مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-11-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهالنډد اسن دښار څخه دسلام فرهنګي ټولني پيغام

پوهنوال رسول باوري

يادونه : داليکنه په سويډن کي د ځوان نسل او سالمي روزني علمي کنفرانس ته ليکل سوې وه .

د ١٣٨٥ لمريز کال د ليندۍ دريمه  - د ٢٠٠٦ زيږدي کال  د نوامبر ٢٤ مه

اسن -  نېدرلند

په سويدن کي د کانديد اکادميسن سيستاني په وياړ علمي غونډي ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام

 

زموږ باور دا دئ چي ښاغلي سيستاني د علامه حبيبي ، استاد کهزاد او مرحوم غبار رښتنئ ځای ناسئ دئ

که نن د هيوادهغه درېو   سترو مورخينو نوي څيړني اوليکني  زموږ سره نشته ، خو  د هېواد نامتو ملي مورخ کانديد اکادميسن سيستاني په څيړنو او ليکنو کي د خپل هيواد برم او دبدبه وينو. 

د دې علمي غونډي درنو ګډونوالو !

تاسو پوهيږئ چي موږ د تاريخ په داسي پړاو کي ژوند کوو ، چي له يوې خوا د علامه حبيبي ، استاد کهزاد او مرحوم غبار په څير رښتيني او ملي مورخينو څخه بې برخي يو او له بله پلوه قلم او کاغذ د يوشمير داسي کسانو په لاس کي لوېدلئ چي نه د هيواد ګټي پيژني او نه د تاريخ ليکني په اصولو خبر دي ، ژبنيزو ، توکميزو او ګروپي ګټو يې پر سترګو داسي  توري تيارې غوړولي چي نه يوازي ملي ارزښتونو ته درنښت نه لري بلکي د نفاق او کرکي اور پاشي .

له نيکه مرغه  د کانديد اکادميسن سر محقق اعظم سيستاني په څير د هېواد خواخوږي مورخين  هم لرو، چي ليکنواو څيړنويې   زموږ هېوادوال  په دې ډاډمن کړي چي د هغو درويوستر مورخينو ، هغه ځايناستئ لا شته چي د ليکنو هر کرښه يې  غرضي تبليغات بي ارزښته کوي او د هېواد رښتني تاريخ را برملا کوي  .

کانديد اکادميسن سيستاني  د هيواد د هغو نامتو مورخينو سر لارئ دئ چي نه يوازي د تاريخ علم پر ټولو حدودو برلاسي لري ، بلکي  په  تاريخي څيړنو اوليکنو کي  د  تاريخ ليکني عامو  او خاصو  اصولو او موازينو ته بشپړه پاملرنه کوي  او علمي ارونو ته د يوه متعهد مورخ په څير د ځوان کهول روزنه او پالنه کوي .

سلام فرهنګي ټولنه په سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز دا نوښت چي  د هېواد نامتو مورخ نمانځنه کوي  ، د قدر په سترګه ګوري  او ښاغلي سيستاني صاحيب ته د پوره روغتيا سره د اوږد ژوند هيله څرګندوي .

په درنښت

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery