مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-12-20   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د کلتور او ځوانانو وزیر خرم صیب ته پرانيستی لیک

فضل غني حقمل/ کابل

د فرهنګ او ځوانانو محترم وزیر صیب!

ترهرڅه وړاندې تاسې ښاغلي ته د دغې نوې دندې مبارکي وایم؛ هیله ده چې د افغانستان دبډای فرهنګ د خوندي ساتنې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ. داچې زه هم لکه د نورو افغانانوپه څېرخپلو دیني او ملي ارزښتونو ته بشپړ درناوی لرم، غواړم هغه څه ته ستاسې پام راوګرځوم چې زمونږ د خوږ هېواد افغانستان ملي ګټې ور پورې تړلي او زمونږ د هویت ښکارندویي کوي. ښاغلی وزیر صاحب! زه غواړم د افغانستان د څو دولتي ورځپاڼو لکه هیواد، اصلاح او انیس په اړه تاسې ته یو څو مشورې درکړم هیله ده چې زما دغه مشورې ستاسې او د ټولو افغانانو د ښېرازۍ، سر لوړۍ اوخوښۍ سبب وګرځي. لومړی دا چې د لوی خدای په فضل مونږ افغانان اوس د دې جوګه شوي یو چې خلکو ته د بیان د آزادۍ په رڼا کې او د یو منتخب اسلامي حکومت تر  سیوري لاندې هغه څه ورسووکوم چې زمونږ د ولس او هيواد په ګټه دي، خو د دغه څراغ رڼا به هله زیاته شي چې کله مونږ او زمونږ واکداران لږ د جوش پرځای له هوش او د ډیرو خبرو پرځای له عمل څخه کار واخلي. که مونږ وګورونو په تېروڅه باندې څلورو کلونو کې نه یوازې دا چې په دولتي رسنیو کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی، بلکي د ورځې په تېرېدوسره دغه رسنۍ له کاره لوېږي او د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي. زما تمه دا وه چې ښایي ستاسې په راتګ سره به دا هرڅه سم شي او په دې برخه کې به ژور اصلاحات رامنځته شي خو اوس په دې باور یم چې ښایي ستاسې هم څه له وسې ونه شي اوکه کېږي نو بیا څه ته ګورۍ خپلې مټې را ونغاړۍ اوسمدلاسه کار ورباندې پیل کړئ. زه په دې فکر یم چې اصلاحات نه پیسو ته اړتیا لري اونه امکاناتو ته بلکي دا کار یو سیاسي جرأت ته اړتیا لري او که تاسې دغه جرأت پیدا کړ نو ایله به مو خپل رسالت او مسولیت په ښه توګه سرته رسولی وي. اوس زه غواړم په لاندې څو ټکو کې هغه څه ته ستاسې پام راوګرځوم چې که عمل پرې وکړۍ نو زمونږ د هیواد د پرمختګ او د ګاونډیو سره د سیالۍ په لوري به مو یو ډېر ستر ګام پورته کړی وي. د دولتي رسنیو د کارکونکو د شمېر راکمول چې ټول له (۱۵۰) تنوڅخه وانه وړي. د ورځپاڼو د مخونو زیاتول، چې لږ تر لږه هره ورځپاڼه باید( ۱۲) مخونه ولري. د با تجربه او کار پوهه کسانو ګمارل په تېره بیا له ځوانانو څخه. د کارکونکو د معاشونو لوړول چې له (۲۰۰) ډالرو څخه تر (۵۰۰) ډالرو پورې ورسېږي. د کارکوونکو لپاره د اړتیا پر وخت د ترانسپورتي وسایلو برابرول. په ښکلي ډیزاین او ښه صحافت د ورځپاڼو چاپول. د هیواد ټولو (۳۴) ولایتو نو او ولسوالیو ته په خپل وخت د ورځپاڼو استول. په ټول هیواد کې د ورځپاڼو لپا ره تبلیغاتي کمپاین کول. په ښه او منظمه توګه د ورځپاڼود ودانیو ترمیمول. د کارکونکو لپاره په دفترونو کې دننه د اوسېدو اوخوراکي موادو د آسانتیاوو برابرول. زه یوازې او یوازې د یو افغان او په وطن مین ځوان په توګه چې د خپل هیواد په رسنیو ویاړم او د لاپرمختګ لپاره یې شېبې شمارم،بیا هم له تاسې دا غواړم چې په دې لاره کې بېړني ګامونه پورته کړئ او دغه لوی او طلایي چانس له لاسه ورنه کړئ. په درناوۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery