په بلجيم هېواد کي د ډاکتر داود جنبش د کار او زيارپه اړه د علمي – ادبي غونډي خبر تيا
په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه ګۍ اود هېواد په پلازمينه کابل کي د سلام فرهنګي ټولني د ميشت مشر تابه له خوا د افغان نامتوژورنالست او خوږ ژبئ وياند ډاکتر داود جنبش دکار او زيار په اړه د روان زيږديز کال دسامبر مياشتي په ٢٣ مه نيټه د بلجيم هېواد د پيک په ښارکي علمي _ ادبي غونډه جوړيږي .
په پام کي ده چي د غونډي په علمي برخه کي به د ښاغلو :
١- پوهاند داکتر زيار : ( داود جنبش د پيړۍ څلورمه برخه د ژور ناليزم پر ډګر )
٢ - ښاغلئ زرين انځور : ( داودجنبش ديوه رښتني ژورنالست په توګه )
٣ - پوهنوال دکتور عبدالخالق رشېد ( اغيزمن ژور ناليزم اود داود جنبش بر يالۍ ليوالتيا )
٤- پوهندوئ دکتور نعمت رسا : (داود جنبش ، رسانه های جمعی و حوادث افغانستان )
٥ - پوهندوئ سيف الرحمن سيف : ( دا لندن دئ ، دبي بي سي پښتو خپرونه )
٦ - پوهنمل حاجي محمد نوزادي : ( د داود جنبش پښتو ژباړو ته لنډه کتنه )
٧ - ښاغلئ يوسف هېواد دوست : ( داود جنبش د دريو جنبشونوپر مهال )
٨ - پوهندوئ دکتور نصير ندا : ( جمع ياران )
٩ - ښاغلئ عبدالرحيم رحيم : ( نقش ژور ناليزم در بحرانهای اجتماعی )
١٠ – ښاغلئ داود نبکزاده : ( جامعه ، کلتور و ژور ناليزم )
او که وخت ووديو شمير نورو ليکوالانو را رسېدلي ليکني او څيړني به واورول شي .
د غونډي په دوهمه برخه (د جنبش سره شاعرانه ماښام ) کي به په اروپا يې هیوادونوکي ميشت پيژندل شوي شاعران او طنز ليکونکي ونډه لري چي د ټنګ تګور او مستو اتڼونو سره يوځاې به د ميلمنو هنري تنده ماته کړي .
د ټنګ ټکور په برخه کي په پښتني کلتور مين دوه نامتوکلتور پال هنر مندان هر يو ښاغلئ اما ن الله اميري او همايون صاحيب زئ د خپلي هنري ډلي ښاغلو نجيب اميري ، بهير اميري او ښاغلې فريدون صاحبزئ په ملتيا په خپلو خوږواوازونو هېوادنۍ مينه تازه او لا زياته کړي .
د درنو هېوادوالو ، ليکوالو ، مينه والو څخه هيله کوو چي په دې علمي _ادبي غونډه کي په برخه اخستلوسره د غونډي پرتم لا زيات کړي .
غونډ ي ته د ليکنو او پيغامونو د ليږلولپاره لاندي برېښناليک پتي کارولای شئ :
hotakbawary@hotmail.com bawaryr@home.nl bawary1@hotmail.com