دخپریدو نیټه : 2007-03-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کاندیداکاډمیسن سیستانی دوه علمی اثارچاپ شوه
درنو هيوادوالو!
دکتاب اومطالعې علاقمندانوته زیری ورکول کيږي چی په دی وروستیو کښي زموږدهيواد تاریخ پوه ښاغلی محمداعظم سیستانی دوه علمی اوڅېړنیز تاریخی کتابونه «آیا افغانستان یک نام جعلی است؟»او «ظهور افغانستان معاصر واحمدشاه ابدالی » ترنومونولاندي دگرانوهيوادوالودلوستلولپاره له چاپه راوتلي دي .
لمړی کتاب دشلو مقالومجموعه ، دلیکوال هغه څېړنيزي لیکنی په برکی نیسی چی د ٢٠٠٣ کال را پدې خوا، دهيواد دځمکنی بشپړتیا،دافغانستان دتاریخی اومنل شوی نوم اوملی هویت د دفاع په خاطرد"خراسان" غوښتونکواو"افغانستانی" پلوه ډلو د ډول ډول دښمنانه طرحواواندونو په جواب کی لیکل شوي دي .
داکتاب په ۴۱۸ مخونو کی ددوه میاشتی دمخه دانش دخپرونی له خوا په پیشورکی له چاپه راووت .
دوهم کتاب(ظهورافغانستان معاصر اواحمدشاه ابدالی) هم دوزیری په قطع د۴۳۰ مخونوکی په پیښورکی د دانش دخپرونی له خوا په ښه قطع او صحافت له چاپه راوتلی دی .
دا کتاب ، له هغه تاریخی کتابونو څخه دی چی مونږدهغه ساری تر اوسه پوری په وطن کښي نلرو. پدې اثر کي ليکوال تلاښ کړی داثابته کړی افغانان د هغو تاریخی مهاجرتونو په نیجه کی چی دمیلاد څخه دوه زره کال دمخه له باختر څخه جنوبی سیموته راشیوه سوی دی دکابل اوسندرودونو په درو اویا هم دهلمند ،ارغنداو اوترنک روددونو په پراخه ورشوگانوکی يې استوگنه غوره کړې ده ، اودتاریخ په اږدوکی يې د ژوندانه چاری دخپلی عنعنوی دود او دستور (جرگواومرکو) په چوکاټ کی مخ ته بیولی دي .
دتاريخ په اوږدو کښی دوي بالاخره داجتماعی ژوندد تکامل دې درجی ته ورسیدل چی دمختلفو قبایلو اوقومونوديووالي اواتحادپربنيادځانته يومستقل دولت جوړکړی او دخپل دولت حدود اوثغور ته پراختیا ورکړی ، اوپدې توگه يې نوروته ښکاره کړه چی دوی خپل سرنوشت په خپله ټاکی او پس له دی هیچاته باج نه ورکوی . همدا رنگه په دی کتاب کي دافغانستان دظهور(پيدايښت) ټولي تاریخي او سیاسی زمینی اولاملونه نه څیړل شوی دي ، همدا ډول پدي علمي اثر کي دافغانستان دپيدايښت څرنگوالی په ډیرو قوی او روښانو منطقو سره بیان شوی دی . ددی کتاب یو په زړه پوری فصل په هندوستان کی دپښتنو حاکمیت اودمغولودسلطی پرخلاف دافغانانوديوې پېړی مبارزې په لنډه توگه څېړل شوی دي .
دمحترم سیستانی صاحب دغه ملی دریز او علمي هلوځلوته دقدرپه سترگه کتلوسره دتاريخي اثارو د لوستلو علاقمندانوته ددې علمي اوتاريخي کتابونودترلاسه کولواولوستلو سپارښتنه کوم .
زمادمعلوماتوله مخې اړينه ده په قدردانی سره يادونه وشي چی د دی دواړه کتابونو دچاپ ټول لګښت زمونږ دیو فرهنگ پال شخصیت محترم فدا محمدنظری له خواورکړه سوی دي .خدای دی وکړی چی زمونږ نور فرهنگ پال افغانان هم پداسی فرهنگی کارونو سره دفرهنگ په میدان کښی خپل نوم تل پاتی کړی .
زه د مولف د لابریالیتوب په هیله ، دوی ته د دغه فرهنگی کارونو په مناسبت يوځل بيادزړه له کومی مبارکی وايم او د دوی دنورو علمی آثارو دچاپولو په انتظار یو . غمخور