مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

موږك شېر

د لوى ښار څخه دباندي يو دره وه
جوړه كړې يوه شيخ پكښي دېره وه
پر سجدو به خداى  ته پروت و په خواستونو
ټولي شپې يې تېرولې په نفلونو
كه څو د ښار پر خلكو باندي ګران و
دى له خلكو راګوښه په غم د ځان و
دوولس مياشتي به يې تل روژې نيولې
يوه ورځ يې چا ډوډۍ نه وه ليدلې
يا په ذكر يا په فكر به مشغول و
پير پر هر چا باندي ګران ورته مقبول و
نه يې وړلې شكرانې نه خيراتونه
نه يې چا ته ورليكله تعويذونه
د دعا دپاره خلك چي ورتلله
پير به يو ګړى حضور ته وربلله
نور نه شيخ د دنيا كار لره وزګار و
نه له ښو نه يې له بدو سره كار و
يوه ورځ يوه موږك په حجره كي
شل او سل ځله آزار كړ په سجده كي
چي به شيخ كله ورټيټ سو و سجدې ته
د موږك لكۍ به ورغله و خولې ته
شيخ كرار ورڅخه وكړله پوښتنه
ما پر څه آزاروې په بخت پمنه
موږك وويله شيخه ستا قربان سم
د مرګي مخته دي سپر بلاګردان سم
د پيشو له لاسه ډېر يم كړېدلى
شوم نهر يم وږى تږى ژړ زبېښلى
د ظالمو پيشوګانو له ناتاره
يو ګړى وتلاى نه سمه له غاره
ته دُعا وكه چي زه غټه پيشو سم
نور به هر ګړى بېغمه له حملو سم
شيخ دُعا وكړه موږك توره پيشو سوه
هغه دم خداى ته د شكر په سجدو سوه
سمدستي يې كړه حمله پر موږكانو
مرګ يې ګډ كړ په خپل كور كي په خپلوانو
نه يې مخ وكوت د خپلو ګاونډيانو
نه د وروڼو، د زامنو، اكاګانو
خپله مور او پلار يې څيري په منګول كړل
مېلمانه يې خويندي وروڼه د اجل كړل
راوتلاى موږكان نه سواى له غاره
سپوڼ په كور كي هيچا نه واهه له ډاره
يو څو ورځي يې پر خپل كلي مېله وه
د پيشو برېتونه غوړ منګول يې سره وه
بيا خلوت ته سو دننه ويل پيره
ستا قربان سم د خوارانو دستګيره
د ښار سپيو مي تريخ كړى خوږ ژوندون دى
ښكار له بېري نه سم كړاى وچ مي لړمون دى
راته غاپي په كورو كي پر بامونو
ګرځېداى نه سم پر جګو دېوالونو
په دُعا دي يو لوى سپى راڅخه جوړ كه
په دې سپيو په كوتريانو مي زړه سوړ كه
شيخ پر چوف كړه پيشو ځاى پر ځاى خډل سو
هغه دم د پيشوګانو په تكل سو
په ځغستا به يې ايستې له كلي كوره
نه يې خړه پيشو پرېښوده نه توره
كه پيشو به پيدا نه سوه د كورونو
واړه سپي به يې داړله په غاښونو
لاروي يې ډاروله په ګواښونو
ماشومان يې ځغلول تر خپلو خونو
و هر چا ته يې ښودلې خپلي داړي
څوك ترې خلاص نه وه په ناستي په ولاړي
خو څو ورځي وروسته بيا ولاړى حجرې ته
شيخ يې نه خوشي كاوه خپلي سجدې ته
ويل شيخه زه په كومه خوله ګويان سم
ستا تر پښو دي صدقه سمه قربان سم
په عذاب كړم په كوڅو كي ماشومانو
كاڼي وينم په لاسو كي د لويانو
نه كورو كي مي پرېږدي ډلي د سپيانو
نه په ښار كي پر دوكان د قصابانو
دا يو زه په ټوله ښار كي خوار و زار يم
ته وا زه دښمن د هر سړي د پلار يم
شيخه ماته دعا وكړه چي لېوه سم
كوڅې پرېږدم اوسېدونكى د ځنګله سم
شيخ پر چوف كړه سپى هغه ګړى لېوه سو
پر سجده سو او روان پر لور د غره سو
يو څو ورځي يې كړې تېري په ښكارونو
ګرځېدى پر لويو غرونو پر دښتونو
دواړي زامي به يې سرې وې تر غوږونو
په څيرلو د اوزګړو د پسونو
انګولا يې خوب حرام كړ د كوچيانو
سرګردانه يې كړې ورځي د شپونيانو
ډار يې واچاوه د دښت پر ماشومانو
تر ګودر پوري په لار كي د پېغلانو
يوه شپه په نيمه شپه كي را روان سو
بيا د پير دېرې ته ورغى نالان سو
ويل شيخه په دې غرونو كي پړانګان دي
د ځنګله په هغه بل سر كي زمريان دي
له هيبته يې په ښكار وتلاى نه سم
له ستمه يې خپل ښكار خوړلاى نه سم
ځغلوي راڅخه زما كړي ښكارونه
كه څه وايم راته وښيي غاښونه
ته دعا و ماته وكه چي زمرى سم
هم په ځغاسته هم څيرلو ګړندى سم
چي د چا نه وي تر ما تېره غاښونه
تر مرګي پوري ونه وينم ظلمونه
بيا به نه راځمه پيره ستا تر كوره
له لمونځونو به دي نه باسم په زوره
پير پر چوف كړه لېوه ځاى پر ځاى زمرى سو
انګولا ورڅخه هېره سوه غړومبى سو
شور يې ګډ كړ د ځنګله په حيواناتو
سمه، غر، ځنګل يې اور كړ د هوسيانو
چا ليداى نه سواى ټولۍ د ګيدړانو
په غارو كي آرام نه و د خوارانو
كه به وږى و كه نه و ده وژل كړل
له سهاره تر ماښامه يې داړل كړل
له ځنګله څخه كوچ وكړ چغالانو
تخم ورك سو د هوسيانو د سويانو
ګوره څرنګه دا فكر ور پيدا سو
چي د شپې روان د شيخ د كور پر خوا سو
شيخ چي وليدى زمرى، ويل يې وايه
څه مشكل يې راوستلى تر دې ځايه
اوس به چا يې پر دې سيمه كړولى
په ځنګله كي خو تر تا نسته ښاغلى
زمري وويل دا نن ځكه غړومبېږم
چي يو بل موږك زمرى نه كې ډارېږم
بل مي ښكار ميندلى نه دى په ځنګله كي
ګوندي ستا غوښي د زړه سوده را وكي
چي زمري كړې شيخ ته سپيني خپلي داړي
شيخ يې تو كړلې له قهره پر مخ ناړي
ويل ځغله زما له كوره څخه ورك سه
نه لېوه يې نه زمرى بيرته موږك سه
زمري وكتل و ځانته چي موږك سو
پښېمانۍ څه ګټه نه كول هك پك سو
د خپل غار پر لور يې پورته كړل ګامونه
رېږدېدله يې لكۍ، اوربوز، غوږونه
خو په غار كي نه ملګري نه خپلوان وه
ده وژلي وه كه وروڼه كه سيالان وه
چي په شاوخوا كي پاته موږكان وه
ټول د ده د وينو تږي دښمنان وه
په هر پوست كي يې وژلي حيوانان وه
موږكان وه كه پسونه كه لېوان وه
چي د بل په مټو غټ سي يا زمري سي
په هغه ګړي له قام څخه پردي سي
اول غوښي خوري د خپلو قريبانو
ښخوي داړي په خپلو په يارانو
دا يې هېره وي چي نن ته تېرېدل سته
چي هسكېږي يوه ورځ كښته كېدل سته
چي يې عقل خداى موږك غوندي كوچنى كي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځى كي
2000- 2- 6
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery