څرنګه چي د افغانستان اوسنۍ سياسي او ټولنيزه وضع له يوه لوى بحران سره مخ ده، اداري نظام ډېر كمزورى او ورځ تر بلي يې كمزوري نوره هم پسي ډېرېږي، چي د ډېرو نورو لاملونو تر څنګ يو هم اداري فساد او د توپكسالارۍ شتون دى، چي ولسمشر كرزي يې د له منځه وړو ژمني د خپلي واكمنۍ له پيله كړي او تر ننه دوام لري، خو نه يوازي داچي د مثبت بدلون لپاره يې لاره نه ده اواره كړې بلكي نور هم شاته تللى دى.
په دې وروستيو درو مياشتو كي چي نوى لوى څارنوال ښاغلى عبدالجبار ثابت ټاكل شوى دى، نو هغه د اداري فساد او رشوت پر ضد جهاد اعلان كړى دى، په پيل کي خو خلګو باور ورباندي نه كاوه، خو كله چي نوموړي په مزارشريف او هرات ولايتونو كي رشوت خوړونكي او زورواكان په څرګنده مشخص كړل او په ټينګه يې د هغوى د نيولو او محاكمې غوښتنه وكړه نو ورو_ورو د افغان ځورېدلي ملت باور ورباندي پيدا شو.
د روهي ادبي بهير ټول ملګري چي د سهيل لوېديځي سيمي په ټولو ازادو ټولنو او فرهنګيانو پوري اړه لري، د ښاغلي عبدالجبار ثابت د اوسني جهاد او سپېڅلي دريځ كلك ملاتړ كوي، موږ په دې باور يو چي كه دغه رښتينى مجاهد خپل دغه مقدس سنګر خوشي نكړي، نو دى به د ولسمشر كرزي په اداره كي يوازينى کس وي چي پر مثبت شخصيت او رښتينې ايمانداري به يې د خلګو باور ټينګ شوى وي، موږ له ولسمشر حامد كرزي څخه دا هيله كوو، كه د اداري فساد او توپكسالارۍ له منځه وړو ته په رښتيا ژمن وي، نو د دغه لوى مجاهد ملاتړ دي وكړي، ولسمشر يو ځل د خپل پخواني كورني وزير علي احمد جلالي سره همكاري ونكړه، هغه چي د ولس په زړونو كي يې ځاى نيولى و، استعفا ته اړ كړ شو، چي دا به د ده د ادارې لپاره تاريخي پېغور وي، كه د ښاغلي ثاپت سره هم مرسته ونشي او دى پخپلو هلوځلو كي ناكام شي نو پړه به يې د ولسمشر پر غاړه وي. او بيا به نو هيڅكله هم ولس د ده پر ژمنو باور ونكړي، له بده مرغه چي دغه باور ته همدا اوسه هم لوى زيان رسېدلى دى.
خپله لوى څارنوال او مجاهد عبدالجبار ثابت ته زېرى وركوو چي ته بريالى يې، موږ ستا ملاتړي يو، ټول افغانان ستا ملاتړي دي، ځكه ته يوازينى څوك يې چي د ايماندارۍ او وطندوستۍ جنډه دي هسكه كړې او تر اوسه خو دي ځان رښتينى زبات كړ دى، او هيله مو داده چي د افغانستان سهيل لوېديځي سيمي ته هم حتمي سفر وكړې او دلته هم د هغو جنايتكارانو او رشوت خورو له مخه نقابونه پورته كړې، چي قومندان عطا غوندي د فرعونيت پر چوكۍ ناست دي، نه له خدايه بېرېږي او نه هم له رسوله شرمېږي او نه يې پر خپل دربدره ولس زړه سوځي.
بريالى او سرلوړى اوسې!
ټول افغانان په تا وياړي!
په هلمند كي د بست، په زابل كي د شيخ متي او ترنك، په كندهار كي د احمد شا بابا، هيواد، كندهار نندارې، بېنوا او نارنج فرهنګي ټولنو او هم د نورو مخورو او فرهنګپالو په استازيتوب روهي ادبي بهير_كندهار.