونه

ويرجينيا
)1( په هند كي د پښتنو دوو مشهورو شاهانو، شېرشاه سوري او سكندر لودي، ته اشاره ده.
)2( قزلباش )سور سري، يا د سرو خوليو خاوندان( د اېران د صفوي شاهانو پوځيان وه، چي هم يې په كندهار كي د ميرويس نيكه له لاسه ماتي وخوړې، او هم يې په اصفهان كي د شاه محمود هوتك د انتقام مزه وڅكله.
)3( ترنك او ارغسان د كندهار دوه لوى سيندونه دي، چي پر غاړه ې ډېر لوى غلجي او دراني قبايل آباد دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery