مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-01-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ولسمشر ته د سلام فرهنګي ټولني پرانيستئ ليک

سلام فرهنګي ټولنه

په دې ورځو پو کي زموږ د هېواد او پا کستان تر منځ  د ډيورنډ د توري کرښي  په اړه  ديوې تاريخي ستونزي په توګه  د بيلا بي و سياسي  کړيو ،  دېپلماتيکو اډانو  او د يوشمير هېوادونو دستراتيژيکو مرکزونو له لوري  ډول ډول اندونه او خيالات خپاره شوي او د خپرېدو دا لړۍ ورځ په ورځ لا پسي توديږي .  سلام فرهنګي ټولنه ، اړوندان او پلويان يې هم د همدې ليک له لاري د هېواد د تاريخي هويت د ساتلو  اود ځمکنئ بشپړتيا دتامين په هيله ،  درنو هېوادوالو او پر هېواد واکمني  ادارې او په ځانګړي توګه د افغان اولس مشر ښاغلي حامد کرزي  دپام اړولو په نيت لاندي ټکي د پ انيستي ليک په توګه خپروي :

لومړئ  : افغان اولس او د ډيورنډ د کرښي  دواړو خواو ته ميشتو قومونو او اولسونو هيڅکله دا کرښه نه ده منلې ؛

دوهم :  د ډيورنډ د کرښي د تپل کېدو راهيسي  هيڅ افغان واکمن  د دې کرښي  درسمي پيژندلو جرئت نه دئ کړئ ، او د هېواد يو شمير ملي واکمنانو بيا د همدې کرښي د نه منلو پر سرهر ډول ربړ ته ځان ورکړ ، چا لس کلنه واکمني پريښودل ، چا يې د له مينځه وړلو په نيت د جګړې اعلان وکړ ، څوک يې د نه منلو په تور په دار وځړېدل ؛ خو دا ملي ذلت يې ونه مانه ؛

دريم  : د افغان اولس دريځ هم هاغه دئ چي دا کرښه نه مني ؛د اوسنۍ واکمني ادارې وجيبه ګرځي  او مکلفه ده چي د افغان اولس رايه پلې کړي .

ښاغلې اولسمشره ! زموږ باور دا دی چي  زموږ پر هېواد د رواني جګړې  يو ستر او بنسټيزلاميل  د ډيورنډ کرښه ده  ؛ تاسو د دې تاريخي  ستونزي د حل پاره  هم د خپل اولس توان د ځان سره لرۍ او هم د نړيوالو ملتيا تر لاسه  کولای شئ . په پريکړنده ملي دريځ  د هېواد ژغورلو ته ژمن پاته شئ ! او دا کرښه د تل لپاره ورکه او د هېواد بشپړ تيا تامين کړئ ! 

د هېواد زرين تاريخ  ملي اتلان نه هيروي  .

په هېوادنۍ مينه

د سلام فرهنګي ټولني له خوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery