په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې غږ
د 2007 کال د اپريل دويمه
جرمني ، دفرانکفورت ښار
ډېرې ورځې کېږي چې افغان ژورناليست اجمل نقشبندي له طالبانو سره بندي او يرغمل دی . هغه ايټاليايي ژورناليست چې نوموړی ورسره د ژباړن په توګه تللی و ، د څو تنو طالب بنديانو په بدل کې خلاص شوی او ايټاليا ته هم رسېدلی دی .
موږ له هغو کسانو څخه چې لا اوس يې هم اجمل نقشبندي يرغمل ساتلی ، په ټينګه هيله کوو چې هغه راخوشي کړي او د ټول افغان اولس او ټولو افغان ژورناليستانو هيلو او غوښتنو ته ځواب ووايي .موږ هيله کوو چې هغوې د دغه ژورناليست په راپرېښودلو کې هيڅ شرايط مخې ته نه کړي ، ځکه چې د هغه خوارکي افغان ژورناليست په بدل کې يې هيڅ غوښتنې څوک نه اوري .
که له اجمل نقشبندي سره هغه څه وشول چې له مظلوم او غريب افغان ډرېور سره يې وشول ، يرغملګر به د افغان اولس او افغاني ژورناليستيکو کړيو د ژورې کرکې وړ وګرځي.
موږ خپل دغه غږ ، په اروپا کې د ټولو استوګنو افغانانو د غږ په نوم اوچتوو او د هغه د بې قيد اوشرطه خلاصون هيله کوو .
په درناوي